د فلسطین له ولس سره د پیوستون نړیواله ورځ
د فلسطین له ولس سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت له یوې ځانګړې وینا سره ستاسو په خدمت کښې یو، هیله ده چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ
د ۱۹۴۸ کال په مۍ میاشت کښې د ناروا صهیونیسټي رژيم جوړیدل او د فلسطین د خاورې نیول کیدل په لویدیځې آسیا کښې د جنګ او ناامنۍ یوه پیلامه وه. د دغه بې رحمه رژیم پوځیانو تراوسه له ظلم سره مخامخ د فلسطین لسګونه زره خلک شهیدان کړي، زخمي کړي او اسیران کړي دي او د هم داشان یې میلیونونه ښځې او ماشومان بې کوره او کډوال کړي دي. په هم دې وجه د ۱۹۷۷ کال د نومبر د میاشتې په ۲۹ نیټه د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ دغه ورځ د فلسطین له ولس سره د پیوستون او یووالي نړیواله ورځ ونوموله ترڅو د هیوادونو پام د دغه مظلوم ولس ستونزو ته ورواړوي.
البته دغه پریکړه لیک د فلسطین د خلکو په هکله د دغه سازمان د نورو مصوبو په شان یوازې د خولې د ملاتړ تر حده و او د هغوي کړاونه یې کم نه کړل. ښايي د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د ورځې په نوم د نومبر د ۲۹ نیټې ټاکل په ۱۹۴۷ کال کښې د ۱۸۱ ظالمانه پریکړه لیک په خاطر د هغوي یو ډول زړه ساتنه وګڼو چې په هم دغه ورځ د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې تصویب شو.
د دغه پریکړه لیک له مخې د فلسطین د خاورې ۵۷ فیصده برخه هغو یهودیانو ته ورکړې شوه چې له نورو هیوادونو راغلي وو. یو سل یواتیایم پریکړه لیک یوه سریزه شوه چې کابو شپږ میاشتې وروسته صهیونیسټي رژيم د خپل موجودیت اعلان وکړي. البته دغه تیري ګر رژيم په جنګ او سلطه غوښتنې سره د فلسطین کابو ۸۵ فیصده برخه په خپل نیواک کښې راوستې ده.
د ملګرو ملتو امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ تراوسه پر خپلو ژمنو د صهیونیسټي رژیم د پابندۍ د ضرورت او د تاوتریخوالي او تیري ګرۍ د بندولو په لړ کښې یو شمیر پریکړه لیکونه صادر کړې دي خو د دغه رژیم چارواکو ورته هیڅ پام نه دی کړی. په عین حال کښې امنیت شورا چې په خپلو پریکړه لیکونو باندې د عمل نه کولو په وجه په هیوادونو باندې بندیزونه لګوي یا پرې حتی د پوځي حملې حکم کوي، د صهیونیسټانو په لړ کښې یې علڅ ډول عملي اقدام نه دی کړی.
البته فلسطینیان یوازې د ملګرو ملتو له بې پامۍ سره مخامخ نه دی بلکې له بده مرغه د ځینو عرب حکومتونو په شمول ډیرو اسلامي حکومتونو هم نه یوازې له هغوي چندانې ملاتړ نه دی کړی بلکې له صهیونیسټانو سره یې دوستانه اړیکې هم ټینګې کړې دي. مصر اولنې عرب هیواد و چې په ۱۹۷۸ کال کښې یې له صهیونیسټي رژیم سره د صلحې او د دوستانه اړیکو د ټینګولو تړون لاسلیک کړ او اردن هم په ۱۹۹۴ کال کښې له دغه هیواده پیروي وکړه.
البته ځینو نورو عرب هیوادونو هم سره له دې چې ځآنونه د فلسطین د خلکو پلوي بولي، له پخوا راهیسې یې له دغه رژيم سره اړیکې لرلې دي خو په کال ۲۰۲۰ کښې متحده عرب اماراتو، بحرین، مراکش او سوډان دغه اړیکې «د ابراهیم تړون» تر عنوان لاندې په ډاګه کړې او څارونکي احتمال ورکوي چې عربستان او څو نور عربي حکومتونه به هم په دغه له خیانته ډک تړون کښې شامل شي.
له بلې خوا د ترکیې او آذربایجان جمهوریت په شان حکومتونه هم له مودو راهیسې له جنایتکار اسرائیلي رژیم سره پراخې سیاسي او سوداګري او حتی پوځي او امنیتي اړیکې لري. داشان هغوي دغه رژيم له سیاسي او اقتصادي نظره پیاوړی کوي او په حقیقت کښې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژيم په وحشي توب د تایید ټاپه وهي. البته د داشان حکومتونو په وړاندې چې د فلسطینیانو په مظلومیت او د هغي په وژلې، کډوالۍ او د خاورې په نیواک یې سترګې پټې کړې دي، د عربو او غیر عرب په شمول یوشمیر داسې هیوادونه دي چې هغوي یې هیر کړې نه دي او خپل وطن ته د ستنیدو او د صهیونیسټانو د جنایتونو د ختمولو لپاره د فلسطین د خلکو له حقوقو ملاتړ کوي.
د فلسطین د ولس د ملاتړو په مینځ کښې د ایران اسلامي جمهوریت له هغوي څخه د خپل هراړخیز، رښتوني او عملي ملاتړ په وجه د پام وړ هیلې په ټکي بدل شوی دی او د صهیونیسټانو قهر یې راپارولی دی. ایران په ۱۹۷۹ کال کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتو له وختو نه د اسرائیلو یعنې د فلسطین د نیواکي حکومت شتون غیرقانوني او ناروا بللی او له نورو حکومتونو یې هم غوښتې دي چې د فلسطین د خلکو له آرمانونو څخه عملي ملاتړ وکړي. په هم دې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) د هر کال د رمضان د میاشتې وروستۍ جمعه «د قدس ورځ» نومولې او له ټولو مسلمانانو یې غوښتې دي چې هر کال په دغه ورځ د فلسطین له خلکو سره د پیوستون په نښه لاریون وکړي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي هم د فلسطین د مسئلې د هواري لپاره ډیموکراټیکه او عادلانه حل لاره وړاندې کړې ده چې له مخې یې وړومبې فلسطیني کډوال خپل ټاټوبي ته ستنیږي او بیا د مسلمانانو، یهودیانو او عیسایانو په شمول د فلسطین اصلي اوسیدونکي په یوې ټولپوښتنه کښې خپل سیاسي راتلونکي ټاکي.
البته صهیونیسټي رژیم چې ځآن ډیموکراټیک بولي، دغه منطقي او د خلکو په رایو ولاړه طرحه هیڅکله نه ده منلې. په کلي توګه غاصب صهیونیسټي رژيم د خپل موجودیت د کلونو په دوران کښې ښودلې ده چې هیڅ طرحه او تړون نه مني مګر دا چې له یوې خوا یې په کښې د ناروا ګټو پوره پوره خیال وساتلې شي او له بلې خوا په کښې د فلسطینیانو لپاره د ډیر لږ امتیاز هم نه وي قایل شوی.
لکه څنګه چې په ۱۹۹۳ او ۱۹۹۵ کال کښې د فلسطین د آزادي بخښونکي سازمان یعنې PLO او اسرائیلو ترمینځ د اوسلو د صلحې په تړون کښې له هغو ټولو امتیازاتو سره سره چې دغه رژیم ترلاسه کړل، تیار نه شو چې د فلسطینیانو په هکله خپلې وړې ژمې هم پوره او اجرا کړي.
اوس د فلسطین خلک د صهیونیسټي رژیم له جوړیدو ۷۴کاله وروسته په دې حقیقت ښه پوه شوي دي چې د خپلو ضایع شویو حقوقو د پوره کیدو لپاره د جوړجاړي کونکو عربو او غیر عربو حکومتونو او په نړیوالو ټولنو باندې ملا نه شي تړلې. هم داشان تجربې ورته ښودلې ده چې صهیونیسټي نیواکګران د مذاکرې له لارې دې ته تیار نه دي چې د هغوي ډیر لږ انساني حقوق په رسمیت وپیژني.
په دې وصف سره، هغوي پوه شوي دي چې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره ترټولو غوره او شرافتمندانه انتخاب د تیري ګرو او سلطه غواړو صهیونیسټانو په وړاندې ولسي مقاومت دی. د فلسطین انتفاضه په هم دې نظریې پیل شوه او خلکو په تش لاس او خپلې ارادې او ایمان سره له نیواکګرو سره مقابله پیل کړه. خو د انتفاضې ترڅنګ د مقاومت پوځي مټ هم د تیرو کلونو په دوران کښې د پام وړ وده وکړه او د فلسطیني مقاومت ځواکونو په غزې تړوانګې کښې خپل قدرت څو وارې صهیونیسټانو ته وښوده او ورته یې ډیره مرګ ژوبله او تاوانونه ورسول.
خو هغه مهم بدلون چې له تیر څه باندې یو کال راهیسې د فلسطین د خلکو د مقاومت په بهیر کښې رامینځته شوی دی، د صهیونیسټي پوځیانو خلاف په وسله واله مبارزه کښې د نیواکي فلسطین په ختیځ او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د خلکو شاملیدل دي. داشان فلسطیني مجاهدین د خلکو خلکو وژله او اسارت او د کورونو وراندیدلنه زغمي او په صهیونیسټو پوځيانو او ښارګي میشتو باندې په حملو سره هغوي ته سخت ځوابونه ورکوي او د دغه رژيم لپاره یې نوه نوې امنیتي ستونزه جوړه کړې ده.
پراختیا غواړی صهیونیسټي رژیم چې نیت یې درلود په مصر کښې له نیل سیند نه واخلې په عراق کښې تر فرات سینده پورې ټوله سیمه په خپل نیواک کښې راولي، اوس په نیواکي فلسطین کښې دننه د مقاومت له خوا او له شمال څخه د لبنان د حزب ا... او ه داشان په جنوب او غرب کښې د فلسطین د مقاومت له خوا کلابند شوی دی.
په ټول کښې ویلې شو چې که څه هم د فلسطین د ولس خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتونه او نیواکګرۍ روانې دي خو د دغه جنګ غواړي رژيم خلاف د مقاومت لپاره د فلسطینيانو د روحیې او انګیزې زیاتیدل، په نزدې راتلونکي کښې د هغوي د بریا زیری ورکوي.
*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی