ویټامین ډي د بدن لپاره ډیر ضروري دي
زمونږ خبریال وايي ویټامین ډي د انسان د صحت او روغتیا لپاره ډير ضروري دي او اوس په ډيرو تحقیقاتي راپورونو کښې هم دغه خبره ثابته شوي ده چې ویټامین ډي د کورونا ویروس د زیاتیدا په مخه نیولو کښې اهم رول لوبولی شي .
د انسان په بدن کښې د ویټامین ډي کمی ډیر تاوانونه لري چې پکښې ستړیا ، بیا بیا ناروغه کیدل ، نزله ، زکام او زر غوسه کیدل وغیره شامل دي .
د ویټامین ډي د کمي په وجه د انسان د بدن دفاعي نظام کمزوری کیږي کوم چې له کورونا ویروس سره په مقابلې کولو کښې مهم رول لوبوي .
ویټامین ډي د خوراکو یا د سپلیمنټ په توګه هم ترلاسه کولای شو .
د ویټامین ډي د ترلاسه کولو لپاره ترټولو ښې رودې په دې ډول دي .
()
څه وخت ضرور لمر ته کینئ .
د لمر سترګې رڼا د ویټامین د ترلاسه کولو ترټولو ښه طبیعي سرچینه ده او د دغه کار لپاره څو دقیقې لمر سترګې ته کیناستل ضروري دي .
ویټامین ډي په اسانۍ سره له خواړو څخه ترلاسه کیدلای شي لکه هګیو ، کبانو ، ینې او مشرومونو یعني خریړو څخه .
په هغو کبانو کښې چې چربي پکښې وي په زیات مقدار کښې ویټامین وي او هګې هم د ویټامین ډي د ترلاسه کولو مهمه سرچینه ده .
له یوې (۱)هګۍ څخه هره ورځ د ضرورت وړ لس (۱۰) فیصده ویټامین ډي بدن ته رسیدلی شي .
اکثره خلک د غواد ینه نه خوښوي خو د غوا ینه د ویټامیڼ ډي د ترلاسه کولو ترټولو ښه سرچینه ده ځکه چې پکښې ډیر ویټامین ډي وي .
قارچ یا خریړې هم د ویټامین ډي د ترلاسه کولو ښه سرچینه ده .
باید ووایو چې ویټامین ډي له کورونا ویروس څخه د خلکو په بچ پاتې ساتلو کښې مرسته نه کوي خو د انسان د دفاعي نظام په پیاوړي کولو کښې مرسته کوي او له کبله یې د دغه ناروغۍ شدت نه زیاتیږي .
که چیرې تاسو هره ورځ د ویټامین ډي د ترلاسه کولو لیواله یاست نو ګولې هم خوړلی شئ خو باید له ډاکټر سره مشوره وشي ځکه چې د ویټامین ډي زیاتیدل د ویټامیڼ دي د کمیدا په شان د انسان د بدن لپاره تاوان لرلی شي .