فلسطین داسلام لومړۍ مساله ( ۱۳ )
په دې قتل عام کې چې د صهیونیسټانو په ښکاره ملاتړ تر ټولوستر وحشتناک جنايتونه تر سره شول لکه د ناموس سپکاوی، د حامله ښځو د ږيرو خلاصول، د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو قتل عام، جنسي تېری، د کورونو ورانول، د مړیوسوځول او نور هر هغه نه بخښونکی جنايت چې د منلو وړ نه دی او د یوه عاقل کس په ذهن کې نه راځي ، ترسره کړل
د اسراييلو نامشروع دولت موجودیت د نكبت په ورځ د خپل پيدايښت له پيله په ظلم، تېري او د فلسطين د بې ګناه خلكو په وژلو ولاړ دى او دغه ناروا رژیم د جنایتونو په دوام کی د فلسطینیانو په وړاندې له هر ډول ظلم او وحشت ډډه نده کړی . په تیرو پروګرامونو کښې مو د دیر یاسین، الطنطورا، الدویمه او کفر قاسم په کلیو کښې د صهیونیسټی رژیم د ظالمانه او غیر انسانی اقداماتو ځینې پیښې څیړلې اوومو ویل چې د رپوټونو له مخې صهیونیسټی نیواکګرو په تیرو لسیزو کې په لسګونو جنایتونه کړی دی. چې په نتیجه کې یې په زرګونو فلسطینیان شهیدان شوي دي. په دې پروګرام کې د صهیونیسټانو له خوا د «تل زعتر» په کلي او د لبنان د «صبرا او شتیلا» په کمپونو کې د صهیونیسټانو له خوا د فلسطینیانو د وژلو دوه نورې پیښې هم ذکر کوو، چې د اسراییلو د یرغلګر رژیم د ډیرو جنایتونو یوه وړه برخه به درته معرفي کړو. زموږ سره ملګري اوسئ.
۴۷ کاله وړاندې د۱۹۷۶کال د اګست ۱۲ د فلسطین کیمپ، تل زعترکلی، د لبنان د بیروت جنوب ختیځ دا کیمپ له خپلو ځمکو د بې ځایه شویو له فلسطینیانو ډک دی. په حقیقت کې له ۱۹۴۸ کال راهیسې چې د فلسطیني عربانو لومړۍ ډله له خپل وطن وتلو ته اړ شوه، په دغه کمپ کې ډېر خلک اوسېدل. په اردن کې د فلسطیني کډوالو له ډله ییزې وژنې وروسته چې په ۱۹۷۰ کال کې د دغه هېواد د پوځ له خوا ترسره شو او په تاریخ کې د «تور سپتمبر» په نوم ثبت شو، ډېر نور فلسطینیان له هغه هېواده وتښتېدل او لبنان ته ولاړل او د تل زعتر په شمول په بېلابېلو سیمو کې مېشت شول. په دې ډول چې د پېښې په ورځ د دې سيمې له ۳۰ زرو اوسېدونکو ۱۷ زره يې فلسطينيان وو.
څه موده کیده چی داخلی جنگ لبنان ښکیل کړی وو او د دې جګړې په ترڅ کې چې په 1975 کې پیل شوې وه، د تل زعترسیمه د بریدونو او شخړو په منځ کې وه، چې یو اړخ یې ښي پالو ګوندونه وو چې سخت دریځي مسیحیان لکه کتایب او فلانګیسان اوله بلی خوا نور کیڼ پاله ګوندونه ملی پال، کیمونستان او فلسطینان وو. د ۱۹۷۶ کال د جون په ۲۳ له لبنان د سوریې د ځواکونو له وتلو وروسته، د فلانیزم کرایی ځواکونه، چې د صهیونیسټانو په بشپړ ملاتړ او مداخلې او د دغه هیواد له خوا د جوړو شویو توغندیو په کارولو سره، د لبنان په کورنۍ جګړه کښې برلاسی شو د تل زعتر په کیمپ برید وکړ. که څه هم په دې برید کې د فلسطین نور کمپونه هم شامل وو، خو د عملیاتو تمرکز د تل زعترکیمپ وو. بالاخره وروسته له هغه چې پر سیمه شاوخوا ۷۰ ځله سخت بریدونه وشول، له ۵۰ ورځو مقاومت وروسته د ۱۹۷۶ کال د اګست په ۱۲ مه سقوط وکړ. د تل زعترکیمپ په نسکوریدو سره د لبنان د فلانج ګوند وسله وال چې په بشپړه توګه د صهیونیسټ رژیم له خوا په وسلو سنبال وو او د دغه رژیم له مشرانواسحاق رابین او شیمون پرز حکم ترلاسه کاوه ، د سره صلیب د ننوتو په منع کولو سره، دوی درې زره فلسطینیان قتل عام کړل.
په دې قتل عام کې چې د صهیونیسټانو په ښکاره ملاتړ تر ټولوستر وحشتناک جنايتونه تر سره شول لکه د ناموس سپکاوی، د حامله ښځو د ږيرو خلاصول، د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو قتل عام، جنسي تېری، د کورونو ورانول، د مړیوسوځول او نور هر هغه نه بخښونکی جنايت چې د منلو وړ نه دی او د یوه عاقل کس په ذهن کې نه راځي ، ترسره کړل . فلانکسیان چې د اسراییلي پوځیانو ترملاتړ لاندی وو ، د کمپ په هیڅ اوسیدونکي، نه ښځې، نه ماشوم او نه بوډاګانو رحم ونه کړ او کیمپ یې له خاورو سره خاورې کړ . د دغه وحشتناک جنایت ترسره کیدل په لبنان کښې د صهیونیسټانو او د هغوی د انډیوالانو په خلاف د ډیرو حکومتونو د اعتراضونو او عمومي افکارو غوسه راوپاروله .
ټوني کلیفټن "د اسمان وژړیده په کتاب کی د عیني شاهدانو له نظره د اسراییلو وژنې"په کتاب کې لیکلي: د مرګ بوی د یکمپ فضا ډکه کړی وه . هر طرف ته چی کتل دې مړي پراته وو. په کوڅو کې ، فرعی واټونو کې ، دګاډیو لاندې او په کنډوالو کې .

دفلسطینیانو پرضد دصهیونیسټ رژیم د ظلم او وحشت دوام نه دی ختم شوی او نه ختمیدونکی دی . دفلسطین دخلکو پرضد د نیواکګرو یو بل ترټولو مشهور جنایت؛ د صبرااو شتیلا قتل عام وو چی د ۱۹۸۲ کال د سپټمبر په ۱۶ مه ترسره شو او درې ورځې یې دوام وکړ.
صبره او شتیلا کیمپونه د لبنان په جنوب کې د فلسطیني مهاجرینو له ټولو 12 کیمپونو دوه کیمپونه وو چې د نکبت ورځې وروسته د پام وړ نفوس پکې میشت وو. د صهیونیسټ رژیم د جنګ د وزیر ایریل شارون په مشرۍ د صهیونیسټی پوځیانو او د لبنان د فلانج ګوند ځواکونو د ۱۹۸۲ میلادی کال د سپتمبر له شپاړسمې نیټې تر اتلسمې نیټې پورې د لبنان د کورنۍ جګړې په ترڅ کښې د خلکو قتل عام وکړاو د صبرا او شتیلا کمپونو د قربانیانو شمېر تر درې زرو زیات اعلان شوی دی. ځینو سرچینو حتی د قربانیانو شمیر تر پنځو زرو پورې اټکل کړی.
د کاتب ګوند چې پخوا د لبنان د فلانج ګوند په نوم پیژندل کیده، په لبنان کې د ښي پالو افراطي ګوند دی چې په 1926 کې د پیری ګیمایل لخوا جوړ شوی او د لبنان د کورنۍ جګړې پرمهال یې په 1970 او 1980 کلونو کې مهم رول لوبولی و. دغه ګوند د اسرائیلو ستراتیژیک متحد ګڼل کیده او هڅه یې کوله چې د فلسطین د ازادۍ غواړی سازمان له لبنان وباسي. د اسراییلو د بریدونو او په لبنان کې د کورنۍ جګړې د دوام په ترڅ کې، د لبنان پارلیمان د فلانج ګوند مشر چې د پیری ګیمایل زوی هم و، د لبنان د ولسمشر په توګه وټاکه. د ۱۹۸۲م کال د سپټمبر په ۱۴مه د بشیر جمیل له دندې یوازې نهه ورځې وروسته او په داسې حال کې چې لا یې رسما لوړه نه وه کړې، له خپلو ۲۵ ملګرو سره د لبنان د فلانج ګوند په مرکزي دفتر کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو. رسید. د بشیر جمیل وژنه د فلانج ګوند لپاره لوی ګوزار وو. فلسطینیانو او اسلامي مشرانو سمدلاسه د فلانج ګوند په مرکزي دفتر کې د چاودنې مسؤلیت په کلکه رد کړ، خو ایریل شارون د دې وژنې پړه پر فلسطینیانو واچوله، چې فلانیستان یې غچ اخیستو ته وهڅول. له همدې امله، د بشیر جمیل له وژنې یوازې دوه ورځې وروسته، فلانجی وسله وال د لبنان په جنوب کې د صبرا او شتیلا کمپونو ته ننوتل او فلسطینیان یې قتل عام کړل.
د صهیونیسټي رژیم د مشرانو په بشپړې مشرۍ او لارښودنې د صبرا او شتیلا په کیمپونو کښې په قتل عام کښې ۳۲۹۷ فلسطینیان او لبنانیان شهیدان شول. په وژل شویو کې ۱۳۶ لبنانیان وو. د دې کمپ په تنګوکوڅو او واټونوکې د ۱۸۰۰ کسانو مړي پراته وواو ۱۰۹۷ نور د غزې په روغتون کې او ۴۰۰ نور په عکا روغتون کې شهیدان شول. د صهیونیسټانو په څنګ کښې فالنګیانو په دغه قتل عام کښې له هیڅ ډول جنایت ډډه ونه کړه او د صبرا اوسیدونکې ام عباس د لبنان د دغه جنایت یوه له عینی شاهدانو وه چې داسې انځورونه یې ولیدل چې تصور یې نشی کیدلی . هغه وايي: څه دې وليدل! د امیندوارې ښځې له ګېډې ماشوم را ایستل او بیا یې په دوو برخو وېشل او ورمیګ اولاسونه او پښې یې پرې کول؟ ام عباس وايي چې یوه بله ښځه یې ولیده چې حامله وه او ماشوم یې له خیټې ایستلی و. هغه یادونه کوي چې "څنګه به یو بولډوزر مړي په ژور کنده کې غورځول.
یو فلسطینی ښاریزعامر عقر هم وایی له قتل عام وروسته مونږ ننوتلو او ټول خلک مو په ځمکه حلال شوي ولیدل ، پر ځمکه مو ګولۍ، چرس او نشه یی مواد پیدا کړل ، هیڅوک دا ډول وژنه نه کوی، خو دا چی عقل ونلرلې شي .
ملګرو ملتونو د ۱۹۸۲ کال د دسمبر په ۱۵ مه د صبرا او شتیلا د وژلو په غندلو سره دا یوه «نسل وژنه» وبلله. خو تر څلویښتو کلونو وروسته هم په دې اړه کومه محکمه یا پریکړه نه ده شوې او نه هم د دې قتل عام کوم مسول نیول ، محاکمه شوي او نه محکوم شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د صابرا او شتیلا د قتل عام ژوندي پاتې شویو کسانو چې ۲۳ تنه پکې شامل وو د ۲۰۰۱ کال د جون په ۱۸ نیټه د بلجیم په محکمه کې د اسراییلو د هغه وخت د لومړي وزیر ایریل شارون په خلاف د بشریت ضد جرمونو شکایت وکړ. خو د امریکا او اسرائیلو د حکومت له فشار سره بلجیم مجبوره شو چې هغه قانون بدل کړي چې دغو کسانو ته یې اجازه ورکړې وه چې د شارون پر ضد شکایت وکړي. په نتیجه کی د ۲۰۰۲ میلادی کال د می په ۱۵ دوسیه دمحکمې د نه صلاحیت له امله بنده ختمه اعلان شوه.
په بلجیم کې د دوسیې له پای ته رسیدو مخکې، ایلی حبیقه ، چې د صابرا او شتیلا د وژلو په وخت کې د کاتب د ګوند له مشرانو و، اعلان وکړ چې د بلجیم په محکمه کې به د شارون پر ضد شاهدي ورکړي. له دې کړنې څو ورځې وروسته په بیروت کې په خپل موټر کې د ځای پر ځای شوي بم له امله ووژل شو.
د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۱۴ کال په یوه راپور کې ویلي چې په صبرا او شتیلا کې ملکي وګړي په نښه شوي چې ښځې، ماشومان او بوډاګان پکې وژل شوي دي. د صبرا او شتیلا وژنه جنګي جنایت او د بشریت ضد جنایت ګڼل کیږي. پای