یمن کښې د سعودي عربستان بمباریو ۲۴۰۰ میرمنې وژلي دي
(last modified Fri, 10 Dec 2021 08:16:23 GMT )
Dec 10, 2021 12:46 Asia/Kabul
  • یمن کښې د سعودي عربستان بمباریو ۲۴۰۰ میرمنې وژلي دي

د یمن رسمي خبري اژانس «سبا» راپور ورکړ د هیواد د بشري حقوقو یوې (۱)موسسې « انتصاف » نن راپور ورکړ د یمن پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګ له پیل راهسې تراوسه دوه زره او څلورسوه (۲۴۰۰) ښځې د عربستان په بمباریو کښې وژل شوي دي .

دغه موسسې په نني راپور کښې ویلي دي د دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال د مارچ د میاشتې له شپږویشتمې (۲۶)نیټې څخه د روان میلادي کال د دسمبر د میاشتې تر اتمې (۸) نیټې پورې د سعودي عربستان د ائتلاف په بمباریو او حملو کښې دوه زره او څلور سوه دولس (۲۴۱۲) میرمنې وژل شوي او دوه زره او اته سوه پینځویشت (۲۸۲۵) نورې ښځې ژوبل شوي هم دي .

دغه راپور وايي چې په یمن کښې د تیریګرو ځواکونو تر نیواک لاندې سیمو کښې د ښځو حالت اندیښمنونکی دی او په دغه هیواد باندې د سعودي عربستان  له حملو وروسته د ښځو پرضد د تاوتریخوالو اندازه درې شپیته (۶۳) فیصده زیاته شوي ده .

د یمن د بشري حقوقو موسسې انتصاف وویل په هیواد کښې په سرطان ناروغۍ پینځه شپیته (۶۵۰۰۰) زره ککړ مریضان شته چې اکثره یې ښځې دي او د پلازمینې صنعا د هوايي ډګر د تړل کیدا په وجه د مرګ له خطر سره مخ دي او څه د پاسه دولس زره (۱۲۰۰۰) کسان چې د پختوروکو ناروغۍ لري په خارجي هیوادونو کښې سمدستي د پیوند د جراحۍ ترسره کولو ته ضرورت لري .

بل خبر دا چې د سعودي عربستان د ائتلاف جنګي الوتکو نن درویشت (۲۳) ځله د یمن د مارب ولایت په الجوبه ، الوادي او الصرواح ولسوالیو بمبارې وکړې .

د سعودي عربستان جنګي الوتکو دغه راز په الجوف او الحدیده ولایت او دغه راز پلازمینې صنعا کښې یوشمیر سیمې دوه ویشت (۲۲) ځله بمبار کړي دي  .

د سعودي عربستان پوځي تیري د یمن څه د پاسه پینځه اتیا (۸۵) فیصده بیخ بنایاني تباه کړي دي او دغه هیواد یې د خوراکي شیانو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .