Jan 26, 2021 12:52 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځیني مهمې پيښې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې دلویدیځي آسیا دځينو پيښو په اړه له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغه ننني مطلب کې په پیل کې ځينو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او وروسته مو هم د ځينو پيښو په اړه دتحلیلي برخې لیدو ته رابولوو، نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

                                       دیمن د انصار ا... د بایکاټولو لپاره  پخپلو وروستیو شپو ورځو کې د ټرمپ د کرغیړن حکومت  سپير اقدام

                                                                                          */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

                                                                                 د عراق  د وارمخکې پارلیماني انتخاباتو  ځنډیدا

                                                                                             */*/*/*//*/*/*/*/*/*/

او په بغداد کې مرګوني ځان مرګي حملې په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهمې پيښې وې ، چې ا لبته اوس مو هم رابولوو،دځينو پيښو په اړه د تحلیلي برخې اوریدو ته

*//*/*/*/*/*/*/*/*//*/*/*//*/*//*

 دوستانو دامریکا د خزانې وزارت  دډونالډټرمپ  د حکومت په وروستیو شپو ورځو کې ، دیمن د انصارا... غورځنګ نامه  ددغه وزارت د  بندیزونو لیسټ ته ورزیاته کړې ده . له دې مخکې هم د امریکا خارجه وزارت  کانګرس، ددغه هیواد  د بهرنیو ترهه ګرو تنظمینو  او اورګانونو په لیسټ کې د  یمن دانصار ا... ولسي غورځنګ  دنامې  د ورزیاتولو لپاره له خپلې فیصلې خبر کړی ؤ .

د یمن د انصار ا.... ولسی غورځنګ  ویندوي  محمد عبدالسلام وئيلی دي ،  د انصار ا... ترهه ګر بلل او بایکاټول تائيدوي چې  مونږ دامریکا دګټو په وړاندې دریدلي یوو  او د هیر ډول تیري په وړاندې به  هم ودریږو، او هغه څه چې د  یمن رهبري، دپوځ قومانداناي او ولسی کمیټئ ئې  وټاکي ، یوه قانوني او تضمیني ټاکنه ده .

 د یمن دانصار ا...غورځنګ سیاسي دفتر  هم په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،امریکا هیڅکله هم د یمن د خلکو تر څنګ یا بې پلوه  نه ده تر دې چې په دغه احمقانه  او خپل سپير  حرکت سره ئې  مونږ حیرانه کړي . د واشنګټن له خوا د ترهه ګرۍ په لیسټ کې  دانصار ا... ولسی غورځنګ  دنامې راوستل ،د یمن په ضد په تیریو کې د امریکا دقوماندانۍ  درول ایشوا کیدل دي .  د دغې  اعلامیې په اساس امریکا له خپل دغه سپير اقدامه مخکې ، په مستقیم  ډول یا د سیمه ایزو عواملو له لارې ، دیمن  د خلکو په ضد ډول ډول  او بوږنونکي جنایتونه کړي دي .  د انصار ا... ولسی غورځنګ  د سیاسی دفتر په اعلامیې  کې  ټينګار شوی دی ، ددرغجنو عنوانو تر شا تر لسیزو پورې  په پټيدو کې  دامریکایانو دغودریځونو  د دوي له واقعیَتونو پرته پورته کړې چې  دوي  دی من د لومړي لمبر دښمنان دي .

Image Caption

 

              په سپينې ماڼۍ کې  د ټرمپ د شتون په وروستیو شپو ورځو کې  دامریکا دپخواني حکومت اقدام د امریکا په داخل کې او په نړیواله سویه  د نیوکو یوه ستره څپه راپورته  کړې ده تر دې چې  د امریکا   د کانګرس پنځه ویشتو غړو  هم  د یمن دانصار ا.. غورځنګ  د ترهه ګر بللو په نسبت د دغه هیواد پخواني خارجه وزیر  ته په یوه لیک کې اعتراض کړی  او ددغې فیصلې  لپاره ئې د لازمو اطلاعاتو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده . د کانګرس دغو استازو  په دغه لیک کې روښانه کړې ده،په دغه نامه بلل په یمن کې دجنګ په اوږدوکې  دخلاف ورزیو او ترسره شوو ناوړه استفادو لپاره  دعدالت  له تامینیدا او دشخړې له حل سره هیڅ مرسته نه کوي .دا یوازې د هغو میلیونونو یمن والو بحران  لاسختوي ،چې  د خپل ځان  دپاتیکیدا او بقاء لپاره  جنګیږي . اروپائي اتحادئې  هم په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی دی ،دامریکائي حکومت فیصله به، د یمن له انصار  ا...غورځنګ سره لازم ډيپلوماټيک  تعامل  او  د انسان دوستانه او سیاسی  چارو کې  د نړیوالې ټولنې کار لاپيچلی کړي . 

 د یمن د انصار ا... غورځنګ  په ترهه ګر بللو کې د امریکا  د مخکیني کرغیړن حکومت په اقدام  پراخو اعتراضونو او نیوکو ته په پام سره ، د امریکاپه نوي حکومت کې د خارجه وزارت یوه ویندوي وئيلي دي ، دغه وزارت د  پخواني حکومت په وسیله د انصار ا ...غورځنګ  د ترهه ګر بللو ارزونه پیل کړې ده  او په عین حال کې  پر دې موضوع  په ترټولو چټګ  حالت  کار کول ممکنه دي څو ددغه بهیر په اړه کومې نتیجې ته ورسیږو او فیصله وکړائ شو.د جوبایډن د حکومت احتمالي خارجه وزیر آنتوني بلینکن  هم په همداوروستیو کې وئيلي وو،واشنګټن به دیمن د انصار ا ...غورځنګ  د ترهه ګر بللو په باب  بیا کتنه وکړي .  

          عراق تیره اونۍ د ځينو مهمو سیاسی او امنیتی پیښو شاهد ؤ ، له سیاسی پلوه د عراق  حکومت او انتخاباتي کمیشن  د دغه هیواد د  وارمخکې پارلیماني انتخاباتو ترسره کیدا تر څلورومیاشتو پورې یعني  د ۲۰۲۱ کال  تر اکتوبر میاشت پورې وځنډول .ټاکل شوې وه ،  د عراق د وارمخکې پارلیماني ا نتخابات د جون په شپږمه نیټه ترسره شي .د انتخاباتو کمیشن  اعلان کړی، د مالی او تخنیکي پلوه د ځينو نیمګړتیاؤ له امله  په جون میاشت کې د انتخاباتو ترسره کیدا سخته ده،ځکه عراق  له ډیرو زیاتو مالي مشکلاتو سره مخامخ دی،داسې مشکلات چې په وروستیو شپو ورځو کې  یوځل بیا   په اقتصادي مشکلاتو په اعتراض  کې دحکومتي ضد  مظاهرو دترسره کیدا لامل  شوي دي . یو بل دلیل چې د انتخاباتو دکمیشن له خوا  مطرح شوی، دا دی چې د سیاسی ائيتلافونو  دنامو دثبتولو لپاره  د ټاکل شوي وخت ختمیدا ته په پام سره ، په انتخاباتو کې د ګډون لپاره ډيرو کمو ائيتلافونو نامې ثبت کړي دي .

Image Caption

 

 د عراق حکومت  په داسې حال کې  وارمخکې انتخابات ترڅلورو میاشتو پورې ځنډولي چې  دعراق  په سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو کې  دانتخاباتو د ځنډیدا په باب هیڅ اجماع  نشته . دعراق ځيني شخصیتونه اوډلې ټپلې  باؤري دي ، حکومت له خپلې خوا د انتخاباتو دترسره کولو لپاره  هیڅ اراده نه لري . د عراق په پارلیمان کې   دالفتح  ائيتلاف  یوه مسئول مقام  محمد البلداوي  وئيلي دي ،حکومت د دې لپاره چې   د انتخاباتو ترسره کونکی کمیشن ،  انتخابات دجون په شپږمه نیټه ترسره کړئ شي ، هیڅ ګام نه دی پورته کړی.

               د عراق په پارلیمان کې دالصادقون  فریکشن یوه مسئول مقام احمد الکناني  هم وئيلي دي ،چې  دانتخاباتو لوړ کمیشن  د پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدا د وخت ځنډولو ته  مجبوره شوی دی . هغه زیاته کړې ، دانتخاباتو  ځنډیدا ،  دکمیشنرۍ له اقداماتو سره هیڅ اړه نه لري ،بلکې  موخه دا ده چې  مصطفی الکاظمي  خپل حالات سره سم کړي او وتوانیږي ، په بشپړ ډول  له ځان سره د اړونده  ډلو ټپلو پيوندونه  پیاوړي کړي  او له دې امله  کمیشنرۍ  دانتخاباتو ځنډولو ته مجبوره شوې ده .

په عین حال کې  د عراق  یو حقوق پوه  علی التمیمي  هم د وارمخکې ا نتخاباتو  په ترسره کیدا کې ځنډ دعراقي مظاهره کونکو  او د ملت  د ارادې  خلاف ګڼي او وائي ، پر انتخاباتو د څارنې لپاره م لګروملتو ته د فرصت ورکولو په خاطر دد غو انتخاباتو ځنډول باطله چارده ده ،ځکه  دغه څارنه نمایشي ده . د ملګروملتو  استازی  د ا نتخاباتو په باب  خپل راپور او لیدتوګه اعلانوي . د انتخاباتو لوړې کمیشنرۍ،د انتخاباتو د مالی تامینیدا د قانون په اساس  درې سوه میلیون ډالر ترلاسه کړي دي  او  کومه بله پلمه نه لري . دغه ځنډیدا د عراق د ملت دارادې په خلاف  ده .

  یوه داسې موضوع چې  دعراق شخصیّتونه اوګوندونه  ډلې ټپلې پرې ټينګار کوي ، دا ده چې  دانتخاباتو ځنډيدا عملا  د دوي  دوارمخکې ترسرکیدا موضوع تر پوښتنې لاندې راوستې ده . د عراق د سیاسی چارو یو کارپيژاند او شناندی ولید ابراهیم په دې زمینې کې وائي،د عراق د پارلیماني انتخاباتودترسره کیدا دوخت ځنډیدالامل شوي،څودانتخاباتو د وارمخکې ترسره کیدا موضوع  څه خاص معنا او مفهوم  ونه لرل شي . د انتخاباتو وارمخکې کیدا ، خپل مفهوم او معنا له لاسه ورکړې ده .    

 

  په عراق کې د تیرې اونۍ یوه بله مهمه پيښه،په بغداد کې دتیرې پنجشنبې په ورځې  د دوو بوږنونکو چاودنو،چې ۳۵کسان پکې شهیدان او کابو یوسل لس نوره ټپیان شوي ، یوه ورځ وروسته یعني د جنورۍ په یویشتمه نیټه ئې مسئولیّت هم داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه واخست  دغو بوږنونکو چاودنو وښودله،د داعش پاتې جنایتکار هماغه راز  د عراق لپاره  جدي ګواښ دي  او د هغوعملیاتو ډولوالي ته په پام سره چې  ترسره شوي ، دتکراریدا احتمال ئې  هم هماغه شان شته دی .

Image Caption

 

 دغه چاودنې  له پراخو داخلی او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي ، د غبرګونونو چورلیز ، ددغه شان چاودنو په تکراریدا،دعراق په  امنیتی  او اطلاعاتي کمزورتیاؤ او همداراز  د ترهه ګرۍ له خطرې سره د اغیزشیندونکي اوجدي  مقابلې لپاره د نړیوالو هلو ځلو په اهمیّت  اندیښنې دي .  

 دعراق یوه شناندي او لیکوال سالم مشکور  دبغداد د ترهه ګرو پیښو  په غبرګون کې لیکلي دي ، څلوره کاله کیدل چې  ترهه ګرې چاودنې دریدلي وې.  هماغه وخت د فارسخلیج د یوه هیواد سفیر وئیلي،معدله بدله شوې ده .آیا د بغداد په  ترهه ګروچاودنو سره پخوانۍ معادله بیرته ستنه شوې ده.؟ 

د لبنان حزب ا... ولسی غورځنګ  د بغداد دچاودنو په غبرګون کې وئيلي دي، دعراق ډګر ته د چاودنو بیرته ترسره کیدا   په تیره بیا  له عراقه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو د وتلو لپاره  د رسمي او ولسی  غوښتنو په زیاتیدا سره  حقیقتا یوه شکمنه چاره ده  او امریکا په الحشد الشعبي  ولسی مبارز ځواک  او د هغو پر غیرتي او شجاع قوماندانانو باندې په لازیاتو بندیزونو لګولو سره  له دغو غوښتنو سره مقابله کړې  څو یو ځل بیا عراق،د   داعش او نورو ترهه ګرو ډلو   په مقابل کې راولي  خو هیڅ به په لاس ورنشي .

 د عراق د بغداد چاودنې په داسې شرائطو کې دي،چې د عراق سیاسی شخصیتونه او ډلې ټپلې  په  انتخاباتي خوځښتونو لګیا دي  چې ټاکل شوې وه ،د جون په شپږمه نیټه ترسره شي،خو د مصطفی الکاظمي  دحکومت او انتخاباتي کمیشن په فیصلې سره دغه انتخابات د اکتوبر ترمیاشتې ځنډيدلي دي .که څه هم په عراق کې ډيرې امنیتی خلاګانې شته دي ،خو په انتخاباتي خوځښتونو بوختیدا، فضاد پاتې داعشي جنایتکارو په اختیار کې ورکړې،څود بغداد په څير بوږنونکي چاودنې او ځان مرګي بریدونه وشي.

**************************

=   خوږو دوستانو په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځینو مهمو پیښو ته د کتنې  اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،ښاد او آباد اوسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************