لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې
په تیره اونۍ کښې د فلسطین بدلونوه د لویدیځې آسیا ترټولو مهمې پيښې وې
لنډمهاله صهیونیسټي رژیم د رمضان د مبارکې میاشتې په پیلیدو سره په مسجدالاقصی او د هغه په خواوشا کښې د فلسطینیانو د هر ډول راغونډیدو د مخنیوي په موخه جومات ته په ننوتو کښې د فلسطنیانو لپاره ډیر محدودیتونه رامیځته کړې دي او د هغوي خلاف یې تاوتریخوالي زیات کړي دي. دغه رژیم د پسح په نامه د یهودي اختر د لمانځلو لپاره مسجدالاقصی ته د صهیونیسټو ښارګي میشتو له غیرقانوني ورننوتنې د ملاتړ په موخه د دغه جومات په انګړونو باندې په پراخې حملې سره هلته له لمونځ کونکو او اعتکاف کونکو سره ونښتل چې له امله یې سلګونه کسان زخمي او سلګونه نور ونیوې شول.
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د دفتر ویاندې راوینا شمداساني په جنیوا کښې یوې خبري غونډې کښې وویل: د اپریل له ۱۵ نه تر ۱۷ نیټې پورې د مسجدالاقصی په خواوشا کښې د فلسطینیانو خلاف د اسرائیلو د امنیتي ځواکونو تاوتریخوالی او تشدد د ۲۷ ماشومانو په شمول د ۱۸۰ کسانو د زخمي کیدو سبب شو. هغې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټي رژیم پولیسو په دغې موده کښې د ۶۰ ماشومانو په شمول تقریباً ۴۷۰ فلسطینیان نیولي دي. دا احصائیې په داسې حال کښې دي چې فلسطیني سرچینې د زخمیانو او نیول شویو کسانو شمیر تر درې چنده اعلانوي.
خو له تشدد سره سره په مسجدالاقصی کښې د تیرې جمعې په ورځ لږترلږه یونیم لاک کسانو تجمع وکړه. فلسطین الیوم ویب سایټ په دې هکله لیکلي دي چې د افلسطین د اسلامي اوقاف د ادارې د ارقامو له مخې د لویدیځې غاړې او د ۱۹۴۸ کال د نیواکي سیمې په شمول د دغه ټاټوبي له مختلفو سیمو څخه تقریباً یو لاک پنځوس زره فلسطینیانو د جمعې په ورځ ځانونه مسجدالاقصی ته ورسول. د لمونځ له ترسره کیدو وروسته فلسطینیانو چې په تیرو ورځو کښې په مسجدالاقصی کښې د صهیونیسټانو له خوا څوڅو وارې په سخته ځپل شوې دي، د مسلمانانو د مقدسو ځایونو په ملاتړ کښې او د صهیونیسټانو خلاف شعارونه ورکړل.
لمونځ کونکو دا شعارونه ورکول چې «خیبر خیبر یا یهود، جیش محمد بدأ یعود» یعنې «ای یهودیانو خیبر رایاد کړئ، د محمد پوځ راستون شوی دی» او «بالروح بالدم، نفدیک یا اقصی» یعنې (ای اقصی په خپل سر او وینې سره په تا قربانیږو).
صهیونیسټي پوځیانو د فلسطینیانو د شنبې ورځې په غونډې هم حمله وکړه او د لسګونو روژتیانو په زخمي کولو سره یې لسګونه کسان هم ونیول.
*/*/*/*/*/*/*
د اسرائيلي پوځیانو له حده زیات تشدده له ویرې پرته په مسجدالاقصی کښې د فلسطینیانو پراخ شتون د دغه رژیم د چارواکو د اندیښنې لامل شوی دی. د (کان) په نامه د صهیونیسټي رژيم ټیلیویژن رپورټ ورکړی دی چې د دغه رژیم د امنیت وزیر عامر بارلیو پولیسو ته سپارښتنه کړې ده چې تر خپله وسه د مسجدالاقصی انګړونو ته له ننوتو ډډه وکړي او دغه جومات ته د هر ډول ننوتو فیصله به هم د سیمې د پولیسو د مشر په لاس کښې وي.
د صهیونیسټي رژیم د پولیسو مشر کوبي شتباي هم د سرحدي ګارډ ذخیره پولیس افسرانو ته حکم ورکړ چې د ام الفحم او الناصره په شان ښارونو کښې د تاوتریخوالي له پراختیا د ویرې په وجه دې تیارسي ووسي ځکه چې د رابلل کیدو امکان یې شته دی.
د بدلونونو بهیر ښودنه کوي چې په روانه اونۍ کښې چې د قدس په نړیوالې ورځې ختمیږي، د فلسطینیانو او صهیونیسټانو ترمینځ به نښته زیاته شي. د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټي پوځیانو د حملې په غبرګون کښې، په ټول فلسطیني ټاټوبي کښې د ټول فلسطیني ولس د تیار اوسیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل: فلسطینیان دې له نیواکګر رژيم او د هغه له ښارګي میشتو سره د مقابلې لپاره یوه ستره انتفاضه پیل کړي او د رمضان د میاشتې پاتې ورځې دې د مسجدالاقصی په لور په ورتګ سره هلته اعتکاف وکړي.
حماس زیاته کړې چې دا انتفاضه د قدس او مسجدالاقصی د دفاع او د هغو اتلو ساتونکو د مرستې لپاره ده چې یوازې په دغه یوه ورځ ترې لسګونه کسان له صهیونیسټي پوځیانو سره په مقابله کښې زخمي شول. دغه غورځنګ د فلسطین د ولس وحدت او د هغوي مقاومت له نیواکګر رژيم او د هغه له ښارګي میشتو سره په مقابله کښې یو مضبوط بند وباله او زیاته یې کړه: هغوي ته هیڅکله اجازه نه ورکول کیږي چې په مسجدالاقصی او بیت المقدس کښې خپل سپیره پلانونه د شهیدانو په پاکو وینو باندې لړلې اجرا کړي.
*/*/*/*/*/*/*
د فلسطین د تیرې یوې اونۍ د بدلونونو بله برخه د اسرائیلو جنایتونو ته نړیوالو غبرګونونه وو. ملګرو ملتو د معمول مطابق د تاوتریخوالي د زیاتیدو په هکله یوازې اندیښنه څرګنده کړه: د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د دفتر ویاندې راوینا شمداساني په یوې خبرپاڼې کښې په تیرې میاشتې کښې د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کښې د تاوتریخوالي له سختیدو د دغه سازمان ژوره اندیښنه څرګنده کړه. هغې زیاته کړه: باید د اسرائیلي پولیسو د تشدد په هکله چې په مسجدالاقصی کښې د لمونځ کونکو د زخمي کیدو سبب شو، فري، بې طرفه، خپلواک او راڼه تحقیقات وشي او د دې تاوتریخوالي مسئولان یې باید ځواب ورکړي.
یوه بله غونډه هم تیره جمعه په نیویارک کښې د اسلامي هیوادونو د سفیرانو او د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په شتون سره ترسره شوه. په دغې غونډې کښې په ملګرو ملتو کښې د ایران دایمي نماینده او سفیر مجید تخت روانچي د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې وروستیو بدلونونو او په مسجدالاقصی باندې په حمله کښې د صهیونیسټي رژیم اقداماتو او د فلسطیني روژتیانو وژلې ته په اشارې سره، د فلسطین د بې دفاع خلکو د ملاتړ او د صهیونیسټي رژيم د نیواکګریو د بندیدو په لړ کښې د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د ملګرو ملتو د عاجل اقدام غوښتنه وکړه. د نورو اسلامي هیوادونو سفیرانو او استازو هم په خپلو ویناؤ کښې د فلسطین د مسئلې په عادلانه هواري او د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرۍ په ختمولو کښې د ملګرو ملتو د رول په اهمیت باندې ټینګار وکړ.
د عرب هیوادونو د خارجه وزیرانو کمیټې هم تیره پنجشنبه د اردن په پلازمینه امان ښار کښې یوه فوري غونډه وکړه تر څو په مسجدالاقصی او قدس کښې د دغه رژیم وروستي تیري وڅیړي. د دغې غونډې له ترسره کیدو وروسته د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي وویل: په قدس باندې د تیري او د دغه ښار د هویت د بدلولو لپاره هیڅ ډول هڅه نه شو منلې او د مسجدالاقصی د تاریخي او قانوني وضعیت احترام له لارې په مسجدالاقصی باندې د تیریو د بندیدو غوښتونکي یو.
د دې غونډې په هکله مهم ټکی د اماراتو د خارجه وزیر عبدا... بن زاید او د سعودي د خارجه وزیر فیصل بن فرحان په شمول د ځینو عربو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو نشتوالی و.
د ولسي غبرګونونو په برخه کښې هم د اردن د پلازمینې امان ښار زرګونه خلک د جمعې له لمانځه وروسته سړکونو ته راووتل او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو خلاف یې شعارونه ورکړل. اردني ګوندونو هم په دغو مظاهرو کښې د خپل ګډون خبر ورکړ. اردني معترضان په یوه غږ له خپل هیواده د صهیونیسټي رژيم د سفیر د ایستل کیدو او د امان او تل ابیب ترمینځ د (وادی العربه) نومې شرمناک تړون د لغو کیدو غوښتونکي شول.
په ین حال کښې د انډونیشیا په پلازمینه جکارتا کښې هم ګڼو خلکو د امریکې د سفارت مخې ته د مظاهرو په کولو سره د فلسطین له خلکو او قدس شریف څخه د ملاتړ په ترڅ کښې په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټانو تیری وغنده.
*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی