د صهیونیسټي رژیم ډیر مهم داخلي زیانونه (وړومبۍ برخه: ټولنیز تاوانونه)
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i107590-د_صهیونیسټي_رژیم_ډیر_مهم_داخلي_زیانونه_(وړومبۍ_برخه_ټولنیز_تاوانونه)
صهیونیسټي رژیم په داسې حال کښې د نورو هیوادونو خلاف جنګ جګړې ته دوام ورکوي او د ایران په اسلامي جمهوریت باندې حملې ته د تیاریدو په هکله ادعاوې کوي چې په داخل کښې په مختلفو برخو کښې له جدي زیانونو سره مخامخ دی. په دې لړ کښې په دوو برخو کښې د اسرائیلو د رژیم د مهمو کورنیو زیانونو جاج اخلو او په دې اوله برخه کښې یې درته ټولنیز تاوانونه په لنډه توګه بیانوو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 30, 2021 22:00 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم ډیر مهم داخلي زیانونه  (وړومبۍ برخه: ټولنیز تاوانونه)

صهیونیسټي رژیم په داسې حال کښې د نورو هیوادونو خلاف جنګ جګړې ته دوام ورکوي او د ایران په اسلامي جمهوریت باندې حملې ته د تیاریدو په هکله ادعاوې کوي چې په داخل کښې په مختلفو برخو کښې له جدي زیانونو سره مخامخ دی. په دې لړ کښې په دوو برخو کښې د اسرائیلو د رژیم د مهمو کورنیو زیانونو جاج اخلو او په دې اوله برخه کښې یې درته ټولنیز تاوانونه په لنډه توګه بیانوو.

د صهیونیسټي رژیم اصلي مسئله د نفوسو او جمعیت مسئله ده. د اسرائیلو جعلي رژیم په یو هیواد باندې د بدلیدو لپاره نفوسو ته اړتیا درلوده. په هم دې بنیاد یې د تیرې میلادي پيړۍ له پیلیدو څخه د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه نیواکي ټاټوبي ته د یهودیانو کډه کول په ایجنډا کښې راوستل. اسرائیلي چارواکو هڅه وکړه چې د ښه ژوند په ژمنې سره د ټولې نړۍ یهودیان نیواکي فلسطین ته کډه کیدو ته وهڅوي.

خو بیا هم په دې وروستیو کلونو کښې په امنیتي او اقتصادي برخو کښې د اسرائیلو د ستونزو په وجه د مهاجرت مسئله په اپوټه توګه ترسره شوې او یهودیانو نیواکي ټاټوبي ته د کډه کیدو پرځاې،  له نیوکي ځمکو وتلو ته مخه کړه. د صهیونیسټي رژیم د احصائيو د مرکز په وینا، له ۲۰۰۹ کال څخه له فلسطینه د یهودیانو وتل ډیر شوي دي او د هغو کسانو شمیر چې له نیواکي فلسطینه وتلي دي او نه دي بیرته نه دي ستانه شوي، له هغو کسانو څخه چې دغه ټاټوبي ته ورغلي دي یا وتلي او بیرته ستانه شوي دي، ډیر دی.

په نیواکي فلسطین کښې د اسرائیلو د نفوسو یو بل زیان، د مختلفو قومیتونو شتون دی. د نړۍ له مختلفو هیوادونو کښې نیواکي فلسطین ته د څه باندې سلو مختلفو قومیتونو یهودیانو مهاجرت کړی دی چې ځیني په کښې له سره یهودیان نه دي. نو په دې وجه په کوه خاوره کښې چې له سلو ډیر قومیتونه استوګن شي هلته بیا په هم هغه اندازه لانجې او نښتې هم زیاتیږي.

د ملیتونو د هویت د ساتنې کوشش، یوه له هغو ستونزو ده چې صهیونیسټي رژیم یې سخت ښکیل کړی دی. دغه قومونه هڅه کوي چې د اسرائیلو له کابینې امتیاز ترلاسه کړي. دا امتیاز اخیستنې د قومیتونو د زیاتوالي په وجه له هرې لارې څخه بڼه نیسي او هم دا چاره د پټو بهیرونو د رامینځته کیدو او له تباهکارو بانډونو سره د دغو قومونو د ملګرتیا او د ډیرو قانون ضده کړنو سبب شوې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/

د اسرائیلو په وړانې یو بل مهم ټولنیز تاوان د ټولنیزو اختلافاتو له امله په نیواکي ټاټوبي کښې قومیتي شخړې دي. دغه شخړې په نیواکي ټاټوبي کښې د قومیتونونو د ډیروالي او په دغې سیمې کښې استوګنو نورو قومونو ته د یهودیانو توکمپال او برتري غواړې نظر دی. په نیواکي ټاټوبي کښې په کلي توګه درې ډوله ټولنیز درزونه شته دي چې په کښې د اعرابو او یهودیانو ترمینځ تاریخي او قومیتي درز او اختلاف، د یهودي ډلو ترمینځ نسلي او توکمیز اختلاف او د یهودیانو ترمینځ دیني اختلاف شامل دي.

د اعرابو او یهودیانو ترمینځ قومیتي درز او اختلاف په رامینځته شوي قومي هویت باندې د خبرتیا له امله دی. هم داشان د دواړو ډلو ترمینځ تاریخي اړیکه د تیري ګرې تاریخي حافظې له مخې رامینځته شوې ده چې دوه متعارضې قومې ټولګې ورڅخه راوتلې دي. له دې سره سره د صهیونیسټي رژیم له توکمپاله کړچار څخه رامینځته شوی دا درز او اختلاف د اسرائیلي عربانو په نسبت هم دی. دغه درز سیاسي ډګر او عمومي بسیج ته هم رسیدلی دی.

وال سټریټ جرنل امریکايي ورځپاڼې د روان کال په مۍ میاشت کښې پس له هغو نښتو چې په نیواکي ځمکو کښې د یهودیانو او عربانو ترمینځ وشوې، ولیکل: اسرائیل په داسې حال کښې چې یوځل بیا یې په دې وروستیو کښې د غزې ښاریز د خپلو بریدونو هدف ګرځولي دي، له داخل څخه له یوې ننګونې سره مخامخ شوی دی، ګاونډی د ګاونډي خلاف، په اسرائیل کښې استوګن یهودیان او عربان جګړې او تشدد ته راپورته شوي دي، داسې ټولنیز تشدد ته چې په تیرو څو لسیزو کښې بې مخینې دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/

د سیاسي علومو اسرائیلي کارپوه ایلان ګریل سامِر په لومونډ نومې فرانسوي ورځپاڼې کښې په دې هکله ولیکل: د اسرئیلي یهودي او عرب ښاریزو په سړکونو باندې په یوبل حمله وکړه. یو شمیر دکانونه ولوټل شول، ځینې کنیسې وسیزلې شوې او دیوال په دیوال ګاونډیان د یوبل له شتونه په ویره کښې شول. دا ډول نښتې چې د اسرائیلو په ډیرو ښارونو کښې ولیدې شوې، د هغه حالت پاې ګڼل کیږي چې یو ډول ګډ صلحه ایز ژوند ګڼل کیده.

ګریل سامر د اسرائیلو د عرب ټولنې اوسني حقیقتونه داسې توصیف کوي: د اقتصادي او اجتماعي پراختیا نشتوالی او د دغې ډلې په ستره برخه کښې جرړه لرونکې بې وزلي، په عرب میشتو کلیو او سیمو کښې د بیخ بیناؤ سخت کمی او هغه په ډاګه تبعیض چې د حسادت او خوابدۍ سبب کیږي.

خپله د نیواکي ځمکو د یهودیانو ترمینځ هم نسلي او مذهبي درز او واټن موجود دی. د یهودي ډلو ترمینځ اختلاف د څلورو مشهورو هویتونو یعنې د سفاردیم توکم، اشکنازي نسل، د روسي یهودیانو د توکم او د اتیوپی یهودیانو د نسل ترمینځ لټولی شو.د یهودیانو ترمینځ توکمیز اختلافات د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د هغوي د تیت پرکوالي په وجه دی. د نړۍ یهودیان په داسې ډول ډول ټولګو ویشل کیږي چې د ژبې، کلتور او تمدن له نظره په خپلو کښې فرق لري.

په دغو کښې ترټولو مهمه تقیسم بندي سفاردیم او اشکنازي ده. اشکناز کلمې په عبري ژبه کښې جرمني ته اشاره درلوده او کوم یهودیان چې د اوومې او اتمې پیړۍ ترمینځ د ایټالیا له جنوب څخه جرمني ته کډه شول، اشکنازي یهودیان ونومول شول. هم داشان سفاردیم په عبري ژبه کښې اسپانیا نه اشاره ده. سفاردیم هغو یهودیانو ته هم ویل کیږي چې له عربي او اسلامي سیمو څخه یې مهاجرت کړی و.

دا دواړه ډلې د تلمود په چوکاټ کښې د دیني تفسیرونو، د عباداتو او لمانځه د طریقې او د شخصي احوال او جامې په سر ډیر توپیرونه لري خو اصلي اختلاف د ختیځوالو په نسبت د لویدیځوالو برتري لټونکي نظر او د هغوي د کلتور سپکاوي ته ورګرځي. دغه توکمیز درز په پخیدو دی. دغه پخیدل په استوګنو او جغرافیايي سیمو کښې د یهودیانو د ښارګي جوړونې او دیره کونې او ورته د مالي امتیازاتو په ورکولو کښې د نابرابرو سیاستونو د غوره کولو نتیجه ده.

د یهودیانو دیني اختلاف بیا د سکولرانو او مذهبیانو ترمینځ دی. د دغه اختلاف له مخې صهیونیسټي یهودیان په دریو ډلو ویشل کیږي. وړومبنۍ ډله هغه مذهبیان دي چې د یهود شریعت په دیني تعلیماتو باندې په منظمه توګه او د ژوند په ټولو طریقو کښې پابند دي.

دویمه ډله چې په سنت او دود پالو مشهور دي، یوازې په هغو تعلیماتو پابند دي چې ټولنیز اړخ لري لکه دیني اخترونه، د واده د دود خیال ساتل او د حلالو خوراکونو خوړل وغیره...

او دریمه ډله هغه ده چې د دین هیڅ پابندي نه کوي خو په صهیونزم باندې ډیر باوري دي. مذهبي درز او اختلاف سبب شو چې دیني ګوندونه توانیدلي دي په حکومتي ائتلافونو سره د مذهبیانو لپاره ډیر امتیازات ترلاسه کړي. په دغو کښې په ډیرو مهمو امتیازاتو کښې د سربازۍ یا عسکرۍ له خدمته د (یشیوا) دیني ښوونځیو د زده کونکو او د ټولو مذهبي جینکو معافیت شامل دی چې له دې مخکښې د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ د اسرائیلو په تیرې کابینې کښې د اختلافاتو یو علت و.

*/*/*/*/*/*/*/

د ذکر شویو شرایطو او حالاتو ټولګه سبب شوې چې په اسرائیلي ټولنه کښې ټولنیز زیانونه زیاتیدونکی بهیر ولري داشان چې د دغه رژیم له جوړیدو څخه د ۷۶ کلونو په تیریدو سره به نیواکي ټاټوبي کښې تراوسه یو ملي هویت نه دی رامینځته شوی او ټولنیز اختلافات د سختو نښتو د رامینځته کیدو سبب کیږي داشان چې کله کله دغه رژیم د کورني جنګ له خطر سره مخامخیږي.

په هم دې لړ کښې بار ایلان پوهنتون او مانومدین صندوق په ۲۰۱۹ کال کښې (د اسرائیلو کنګره) په عنوان سره یوې ګډې پروژې سره په اسرائیلي ټولنه کښې د همیشنۍ شخړې څرنګوالي ته پام کړی او ټینګار یې وکړ چې د اسرائیلو په ټولنه کښې تاوتریخوالی زیاتیدونکی بهیر لري.

د دغه تحقیق پایلې چې په کښې د اسرائیلو د ټولنې ۱ زر ۷ سوه ۸۳ کسانو ګډون درلود او په وړومبي ځل خپرې شوې، وښودله چې ۸.۵ (اتمه نیم) فیصده یهودیانو په اسرائیلو کښې د استوګنو عربانو خلاف قهرجنو اقداماتو ته تیاری درلودلی او ۵۸ فیصده یهودیان باوري دي چې عربانو ته په رسنیو کښې د خپلې عقیدې د آزادنه څرګندولو اجازه نه دي ورکول پکار او هم داشان ۴۶ فیصده یهودیان د عربانو د ښاریزتوب د حقوقو په بشپړ تضمین باندې هیڅ اعتقاد نه لري.

په بار ایلان پوهنتون کښې د (یهودو د ډیموکراسۍ او د قضا مرکز) مشر او د اسرائیلو د کنګرې د پروژې یو بنسټګر پروفسیر ساحر لیفشیتس ټینګار لري چې په دغه تحقیق کښې ترلاسه شوي نتایج د سختو او ترخو حقیقتونو او په ټولنه کښې د ژورو دښمنیو بیانونکي دي او ښودنه کوي چې مختلفې ډلې له اوسنيو حالاتو راضي نه دي .

په حقیقت کښې په اسرائیلو کښې د قدرت په جوړښت باندې واکمنه توکمپالنه د تبعیض د رامینځته کیدو سبب شوې او اقلیتونه د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له پراختیا سره مخامخ شوې او هم دا مسئله هم له هغو یهودیانو سره د هغوي د شخړې او جګړې یو مهم عامل دی چې ځان په نیواکي فلسطین کښې غوره او برلاس قوم ګڼي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

د دې لړۍ په دویمې او وروستۍ برخه کښې به د صهیونیسټي رژیم د پوځي او امنیتي برخې تاوانونه وڅیړو. نو تر هغې درڅخه اجازه غواړو..........

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی