په تیره اونۍکې د لویدیځې اسیا بدلونونه
په عین حال کې د یمن د ملی نجات حکومت د مرکچي ټيم مشر محمد عبدالسلام د ملګروملتو د ځانګړي استازي په وسیله د دوه میاشتني اوربند د اعلان په هرکلي سره وویل ، په دغه اور بند کې دپوځي عملیاتو دریدا ، د ځینو الوتونو لپاره دصنعاء د نړیوال ډګر پرانیستل کیدا او دتیلو دکشتیو پر مخ د الحدیده بندر پرانیستل شامل دي .
د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړی استازي هانس ګرونډبرګ د جمعې په ورځ وويل چې په يمن کښې ښکېلو لورو د دوه مياشتۍ ډزبندۍ لپاره چې د اپرېل له دويمې نېټې شروع کيږي د ملګرو ملتو وړانديز ته مثبت ځواب ورکړې دې .
د ګرنډ برګ د اعلان په اساس ، دواړو خواؤ ، دیمن لویدیځ ،الحدیده بندر ته د سونګو د کشتیو د واریدیدا ، او هم په سیمې کې د ټاکلو موخو په لور د صنعاء هوائي ډګر څخه د الوتونو او دغه راز د تجارتي الوتونو په باب موافقه وکړه .
په عین حال کې د یمن د ملی نجات حکومت د مرکچي ټيم مشر محمد عبدالسلام د ملګروملتو د ځانګړي استازي په وسیله د دوه میاشتني اوربند د اعلان په هرکلي سره وویل ، په دغه اور بند کې دپوځي عملیاتو دریدا ، د ځینو الوتونو لپاره دصنعاء د نړیوال ډګر پرانیستل کیدا او دتیلو دکشتیو پر مخ د الحدیده بندر پرانیستل شامل دي .
دغه دوه میاشتنې اوربند په داسې حال کې ټینګ شو چی د تیر شورو په ورځ هم د فارس خلیج د ملګرتیا شورا تر ملاتړ لاندې او د ملګروملتو تر څارنې لاندې د یمن په اړه د ریاض دمزاکراتو پرانستونکی غونډه د انصار ا... په غیاب کې پیل او د اپریل تر ۷ به دوام ولری . د فارس خلیج د ملګرتیا شورا عمومی منشی نایف فلاح الحجرف یمن ته د امریکا د ورلیږل شوی ځانګړی استازی تیمونی لیندرکینګ سره په کتنه کې وویل د یمنی لورو ترمیڼخ د مزاکراتو بریالیتوب یوه ټاکنه نده بلکه دنده ده چی ضروری ده د هغې د تحقق لپاره ټول په خپل ملی مسولیت عمل وکړی او په جدی توګه په ملی موافقه کی ګډون وکړی .
د يمن په خلاف د سعودي ائتلاف جنګ د تېر مارچ په شپږويشتمه نېټه اته کلن شوې دې . په دې موده کښې په ځلونو د ډزبندۍ موضوع مطرح شوې او دواړو لورو ورسره موافقت کړې دې خو سعودي رژیم يې له عملي کېدو ډډه کړې او د ډزبندۍ په هم هغو لومړیو ورځو کښې يې د هغې خلاف ورزي کړې ده. که څه هم لا معلومه نه ده چې د رياض حکومت به د ډزبندۍ په نوي دور هم پابند پاتې شي که نه البته دوو وجوهاتو د رياض لخوا د ډزبندۍ د منلو زمينه برابره کړې ده. له يوې خوا هغه جنګ چې ټاکل شوې وه په يوه لنډه موده کښې ختم شي اتم کال ته داخل شو او رياض د يمن زيات لګښت لرونکې جبه کښې ګېر شوېدې او له بلې خوا د جنګ ستومانه والې سعودي ته د درونو زيانونو رسېدو سبب شوې دې.
په همدې لړ کې د یمن د ملی ژغورنې دولت د سیاسی شورا غړی محمد البخیتی وویل که څه هم د تیری ګرو هیوادونو په ژمنې د وفا او د هغو د وجدان په اواز باورنشی کیدلې خو دې ځل په عربستان د یمن د ولسی کمیټیو او پوّځ د حملو په سیوره کې اوربند متفاوت دې .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
ټاکل شوی وه د عراق پارلیمان د تیر خالی او شورو په ورځ د نوی ولسمشر د معرفی کولو غونډه ترسره کړی ، خو دواړې غونډې حد نصاب ته د نه رسیدا په دلیل ترسره نشوې . د عراق پارلیمان ۳۲۹ څوکي لري .د عراق د اساسی قانون په مطابق دولسمشر انتخاب به د پارلیمان د استازیو په دریو کې دو مثبتو رایو سره ترسره شی . په بله وینا د عراق نوی ولسمشر باید په ۲۲۰ مثبتو رایو سره انتخاب شی .
د عراق پارلیمان تراوسه د نوی ولسمشر د ټاکلو لپاره درې ځله وخت وټاکه ، خو په دغو دریو ځلونو کې هیڅ ځل پارلیمان حدنصاب ته ونه رسید . د عراق پارلیمان یو ځل بیا د فرورۍ په ۷ د پارلیمانی بلاکونو د اکثریت په بایکاټ سره د عراق د ولسمشر له ټاکلو پاتې شو . په هغه وخت کې هوشیار زیباری دکردستان د دیموکرات ګوند د کاندید په توګه معرفی شوی ووو خولکه څرنګه چی هغه په فساد تورن وو ، د پارلیمان اکثره استازیو له دغې موضوع سره مخالفت وکړ . د مارچ د ۲۶ او ۳۰ په دو غونډو کې هم د صدر ډلې او د شیعه د غږملتیا چوکاټ ترمینځ د اختلافاتو په دلیل د غونډو د نه ترسره کیدا سبب شو .
صدر ډلې ، د کردستان دیموکرات ګوند او لسیاده ایتلاف دری ګوڼی ایتلاف په ماتې پسې مقتداصدر په یوه ټویټ کې وویل د عراق سیاسی ډلې کابو ۴۰ ورځې فرصت لري د صدر ډلې د غړیو له مشارکت پرته د ملی اکثریت دولت جوړ کړی . د صدر دغه فیصله د عراق د شیعیانو د غږملتیا چوکاټ یی ملاتړ وکړ.د الفتح ایتلاف مشر هادی العامری په دې اړه وویل په هیواد کې د سیاسی بندون څخه د وتلو لپاره چمتو یوؤ د عراق شیعیان د دغه هیواد د هدف د تحقق لپاره بشپړه چمتو یو او د شیعیانو د غږملتیا ایتلاف د راتلونکی دولت او لومړی وزیرد انتخاب لپاره ستر ملاتړ دی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
په وروستیو دو اونیو کې د صیونیسټو ښارګی میشتو ، ملکیانو او فلسطینانو پرضد درې عملیات وکړ ل .
لومړی عملیات په بیر السبع سیمه کې وو ، دوهم عملیات په الخضیره کې او دریم عملیات هم د تل ابیب ته نږدې په بنی براک کې ترسره شو . د دغو عملیاتو له امله ۱۱ کسان مړه او ۱۵ نور ژ,بل شول
تل ابیب ته نږدې د یوه فلسطینی ځوان د تیرې نهې ورځې عملیات چی د ۵ صیهونیستو د وژل کیدا سبب شول . د نیواکګر رژیم اجتماعی او امنیتی وضعیت کزورتیاوې او سوړې یې وښودلې . دغه عملیات او له هغه وروسته عملیاتو صیهونیستان ویرول او د دغه رژیم لومړې وزیر نفتالی بنت هغه یو وحشتناک عملیات بللی دي .
د دغو شهادت غواړو عملیاتو په غبرګون کې د صیهونیست رژیم د عسکرو په لسګونو زغرګاډیو سره د جنین په کیمپ حمله او په بامونو ناست اسراییلی سنایپرانو په فلسطینانو ډزې پیل کړې . د صیهونیستانو د دغو جنایتونو له امله دوه فلسطینیان شهیدان او کابو ۱۵ هم ژوبل کړی دي .
حتی د د اسراییلی عسکرو دغه اقدام هم د شهادت غواړو عملیاتو مخنیوې ندې کړې شوې ،او له دې سملاسی وروسته د یوه فسطینی ځوان لخوا عملیات وشول .
په عین حال کې د فلسطینانو د وروستیو عملیاتو له مخې نقتالی بنت اود دغه رژیم د داخلی امنیت له وزیر عومر بارلو سره دغه رژیم د صیهونیستو پولیسو ته د ۱۸۱ میلیونو شکلو د بودجې د اعلانولو لپاره د هغه د پیاوړتیا لپاره وویل دغه بودجه د پولیسو د پیاوړی کولو ، د ځواک د جذبولو او د زیرمه عسکرو د فعالیتونو په اساسد یوه سرحدی ځواک د رامینځته کولو لپاره وی . صیهنونستی پولیسو وویل دغه بودجه د پولیسو ټولې اړتیاوې نشی پوره کولې .
ویلی شو چی شهادت غواړی عملیات د دې په ترڅ کې چی د قدس له نیواکګررژیم د مقابلې لپاره د فلسطینانو اراده وښودله ، موافقت وکړ .
د صیهونیستو صحرا میشته او نورو کسانو د قدس نیواکګر رژیم ته وښودله چی د نیواکی غلسطین په نقب دښته کې د تیرې اونۍ د غونډې په شمول د ځینو عربی هیوادونو له چارواکو سره د صیهونیستانو څو اړخیزه غونډې ترسره شوې . دغه غونډه د بجرین ، اماراتو ، مراکش ، مصر ، امریکا سره ترسره شړوی ده . دغه غونډه د اماراتو ، بحرین ، مصر ، مراکش ؤ صیهونیست رژیم او امریکا د خارجه وزیرانو په شتون سره ترسره شوه چی له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لئپاره د ډیپلوماټیکو غونډو دام نه وی ....
پای