د یمن انصار الله غورځنګ د اسرائیلو بریدونو ته غبرګون وښود
(last modified Mon, 07 Jul 2025 00:37:06 GMT )
Jul 07, 2025 05:07 Asia/Kabul
  • د یمن انصار الله غورځنګ د اسرائیلو بریدونو ته غبرګون وښود

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن انصار الله غورځنګ په خپل هیواد باندې د اسرائیلو تیري ته په لومړي غبرګون کښې وویل چې دغه حمله به د فلسطین له ملاتړ څخه د دوې د شاتګ کولو سبب نشي.

د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «حزام الاسد» د صهیونیسټ رژیم نویو بریدونو ته په غبرګون کښې وویل دغه تیري به د فلسطین د غزې له خلکو د ملاتړ په دوام د یمن د ملت له ټینګار او د مقاومت له زیاتیدا پرته بل هیڅ نتیجه ونلري.

په همدې لړ کښې د اسرائیلو رسنیو وویل چې په یمن باندې په نویو پوځي بریدونو کښې یې په ټول کښې شپږپنځوس بمونه په یمن غورځولي دي.

له دې سره په یووخت د یمن پوځي سرچینو له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ټینګار وکړ چې د دغه هیواد هوايي دفاعي سیسټم بریالی شوی په الحدیده ولایت کښې د صهیونیسټ رژیم  د هوايي حملو له لومړۍ څپې سره مقابله وکړي او د دغه تیري د پام وړ برخه شنډه کړي.

دغو سرچینو وویل د یمن هوايي دفاع سیسټمونه له ځمکې څخه هوا ته د توغیدونکو توغندیو په ویشتلو سره د یمن له هوايي حریم څخه د اسرائیلو د لسګونو جنګي الوتکو د شاتګ کولو سبب شول او دغه الوتکې د هرډول عملیاتو له ترسره کولو مخکې له سیمې څخه تښتیدا ته مجبوره شوې.

د یمن یوې پوځي سرچینې وویل د دښمن جنګي الوتکو د هوايي دفاع سیسټم له مقابلې وروسته د الحدیده له فضا څخه ووتلې او د یمن نورو ولایتونو ته د ورننوتلو یا له مخکې څخه په ټاکل شویو سیمو باندې په حملو کولو بریالې نشوې.

د المیادین ټیلي ويژن خبریال هم راپور ورکړ چې د سره سمندر په فضا کښې د یمن د هوايي ځواک د هوايي دفاع سیسټمونو او د صهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو ترمینځ څه د پاسه نیم ساعت هوايي جنګونه وشول.