Sep 12, 2020 13:28 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې په تیرې اونۍ کې د ځینو مهمو پيښوخلاصه او ورپسې هم تحلیلي برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده د استفادې وړ مووګرځي .

*/*/*/*/*/*    دفرانسې خپرونې :شارلي ایبدو  له خوا د اسلام دګران پیغمبر په شان کې ګستاخي او ورباندې غبرګونونه  */*/*/*/*/ د ایران او ترکیې د سټراټژيکو اړیکو د عالی شورا شپږمه ګډه غونډه*/*/*/*/*/   او د ایران دا سلامی جمهوریت د پوځ د ذوالفقار ۹۹ نومې ستره ګډه پوځي مانوره ، په تیرې اونۍ کې د ایران  ځيني مهمې پيښې وې ،  اوس هم په  باب ستاسو په  خدمتې یوو له تحلیلي برخې سره */*/*/*/*/*//

***********************

          دفرانسې شالي ابیبدو نومېخپرونې په همداوروستیو کېد اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په شان کې په ګستاخۍ سره ځيني کارټونه  خپرۀ کړي،چې د مسلمانانو سخته اوجدي کرکه اوغوسه ئې راپارولې ده .

؛د  اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)په سپيڅلي شان کې په سپکاوي سره دفرانسې دیوې خپرونې  نابخښونکي اوسترې ګناه یو ځل بیا له اسلام او د مسلمانانو له ټولنې سره د لویدیځي دنیا د کلتوري  اوسیاسی ادارو له کینې اوشرارته ډکې دسیسې رابرسیره کړې . ::::

    د اسلامي انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا...العظمي سیدعلی خامنه اي په یوه پيغام کې  ددې موضوع په بیانولو سره،د اسلام د ګران پیغمبر په شان کې د فرانسې ددغې خپرونې سپک اقدام په کلکه محکوم کړی دی .

دوي همدارازددغه ستر جرم دنه محکومولو لپاره د بیان د آ زادۍ پلمه  چې  د فرانسې د ځينو سیاستوالانو له خوا وئيل شوي ،په بشپړ ډول مردوده، غلطه او دوکه ورکونکي بللې او فرمائيلي ئېدي ؛داستکباري حکومتونو او صهیونیسټانو  اسلامی ضد ژور سیاستونه،ددغه ډول غلیمانه  خوځښتونو عامل دي،چې که څه هم وخت په وخت نندارې ته وړانډې کیږي.

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپل پیغام کې ددغه سپکاوي په محکومیّت کې روښانه کړې ده،دغه حرکت په اوسني داسې وخت کې له هغو سپيروموموخوڅخه دلویدیځي آسیا د حکومتونو  او ملتونود منصرف کیدا  انګیزه کیدلی شي ، چې  امریکا او تیریګر صهیونیسټي رژيم ئې  ددغې سیمې لپاره په ذهن کې لري . مسلمان ملتونه په تیره بیا دلویدیځي  آسیا هیوادونه ددغې حساسې سیمې په مسئلو کې د هوښیارۍ اوځيرتیا په  ساتلو سره باید  هیڅکله هم د  اسلام او مسلمانانو په وړاندې د لویدیځي واکوالانو او سیاستوالانو دښمنۍ هیرې نه کړي :::: د ایران ملت د نړۍ دنورو مسلمانو او پتمنو ملتونو په څير په درست هیواد کې  د فرانسې د شارلي ایبدو خپرونې په دغه سپک اقدام خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړی اوتر څو ورځو پورې ئېپرله پسې په مظاهرو اولاریونونو سره د فرانسې او د نورو لویدیځي هیوادونو د سیاستوالانو  دبیان دآزادۍ  په پلمه دغه شان سپک او غیر منطقي  اقدامات او ګستاخۍ  نه بخښونکي  بللي دي .

 د ایران او ترکیې د سټراټژيکو اړیکو د لوړې شورا شپږمه ناسته  تیره اونۍ د تهران په کوربتوب سره د ویډیوئي کنفرانس له لارې ترسره شوه . په دغې غونډې کې  دتهران او او انقرې  په اړیکو کې د نوی سپرکي د پرانیستو لپاره ددواړو هیوادونو په پراخو پروګرامونواو پلانونو  غور اودنظر تبادله وشوه .د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشرحسن روحاني په دغې ناستې کې دترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  دویډیو ئي کنفرانس له لارې په خبرواترو کېټينګار کړی،د دواړو هیوادونو اړیکې تل د ښه ګاونډيتوب او دمتقابل احترام،او ګډو کلتوري مشترکاتو او ارزښتونو اوهمداراز په سیمې کې دسولې،امنیت او ثبات او دګډو ګټو ساتنې د پام په اساس دي .  

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغانهم په دغې ویډیوئي کنفرانسي  غونډې کې د ایران اوترکیې دسټراټژيکو ملګرتیاؤ د شوراغونډې ددواړو هیوادونو ترمینځ ددوستۍ یو سبمول وبالۀ او وې وئيل  په مخکینیو  غونډو کې تر نن پورې  ددغې شورا په چوکاټ کې د ملګرتیاؤ او د ا ړیکو د پراختیا لپاره ډيرې مهمې  فیصلې  شوي دي . په همدې چوکاټ کې  دترکیې   ولسمشر د  دآستانې د  سولې د خبرواترو دبهیر  په چوکاټ کې د  تهران، ماسکو او انقرې پر درې اړخیزو ملګرتیاؤپه ټينګار سره  وئیلي دي ، ترکیه چمتو ده ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او د سیمه ایزو ملګرتیاؤ په تیره بیا د سورئې په باب د ملګرتیاؤ په دوام کې  له ایران سره  خپلې ملګرتیاوې  نوره هم پراخې کړي .

د سټراټژيکو اړیکو د شورا جوړیدا ، ددواړو هیوادونو  دلوړې سوئې  او داړیکو د اغیز  شیندنې  یوه نښه ده  چې  له دې پلوه  یو سیاسی پیغام  هم  وړاندې کوي .دکرونائي بحران په شرائطو کې  ددغې غونډې ترسره کیدا، داړیکو د پراختیا اوژورتیا لپاره د دواړو هیوادونو دلوړپوړو چارواکو د کلک هوډ اوارادې ښونه کوي .

Image Caption

 

         د ایران د اسلامی جمهوریت د  پوځ  د ذوالفقار ۹۹ نومې  ګډه مانوره  د تیرې پنجشنبې  په ورځې د : دفاعي اقتدار په سیوري کې دتل پاتې امنیت : په شعار سره  د هرمز تنګي په ختیځي برخې ، د مکران سواحلو ، عمان سمندر  او دهند سمندر په شمالی برخې کې  په یوې  دوه میلیومربع کلومیټره پراخو سمندري حدودو کې په قدرت سره پیل شوه .

 په دغې مانورې کې د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ  دوسلو اوتجهیزاتو یونټونو ، او د هوافضا، اوبتلونو اوسمندري  کشتیو او بیړیو له اقتداره ډک شتون ، یو ځل بیا  خپل دفاعي قدرت نندارې ته وړاندې کړ . په دغې ګډې ما نورې کې دسیمرغ نومې لرواټنه  او فاتح نومې ایرانی اوبتل او ایراني ډرونز  الوتکو هم خپل قدرت  نندارې ته وړاندې کړ. د  مانورې په پراخو حدودو کې  د هیڅ ډول  الوتکو او مرغانو د تګ راتګ  مخنیوی  او  د خوښې وړ چاپیریالونو ته ئې لارښونه  هغه موردونه دي چې  په  ذوالفقار ۹۹نومې سترې پوځي مانورې کې  ئې تمرین وشو .  

دلویدیځي آسیا سیمې امنیت  اود دغې سیمې سټراتژيک اوحیاتي سمندري حدودو ساتل ، د سیمې د درستو هیوادونو په رغنده مشارکت او ګډون او دغه راز د  سیمې په سمندري حدودو کې د پرَدیو او له سیمې د ورآخوا ځواکونو دشتون اوسلطې  په مخنیوي کې  دامنیّت  په ځاي کولو کې غوټه خوړلې ده .

د ایران د خاتم الانبیاء (ص)  دمرکزي غونډ قوماندان  سردار تورن جنرال غلامعلی رشید  دتیرې چارشنبې په ورځې  د اسلامی ایران دپوځ دقوماندانانو اوچاروالو په  ټول کې  روښانه کړې ده ،د ایران دپوځ او دسپاه پاسدرانو لپاره د ویاړ لامل ده چې دښمناند ایراند اسلامیجمهوریت له پوځ او ولسي قدرته سخته ویره او وحشت لري او هیله مند یوو ، دښمنان د اسلامی ایران دقدرت  او کلک هوډ له امتحانولو ډډه وکړي .

Image Caption
Image Caption

 

                    دایران اسلامی جمهوریت   له  څه دپاسه څلورو لسیزو راهسې  د اسلامی انقلاب  دبریالیتوب له هماغه لومړنیو  راهسې او د سپيڅلي دفاع په اته کلن پړاؤ پسې  له ډيرو  او پيچلو  امنیتی ترینګلتیاو او بحرانو سره  په مخامخیدا سره ،  اوس  هر ډول ګواښونو ته د مناسب ځواب  دو رکولو لپاره  له ډير ښه  جنګي قدرت ،توان او چمتووالي برخمن شوی دی .

 د اسلامی ایران دپوځ  اوملت  دسپيڅلي دفاع او جنګ د تجروبې تر ټولو ستره بریا ، ګواښونو ته په قدرت سره  د ځواب لپاره  له پوځي قدرت څخه استفاده او له دفاعي  چمتووالي څخه دبرخمنیدا ضرورت دی .

 له نوروهیوادونوسره د ګډو مانورو ترسره کیداهم  په سیمې کې د سولې او امنیت دپیاوړتیا لپاره د ایران یوه سټراټژي ده.په دې باب ایران  په عمان  سمندر او هند سمندر کې ډيرې بریالۍ مانورې ترسره کړي دي  

            د ایران اسلامی جمهوریت تل  په سیمه ایز او نړیوال ډګر کې  دمتقابل احترام په اساس  له نورو هیوادونو سره ددوواړخیزو اړیکو او مناسباتو په پراختیا  ټينګار  کړی دی .

Image Caption

 

په همدغه چوکاټ کې په سیمې کې د دوستو هیوادونو او د اسلامی ایران د لوړروتبه پوځي چارواکو  خبرې اترې اوتګ راتګ  ډير اهمیّت لري .  په همدې لړ کې  تیره اونۍ  د هندوستان  دفاع وزیر راجنت سینګ  تهران ته په سفر  راغلی او له خپل ایراني همڅنګ سره ئې مهمې او کوټلي خبرې اترې کړي دي.

 ددغو تګ راتګونو اوسفرونو په دوام کې د هندوستان  خارجه وزیر  سابرم  نیام  جایشینکر  هم  تهران ته راغلي  اود ایران له خارجه وزیر محمد جوادظریف سره ظې د دلچسپۍ وړ موضوعاګانو اوسیمه ایزو او  نړیوالو بدلونونو  په باب خبرې اترې او  دنظرتبادله کړې ده . همداراز د ایران او پاکستان دسیاسی او پوځي لوړروتبه پلاؤ تګ راتګ او په ځينو موردونو کې د موافقو لاسلیک کیدا ، دافغانستان ، ترکیې ، او نوروګاونډیو هیوادونو دلوړروتبه   سیاسی او پوځي  چارواکو تګ راتګ ، دسیمې او د ایران دفعالې ډيپلوماسۍ ښودنه کوي  او دا د سیمې د امنیت اوثبات د لوړتیا لپاره د  اړیکو دپراختیا اوپياوړتیا  په دوام  کې د ایران د  اسلامی  جمهوریت دسیاسی اوپوځي  لوړپوړو چارواکو د کلک  هوډ اودلچسپۍ ښودنه کوي .

Image Caption

 

                خوږو دوستانو د ایران  اونۍ په هینداره کې نومې د اونیز پروګرام وخت همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې له سپارلو مخکې باید ووایو چې  د  تهران ریډیو دپښتوخپرونې د انټرنیټي سایټ ایډریس

PARSTODAY.COM/PS    هم درسره نوټ کړئ او په دغه ویب پاڼې تاسو زمونږ درست پروګرامونه او تازه خبرونه ،تبصرې ، راپورونه او مرکې  لیدلی او آوریدلی شئ،نو نیکمرغه ژوند درته غواړو .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************