لويديځه آسيا په تېره اونۍ کښې ۱۴۰۰-۰۷-۱۷
(last modified Mon, 11 Oct 2021 10:43:59 GMT )
Oct 11, 2021 15:13 Asia/Kabul
  • لويديځه آسيا په تېره اونۍ کښې ۱۴۰۰-۰۷-۱۷

د عراق په پارلیماني انتخاباتو پورې اړونده بدلونونه او په قطر کې د ملي شورا د لومړیو انتخاباتو ترسره کېدل په لویدیځې اسیا کې له مهمو بدلونونو ګڼل کیږي.

د عراق پینځم پارلیماني انتخابات د اکتوبر په لسمه تېره یکشنبه ترسره شول، دغه انتخابات په داسې حالاتو کې ترسره شول چې عراق څلور پارلیماني انتخابات د دوه زره اتلسم کال په مئ کې ترسره شوې وو خو په ځینو اعتراضونو سره د دوه زره  شلم کال په اکتوبر کې  وشول د عادل عبدالمهدي دولت سقوط وکړ او له څو میاشتو وروسته  د مصطفی الکاظمي  موقته دولت راغی.  له وخته مخکې د پارلماني انتخاباتو ترسره کول چې  له خیټې به یې نوی حکومت جوړیږي له الکاظمي څخه د لویو سیاسي ډلو  یوه مهمه غوښتنه او د مصطفی الکاظمي  یو لومړیتوب و. په همدې اساس وټاکل شوه چې  د دوه زره یوویشتم کال په جون کې وارمخکې انتخابات ترسره شي خو د فني تیاریو د نه شتون له امله د  روان کال اکتوبر ته وځنډول شول.

  په داسې حال کې چې ځينو عربو شخصیتوو او ډلو یو ځل بیا د انتخاباتو دځنډولو غوښتنه کوله او فشار یې راوړه خو اخر وټاکل شوه چې دغه انتخابات د اکتوبر په لسمه ترسره شي. د عراق انتخاباتو خپلواکه لوړ کمیسییون وویل چې  په انتخاباتو کې د درې زره دوه سوه څلور څلوېښت کاندیدانو  صلاحیت منل شوی و  او د دغه انتخاباتو لپاره تبلیغات هم  د عراق په تاریخ کې تر ټولو اوږده تبلیغات او کمپاین و  ځکه چې درې میاشتې کاندیدانو ته فرصت ورکړی شو چې  د جولایي له اتمي پېل او د اکتوبر په اومه پای ته ورسید.

 د انتخاباتي کمپاین په ختمېدو سره د عراق د پارلیمان مشر محمد الحلبوسي  تېره پینجشنبه  د پارلیمان د څلورمې دورې پای اعلان کړه او دغه شورا عملا ختمه شوه چې د انتخاباتو له کېدو وروسته نوې ولسي جرګه جوړه شي. همداراز  د انتخاباتو لومړۍ مرحله په تېره جمعه ترسره شوه چې پکې وسله والو ځواکونو، کډوالو او بندیانو برخه اخستې وه.

د انتخاباتو دوهمه دوره تېره یکشنبه ترسره شوه چې پکې  په درست هیواد کې خلکو رایې ورکړې او د انتخاباتو د کمیسیون د اعلان له مخکې کابو یو څلوېښت فیصده خلکو رایې واچولې. دا په داسې حال کې دي چې په لومړۍ مرحله کې د اعلانونو مطابق  نه شپېته فیصده ګډون شوی و.  د انتخاباتو کمیسیون وایي چې د انتخاباتو په دواړو دورو کې خلکو په امن و امان سره ګډون وکړ او هیڅ ډول امنیتي خلاف ورزي نه ده  راپور شوې. د دغه راپور له مخې ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو لومړۍ نتیجې د دوشنبې په ورځ  اعلان شي.

 د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د عراق په ټيلي ویژن کې وویل چې دولت یې یو ځل بیا د هیواد له بحرانونو د تېرېدو لپاره  د عراق د خلکو په پابندۍ ټینګارلري. هغه د یکشنبې انتخاباتو د خلکو د پام وړ اساسي سیاسي بدلونه وباله هغه په دې په ټینګار سره چې دولت یې د انتخاباتو د امنیت او شفافیت په ساتلو ژمن دی  وویل د هغه دولت  ځان  په انتخاباتو کې د کومې ډلې له پلویتوبه لرې ساتلی دی.

د عراق خلکو  د یکشنبې په ورځ د عراق د پارلیمان د  ۳۲۹ استازو د ټاکلو لپاره رایې ورکړې . کابو یو څلویښت فیصده  د رایې د شرایطو لرونکو کسانو په دغه ټولټاکنو کې برخه واخسته . په عراق کې  له ټوټل څلویښتو میلیونو کسانو څخه  څه کم پینځه ویشت میلیونه خلک د رایې ورکولو جوګه دي. په دغه انتخاباتو کې  له دریو مشرانو یعنې  د پارلیمان، لومړي وزرات او ولسشمرۍ  څخه یوازې د پارلیمان مشر محمد الحلبوسي برخه لري او مصطفی  الکاظمي او برهم صالح  نه و کاندید شوې. دا لومړي انتخابات وو چې  له عراقه د بهرو اوسیدونکو عراقیانو لپاره  رایې اخستنه نه ترسره کېده. دوه نیم لکه پوځیانو او پولیسو د انتخاباتو د امنیت دنده په غاړه لرله.  له پينځه اتیا هیوادونو څخه څه دپاسه زرو کسانو په دغو انتخاباتو څارنه لرله.

 لومړی فرق چې دغه انتخاباتو له تېرو پړاوونو سره درلود د انتخاباتو د قانون د بدلولو او د ترسره کېدو په بڼه کې یې د بدلون په مساله کې. له دې مخکې انتخابات  په اتلسو ولایتونو کې ترسره کېدل او معلومه نه وه چې د هر ښار کاندیدان څوک دي، خو اوس  په درې اتیا حوزو کې انتخابات ترسره شول.  په لومړي ځل د عراق د مختلفو انتخاباتي حوزو ولایتي تقسیم په دې ډول دی چې  دوه دېرش حوزې یا حلقې د شیعه میشته ولایتونو، اولس د بغداد ولایت، دوه ویشت حلقې د شیعه سني د ګډو ولایتونو  او دولس هم د کردستان د سیمې دي. خلک هم  په انتخاباتو کې کسانو ته رایې ورکوي نه انتخاباتي فهرست ته. پر دې اساس هر کس چې  په  خپله حلقه کې ډېرې رایې وګټي نېغ په نېغه پارلیمان ته لاره پېدا کوي.

   پر دې سربېره کابو درې اتیا ښځې د عراق په پارلیمان کې شتون لري  په بله ژبه   له هرو درې څلوېښتو انتخاباتي حوزو یوه ښځه معرفي شوې ده. مهم ټکی دا دی چې  ښځې په هره حوزه کې اول ښځې له ښځو سره سیالي کوي او که چرې بله ښځه هم اکثریت ولري نو بیا یې له سړو سره سیالي کیږي او پارلیمان ته ځي. د عراق د پارلیمان اوسینی  استازی  په دې اړه وایي:  په یوې انتخاباتي حوزې کې د دوو ښځو د کامیابۍ احتمال شته دی. په دې ډول چې یوه ښځه د نویې انتخاباتي قانون په اساس خپله چوکۍ لاسته راوړي او بله څوکۍ هم له سړي کاندید سره د سیالۍ له لارې لاسته راوړلې شي.

يوه بله مهمه موضوع د بهرنيو لوبغاړو لپاره د انتخاباتو اهميت دے، ځينو بهرنيو سفارتخانو د انتخاباتو په بهير کښې څرګند مداخلت لرۀ له هغو څخه د امريکې، برطانيې ترکيې، سعودي او اماراتو سفارتونو ته اشاره کولې شوو. عراقي سرچينو د تېرې جمعې او د دغه هېواد د پارلېماني انتخاباتو د وړومبنۍ مرحلې په شروع کېدو سره ويلي وو چې د سعودي حکومت د ايتوار د ورځې د عامه انتخاباتو له شروع کېدو مخکښې د سياسي ګوندونو او شخصيتو د حمايت حاصلولو لپاره زياتې پېسې لګولې دي. دغه سرچينو او سعودي ليکس وېبپاڼې وويل چې د سعودي د حکومت مالي لګښتونه په انتخاباتو د برابرۍ د اصل لپاره يو جدي ګواښ ګڼل کيږي او په سيمه کښې د رياض د تخريبي مداخلتونو په چوکاټ کښې تعريفيږي. د دغو سرچينو په قول سعودي حکومت کوشش کوۀ چې د زياتو لګښتو له لارې په عراق کښې خپل سياسي ملاتړي ځواکونه پياوړي کړي.

ترکيه هم له هغو لوبغاړو څخه وه چې د عراق انتخاباتو ته يې خاص نظر لرۀ. په همدې لړ کښې د پارلېمان او د التقدم فهرست مشر محمد الحلبوسي او همدارنګ د عراق په پارلېماني انتخاباتو کښې د حزب العزم مشر خميس الخنجر تېره هفته انقرې ته سفر وکړ او د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره يې کتنه وکړه.د عراق له انتخاباتو نه مخکې انقرې ته د محمد الحبوسي او خميس الخنجر سفر د دې ښودنه کولهچې ترکيه په جدي توګه د عراق په سياسي انډول باندې د اثر کولو په لټه کښې وه. ترکيې د عراق له ترکمنانو څخه هم ملاتړ کوي.

د قطر مجلس شورا وړومبي انتخابات د تېرې هفتې د خالي په ورځ د اکتوبر په دويمه نېټه ترسره شول. قطري ښاريز د اولسو کلونو په ځنډ سره د مجلس شورا په وړومبنيو انتخاباتو کښې د رائې صندوقونو ته ورغلل. دغه انتخاباتو ټاکل شوې وه په ۲۰۰۴ کال کښې اوشي. د قطر د کورنيو چارو وزارت وويل 63.5 فيصده شرائط لرونکو په انتخاباتو کښې شرکت وکړ. د قطر ملي مجلس شورا ۴۵ غړي لري او له دې مېنځومانه په دريو کښې دوه برخې چې دېرش تنه کيږي نېغ په نېغه د خلقو له انتخاب سره غوره شول او پينځلس باقي نور غړي هم د قطر د امير لخوا معرفي شول.

د دغو انتخاباتو لپاره 284 تنه نامزد شوي وو چې ځينې صلاحيت تائيد شوي نامزدان له سيالۍ څنګته شول. د قطر حکومتي خبري آژانس په دغو انتخاباتو کښې وروستي نامزدان ۲۳۳ تنه اعلان کړل چې ۲۶ تنه پکښې مېرمنې وې. د قطر د کورنيو چارو د وزارت د اعلان مطابق په انتخاباتو کښې د له نامزدو مېرمنو څخه هيڅ يوې ونه کړې شول مجلس شورا ته د ورتلو لپاره لازمي رائې ترلاسه کړي.

د قطر دوه نيم ميلين نفوسو اکثرو د بهرنيو کاګرانو د پراخه شتون په وجه د رائې حق نه لرۀ او له تقريباً درې لکه درې دېرش زره قطري ښاريزو څخه هم يوازې د هغو کسانو کورنيو د رائې حق لرۀ چې په ۱۹۳۰ کال کښې د دغه هېواد ښاريز وو.

د قطر د اساسي قانون مطابق د دغه هېواد مجلس شورا د دغه هېواد د بودجې په شمول د حکومت د عمومي سياستونو په برخه کښې د قانون جوړونې يوازې محدوده اختيار ولري او د دفاعي، امنيتي، اقتصادي او پانګونې د سياستونو په زمينه کښې به برخه وانه خېستېشي، لکه چې د قطر د وزيراعظم مرستيال او خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني هم تېره مياشت تاکيد وکړ چې پکار نه دے مجلس شورا هيله ولري چې له وړومبني کال څخه د هر پالېمان پوره رول ولوبوي.

د قطر د مسائلو څارونکي په دې باوري دي چې د فوټبال د نړيوال کپ د سيالو له جوړېدو نه مخکښې او د فوټبال د مېدانونو د جوړولو په پروژو کښې د کارکؤنکو بهرنيو کارګرانو په غېر انساني حالاتو او د دغو لوبو د کورباتوب د حاصلولو په څه رنګوالي  باندې د نيوکو له زياتېدو سره په يووخت دغه انتخابات د قطر د حکومت د نړيوال روا والي د حاصلولو په هدف سره ترسره شوي دي.

-----------

 

 

ټیګونه