په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آ سیا بدلونونه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په لویدیځي آسیا کې د تیرې اونۍ د بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې په پیل کې درته په دغې سیمې کې د تیرې اونۍ ځينو مهمو بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم د ځینو پیښو په باب تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو ، هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
*/*/*/*/*/ دفلسطین له ملاتړپرته د عربي اتحادئې دناستې پاي */*/*/* له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د بحرین موافقه چې ډونالډټرمپ ئې له مخکې اعلان کړی */*/*/*/ او د عربستان د آبها هوائي ډګر په ضد د یمن والو د بې پيلوټه الوتکو حملې،په تیرې اونۍ کې دلویديځي آسیاځيني بدلونونه وو،اوس مو هم رابولوو د ځينو پيښو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .*/*/*/*/*/*/*/
دوستانو لکه څنګه چې خبر ئۍد اړیکو دعادي کولولپاره له صهیونیسټ رژيم سره د متحده عربي اماراتو د موافقې له اعلان کابو یوه میاشت وروسته ، عربي اتحادئې د تیرې چارشنبې په ورځې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ویډیوئي کنفرانس له لارې یوه انټرنیټي غونډه جوړه کړه .په دغې غونډې کې نه یوازې له تیریګر صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادي کولو په محکومیّت کې د فلسطین د وړاندیزي پریکړه لیک مسوده تصویب نه شوه،بلکې په تلویحي توګه دعربوهیوادونو دغې اتحادئې د آبراهم موافقې ملاتړ هم وکړ . د فلسطین ځینو مبارزو ډلو دعربی اتحادئې پر دغه ملاتړي دریځ په سختو نیوکو سره له دغې اتحادئې د فلسطین د وتلو په ضرورت ټينګار کړی دی .
د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ د سیاسی دفتر یوه مسئول مقام محمد الهندي دتیرې پنجشنبې په ورځې وئیلي دي ، په عربی اتحادئې کې نن سبا هغه هیوادونه شتون لري،چې له فلسطینه ئې لاس اخستی او اسرائيل ئې په غیږې کې نیولي دي او له دغه تیریګر اووحشي رژيم سره ئې د اړیکو دعادي کولو له محکومولو سره مخالفت کوي . ا لهندي،له عربي اتحادئې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د وتلو غوښتنه کړې ده.د فلسطین دآزادۍ لپاره د ولسی جبهې مسئولانو هم په پنجشنبې ورځې دیوې اعلامیې په خپرولو سره دعربی اتحادئې په غونډې کې له صهونیسټ رژيم سره د اړیکو دعادي کولو دمحکومیّت د پریکړه لیک نه تصویبیدا محکومه کړې او وئيلي ئې دي ،د متحده عربی ا ماراتو دمحکومیّت دمطرح کیدا نه تصویبیدا، یوځل بیا د عربی اتحادئې بې مسئولیتي او تالی څټيتوب نندارې ته وړاندې کړی دی .

له دې سره په یووخت په لویدیځي غاړې کې د یوشمیر فلسطینیو ځوانانو هم د یوه تابوت په وړلو سره چې د عرپی اتحادئې نښه ئې درلوده ، داسرائيلو او اماراتو دموافقې په نه محکومولو کې ئې ددغې اتحادئې فیصله سخته رټلي او ورباندې د ګوډاګیتوب غږ کړ ی.د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ د اطلاع رسونې مسئول داؤد شهاب هم وئيلي دي،عربی اتحادیه له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادی کولو په یوه اصلی مخکښ بدله شوې ده او د امریکا او صهیونیسټي رژيم د سلطې دزیاتولو په ګټه ئې د خپل اصلي رول له لوبونې سوکه سوکه لاس اخستی دی . د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي حازم قاسم هم په عربی اتحادئې په سختو نیوکو سره وئيلي دي ، دعربی اتحادئې دریځونه د اړیکو له عادی کیدا سره د عربانو د امت مخالفت کونکي دریځونه نه منعکس کوي .

په سیمه ایزه سویه هم د یمن خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره ، له اسرائيلو سره د اماراتو د اړیکو دعادي کیدا د نه محکوم کولو په دلیل په عربی اتحادئې په جدي نیوکو سره وئيلي دي ، د عربی اتحادئې دغه دریځ ، د هغه ډير زیات واټن ښودنه کوي ،چې دغه اتحادیه ئې د اسلامی امت له اصولو سره لري . د ینم د انصار ا... ولسی مبارز غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام هم له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو د حکومت د سازباز په محکومیّت کې د عربی اتحادئې ناکامي ددغې اتحادئې د عمر د ختمیدا په معنا بللې او وئیلی ئې دي ، دغه شان ټولنه باید په خاورو کې د فن شي . د انصار ا... ولسی غورځنګ په اعلامیې کې له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو دموافقې په محکومیّت کې د فلسطین د پریکړه لیک په مسودې سره دعربی اتحادئې د مخالفت علت ، دسعودي اماراتو د نفوذ په دایرې کې د دغې اتحادئې ورتلل بللي دي . په عین حال کې د امریاک د ولسمشر سلاکار او زوم جرډ کوشنر د صهونیسټي رژيم او اماراتي رژيم ترمینځ د سازباز د موافقې په نه محکومولو کې د عربی اتحادئې د دریځ هرکلی کړی او د عربی اتحادئې دغه دریځ ئې ډير مهم بدلون بللی دی .
دعربی اتحادئې له غونډې یوازې دوه ورځې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وئيلي دي ، بحرین هم له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره موافقې ته رسیدلی دی . له صهیونیسټي رژيم سره پر متحده عربی اماراتو سربیره ورپسې د بحرین د موافقې خبر له ډيرو پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی . د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس هم د صهیونیسټ رژيم او بحرین ترمینځ د اړیکو دعادي کولو په سر دموافقې په علت ، له منامې دفلسطین سفیر بیرته ورغوښتی دی .
د بحرین په داخل کې د فرورۍ د څوارلسم انقلاب د ځوانانو دائيتلاف پشمول یو شمیر مبارزو ډلو ، جمیعت الوفاق او د اسلامی عمل جمیَعت غورځنګونو هم له صهیونیسټي رژيم سره د آل خلیفه رژيم له خیانته د ډکې موافقې په محکومولو سره وئیلي دي ، چې دغه موافقه له اسلام او عربی هیوادونو سره یو ستر خیانت دی اود بحرین رژيم دریځ رواوالی نه لري . په عین حال کې ، د بحرین د اسلامی الوفاق غورځن د آل خلیفه رژيم د دغه اقدام په محکومولو سره روښانه ړې ده ، د بحرین ولس به دفلسطین آئيډیّل هیر نه کړي . دبحرین دغه ولسی مبارز غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی دی ، د بحرین رژيم او د صهیونیسټي دښمن موافقه ، د بحرین د ولس دریځ نه ،بلکې یوازې دوو غاصبو رژيمونو دوه اړخیز دریځ دی . دبحرین اسلامی عمل غورځنګ هم په یوې اعلامیې کې ټينګار کړ ی دی ، د صهیونیسټ رژيم له برخلیک سره د آل خلیفه رژيم دبرخلیک غوټه خوړل ، د خیانت په کولو ، د فلسطین له ملته دجلا کیدا،د اسلامی اوعربی امت په ضد د دسیسه ګرو او استعمارګرانو د خدمت لپاره یو اټکل شوی پاي دی .معام

له صهیونیسټي رژيم سره د آل خلیفه رژيم د اړیکو دعادي کولو د خبر اعلان د بحرین د مجازي فضا یا انټرنیټ د کارونکو او فعالانو سخته کرکه او غوسه راپارولې ده او دغې کرغیړنې چارې د ،بحرینیان د اړیکو د عادی کولو مخالف او له اسرائيلو سره د اړیکو عادي کول خیانت دی ،هشتګ په بحرین کې ترنډ شوی دی . د ین د انصار ا... ولسی غورځنګ سیاسی دفتر هم وئیلي د ي، هغه هیوادونه چې له صهیونیسټي ريم سره اړیکې ټينګوي ، د خپلو ولسونو نماینده رژيمونه نه لري او یوه ورځ به ددغه ستر خیانت بیّه ورکړي .
له صهیونیسټ رژيم سره د بحرین موافقه هم له دغه رژیم سره د متحده عربی اماراتو د موافقې په څير د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا اعلان شوې ده . دغه موضوع ښئ دغه هیوادونه ، یوازې ظاهري خپلواکي لري او په عمل کې د بهرني سیاست په فیصلو کې هیڅ خپلواکي نه لري . بحرین دامریاک د سمندري ځواک د جنګي بیړیو یو مرکز دی او واشنګټن ، دګواښونو په تیره بیا د داخلی ګواښونو په مقابل کې له آل خلیفه رژيمه دملاتړ دنده په غاړه لري. له امریکا سره ددغو هیوادونو اړوندوالی او تالی څټيتوب تر دې حده دی ، چې حتی د مصر د ملی ټیم پخوانی مشهور لوبغاړی محمد ابوتریکه هم د صهیونیسټي رژيم او بحرین په موافقې په غبرګون کې وئيلي دي ، له صهونیسټ رژيم سره د اړیکو عادي کول ستر خیانت دی ، د فلسطین موضوع، د تالی څټو او محکوم شوو او کمزورو نه ،بلکې د اتلانو اومیړنیو جدي او مهمه موضوع ده .

د یمن په ضد دسعودي ائیتلاف د جنګ شپږشپیتمه میاشت په داسې حال کې پاي رسیدلې ده چې هماغه راز نه یوازې د جنګ د ختمیدا لپاره هیڅ روښانه لرلید نه لیدل کیږي ، بلکې په یمن کې حالات د لاترینګلتیا په لور کاږل شوي دی . د یمن د مستعفی اوتښتیدلي حکومت او دجنوب دانتقالي شورا ترمینځ اختلافات هماغه راز دوام لري او په ۲۰۱۹ کال کې د ریاض اصلاح شوي موافقه هم اجرائي شوي نه ده .په عین حال کې متحده عربی امارات هڅه کوي ،د سقطري سټراټژیک او مهم ټاپو ته دصهیونیسټ رژيم د پښو پل هم ورسوي .د آل سعود رژيم جنګي الوتکو هم دیمن د بیلابیلو سیمو بمبارولو ته هماغه راز دوام ورکوي او دسعودیانو په دغو بې امانه او بې خرته حملو کې قربانیان دیمن بې وځله او مظلوم خلک دي .د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو هم ددې په ترڅ کې چې په مارب ولایت کې ئې مهمې بریاوې ترلاسه کړي دي او مارب ښار ته د رسیدو په درشل کې دي،په همداروستیو شپو ورځو کې ئې د عربستان په جنوب کې په عسیر ولایت کې آبها هوائي ډګر په کرتو په بې پيلوټه الوتکو سره بمباري کړی دی . .
دعربستان په آبها هوائي نړیوال ډګر د یمن والو دوامدارې حملې ، د یمن د انصار ا... غورځنګ او دهغو دمتحدانو ددفاعي قدرت ښودنه کوي . سعودي ائيتلاف په تیرو څو اونیو کې د یمن د ولسی غونډیدو او کلتوري مرکزونو باندې سختې بمبارۍ کړي دي او زیات شمیر ماشومان او ښځې اوبوډاګان ئې په وینو کې لیت پیت کړي دي . د آبها هوائي ډګر په ضد د یمن والو دډرونز حملې د سعودي عربستان ددغو حملو په ځواب کې دي . دیمن والو د حملو بل داخلی اهمیّټ دا دی چې دغه حملې ، پخپله د یمن دپوځي متخصصانو په لاس د جوړو شوو بې پيلوټه الوتکو په وسیله شوي دي . په حقیقت کې ، د عربستان د آبها هوائي ډګر په ضدپه صماد درې ډوله ډرونز الوتکو په وسیله دغه دوامدارو حملو د سعودیانو نندارې ته د یمن د پوځ او انصار ا... ولسی غورځنګ ټيکنالوجیک توان او ځاي قدرت وروښود .


د آبها هوائي ډګر په ضد د یمن والو له غو دوامدارو حملو سره په مقابلې کې د ریاض بې وسي نندارې ته وړاندې شوي،په داسې حال کې چې آل سعود رژيم په پوځي حوزې کې ډيرې زیات لګښتونه کوي او په نړۍ کې د وسلو تر ټولو ستر واردونکی هیواد دی او همداراز له امریکا او چینه وروسته په نړۍ کې تر ټولو ستره پوځي بودجه لری . له بل پلوه آبها یو هغه سرحدي ښار دی چې په عسیر ولایت کې واقع دی ، عسیر په هغو درو ولایتونو کې یو ولایت دی چې عربستان کابو اتیا کاله مخکې دیمن له خاورې جلا کړی او په دغه ولایت کې د عربستان د هوائي ځواک او مځکني ځواک مرکزونه دي . پر دې سربیره په دغه ولایت کې د عربستان د تیلی تاسیساتو یوه برخه هم شته. د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د آبها هوائي ډګر په ضد په دوامدارو حملو سره یو ډول سعودی عربستان د عسیر یمني ولایت د دوي له منګولو د بیرته اخستو په اړه هم ګواښلی دی .
د آبها هوائي ډ ګر په ضد لومړنۍ حمله ، د عربستان له فضا څخه دتیریدا په خاطر د صهیونیسټي رژيم د الوتکو دتیریدا لپاره د مجوز له صادریدا وروسته وشوه . د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو دبې پيلوټه الوتکو په مخنیوي کې د سعودیانو کمزوري غبرګون ته په پآم سره دغو حملو ثابته کړې ده ، چې د سعودي عربستان فضائي حدود به هیڅکله هم خوندي پاتې نشي.
خوږو دوستانو په پاي کې بلاخره دا چې په یمن کې دبدلونونو له پيچلي کیدا سره سره ، هماغهر از ملګري ملګروته او لویدیځي مدعي هیوادونه ددغه جنګ دختمولو لپاره چې د نړیوال نظام د وروستیو څو لسیزو تر ټولو ستره انساني غمیزه ئې رامینځةکړې ده ، هیڅ هڅه نه کوي .
*********************
دوستانو په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا د بدلونونو په باب داونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام اونوي مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،نیکمرغه او له سلامتیا ډک ژوند ولرئ .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************