خوږې خبرې (۳۵)
https://parstoday.ir/ps/radio/uncategorised-i69750-خوږې_خبرې_(۳۵)
خوږو ملګرو!د خوږو خبرو له یوه بل پروګرام سره مو درانه حضور ته حاضر شوی او په دې برخه کښې د اسلام په سرکینیو کښې له مکې معظمې حبشې ته د یوشمیر مسلمانانو د ورتګ کیسه درته بیانوو،
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2018 12:42 Asia/Kabul
  • خوږې  خبرې (۳۵)

خوږو ملګرو!د خوږو خبرو له یوه بل پروګرام سره مو درانه حضور ته حاضر شوی او په دې برخه کښې د اسلام په سرکینیو کښې له مکې معظمې حبشې ته د یوشمیر مسلمانانو د ورتګ کیسه درته بیانوو،

د اسلام  په  سرکینیو وختونو کښې کله د مشرکانو له لوری د مسلمانانو څورول  او ازارول زیات شول ،نو یوې ډلې نویو مسلمانانو د حضرت محمد مصطفی(ص) په مشوره پریکړه وکړه چې مکه پریږدی او په یوه کراره چاپیریال کښې خپل دینی شعایر  اجرا کړی  نو د پیغمبر اکرم (ص) په سپارښتنه حبشې ته لاړل . د حبشې باچا مسیحی او منصف کس ؤ،په دغه ډلې کښې یو مهاجر په دې باب داسې وییلی:

زمونږ او حبشې هیواد ترمینځ ډیر واټن ؤ،مونږ شپې مهال له کورونو ووتلو او له مکې روان شوو،مشر مو د پیغمبر اکا زوی او د حضرت علی (ع) ورور،جعفربن ابیطالب ؤ،چې د ایمان په ځواک یې کاروان پر مخ بیول،چې بالاخره حبشې ته ورسیدو.په داسې حال کښې چې ډیر ستړی شوی وو او لا مو یوه اونۍ تیره کړی نه وه چې  چې د مکې مشرکانو ونه زغمل شول او عمرو بن عاص او عماره بن ابی معیط دوه ډیر مکار کسان حبشې ته راوستول کله چې دغه دواړه حبشې ته راورسیدل نو د باچا لیدو ته ورغلل مونږ هم ترې خبر شوو.پرته له دې چې خبر شو، د حبشې باچا ته یې څه وییلی او له هغه یې څه اوریدلی دی خو یوه موده وروسته د نجاشی باچا ماموران په مونږ پسې راغلل  او مونږ یې د باچا ماڼۍ ته وروستلو.

خدای پرسته مسلمانان کله چې ماڼۍ ته ننوتل نو د ارزښتمنو شیانو او رنګینو ټوکرو په لیدلو سره حیرانه پاته شول ،په یوه ښایسته هال کښې پادریان،شهزادګان او مسیحیان ګیرچاپیره  ولاړ وو او بل لور ته نجاشی باچا د باچائی پر ګدۍ  ډډه وهلی وه،مسلمانانو ټولی د سنګ مرمرو پر فرش  وړاندې ورغی  او تعظیم یې وکړ خو د نورو خلکو په شان یې سجده ونه کړه.نو د مکې د مشرکانو یوه استازی غږ کړ:   جناب نجاشی!ما درته نه وییل چې دوئ ډیر مغروره دی  او تا ته د سجدې په نه کولو سره به دې سپکاوی وکړی،نو ودې کتل چې سجده یې ونکړه.

د دې خبرې په اوریدلو سره  مسلمانان پوه شول چې دغه کسان د حبشې باچا د تیرباسلو او له خپل هیواده د مسلمانانو د وباسلو لپاره ورغلی دی. خو چوپ پاته شول. نو نجاشی باچا د ډلې مشر جعفر بن ابیطالب ته په خطاب کښې وویل:ولې مو زما د هیواد د نورو کسانو په څیر سجده ونکړه؟

جعفر ورته په ډیر احترام سره ځواب ورکړ:ای نجاشی باچا! د نړۍ پروردګار مونږ او تاسو پنځولی یوو او زمونږ ریښتونی پیغمبر حضرت محمد(ص) فرماییلی؛سجده یوازې له خدای سره ښایی او له هغه پرته بل چا ته سجده روا نه ده نو مونږ د دغه  الهی  دین پیروان یوو.بیا څه وشول له یوې لنډې دمې وروسته مو ترې خبروو.

د حبشې باچا نجاشی د مسلمانانو ټولی ته وویل:دا دوه تنه ستاسو قوم راستولی دی چې تاسو مکې ته بیرته ستانه کړی،خو ستاسو څه نظر دی؟

جعفر یو ګام ورمخکښې شو او ویې ویل:مونږ دلته راغلی ځکه چې پیغمبر راته وفرمایل؛تاسو میلمه پاله او انصافداره یې،نو مونږ دلته راغلو څو ستاسو د حکومت په پناه کښې په آزاده خپل دین وساتو،مونږ هم د مکې په مشرانو کښې یوو. تر اوسه مو د چا وینه توی کړی نه ده،او د چا شتمنۍ مو لوټلی نه ده.

نجاشی باچا د جعفر خبرو په اوریدا سره د مشرکانو استازی عمرو بن عاص ته مخ کړ او ویې ویل:نو تاسو د څه لپاره په دوئ پسې راغلی چې بیرته یې مکې ته ستانه کړئ؟عمروعاص  ځواب ورکړ: دا یو شمیر کسان چې ځوانان شوی د خپلو پلرونو نیکونو روده یې پریښودلی او زمونږ اداب او دودونه یې هم تر پښو لاندې کړی  دی او د خپلو نیکونو د دین سپکاوی یې کړی دی . بیا په چلول سره د خپلو خبرو لهجه بدله کړه او ویې ویل:حتی ستاسو د دین او پیغمبر په هکله هم وائی چې مسیح د خدای زوی نه دی.

په دې خبره په ټول کښې پس پس پیل شول،نجاشی په حیرانتیا سره له مسلمانانو وپوښتل:آیا دا ریښتیا وائی؟

جعفر لږ چوپ شو او بیا یې په درنښت سره وویل:لوی خدای خپل پیغمبر په قرآن نومی کتاب سره له مونږه مبعوث کړ،مونږ داسې خلک وو چې یوبل مو وژل،لوڼې مو ژوندۍ ښخولې،مونږ ناپوهه او بت پرست وو او په خپلو کښې جنګیدلو،تر دې چې په مونږ کښې یو داسې کس مبعوث شو چې په پاکۍ،ریښتونوالۍ او سم چاری کښې یې ځلانده مخینه درلوده  او د خدای په حکم یې مونږ توحید او یک یوازینی خدای منلو ته وبللو او بت پالنه یې رد کړه.سپارښتنه یې وکړه؛د امانت په ساتلو کښې هڅانده واوسئ،له ناولتیاو ډډه وکړئ،له خپلوانو سره ښه چلند وکړئ،د یتیمانو په شتو کښې خیانت ونکړئ.مونږ هم پرې ایمان راوړه او د یک یوازینی خدای منلو او بندګۍ ته مو مخه کړه خو قریش زمونږ په وړاندې ودریدل څو هماغه د ډبرو او خټو جوړو بتانو عبادت وکړو او هماغو پخوانیو بدو کارونو ته مخه کړو.      د جعفر ابن ابیطالب خبرې دومره خوږې  او په زړه پورې وې چې نجاشی باچا ترې وغوښتل ،د قران د آسمانی کتاب څو آیتونه ولولی،نو ورته یې د روم او عنکبوت سورو څو آیتونه او همدغه راز د مریم سورې آیتونه ولوستل او د بی بی مریم د پاکلمنۍ او د حضرت عیسی(ع) د لوړ مقام په باره کښې  د اسلام نظرونه روښانه کړل.لا د آیتونو لوستل ختم شوی نه وو چې د نجاشی باچا له سترګو اوښکی په بهیدا شوې او هلته موجود ټول پادریان او لویان یې  تر اغیز لاندې وګرځول.

د حبشی باچا او په هغه ټول کښې موجود کسانو کله  د جعفر بن ابی طالب  له خولې د قران لوستل شوی آیتونه واوریدل نو یو څو شیبې پرې چوپتیا واکمنه شوه خو آخر نجاشی باچا د مکې د مشرکینو استازو ته په خطاب کښې وویل:تاسو نور خپل وطن ته ستانه شئ،دا خو د ابراهیمی دین پیروان دی،د خدای منونکی دی،د دوئ د پیغمبر خبرې او هغه څه چې عیسی (ع) راوړی دی،د نور له یوې منبع سرچینه اخلی، زه به هیڅکله دا اجازه ورنکړم چې دوئ مکې ته وروستل شی او پوه شئ چې زه به هیڅکله د مسلمانانو دغه ډله تاسو ته تسلیم نه کړم .

د نجاشی باچا د خبرو په اوریدا سره د جعفر پر ستړو شونډو موسکا خپره شوه نجاشی  وروړاندې شو او د هغه پر اوږو یې لاس کیښوده او په ډیره مهربانۍ یې ورته وویل: خپل هیواد ته د راتګ په لړ کښې درته تود هرکلی وایو او تر کومه مو خوښه وی  دلته پاته کیدای شئ.