Sep 26, 2020 15:51 Asia/Kabul
  • ایران د تیره اونۍ په هینداره کې

د وږی ۳۱ د تپلی جنګ دپیل د ۴۰ کلیزې سره برابره ده . د عراق بعث رژیم د ۱۹۸۰ میلادی کال د ستمبر په ۲۱ د ایران پرضد تیری ګر جنګ پیل کړ . د ایران پرضد د صدام رژیم تپلی جنګ د یوې پلان شوی نقشې په اساس اود امریکا په شنې اشارې او د نوی جمهوری اسلامی نظام د پرزولو لپاره پیل شو او دښمنانو اته کاله له تیری ملاتړ وکړ خو خپل هدف ته ونه رسیدل .

دغه پړاو ډیر تلپاتی ارزښتونه او ټکی لری چی نن سبا د دښمنانو د دښمنیو او دسیسو په وړاندی د ایرانی ملت لپاره پیاوړی پشتوانه ده . له دې نظره د دغه پړاو د ارزښتونو ساتل له حماسی ، پوځی ، ملی وحدت ، دښمن پیژندنې او د دښمنانو د دسیسو او دباونو په وړاندې د نه تسلیمیدا د هوډ او روحیې  له راز راز اړخونو دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د مقدسې دفاع او مقاومت مخکښانو د ستائنې او قدرونې له مراسمو سره د ويډيو کانفرنس له لارې په خپله يوه مهمه وېنا کښې د سپېځلې دفاع د دوران د اهميت د  څرنګوالي په باره کښې په دې لړ کښې يو لړ مهم ټکي او واقعيتونه بيان کړل.

دوي په يوې بشپړه او څو اړخيزې شننه کښې د تپل شوي جنګ د اسبابو او علتونو په بيانولو سره په هغه دوران کښې د مقاومت اهميت ته اشاره وکړ چې د ايران د ملت په خلاف د جنګ د انډولو په د بدلون او يوې سترې دسيسې په ماتې خوړلو کښې يې يو مهم رول درلوده .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود وفرمايل: په هغو حساسو حالاتو کښې سپېځلې دفاع د هېواد لپاره پانګونه وکړه او ارزښتناکې شتمنۍ يې راپېدا کړې. په دغه دوران کښې د خرمشهر د آزادولو او سترو برياليتوبونو په شان سترې حماسې جوړې شوې. په دغه تپل شوي جنګ کښې امريکااو اروپائي هېوادونه د بعث رژيم اصلي ملاتړي وو او د صدام رژيم په وسلو او جنګي سازوسامانونو سنبالولو سره د عراق د تيري ګر جنګ د دوام زمينې برابرې کړې چې په خپل اند اسلامي نظام نسکور کړي. بې له شکه د مقدسې دفاع د دوران يوه مهمه کاميابي د هېواد د امنيت ټينګول وو.

د رهبرۍ ستر مقام په قاجاراو پهلوی پړاونو کې په وروستیو دو پیړیو جنګونوکې د ایران دوامداره ماتو ته په اشاری سره زیاته کړه د ایران ملت په سپیڅلی دفاع کی د ختیځ او لویدیځ د قدرتونواو له هغو سره اړونده هیوادونو په وړاندی مقاومت وکړ اوپه سر لوړی توب سره بریالی شو او په همدغه اساس دغه بریالی دفاع د ایرانی ملت د هویت برخه ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««

د سپېڅلې دفاع دوران له دې نظره يوه ارزښتناکه پانګه ده چې د دښمنانو په وړاندې د ايران د ملت د اقتدار ښودنه يې وکړه. د دغه اقتدار پېغام چې د سپېځلې دفاع په دوران کښې له ارزښتونو څخه رامنځته شوه. د ایران ملت نن سبا د سلطې د نظام په وړاندی د مقاومت او دریدا د یوې بیلګې او سمبول په توګه بلل کیږی چی توانیدلی دې په سیمه کی د امریکا پروګرامونه او سیاستونه  له ماتی سره مخامخ کړی .

له دودو دفاعی اصولو سره سم  له پوځی قدرته برخمنیدا د درستو هیوادونو روا حق دې . نن سبا په هوا فضا ، توغند,ی قدرت ، مځکنی ډګر او سمندری قدرت په ډګر کې اسلامی ایران د ګواښونو د لیری کولو لپاره له یرغلیز او دفاعی قدرته برخمن دې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی ایران  ولسمشر حسن روحاني د تیرې اونۍ په نهې ورځ  په هغې وینا کې چې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ئې دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په پنځه اویایمې کلنۍ غونډې کې کړي ،د نړۍ د مسئلو په وړاندې ئې د ایران د لیدتوګو او دریځونو په بیانولو  سره  د  امریکا  د ماهیّت  په باب حقیقتونه او  د یواړخیزوالي نتیجې   بیان کړې . ډاکټر  حسن روحاني  په دغې مهمې وینا کې په دوو مهمو موضوګانو ټینګار ووکړ.

لومړۍ موضوع  په دې ټکی ټينګار دی چې د ایران ملت هیڅکله هم  د امریکا سرزوریو ته  نه تسلیمیږي او دا ئې په عمل کې هم ثابته کړې ده .د ایران ملت  په څو زره کلن تاریخ  سره هیڅکله  اجازت نه ورکوي ، چې یو سرزوری حکومت هرشان ته چې وغواړي ورسره چلند وکړي .

د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې  امریکا  نه پر مونږ خبرې اترې تپلی شي او نه هم جنګ ، ټينګار کړی ، نن سبا سرزوری او بدماشۍ ته د نړیوالو د  نه وئيلو وخت دی .

 دوهمه موضوع  هم   هغه دوه مخیتوب او  تضادونه دي چې  امریکا ئې  دنړیوال امنیت په یوه ګواښونکي او خطرناک موجود بدله کړې ده .

ددغه دوه مخیتوب  یوه برخه  دانساني حقوقو په ډګر کې ده. دبشری حقوقو په زمینې کې د لویدیځ په نظر کې ډير زیات دوه ګوڼوالی شته دی .  هغه څه چې نن سبا د امریکا په ټولنې کې لیدل کیږي ، په دې زمینې کې  یوه روښانه بیلګه ده . د امریکا خلک د خپل هیواد د واکوالانو له توکمپالنې ، فساد، بې عدالتۍ  او نالایقتوبه ستړي شوي  او نن سبا یې  درسته  نړۍ چغې او اعتراضونه آوري .

امریکا په وروستیو اونیو کې د ملګرو ملتو په سویه او امنیت شورا کې څو ماتې او خوارۍ تجروبه کړې چی د استیصال نتیجه او په وروستیو میاشتو کې له نړیوالې ټولنې بیا بیا نه اوریدل او د نړیوالې ډیپلوماسۍ په وړاندې پسې ماتې دي .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایران خارجه وزارت په خپله وروستۍ بیانیه کې د امریکا وروستی کړچار ته په اشارې سره  د ملګرو ملتو او امنیت شورا لپاره بی مخنیې ګواښ او د نړیوال امنیت او سولې لپاره ستر خطر وباله  او ټینګار یې وکړ که امریکا پخپله یا د خپلو یو شمیر ګوډاګیانو په ملګرتیا سره د دغو ګواښونو په لړ کی اقدام وکړی ، نو له جدی ګواښ سره به مخامخ شی او د هغه د درستو خطرناکو پایلو مسوله به وی .

««««««««««««««««««««««««

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاروف هم په همدې هکله د زیارت په ورځ په ماسکو کی د ایران له خارجه وزیر ښاغلی ظریف سره له کتنې وروسته له خبریالانو سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل ماسکو او تهران د ایران پرضد د نامحدودو تسلیحاتی بایکاټونو د اعمالولو لپاره د امریکا هلې ځلې په پریکنده توګه ردوی .

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا ماتي ته په اشارې سره وویل د تهران پرضد د پخوانیو پریکړه لیکونو د بیرته ستنیدا په هکله د امریکا غوښتنه د نړیوالې ټولنې له مخالفت سره مخ شوي ده او دا د امریکا لپاره ترټولو ستره ماتي ده . هغه هیله وکړه د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې چې روسیه د امنیت شورا مشرۍ پرغاړه اخلي د امریکا د قانون پرخلاف له کارونو سره مقابله وکړي او د امنیت شورا باور وساتل شي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د یواړخیز پالنې په چوکاټ کې د امریکا فیصلې او اقدامات اوس خطرناکو پړاونو ته ورداخل شوی دي . د امریکا د یو اړخیز پالنې پایلې اواثار امریکا د نړیوال امنیت او سولې لپاره په ستر ګواښ بدله کړی ده . که نړیواله ټولنه په دغه مرحله کې له دغو اقداماتو سره خپل جدی مخالفت ونه ښی نو دامریکا له خوا به نړیوالې ټولنې ته جدی تاوانونه ورسی .