بې نقابه امریکا
د اریکا کورنی حالات او مشکلات
د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبوکې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د امریکا دځينو پيښو په اړه یوه خلاصه وړاندې کوو او ورپسې مو هم د ځينو موردونو په اړه دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو، نو هیله ده دپام وړ مو وګرځي .
**********************
په امریکاکې په منظم شوي توکمپالنې باندې د جوبایډن اعتراف
*/*/*/*//*/
د یرغلیزو وسلو دګرځولو دمنع کولو لپاره دبایډن غوښتنه
*/*/*/*/*/*/* /
او په امریکا کې دتوپير او نابرابرۍ دوام په تیرې اونۍ کې د امریکا ځيني پیښې وي،اوس مو هم رابولوو د ځينو موردونو په اړه د تحلیلي برخې آوریدو ته .
***************************
دوستانو دامریکا ولسمشر جوزف بایډن ددې خبرې په کولوسره چې منظمه توکمپالنه او دسپين پوستو برلاسی مودې کیږي ،چې ددغه هیواد په ګردن ئې منګولې ښخې کړي دي،په امریکا کې ئې دقوانینو د اصلاح غوښتنه کړې. هغه ټينګار کړی ،د توکمپالنې دجرړو د وچولو لپاره باید د دغه هیواد قوانین بدل شي .جوبایډن دیوې اعلامیې په خپرولو سره چې د تیرې اونۍ په یکشنبې ورځې ئې له توکمپالنې سره دمبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې ، وئيلي دي ،منظمه توکمپالنه او دسپين پوستو برلاسی داسې زهر دي چې له مودو راهسې ئې د امریکا په ګردن منګولې ښخې کړي دي ::: د جوزف بایډن دغه دریځ په داسې حال کې دی ،چې هغه دانتخاباتي سیالیو په پړاؤ کې، په یولړ توکمپالو څرګندونو کې وئيلي وو، مونږ عقیده لرو چې که فقیر او بې وځله وې، نو هیڅ کار نشې کولی . بې وځله ماشومان هم د ځيرو او استعداد لرونکو سپين پوستو ماشومانو په شان دي دغه څرګندونې له ډیرو نیوکو سره مخ شوې . په هغه وخت کې د بایډن د انتخاباتي کمیشن مرستیال مدیر د جوزف بایډن ددغو څرګندونو په غبرګون کې وئيلي وو ،هغه په لفظونو کې تیروتی دی او ډير زر ئې خپلې خبرې اصلاح کړي دي .له اعتراضونو او نیوکوسره سره او هم د امریکاپه ټولنې کې په جوړښتي توکمپالنې او د تورپوستو په ضد د امریکا د پولیس په سسټماټیک تاؤتریخوالي له اعتراف سره سره ،البته تر دې دمه ددغه انساني ضد او ډير بد وضعیّت د بدلولو لپاره هیڅ ډول جدي اواساسی اقدامات نه دي ترسره شوي ، او د قضائي او عدالتي ادارو پشمول د امریکا حاکمیّتی جوړښت هم په دې زمینې کې له خپلې خوا مقاومت نندارې ته وړاندې کوي .د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما په وینا ،توکمپالنه ،د امریکایانو په ډي این اې کې ریښه لري .:::


د امریکا ولسمشر جوبایډن په کلراډو کې د خونړیو ډزو وروسته،د یرغلیزو وسلو د ګرځولو دمنع کولو غوښتنه کړې ده .بایډن د تیرې اونۍ په سه شنبې ورځې کانګرس ته په خطاب کې وئيلي دي ، په کانګرس کې له خپلو همکارانو غواړم ، د عمل ډګر ته دې وارد شي ، مونږ په دغه هیواد کې دیرغلیزو وسلو ګرځول بیا منع کولی شو . د تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځې یوه یویشت کلن ځوان دکلراډو ایالت په بولډر ښار کې په یوه ستر سټور یا مارکیټ کې په ډزو کې لس کسان په ټکه ووژل .داپه داسې حال کې دي ، چې له یوې اونۍ هم په کم وخت کې له دې مخکې په آټلانټا ښار کې یوه وسلوال کس په یوه ځاي کې اته کسان وژلي وو . د غه دوې پيښې لامل شوي دي چې په امریکا کې د ګَرمو وسلو د ګرځولو د منع کولو لپاره غوښتنې زیاتې شي .زیاتره ډيموکراټان د وسلو د ګرځولو د ممنوعیّت غوښتونکي دي،خو جمهوری غواړي ددغه شان غوښتنې تر ټولو سخت مخالف دي .څو اونۍ مخکې د ډيموکراټانو په اکثریّت سره د امریکا کانګرس ، په دغه هیواد کې د وسلو د ګرځولو د کنټرولولو په باب دوې مسودې تصویب کړې . لومړنۍ مسوده د وسلو داخستونکو پر مخینو څارنه زیاتوي . د دوهمې مسودې په اساس ، اړونده مسئولان به پابند وي ،چې په لسو ورځو کې د سلو داخستونکو مخینې وارزوي او له دې وروسته ، دخرڅولو مجوز صادر کړي . په حقیقت کې د وسلو آزاد ګرځول یو هغه مورد دی چې د امریکائي ښاریزو شخصي ژوند او حریم ئې له خطرې سره مخامخ کړی اوله دوي ئې د حیات او امنیت حق سلب کړی دی او په امریکا کې ۷۵فی صدي وژلې په وسلو سره کیږي چې د غه احصائې په وروستیو کلونو کې ډيرې زیاتې شوي دي .
په امریکا کې د وسلو د چارو یو کارپوه ایډم وینکلر وائي ؛ امریکائي ښاریز وسلې د ورځې د ویرې په اساس اخلي . د کرونا ویروس په خوریدا او د ۲۰۲۰کال د اوړي پر ناکراریو سربیره ،د امریکا له انتخاباتو ورسوته پیښې هم د وسلو د اخستو لپاره د امریکایانو د یوهیړ یرغل لامل شوي دي .

د امریکا دداخلی امنیت وزیر الخاندرو مایورکس دتیرې اونۍ په یکشنبې ورځې وئيلي دي،داخلی افراط پالنه،د امریکا لپاره له ترهه ګرۍ سره اړونده تر ټولو ستر ګواښ شمیرل کیږي،مایورکس وئيلي دي ، مونږ په ډيره اندازه پر داخلی ځيږې افراطپالنې متمرکز شوي یوو .دا له ترهه ګرۍ سره اړونده ترټولو سترګواښ دی چې مونږ په امریکا کې ورسره مخامخ شوي یوو .مونږ تر دې دمه ډيراقدامات کړي دي،او نیّت لرو لازیات اقدامات وکړو . په امریکا کې د ترهه ګرۍ ریښه له لسګونو کلونو مخکې پړاؤ ته ورګرځي او په امریکا کې اعتراض کونکو ډلوټپلو او خلکو تردې ډمه ډيرې ترهه ګرې پيښې لیدلي دي په دې زمینې کې په ترټولو مهمو موردونوکې په ۱۹۹۵کال کې په اوکلاهماسیټي ښار کې د فیډرل مرکز د ودانۍ چاودنې ته اشاره کولی شو،چې عامل ئې د یوې داخلی وسلوالې ډلی غړی ؤ چې د فیډرل حکومت په اقداماتو اوسیاستونو ئې اعتراض درلود. په حقیقت کې په امریکا کې دداخلی ترهه ګرۍ یو جز یا برخه همدغه زوړ پالې او محافظه کارې لیدتوګې لرونکي وسلوالې ډلې دي .په دغو کسانو او ډلو کې،په امریکاکې د فیډرل حکومت د سیاستونو له مخالفانو او د ایالتي حکومتونو د اختیاراتو له پلویانو رانیولې،په دغه هیواد کې د مذهبی او توکمیزو لږکیو ترمخالفانو او توکمپالو ډلو پورې او دهغو زوړپالو ګرهنو لرونکو پورې پکې شاملیږي، چې دکډوالۍ ضد لیدتوګې ئې درلودلي او په امریکا کې د سپين پوستو د برلاسي غوښتونکي دي.احصایې ددې ښودنه کوي چې د امریکاد زوړپال او کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ دواکوالۍپه پړاؤ کې د افراط پالو اوښي پالو وسلوالو ډلو دغړو له خوا د دیني او قومي لږکیو او کډوالو په ضد حملې په اوڅاره توګه زیاتې شوي.د امریکا د یوه سیاستوال پټ بوتیجیچ په وینا، امریکا د ملی پال توکمپالو سپين پوستو د ترهه ګرو حملو په نښه شوې ده : د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د امریکا په کانګرس د: مغرورو بچیانو: په نامې سره د ځيږو افراطي زوړپالې ډلې په څير د ټرمپ د تاؤتریخجنو پلویانو یرغل ،په امریکا کې د داخلی ترهه ګرۍ دزیاتیدونکو خطرو سمبول شمیرل کیږي .
د امریکا په ټولنې کې ټولنیز ناانډوالي نه یوازې د رنګین پوستو او سپين پوستنو ترمینځ دتوکمپالنې او ټولنیزو خدماتو او کر ته د دو ي دلاس رسي په زمینې کې ترسترګو کیږي ،بلکې د ښځې او سړي ترمینځ هم د ورځې د حقوقو تنخواه ګانو په څير په ډيرو موردونو کې هم ترسترګو کیږي. د خپرو شوو راپورونو په اساس،میرمنې،د نابرابرۍ پّ دلیل د سړیو په نسبت د خپل کار کونې په پړاؤ کې په متوسط ډول څلور لکه شپږ زره ډالر کم ترلاسه کوي .


سناتور برني سنډرز په دې زمینې کې وائي ،مونږ باید دغه واقعیّت ومنو چې په ۲۰۲۱ کال کې میرمنې له سړیو سره دورته کار د ترسره کولو لپاره د ورکړل شوي هر یوه ډالر لپاره یوازې صفر اعشاره دوه اتیا ډالر ترلاسه کوي ، زه باؤري یم چې مونږ په دغه هیوادکې اقتصادي عدالت ترلاسه کولی شو،دا د برابر کار لپاره د برابرو پیسو اخستو په معنا دی .د امریکا په ټولنې کې نابرابري او توپیر یوازې په دغو موردونو کې نه خلاصه کیږي،بلکې دغه نابرابریو مثال او نمونه،د شتمنیو په ویش کې لیدلی شو،په داسې حال کې چې نه یوازې زیاتې شتمنۍلرونکي څو کورنۍ،څه دپاسه نیمې شتمنۍ په اختیارکې لري .په میلیونونو امریکایان،د بې وځلۍترکرښې لاندې ژوند کوي او حتی له دوي ځيني د عمر د تیرولو لپاره دخواړو د اخستو لپاره هم څه نه لري .په حقیقت کې د امریکا په ټولنې کې دعاید،مذهب،جنسیّت او توکم په اساس د نابرابریوډير مصداقونه شته دي او د امریکائي چارواکو له درستو شعارونو سره سره،دغه ستونزې ورځ تربلې لاجدي او درزونه هم لاژور شوي دي .
د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن اروپا ته پخپل سفرکې،تیرې اونۍ په سه شنبې ورځې په بروکسل کې د ناټو موسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ناستې کې ووئيل ، له ناټو ورآخوا ائيتلاف په درستې نړۍ کې له ګواښونو سره په مخامخیدا کې په ډیر حساس پړاؤ کې دی او ایالات متحده ، ددغه پوځي ائيتلاف په احیاء او بیا رغاونې پسې ده .د امریکا جوزف بایډن دنوي حکومت په جوړیدا سره ،له اروپا سره د اړیکو دبرابرولو پشمول د امریکا په بهرنی سیاست کې بدلونونه پيل شوي دي .بایډن ددې مدعي دی چې د امریکا دڅيرې اوحیثیّت په رغولو او په نړیوال ډګر کې د یوه اغیز شیندونکي قدرت په توګه ئې د موقعیّت په احیاء کولو پسې دی . په دې باب د جوزف بایډن حکومت له ناټو ورآخوا د هغو اړیکو بیا رغونې ته ځانګړی کوي د ټرمپ په کرغیړن پړاؤ کې تاواني شوي وې . د ډونالډټرمپ په پړاؤکې له امریکا سره د اروپامخامخیدنه په درستو پوځي،امنیتی، اقتصادي ، سیاسی او تجارتي اړخونو کې ترسترګو کیدله .په امنیتی حوزې کې د امریکا او ناټو غړو اروپائي هیوادونو ترمنیځ تر ټولو ستر اختلاف،د ناټو په لګښتونو کې د سترو اروپائي هیوادونو په تیره بیا دجرمني د ګډون د اندازې او د داخلی اوومو تولیداتو څخه د پوځي بودجې د ونډې په سر وو . اوس د بایډن حکومت هڅه کوي څو په مختلفو ډګرونو کې له اروپا سره اړیکې ورغوي او یو ځل بیا له ناټو ورآخوا تش په نامه ائيتلاف یا متحده جبهې ته بڼه ورکړي .د بایډن دحکومت د لیدتوګې لومړنی ګام ،د لویدیځي بلاک دترټولو مهم پوځي موسیسې په توګه د ناټو ائيتلاف احیاء ده .البته دا دجرمني په شمول دناټو له اروپائي غړو څخه دامریکا دغوښتنو د څنګةکیدا په معنا نه ده . واشنګټن اوس هڅه کوي څو په افغانستان کې دلویدیځي ځواک دراتلونکي وضعیّت په څیر سترې فیصلې ، د ناټو له نورو غړو سره په غږملتیا سره غوره کړي .

په عین حال کې دا مریکا او اروپا ترمینځ دترینګلتیاؤ لیسټ ډير اوږد دی او په ځينو موردونو کې تردې دمه اختلافات هماغه راز په اوڅاره توګه لیدل کیږي . دسیاسی علومو یو استاذ کریسټیّن لکسن په یوځاي کې وائي؛که څه هم اوس زیاتره اروپائي حکومتونه دټرمپ دغلیمانه خبرو څخه په آرام ناست دي،خو دا په دې معنا نه ده چې په راتلونکي کې د امریکا او اروپائي اتحادئې ګټې له یوه بل سره په تضاد او ډغرې کې رانشي. :په دغو اختلافاتو کې د ګیسو دپایپ لاین پر موضوع په تمرکز سره د انرژۍ په حوزې کې له روسیې سره دملګرتیا ددوام په باب د امریکا او جرمني اعتراضیه دریځونو ته اشاره کیدلی شی .واشنګټن د باراک اوباما د ولسمشرۍ له پړاؤ راهسې له دغې پروژې سره خپل مخالفات اعلان کړی او د ټرمپ په کرغیړن پړاؤ کې ئې هم د ؛نورډ سټریم -۲ نومې پروژې کې د ماسکو اروپائي شریکانو په ضد بندیزونو ته مخه کړې .اوس د جوبایډن حکومت هم هماغه لاره تعقیبوي او د ګیسو په دغې پروژې کې د ګډون په دلیل د اروپایانو په ضد دخپلو بندیزونو آوزار ساتلی دی . په دې باب د امریکا خارجه وزیر بلینکن نورډ سټریم -۲ ومې پروژه د اروپائي اتحادئې له ګټو سره په تضاد کې او د اوکراین د کمزوري کولو سبب ګڼي .له امریکا سره د اورپا د اختلاف یو بل مورد د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې موضوع ده . بایډن د اروپائي اتحادئې له غوښتنې سره سره دایران په ضد د زیاتره دباؤ دسیاست په دوام سره تردې دمه جامعې نړیوالې ايټمي موافقې ته بیرته نه ده ګرځيدلی او دا ئې د له مینځه تلو تر حده رسولې د ه . همداشان د جوزف بایډن له حکومت سره د اروپا په ملګري کیدا او په تیرو دیرشو کلونو کې د چین په ضد دلومړي ځل لپاره بندیز له لګولو سره سره،البته بروکسل،د پنځم نسل یا G5 انټرنیټ پشمول له بیجینګ سره د ټيکنالوجیکي او تجارتي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی . په داسې حال کې چې واشنګټن چین ته د امریکا داصلی دښمن په څیر فکر کړی او د دوي د بشبړ کمزوري کولو غوښتنه ئې کړې ده . همداراز د ختیځي مدیترانې دګیسو د سرچینو او دانقرې په ضد د بروکسل د بندیز اړم ته د مخه کونکي کړچار پشمول مختلفو مسئلو په سر د اروپائي اتحادئې او ترکیې زیاتیدونکو اختلافاتو ته په پام سره ، البته دجوبایډن حکومت د امریکا دګټو په لړ کې د دغو دواړو ترمینځ داختلافاتو دحل او د اړیکو د ښه کولو غوښتنه کوي .
**********************
خوږو دوستانو د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، ا... مو مل او ملګری . نیکمرغه ژوند ولرئ .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************