Mar 09, 2021 12:48 Asia/Kabul
  • د لویدیځي آسیا ځينی مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍکې د لویدیځي آسیا د مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته ددغې سیمې د ځينو مهموپيښوخلاصه او بیاهم دځينو موردونو په باب تحلیلی برخه درآوروو،نو هیله ده داستفادې وړ مووګرځي .

*/*/*/*/* دسعودي عربستان په ضد دیمن د پوځ پنځم ځل دفاعي  عملیات

*/*/*/*/*/

دعراق په عین الاسد ترهه ګرپوځي مرکز دځينو عراقي ډلو حمله

*/*/*/*/*/

 او عراق ته د پاپ فرانسیس مهم سفر

په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې  ځيني مهمې پيښې وې ، اوس مو هم رابولوو ،دځينو پيښو په باب  د تحلیلی برخې لیدو ته

             دوستانو په یمن کې په تیرې اونۍ زیات شمیر بدلونونه رامینځةشوي دي.  د یمن د پوځ  ویندوي جنرال یحیی سریع د تیرې اونۍ په یکشنبې ورځې  د سعودي عربستان په ضدله ځانه ددفاع په خاطر دپنځمو مهمو عملیاتو داجرا خبر ورکړی . پنځم دفاعي عملیات  دڅلورمو دفاعي عملیاتو کابو اته میاشتې وروسته ترسره شوي دي .  له جغرافیائي پلوه  په دغو عملیاتوکې  د عربستان په پلازمینې ،ریاض او دوو جنوبی ښارونو آبها او خمیس مشیط په  شیشت کې راوستل  شوي دي . د هدف له پلوه هم د ریاض  هوائي ډګر او پوځي ځایونو  په څير په حساسو ځایونو هم شیشت برابرشوی . د یحیی  سریع په وینا ،  دتجهیزاتو له پلوه هم  د ذوالفقار بالیسټک توغندي ، د صماد-۳  او ۶  او دغه راز قاصف k2  ډوله بې پيلوټه الوتکو پشمول له پنځلسو بې پییلوټه الوتکو استفاده شوې ده . 

 د پنځم دفاعي  عملیاتو اصلي پيغام دادی چې د یمن په ضد د سعودي ائيتلاف  له خوا یو تیری  به هم بې ځوابه پاتې نشي . په همدې اساس ، جنرال یحیی  سریع  د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ،د یمن د مظلوم ولس  د بې ځنډه کلابندۍ او تیریګرو  حملو د زیاتیدا په ځواب کې ،د یمن توغندوي یونټ او دبې پیلوټه الوتکو سکواډرن، د عربستان په مینځ کې د پنځم دفاعي انډولیزوعملیاتو  په نامې سره  مشترکک او ستر یرغلیز عملیات ترسره کړي دي   .

Image Caption

 

د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ یوه مشر او تکړه سیاسی کارپوه محمد البخیتي  هم وئيلي دي ، سعودي عربستان  دناکامۍ اونهیلیتوب مرحلې ته رسیدلی دی  په دې توګه چې  له تاکتیکي یا سټراټژيک پلوه ، نور  په هیڅ یوه  جنګ کې د ګډون توان او وس نه لري او لاره ترې ورکه شوې ده  

                 د یمن  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  په دوام  کې  هم دتیرې اونۍ په چارشنبې ورځې دعربستان په جدې کې  په آرامکو تیلی شرکت بیاتوغندوي ګوزار وکړ . د یمن د پوځ ویندوي جنرال یخیی سریع  ددې خبرې په کولو سره چې  دغه توغندی ، په دقیق  ډول په نظر کې په نیول شوي شیشت لګیدلی روښانه کړې ده ،  دغه حمله د یمن دملت په ضد دظالمانه کلبندۍ د دوام  او ددغه هیواد په ضد دبې آمانه تیریو   دوام ته یو روا او طبیعي غبرګون شمیرل کیږي ، دتیرې پنجنشبې  په ورځې هم  د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  د عربستان د آبها نړیوال هوائي ډګر او ملک خالد هوائي پوځي مرکز   په نښه کړی د ی .

  له دغو بدلونونو سره په یووخت ،  د امریکا  خزانې  وزارت  دتیرې سه شنبې په ورځې  وئيلي دي ،  د یمن د انصار ا... غورځنګ دوه قوماندانان ئې  د دغه هیواد  دبندیز په لیسټ کې  اچولي دي .  د امریکا دخزانې وزارت په اعلامیې کې راغلی  دي ،  د انصار ا... غورځڼګ دهوائي ځواک  قوماندان  احمد علی احسن الحمزي  او  دسمندري ځواک قوماندان   منصور السعدي  ئې د  امریکا د بندیزونو لیسټ ته ورزیات کړي دي .

 د یمن انصار ا... ولسی غورځنګ دتیرې چارشنبې په ورځې  دیوې اعلامیې په خپرولو سره یادونه کړې ده ، چې  د امریکا بندیزونه  کومه نوي خبره نه ده  او سولې ته   ددغه هیواد د ګروهنې له څرګندولو او ادعاګانو سره توپیر لري  او د یمن په ضد  په کلابندۍ  او تیریو سره  دملګرتیا دوام او دسولې په ضد  یو اقدام دی .   په دغې اعلامیې کې همدرااز زیاته شوې  ده ،دو اشنګټن دریځونه  د یمن په ملت د حملې په خاطر دتیریګرو لپاره یوه ملاتړي چترۍ برابروي  .

             دوستانو  په تیرې اونۍ کې په لویدیځي آسیا سیمې کې یوه بله مهمه پيښه ، په  عراق کې په عین الاسد امریکائي پوځي کیمپ  توغندوي حمله وه.  په الانبار ولایت کې  په عین الاسد امریکائي پوځي مرکز  باندې د د چارشنبې په سهار  په  دغې توغندوي حملې کې  یو امریکائي پوځي افسر سره د دوو عسکرو وژل شوی دی .

Image Caption

 

د داعش په ضد دتش په نامه امریکائي ائیتلاف  ویندوي وین ماروتو  پخپل یوه ټولنیز پیغام  کې لیکلی دي ،، عین الاسد هوائي پوځي مرکز  په لسو کاتیوشا توغندیو سره ټارګټ شوی دی .

 د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي  دچارشنبې په ورځې  په عین الاسد پوځي مرکز په  توغندوي حملې باندې په نیوکو سره  وئيلي دي ، د عراق د ولس په وړاندې دمونږ ملی او اخلاقي مسئولیّت ایجابوي ،  چې  دوسلو منطق ته اجازت ورنکړو  اوعراق باید ځان له سیمه ایزو او نړیوالو شخړو وباسي او په بشپړ عراقي لومړیتوبونو سره  حرکت وکړي .

 د امریکا د سيپینې ماڼۍ  ویندوئې  جن ساکي ټينګار کړی دی ، هغه کار چې ئې غواړو ترسره ئې کړو ، دا دی چې داسې کومه بیړناکه او  یا ناپوهه فیصله ونه کړو ، چې   د لازیات تاؤتریخوالي لامل شي  یا د دښمن په مځکې کې  لوبه وکړو ،

د امریکا ولسمشر جوزف بایډن  هم په عین الاسد امریکائی پوځي مرکز باندې دتوغندوي حملې په غبرګون کې وئيلي دي ،  په  عراق کې دتوغندوي حملو دعاملانو د مشخص کیدا لپاره هڅه کوو . 

 په عراق کې د امریکا د پوځي مرکزونو په ضد حملې ، په وروستیو میاشتو کې  په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي . داسې ښکاري  ددغو حملو اصلی علت ، له عراقه د امریکائي پوځیانو  د وتلو  په باب د عراق دپارلیمان د ۲۰۲۰کال د جنورۍ دپنځمې نیټې  دمصوبې   داجرا کولو لپاره  ددغه هیواد له حکومته د عراقي ډلو ناامیدي  ده .  په عین حال کې  عراقي ډلې  دعراق او سورئې  د مقاومتي  چورلیز په ضد  د امریکا په  هرډول حملې غبرګون ښئ . دامریکا جنګی الوتکو  د فرورۍ په شپږویشتمه نیټه  د عراق په  پولې کې د سورئې په ابوالکمال سیمې کې د مقاومت د ځواک پر مورچلو  حمله کړې ، چې له امله ئې  یو تن شهید او څلور نور ټپیان شوي وو .

               دوستانو د نړۍ د کاتولیکانو  رهبر پاپ فرانسیس د تیرې جمعې په ورځې د درې ورځني سفر په چوکاټ ک د عراق د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي  په هرکلي سره بغداد ته ورغی . دا د  کرونائي بحران   له خوریدا وخت راهسې د پاب فرانسیس  لومړنی بهرنی سفر دی .پ

Image Caption
Image Caption

 

 عراق ته دپاپ فرانسیس سفر دعراق په سیاسی او کلتوري ټولنو کې ډير زیات عکس العملونه درلودلي دي . د عراق د لوړې اسلامی شورا مشر شیخ همام حمودي،په یوه پیغام کې عراق ته دنړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاب فرانسیس سفر  د عراق دتاریخي  او تمدني ځائيګي نښه بللې  او  دعراق له ستر دیني مرجع آیت ا...سیستاني سره د پاپ کتنه ئې پر ورورولۍ،عدالت،  او سولې  د مشتملو ارزښتونو په سسټماټیک کولو کې د عراق پر ستر رول  او  په لوي اسلامی ځائيګي  باندې ټینګار  او تاریخي پیغام بللی دی .

د عراق د کلداني آشوریانو دکلیسا رهبر پاټریک لوئيس رافائل ساکو هم وئيلي دي،یوازې مسیحیان نه ،بلکې درست  عراقیان د پاپ لیدو ته لیواله دي  . په بغداد کې دایران داسلامی جمهوریت  د کلتوري خونې سلایار غلام رضا آباذري  هم   عراق ته د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسیس  دسفر په باب پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  دغه سفر، په  سیمې او نړۍ کې ، د عراق د مهم رول ،د عراق جرړه ایز تمدن ، تاریخ ، مرجعیّت ،  علمیه حوزې   د اهمیّت  نښه بللې ده .

Image Caption
Image Caption

 

 د پاپ فرانسیس  د سفر لپاره د عراق  د ټاکلو یو علت ، ددغه هیواد مسیحي نفوس  او آبادي ده .  الجزیره ټيلیویژني چینل هم  د مارچ په څلورمه پخپل یوه راپور کې  وئيلی دي ، په ۲۰۰۳کال کې  په عراق د  امریکا له حملې مخکې  په عراق کې کابو  یو نیم میلیون مسیحیانو ژوند کاوۀ ، چې نن سبا  په عراق کې  ددغه لږکي آبادي  یوازې درې لکه نفوسو ته کمه شوې ده .له هغه وخت  وروسته  په دغه هیواد کې ۵۸کلیسا ګانې یا نابودې شوي  او یا تاواني شوي دي او د داعشي جنایتکارو له یرغلونو وروسته هم دموصل ډير زیات مسیحیان  وژل شوي  او ډیر زیات دعراق کردستان  سیمې ته تښتیدلي دي . داسې ځاي چې  نن سبا د عراق د  مسیحیانو تر ټولو ستره ټولنه پکې اوسیږي .  د  الجزیره ټيلیويژني چینل خبریال  د خپل راپور په یوې بلې برخې کې  لیکلي دي ، په موصل کې  چې   له ۲۰۰۳کاله مخکې پکې د مسیحیانو  آبادي کابو پنځه  لکه تنه اټکل شوي وه ،دغه ښار ته یوازې یو لک پنځوس زره کسان بیرته ستانه شوي  او نور و له بیرته ستنیدا ډډه کړې ده .  دغه وضعیّت ته په پام سره  په بغداد ښار کې پاپ فرانسیس  له عراقیانو غوښتي دي ، ددیني لږکیو  لپاره دې ارزښت  ته قایل شي  او له خپلو مسیحي  وروڼو خویندو سره دې د یوې ارزښتمنې پانګې په توګه چلند وکړي .

**********************

 خوږو دوستانو  په تیرې اونۍ کې د لویدیيځي آسیا  سیمې د ځینو مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو .  بریالي او سوکاله ووسئ .

(سیماب)

***********************************************