د لیندۍ د میاشتې ۵/ د مستضعفانو د بسیج ځانګړې ورځ
د لیندۍ د میاشتې ۵ د ایران په اسلامي جمهوریت کې د بسیج د رامینځ ته کېدو کلیزه ده، مونږ هم غواړو په همدې مناسبت تاسو عزیزانو ته یوه ځانګړې خپرونه وړاندې کړو.
د اسلامي انقلاب لوی بنسټګر حضرت امام خمینی ره د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کې، د لیندۍ د میاشتې ۵ د مستضعفانو د بسیج د رامینځ ته کېدو د ورځې په توګه نومولې ده.
امام خمینی ره په خپله صحیفه کې لیکلی دی: بسیج هغه طیبه، پیاوړې او له ثمر ډکه ونه ده چي د هغې غوټۍ د وصال، د باور د تاندوالی، د مینې د حدیث او د پسرلۍ بوی ورکوي. بسیج د مینې مدرسه او د هغه شاهدانو او ګمنامو شهیدانو مکتب دی چي پیروکاران یې د هغه په لوړو منارو باندې د شهادت او د رشادت اذان ورکوي. دغه طیبه شجره یعني پاکه ونه په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د لیندۍ د میاشتې په ۵ نیټه د حضرت امام خمینی ره په فرمان رامینځ ته شو.
د ملی بسیج د سازمان تاسیس
د حضرت امام خمینی ره له حکم وروسته، د ملی بسیج د سازمان تر عنوان لاندې د بسیج د رامینځ ته کولو لومړنۍ چارې پیل شوې. څو میاشتې وروسته، د اسلامي انقلاب شورا په ۱۳۵۹ لمریز کال کې د غویی د میاشتې په ۱۰ د یوې لایحې په تصویبولو سره، د بسیج ملی سازمان یې قانوني کړ. د تصویب شوی قانون په لومړۍ ماده کې راغلی دی: له هر ډول ګواښ او له هر ډول سیاسي، فوځي، اقتصادي او فرهنګي یرغل او همداراز له طبیعي بلاو سره د مقابلې په لړ کې د ۲۰ میلیوني فوځ د سمبالولو او روزلو لپاره د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی ره د حکم له مخې، د ملی بسیج سازمان تر عنوان لاندې ځواک د سرقومندان اعلي تر نظر لاندې او د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې رامینځ ته کیږي. همدارنګه د لومړی ځل لپاره د بسیج د سازمان مسئولیتونه او دندې هم د بسیج د سازمان په قانوني لایحې کې بیان شوي دي.
د مستضعفانو د بسیج جوړېدا
د ۱۳۵۹ لمریز کال د مرغومې په میاشته کې د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران کې د ملي بسیج د ګډولو قانون تصویب شو، د ملي بسیج عنوان، (د مستضعفانو د بسیج) په نامه بدل شو او د سپاه پاسداران سره یو ځای شو. د سپاه پاسداران د اساسنامې په څلورم فصل له مخې، د ۱۳۶۱ په وږی یا سنبلې میاشته کې، د بسیج د مستضعفانو اساسنامه د پارلمان له خوا تصویب شو. د دغه قانون په ۳۵ ماده کې، د طبیعي بلاو سره د مقابلې او له هیواد او اسلامي نظام څخه د دفاع او خلګو سره د مرستو لپاره، په اساسي قانون باندې د ژمنو کسانو د ظرفیتونو ګټه پورته کول د بسیج د رامینځ ته کېدو هدف بلل شوی دی.
په ۱۳۵۹ لمریز کال کې په ایران باندې د عراق د بعث رژیم په یرغل سره، ملي بسیج د هیواد او اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره د ولسونو له روزنې او ولسې ظرفیتونو له کارولو سره زیاته مرسته وکړه او په لسګونو زرو کسانو له روزنې وروسته، جبهو ته واستول شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت په تاریخ کې بسیج یو تر ټولو کارنده انساني عواملو څخه دی چی له زیاتو وړتیاو او ظرفیتونو څخه برخمن دی. بسیجیان په تېرو څلورو لسیزو کې تل په مختلفو ډګرونو کې ډول ډول خدمات او فعالیتونه تر سره کړي دي. په ټول هیواد کې د بسیج د سازمان پراختیا ته په کتو سره، په امنیتي، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې د بسیج رول خورا د پام وړ دی.
د اسلام په لومړیو کې ولسی بسیج
بسیج په حقیقت کې یوه ټولنیز حرکت دی چي په هره ټولنه کې د هغه کلتور او حالاتو ته په کتو سره رامینځ ته کېدایشي. د اسلام په لومړیو کې هم په مسلمانانو باندې د کفارو او منافقینو د یرغل پر مهال، د مبارزو ځواکونو د جوړېدو لپاره د عمومي بسیج حکم صادرېدل چي بیا به خلګو په رضاکارانه توګه په جوماتونو کې راغونډېدل تر څو د اسلام له دښمنانو سره د مقابلې لپاره خپل انساني او فوځي ځواک یوموټي کړي. امام خمینی ره په دې اړه فرمایي: د بسیج مساله، همهغه د اسلام د لومړیو وختونو سره ورته مساله ده، دا کومه نوې خبره نه ده، په اسلام کې دا کار مخکې هم شوی دی، ځکه چي زمونږ هدف اسلام دی نو پکار دی چی هر یو ځوان له اسلام او له خلګو څخه د دفاع لپاره د ځواک برخه ووسي او هر یو کس چي په هر کسب او کار باندې لګیا دی باید د پردیو او د کفارو له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره تیار ووسي.
په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د ایران ولس ټوله په یوه سلا سره د حضرت امام خمینی ره په مشری سره، حرکت وکړ او د اسلامي جمهوریت بنیاد یې کښېښودل. لیکن د اسلامي انقلاب له بریا څخه دوې میاشتې لا نه وه تېره شوې چي ایران له یوه سخت بېړنیزو حالاتو سره مخامخ شو. دښمنانو د ایران په ځینو برخو کې د هیواد امنیت او د اسلامي انقلاب موجودیت له ګواښ سره مخامخ کړل. فوځ لا هم نه وو چمتو شوی او د نظم عامه پولیسو مرکزونه د اسلامي انقلاب نه وروسته، اصلاح او مدیریت ته ضرورت لرل. په هغه وخت کې له دښمنانو سره د مقابلې لپاره د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران له فوځ او د اسلامي انقلاب کمیټې بیا له نظم عامه پولیسو څخه دملاتړ په چوکاټونو کې خپل فعالیتونه پیل کړ، لیکن دغه څلورګونې ځواکونو په هغه ګډوډو حالاتو کې په ښارونو او سرحداتو کې د انقلاب ضد عناصرو د دسیسو د خنثی کولو وړتیا نه درلودل، په دې خاطر د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمینی ره د ستونزو د هوارولو لپاره ولسي ظرفیتونو ته پآم وکړل او په خپل تدبیر او ژور سوچ سره یې، د مستعضفانو د بسیج د رامینځ ته کولو طرحه وړاندې کړه.
د سپېڅلي دفاع په موده کې د بسیج رول لوبونه
په عملي توګه لومړنۍ تجربه، د اسلامي انقلاب له سپاه پاسداران سره مرسته او د انقلاب ضد د دسیسو شنډول وه، د ۱۳۵۹ لمریز کال په غویی میاشته کې هم په ایران باندې د عراق د بعث رژیم په یرغل سره، د ولسي ځواکونو د لا سمبالولو ضرورت رامینځته شو او له هغه وروسته، ولسي ځواکونو د جنګ په جبهو کې د پراخ ګډون لپاره، بسیج سره یو ځای شول. د جنګ جبهو ته د بسیجیانو په استولو سره، د دغه ولسي ځواک رول ورځ تر بلې زیات شو او ګڼ شمېر بسیجیانو د حصرآبادان، فتح المبین، ثامن الائمه، ولفجر او کربلا عملیاتونو په شمول په مختلفو لویو فوځي عملیاتونو کې برخه واخیستل. هغوی د تل پاتې مجاهدتونو او هلوځلو سره، ۹۰ زره شهیدان او لویې لاسته راوړنې په یادګار پرېښودل.
په بیارغونه کې له حکومت سره مرسته
د جنګ له ختمېدو وروسته او په جبهاتو کې د بسیجیانو د حضور په پای ته رسېدلو سره، د بسیج سازمان په خپل ولسي وړتیاو سره په تکیې سره، له لویو ظرفیتونو څخه برخمن پاتی شو. دغه سازمان د هیواد د روانو ضروریتونو په پېژندلو سره د بیارغونې له بهیر سره یو ځای شو. د اوو کلونو د تپل شوې جګړې د ورانیو جبران او د جنګ ځپلیو سیمو بیارغونه او له بې وزلو سیمو سره مرسته، د بسیج د انقلابي او ولسي سازمان په اجنډا کې شامل شول. دغه سازمان د کسب او روزګار د رامینځ ته کولو او د اقتصادي چارو د پراختیا په لړ کې هم له حکومت څخه په ملاتړ کې د کارنده ګامونو په اوچتولو کې بریالی شو.
همدارنګه په تېرو کلونو کې ، د طبیعي پېښو له قربانیانو سره مرسته او روغتیایي خدمات، د بسیج د فعالیتونو یوه برخه پاتې شوې ده. بسیجیان د کرونا د وبا د خپراوی له لومړیو څخه د روغتیا د وزارت سره یو ځای له دغه وایروس سره د مقابلې او خلګو سره د مرستې لپاره مهم رول ولوبول.
په سیاسي او فرهنګي بدلونونو کې د بسیج رول
د اسلامي انقلاب او د هغه له لاسته راوړنو څخه د ساتنې ضرورت او د دښمنانو له سیاسي او کلتوري یرغل سره مقابله، هغه څه دي چي په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې، د لسګونو میلیونو غړو په درلودلو سره د ټولنې له مینځه د راپورته شوی سازمان په توګه د بسیج د رول د ادا کولو ضرورت رامینځته کوي.
په دې خاطر د فرهنګي فعالیتونو تر سره کول، په تېره بیا له جنګ وروسته د بسییج د فعالیتونو په سر کې ځای لري. دغه سازمان په یادو ډګرونو کې له ګواښونو سره د مقابلې او همدارنګه د فرهنګ جوړونې، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړي کولو او د سپېڅلي دفاع د فرهنګ او د بسیجي فکر او نظریاتو د تبلیغ په موخه مختلف پروګرامونه تر سره کړي دي، د فرهنګي او روزنیزو موسساتو او مرکزونو رامینځ ته کول او د دښمنانو له نرمې جګړې سره مقابله د دغو پروګرامونو مثالونه دي، چي لاهم دوام لري.
نن سبا د اسلامي انقلاب د دوهم ګام په پیلېدو سره، د بسیج سازمان د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت ا... سید علي خامنه ای په سپارښتنو باندې په تکیې سره، مخ په وړاندې حرکت کوي، اوس بسیج د اسلامي نظام په ړنا کې له څلورو لسیزو فعالیت نه وروسته په پوره توګه غوړېدلی دی او د سیمې د ولسونو او د مقاومتي ډلو لپاره په یوه سېمبول باندې بدل شوی دی. نن سبا بسیجي نظریه د ایران له جغرافیوي سرحدونو وتلې او په سیمه او نورو هیوادونو کې د اسلامي مقاومت په چوکاټ کې انعکاس موندلې ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای
تېر کال د بسیج د اوونۍ په مناسبت له بسیجیانو سره په کتنه کې وفرمایل: په ټوله اسلامي نړۍ کې بسیج زمونږ په هیواد کې د بسیج د ښکارندې په دوام کې رامینځ ته شوی دی، مونږ په اسلامي نړۍ کې هم په میلیونونو بسیجیان لرو. داسي بسیجیان چي زمونږ په ژبه خبرې نه کوي، مونږ هم د هغوی ژبې باندې نه پوهېږو لیکن زړونه مو سره یو دي، دریځونه یې زمونږ سره یو شان دي، خو په مختلفو هیوادونو کې دي، دا ټوله د بسیج له برکته دي.