د غزې وژلې او د لوېدیځوالو بشردوستانه ادعاوې
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i141798-د_غزې_وژلې_او_د_لوېدیځوالو_بشردوستانه_ادعاوې
د غزې پورې د اړوندو جنایاتو او د  لوېدیځوالو د دورغجنو بشردوستانه ادعاو په هکله یوه ځانګړې خپرونه
(last modified 2023-11-19T19:53:50+00:00 )
Nov 19, 2023 10:54 Asia/Kabul
  • د غزې وژلې او د لوېدیځوالو بشردوستانه ادعاوې

د غزې پورې د اړوندو جنایاتو او د  لوېدیځوالو د دورغجنو بشردوستانه ادعاو په هکله یوه ځانګړې خپرونه

د غزې د ماشومانو او ښځو وژله د صهیونیست قصابانو له لورې، د غربیانو د بشردوستی پټه څېره څرګندوي. سره له دې چي اکثره مشهورې غربې رسنۍ د نتانیاهو د جنایتکار رژیم د دروغو په بنیاد په غزې باندې د جنګ روایت ته انعکاس ورکړي، لیکن د غرب عامه افکار له هغه تاریخې او دوامداره ظلم او زور زیاتی څخه خبرداره شوي دي چي لسګونه کلونه کیږي فلسطینیان ورسره مخامخ دي، په غزې باندې د صهیونیست رژیم د ورانوونکو بریدونو له پیلېدو نه وروسته، د اروپا په اکثرو لویو ښارونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ او د صهیونیستانو په ضد ولسې مظاهرې شوې دي. د لندن، اډینبورګ، پاریس، برلین او بروکسل په شمول د اروپا او د امریکا په اکثره ښارونو کې د صهیونیستانو په ضد مظاهرې شوې دي. په لندن کې څو ځلې مظاهرې شوي دي او هر ځلې کې له مخکنۍ ځلې نه زیاتو خلګو په کښې ونډه اخیستې وه. مظاهرې په داسي حال کې تر سره شوې دي چي د انګلیس لومړي وزیر ریشي سوناک ورسره مخالفت کړی او د مظاهرې لپاره د جواز د صادرېدو په خاطر د دې هیواد په پولیسو یې نیوکې کړي دي. د صهیونیست رژیم څخه په ملاتړ کې د انګلیس د کورنیو چارو د وزیرې دریځ هم د دې هیواد په لومړي وزیر ریشي سوناک باندې د فشارونو لامل شول چي په نتیجه کې ریشي سوناک د هغې په لیرې کولو مجبوره شو. سوئلا براورمن د انګلیس مخکنۍ وزیرې ویلې وه چي د فلسطین په ملاتړ کې مظاهره کوونکي د اسرائیل د رژیم د له مینځه وړلو غوښتونکي دي، هغوی د کرکې او نفرت پاروونکي او لنډغر دي،  د انګلیس د کورنیو چارو مخکنۍ وزیرې سوئلا براورمن په داسي حال کې دا خبرې مطرح کړې دي، چي د فلسطین پلویانو په سوله ایزه او قانوني توګه مظاهرې تر سره کړي دي. د بلې خوا بیا د انګلیس د حکومت لپاره د تنظیم شوی مصوبې له مخې، وزیران باید له عمومي وېنا، اعلامیې او خبرې غونډې نه مخکې، له ډاونینګ اسټریټ څخه تائیدیه تر لاسه کړي. که څه هم انګلیس په غزې کې د صهیونیستانو له لورې د فلسطیني ولس له عام وژنې څخه هراړخیز ملاتړ کوي، لیکن په عین حال کې غواړي د عامه افکارو په وړاندې بشردوستانه څېره غوره کړي. لیکن د انګلیس د کورنیو چارو مخکنۍ وزیرې سوئلابراورمن  د ظواهرو خیال نه وو ساتلی او، په ښکاره توګه یې د فلسطین او د هغه د ملاتړو په ضد توندې خبرې کړي وې. چي په دې خاطر باندې هغه له خپلې څوکۍ څخه لیري شوه.

په غزې کې د صهیونیستانو له جنایاتو څخه د څرګند ملاتړ او د فلسطینیانو په خلاف  د کرکې د اظهار په خاطر د انګلیس لومړي وزیر ریشي سوناک مجبوره شو چي سوئلا له کابینې څخه وباسي، داسی پېښه چي له دې مخکې یې مخینه ته درلودلې نه ده.  انګلیس د صهیونیست د جعلي رژیم پلار بلل کیږي، د انګلیس د استعمار د ملاتړ په نتیجه کې صهیونیستانو په فلسطین باندې واکمن شول او صهیونیستي رژیم یې رامینځ ته کړ، یعني د دغه جنایتکاره رژیم د رامینځ ته کېدو اصلي عامل انګلیس و. اوس په غزې کې د صهیونیست رژیم د یرغل پایلې هر ډول چي وي، د عامه افکارو په ډګر کې صهیونیست رژیم ماته خوړلې ده. نور د یهودیانو د مظلوم ښودلو او د فلسطین د اشغال د توجیه سیاست چي له دې مخکې د صهیونیستانو له خوا په رسنیو کې رواج درلوده، نوره ماته خوړلې ده او د نړۍ خلګ هوښیاره شوي دي. په غزې باندې د صهیونیست د رژیم د یرغل په لومړیو ورځو کې ټولو اروپایي هیوادونو د اسرائیل د رژیم د جنایاتو په ضد هر ډول مظاهره او اعتراض ممنوع وګرځاوه. لیکن د اروپایي حکومتونو د تمې په خلاف خلګو د صهیونیستانو د جنایاتو په ضد سړکونو ته ووتل او لاریون وکړ. د صهیونیستانو په ضد معترضانو د نوومبر د میاشتې په ۱۱ یعني د شنبې په ورځ په لندن کې په هاید پارک کې له غونډې وروسته، د امریکا د سفارت په لوړي لاریون وکړ او د شعارونو په ورکولو سره، د صهیونیستي رژیم له جنایاتو د غربیانو د ملاتړ او د فلسطیني ولس د عام وژنې په وړاندې د نړیوالو د چوپتیا غندنه وکړل.

د صهیونیست د رژیم د جنایاتو په ضد د نړیوالو د عامه افکارو پارېدا، داسي یوه ساده خبره نه ده چي سترګې پرې پټې شي.  رسمې شمېرنې ښودنه کوي چي د غربې هیوادونو اکثره ځوان نسلونه د خپلو حکومتونو دغه دوه ګونې چلند سره مخالفه دي. حتي په امریکا کې په یوې نظر غوښتنې کې چي  له ۱۸ بیا تر ۲۹ کلنو ځوانانو کې تر سره شوی دی، د غربي رسنیو د پروپاګن سربیره بیاهم له ۴۰ سلنو کمو ځوانانو د حماس د غورځنګ په ضد منفي نظر څرګند کړی دی، دا په داسي حال کې دی چي امریکایي رسنۍ ټولې د حماس غورځنګ د یوې ترهګرې ډلې په توګه معرفي کوي. د انګلیس د یوګاو څېړنیزې ویب پاڼې له خوا د خپره شویو نظرغوښتنو له مخې، په غزې باندې د صهیونیستانو د یرغل څخه وروسته، له فلسطین سره، د خواخوږو ځوانانو شمېر شپږ چنده شوې ده. په غزې باندې د روانو ظلمونو په نتیجه کې عامه افکار له دې نه هم زیات پارېدلی دی. د صهیونیست رژیم د بنسټ له رامینځ ته کېدو څخه را په دې خوا هیڅکله هم فلسطین تر دې حده د غربیانو د بشري حقوقو د دوه ګوني چلند قرباني شوی نه و.

هغه څه چي په غزې باندې د صهیونیستانو د یرغل او د جنایاتو په بهیر کې د نړۍ د عامه افکارو د راپارېدلو سبب شوی دی، د زرګونو واړه ماشومانو وژله ده. د شمېرنو له مخې په غزې باندې د صهیونیستانو د بریدونو په نتیجه کې تر دې دمه له ۱۲ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي چي له ۵ زرو نه زیات یې ماشومان دي. پاته شهیدانو کې هم ګڼ شمېر ښځې او بوډاګانې شامل دي.  د روغتیا نړیوالې ادارې اعلان وکړ چي د فلسطیني شهیدانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دي. فلسطینیانو سره د مرستو  نړیوال اژانس (انروا)  اعلان وکړ  چي په هرو لسو دقیقو کې په غزې کې یو ماشوم د صهیونیست رژیم له لورې وژل کیږي.  د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي (انتونیوګوتریش) اعلان وکړ چي د غزې تړانګه د ماشومانو په هدیره باندې د بدلېدو په لورې درومي، د غزې وحشت له یوه انساني بحران نه هم زیات دی. دا د ټوله بشریت په کچه یو بحران دی. دا لومړی ځل نه دی چي د ملګرو ملتونو جګپوری مقامات د غزې په هکله د ماشومانو د هدیرې اصطلاح کاروي، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ځانګړې څانګې یونیسف هم خبرداری ورکړی دی چي د غزې تړانګه د ماشومانو په هدیره باندې بدله شوې ده.

په غزې کې فلسطیني ماشومان یوازې د صهیونیست رژیم د هوایي بریدونو په وسیله نه وژل کیږي بلکې ګڼ شمېر یې د درملو، اوبو او خوراکي توکو د نه شتون د امله هم خپل ژوند د لاسه ورکوي، سره له دې بیا هم صهیونیست رژیم د غزې محاصرې ته دوام ورکوي او فلسطینیانو باندې اوبه، خوراک او درمل بند کړی او روغتیایي مراکز په نښه کوي.

په غزې کې د ښځو او ماشومانو په ضد د اسرائیل د رژیم د دغو ویره وونکو جنایاتو سربیره، بیا هم غربي هیوادونو په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو د بندېدو لپاره د امنیت شورا له پرلپسې غوښتنو سره مخالفت کوي. د غربي هیوادونو په سر کې امریکا د امنیت شورا له لورې د اوربند غوښتنلیک پنځه ځلې ویټو کړی دی. امریکا او اروپایي هیوادونو نه یوازې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې بلکې په ټولو نړیوالو اداراتو کې په غزې کې د اوربند لپاره د هلو ځلو مخه نیولې ده، او په عین حال کې یې ډول ډول زهرجن او کیمیاوي بمونه او فوځي وسلې د صهیونیست رژیم په واک کې ورکوي.

له اسرائیل رژیم څخه د ټولو غربي حکومتونو د هر اړخیز ملاتړ سربیره، بیا هم دغه رژیم په فلسطین کې د مقاومت د ختمولو توان نه لري.  د نړۍ مشهور سرمایه دار او د ټوییټر یا اکس مالک (ایلان ماسک) هم په دې مسالې باندې اعتراف کړی دی، هغه په غزې کې د صهیونیست رژیم د جنایاتو په هکله وایي: که په غزې کې د یو کس زوی ور ووژنئ، په دې معنا ده چي د حماس لپاره مو نور کسان پیدا کړ، داسي کسان چي د یوه اسرائیلی د وژلو لپاره ځان هم قربانوي.) په فلسطین کې د طوفان الاقصی له عملیات نه له اوو اونیو زیاته موده تیریږي، او په مینځني ختیځ کې د نویو پېښو او بدلونونو کتوونکي یو چي د اکثرو کارپوهانو په اند په راتلونکو کلونو کې په ټولې سیمې باندې به پراخ اثرات ولري، د فلسطین مساله او د اسرائیل د رژیم له نیواک سره مخالفت په نړیواله سویه کې مطرح شوی دی، یو وختې کې صهیونیستانو په ټوله فلسطین د ولکې او د فلسطینیانو د ورکولو په سودا کې وه، لیکن د طوفان الاقصی د عملیات نه وروسته، د لوی اسرائیل د رامینځ ته کېدو خیال په خاورو کې ښخ شو.   د صهیونیست رژیم دغه وحشیانه جنایاتونه د نړیوالو افکارو په وړاندې دا حقیقت ثابت کړ چي فلسطین باید له ځان څخه د دفاع د حق په درلودلو سره، یو خپلواک هیواد ووسي. هغه حقیقت چي نن سبا امریکایي سیاستوالانو هم ورباندې اعتراف ته مجبوره شوي دي. اوباما د امریکا مخکنی ولسمشر د طوفان الاقصی د عملیات په لومړیو ورځو کې له صهیونیست رژیم څخه د ملاتړ اعلان وکړ او بیا دې وروستیو کې د خپل دریځ بدلون ته مجبوره شو او وویل چي د فلسطینیانو په حقوق باندې د سترګو په پټېدو سره، بحران هوارېدای نه شي.  یا د مثال په توګه د روسیې د جګپورو چارواکو خبرې، چي د غربیانو له لورې د اسرائیل د رژیم د دفاع تر عنوان لاندې جنایات یې تر پوښتنې لاندې راوستل، همداسي د ملګرو ملتونو نظر او ورته نور مسائلې چي دا ټوله په سیمه کې د فلسطین د ولس په وړاندې د غربیانو د دوه ګوني او توکم پاله چلند له ننګونې سره مخامخوي.