پارس تودی – په امریکا کې دوې ټولنیزې فعالانې «نورا لستر مراد» او «مریم اسود» د فلسطینیانو د نسل وژنې د توجیه کولو طریقه په ۱۴ ګامونو کې انځور کړي دي.
د «نورا لستر مراد» Nora Lester Murad او «مریم اسود» Maryam Aswad کمیکونه ښودنه کوي چي صهیونیستان او د هغوی پلویانو په څه ډول په نیواکي ټاټوبو کې د فلسطینیانو د نسل وژنې توجیه کوي.
لومړی ګام:
د فلسطینیانو په ضد د تاوتریخوالو د بڼه اخیستلو په هکله د هر ډول کره معلوماتو، عادلانه تحلیل او تاریخ له مینځه وړل
دوهم ګام :
ټوله حقیقت لیري وغورځوی. تل فلسطینیان تیری ګر وښیاست. په خپلو ځانو باندې په ظلم کولو سره فلسطینیان ملامت کړئ.
دریم ګام:
رسنۍ په خپلې ولکې کې واخلئ . د فلسطینیانو بې اعتباره کول او د هغوی د محرومیت عادي ښودنه د خبریالانو په ګواښلو او یا حتی وژلو سره، مخته یوسئ.
څلورم ګام:
فلسطینیان وحشي وښیاست، د مسلمانانو ضد، عربانو ضد او فلسطینیانو ضد ټکو نه کار واخلئ.
پنځم ګام:
په پوره سپین سترګیتوب سره، مخاطب ته دروغ معلومات ورکړئ.
شپږم ګام:
له یهودو څخه کرکه، د یوې وسلې په توګه استعمال کړئ، هر یو فلسطیني چي غواړي خپله کیسه بیان کړي، ورباندې د یهودو د دښمنۍ تور ولګوئ.
اووهم ګام:
له لیبرال او توکم پالې ضد ادبیاتو څخه کار واخلئ څو ښه خلګ په نظر کې راشئ.
اتم ګام:
ازادی غواړې فعالیتونه مجرمانه وبلئ، د خپلو حقوقو لپاره د فلسطینیانو ټولې هلې ځلې، حتي د هغوی سوله ایزې مظاهرې هم مجرمانه معرفي کړئ.
نهم ګام:
د اسرائیل ادعاوې له څېړلو پرته تکرار کړئ څو احساسات په عقل باندې غلبه وکړي.
لسم ګام:
وېره او وحشت رامینځ ته کړئ. د یهودو لپاره د پخوا د زمانې په هکله ویروونکې قیصې وکړئ څو له فلسطینیانو سره، له سولې نه وډاریږي.
یوولسم ګام:
په خبرو او ظاهرې کارونو سره، خلګو وغولوئ څو داسي فکر وکړۍ چي د برابری او احترام په لورې پرمختګ دوام لري په داسي حال کې چي موجوده حالات مو ټینګ کړی دی.
دوولسم ګام:
په ټوله موده کې داسي وښیاست ګواکې متعادل او د انصاف خاوند یاست.
دیارلسم ګام:
ټولنه داسي هدایت کړئ چي یوه لورې انتخاب کړي. دا حقیقت پټه وساتئ چي یوه سیاسي او عادلانه لاره چاره د ټولو امنیت، حقوق او حیثیت تامینوي او د یوه پر امنه راتلونکې زمینه برابروي.
څوارلسم ګام:
د مغزونو په پیچکاري کولو او د هغوی په تکرارولو هڅه وکړئ.
*«نورا لستر مراد» د امریکا په ماساچوست کې یوه ښوونکې، لیکواله او ټولنیزه فعاله ده . مریم اسود هم په نیوهمپشایر کې محصله، ښوونکې، هنرمنده او عراقي – کاناډایي ریاضي پوهه ده.