د بادو پیمانه (۴)
دوی په 1866 کې د حیفا په کوه کارمل کې خپله لومړۍ مسکونی مستعمره جوړه کړه چی ورو ورو د فلسطین نورو برخو ته پراخه شوه. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د جرمني د امپراتور او عثماني سلطان تر منځ تودو اړیکو د دوی د استعماري پروژې ته نوره انګیزه ورکړه.
«««««««««««««««««««««««««««««««««
تاریخ د هرې شخړې په مرکز او مینځ کې دی. د تېر په اړه سم او بې طرفه درک سولې ته د رسېدو امکان برابروي. له بلې خوا، د تاریخ تحریف یا لاسوهنه د ناورین تخم کري.
سلام. زه..... یم. او په دې پوډکاسټ کې مونږ ه د هغه شیانو په اړه خبرې کوو چې ډیر خلک فکر کوي ریښتیا دي خو ندي. د دې پوډکاسټ په لومړۍ برخه کې دا ادعا چې فلسطین د یهودانو له راتګ دمخه یوه خالي ځمکه وه دا یوازې باد و، او مونږ ه هغه اغزي او خاشاک چې باد دلته او هلته لیږدوي وڅیړلې او د هغې غلط والی او بې اساسه والی ثابت کړه. په دې خپرونه کې د اسرائیلو او د هغوی د ملاتړو یوه بله افسانه او ادعا د «اسرائیلو په اړه لس مشهور غلط تصورات» کتاب پر بنسټ څېړو. دا چې یهودان بې ځمکې خلک وو. دا ادعا د تیرې فرضیې د دروغو ادعا دوام دی. په حقیقت کې، د خالي فلسطین ادعا د بې ځمکې یهودانو سره راپورته کیږي. د دغو دوو ادعاوو په ترکیب کې د صهیونزم مشهورټکی رامینځټه کوی چی د فلسطین د ځمکې د غصبولو لپاره یو بل دلیل پ او توجیه وی. مشهوره جمله "له ملت پرته ځمکه د بې ځمکې ملت لپاره".
خو ایا یهودي مهاجرین یو "ملت" وو؟
عزیزانو د تیرپروګرام دوهمې برخې ته پام وکړئ .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
په دې وخت کې د ارتباط یوه مهمه کرښه چې د صهیونیسټی عیسایت دا ابتدايي پونډکي چې په عمومي توګه برتانوي وو، راتلونکی هغه اصلی صهیونزم سره ارتباط ورکړ چی د معبدونو غورځنګ وو. معبدونه په فلسطین کې له 1860 د دوهم نړیوال جنګ تر پیل پورې فعال وو. دا زهد پلوه غورځنګ په جرمنی کې له هغه حرکت راڅرګند شو چې د شمالي امریکا په شمول په ټوله نړۍ کې خپور شو. یو داسې ځای چې د لومړي استعمار اغیز یې نن هم احساس کیدی شي.
په فلسطین کې د دې ډلې دلچسپیانو د 1860 لسیزې په اوږدو کې وده اوتکامل پیدا کړ. دوی د "معبدانو ټولنه" جوړه کړه. د دوی له نظره، په یورشلیم کی یا د یهودانو د معبد بیا رغونه د نجات او د ګناهونو د بخښنې لپاره د الهي پلان د تحقق په لاره کې یو بنسټیز ګام ګڼل کیږي. له دی مهم، دوی باور درلود چې که دوی پخپله په فلسطین کې میشت شي، دوی کولی شي د مسیح بیرته راستنیدل چټک کړي.
دوی په 1866 کې د حیفا په کوه کارمل کې خپله لومړۍ مسکونی مستعمره جوړه کړه چی ورو ورو د فلسطین نورو برخو ته پراخه شوه. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د جرمني د امپراتور او عثماني سلطان تر منځ تودو اړیکو د دوی د استعماري پروژې ته نوره انګیزه ورکړه.
د دې ډلې د استوګنې مستعمرې او د هغوی د وطن پالنې طریقې د لومړیو صهیونیسټانو لخوا تقلید شوې. د جرمنی تاریخ پوهانو د معبد ډلی استعماري هڅې د "خاموش صلیبي جګړې" په توګه وبللی .
په دې وخت کې صهیونزم یو داسې غورځنګ وو چې ادعا یې کوله چې د اروپا د یهودانو ستونزې به د فلسطین په مستعمره کولو او هلته د یهودي دولت په جوړولو سره حل شي. له همدې امله د استعمار په دوام سره ځینو یهودي مشرانو د دې انتظار ونه کړ چې صهیونزم په نړیواله کچه وپېژندل شي. دوی په 1882 کې په فلسطین کې ژوند پیل کړ. د صهیونیزم په ځانګړي اصطلاح کې، د کډوالۍ څپې "لومړی لوړ" بلل کیږي. یعني فلسطین ته د صهیونیسټانو د مهاجرت لومړۍ څپه وه چې تر ۱۹۰۴ کال پورې یې دوام وکړ.
دوهمی څپې له لومړۍ څپې سره توپیر درلود. دویمه څپه د ناهیلیو کمونستانو او سوسیالیستانو وه چې اوس نه یوازې صهیونزم ته د یهودانو د ستونزې د حل په سترګه ګوري، بلکې په دې باور دي چې صهیونزم به په فلسطین کې د یوه کمونیستي وطن له لارې د کمونیستي او سوسیالیزم د تیر په څنډه کې وي.
«««««««««««««««««««««««««««««««
په دې وخت کې، د ارتباط یوه مهمه کرښه چې د صهیونیسټی عیسایت دا ابتدايي پونډکي چې په عمومي توګه برتانوي ووراتلونکی اصلی صهیونزم سره وتړه ، د معبدونوغورځنګ وو . معبدونه په فلسطین کې له 1860 د دوهم نړیوال جنګ تر پیل پورې فعال وو. دا زهد پاله غورځنګ په آلمان کې له هغه حرکت څخه راڅرګند شو چې د شمالي امریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې خپور شو. یو داسې ځای چې د لومړي استعمار اغیز یې نن هم احساس کیدی شي.
په فلسطین کې د دې ډلې ګټې او دلچسپۍ د 1860 لسیزې په اوږدو کې وده او تکامل پیدا کړ . دوی د "معبد ټولنه" تاسیس کړه. د دوی له نظره، په یورشلیم یا د یهودانو د معبد بیا رغونه د نجات او د ګناهونو د بخښنې لپاره د الهي پلان د تحقق په لاره کې یو بنسټیز ګام ګڼل کیږي. له دی مهم، دوی باور درلود چې که دوی پخپله په فلسطین کې میشت شي، دوی کولی شي د مسیح بیرته راستنیدل چټک کړي.
دوی په 1866 کې د حیفا په جبل کارمل کې خپله لومړۍمسکونی مستعمره جوړه کړه او ورو ورو د فلسطین نورو برخو ته پراخه شوه. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د جرمني د امپراتور او عثماني سلطان تر منځ تودو اړیکو د دوی د استعماري استعماري پروژې ته نوره انګیزه ورکړه.
د دې ډلې د استوګنې مستعمرې او د هغوی د وطن پالنې طریقې د لومړیو صهیونیسټانو لخوا تقلید شوې. د آلمان تاریخ پوهانو د معبدډلی استعماري هڅې "خاموش صلیبي جګړه " بللی ده .
په دې وخت کې صهیونزم یو داسې غورځنګ و و چې ادعا یې کوله چې د اروپا د یهودانو ستونزې به د فلسطین په مستعمره کولو او هلته د یهودي دولت په جوړولو سره حل شي. له همدې امله د استعمار په دوام سره ځینو یهودي مشرانو د دې انتظار ونه کړ چې صهیونزم په نړیواله کچه وپېژندل شي. دوی په 1882 کې په فلسطین کې ژوند پیل کړ. د صهیونیزم په ځانګړي اصطلاح کې، د کډوالۍ څپې "لومړی لوړ" بلل کیږي. یعني فلسطین ته د صهیونیسټانو د مهاجرت لومړۍ څپه وه چې تر ۱۹۰۴ کال پورې یې دوام وکړ.
دوهمی څپې د لومړۍ څپې څخه توپیر درلود. دویمه څپه د ناهیلیو کمونستانو او سوسیالیستانو څخه وه چې اوس نه یوازې صهیونزم ته د یهودانو د ستونزې د حل په سترګه ګوري، بلکې په دې باور دي چې صهیونزم به په فلسطین کې د یوه کمونیستي وطن له لارې د کمونیستي او سوسیالیزم دغشی څوکه هم وي.
«««««««««««««««««««««««««««««
په دوام کی صهیونیسټي غورځنګ یو قوي ملاتړ ته اړتیا درلوده ځکه چې د فلسطین خلک په تدریجي ډول پوه شول چې د کډوالۍ دغه ځانګړې بڼه د دوی د خاورې او هیواد لپاره د ښه راتلونکي ژمنه نه ورکوي. ځايي مشرانو احساس وکړ چې دا مهاجرت به د دوی په ټولنه خورا منفي اغیزه وکړي. د قدس مفتی له هغو شخصیتونو و و چې په دې پوه شو چې قدس ته د یهودانو له مهاجرت او د اروپایانو له خوا د هغه هیواد د اسلامی مقدساتو له سپکاوی سره ارتباط لری. له همدې امله، هغه د یهودانو د کډوالۍ په وړاندې د مخالفت په سر کې و. هغه په ځانګړې توګه په فلسطین کې میشتو عربانو ته ټینګار وکړ چې د ځمکې له پلورلو څخه ډډه وکړي ځکه چې هغه پوهیده چې د ځمکې ملکیت د "ملکیت" ادعا او د حق مالکیت جواز لري. په داسې حال کې چې مهاجرین، که دوی آباد نشي، دوی له قانوني نظر ه لنډمهاله مذهبي زایرین ګڼل کیدی شي.
خو دغه اقدامات ډېر ناوخته شول او د ۱۹۱۷ کال د نومبر په دوهمه نېټه د بالفور اعلامیې په خپرولو سره د فلسطین او نړۍ خلک د انګلستان او صهیونیسټانو په ملګرتیا خبر شول. د بالفور اعلامیه د برتانیې د بهرنیو چارو د وزیر لخوا د برتانیې د یهودي ټولنې مشرانو ته یو لیک و چې په فلسطین کې د یهودي وطن د جوړولو لپاره د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه. د دې اعلان تر شا د عیسی مسیح بیرته راستنیدو باور او په نړۍ کې د هغه د زره کلنی واکمنۍ او اسلاموفوبیا ترکیب شتون درلود. ډېوېډ لوېډ جارج چې په هغه وخت کې د برتانیې لومړی وزیر و، یو متعصب عیسایی وو، د خپلو دیني اصولو پر بنسټ فلسطین ته د یهودانو د ستنېدو لېوال و. له ستراتیژیک نظره، هغه او د هغه همکارانو دواړو په "مقدس ځمکه" کې د مسلمانانو له مستعمری د یهودانو مستعمره غوره بلله . په بريتانيا کې ګڼ شمیرفیصله نيوونکي په دې اند وو چې په فلسطين کې په مسلمانانومیشته سیمو کې د يهودانو د کور جوړولو نظر د بريتانيا له ستراتيژيکو ګټو سره سمون خوري. له همدې امله کله چې انګریزانو په لومړۍ نړیواله جګړه کې فلسطین ونیوه ، د دوی او یهودانو ترمنځ دې اتحاد یهودانو ته اجازه ورکړه چې د یهودي دولت بنسټونه جوړ کړي. یو داسې امکان چې د انګریزانو د ښې پاملرنې او همکارۍ په سیوري کې جوړ شوی و، پداسې حال کې چې دوی د برتانوي پاچا د واکمنۍ لخوا ساتل شوي وو.
د فلسطین پوځی نیواک او غصب ټول درې جلا بهیرونه یعنی د صهیونزم، پروټسټنټ زریزې او برتانوي امپریالیزم سره یوځای فلسطین ته راوړل. د دغو دریو ایډیالوژیو سخت یوځای کیدل په تیرو دریو لسیزو کې د دې هیواد او خلکو د تباهۍ سبب شول.
«««««««««««««««««««««««««
ځینې کره څېړونکي دا پوښتنه کوي چې ایا هغه یهودیان چې له ۱۹۱۸ کال وروسته په فلسطین کې د صهیونیسټانو په توګه مېشت شول په حقیقت کې د هماغه یهودانو اولادونه دي چې ۲۰۰۰ کاله وړاندې د روم امپراتورۍ له خوا له فلسطین څخه شړل شوي وو؟
اسراییلي پوهانو له هغه وخت راهیسې هڅه کړې چې د روم په وخت کې په فلسطین کې د میشته یهودانو او نن ورځ فلسطین ته د یهودي مهاجرینو ترمینځ جنیټیک ارتباط ثابت کړي. په هرحال ، په دې اړه شکونه تر اوسه دوام لري.
د ایلان په باور ، د ډیرو جدي تحلیلونو اساس د انجیل څیړونکو لخوا رامینځته شوی ، کوم چې ټول انجیل د ریښتیني راپور په توګه په پام کې نیولو سره مخالف دي. له دې څیړونکو ځینې حتی په بائبل کې بیان شوي دوره کې د یو ملت په څیر د یو څه په شتون کې شک لري. دوی په ساینسي لحاظ د هغه څه په اړه انتقاد کوي چې دوی یې "د عصري اسراییل اختراع" بولي. دوی حتی دا د صهیونیسټ پلوه عیسوی پوهانو کار ګڼي. وروستۍ او تر ټولو تازه انتقادي بیاکتنه چې هڅه کوي د یهودي ملت په اړه شته انګیرنې په ګوته کړي او انتقاد وکړي د شلومو سانډ په دوه کتابونو کې وړاندې کیږي. د "د یهودي ملت اختراع" او "د اسراییلو ځمکه څنګه اختراع شوه" په نوم دوه کتابونه.
پاپه په دې اړه وايي چې د یو ملت لپاره د ځان اختراع کول کومه ستونزه نه وي، خو ستونزه هغه وخت لاپسې جدي کیږي چې د ملت د اصل په اړه داستان د بل ملت د قتل عام، نژادي تبعیض او ظلم په شان د غیر انساني پایلو لامل شي. .
ایلان پاپه وايي چې نن ورځ څه مهم دي د اسراييلي رژيم ټينګار دی چې هغه د نړۍ د ټولو يهودانو استازي ګڼل کېږي او هر څه چې کوي د هغوی او د هغوی په استازيتوب کوي.
تر 1967 پورې دا ادعا د اسراییلو د حکومت لپاره ګټوره وه. هرکله چې د اسراییلو سیاستونه تر پوښتنې لاندې راغلل، یهودیان په ځانګړې توګه د امریکا یهودیان د اسراییلو اصلي ملاتړي کیدل. خو نن دا یووالی له ننګونو سره مخ دی.
صهیونیزم په اصل کې د یهودانو په منځ کې د لږکیو عقیده وه. صهیونیسټانو باید د برتانوي چارواکو په ملاتړ او وروسته په خپل پوځي ځواک تکیه وکړه ترڅو ثابته کړي چې یهود یو ملت دی او په فلسطین پورې اړه لري او له همدې امله باید هلته د بیرته ستنیدو لپاره مرسته وشي.
خونن نړۍ د دې مقولې په اړه قانع نه ده چې "یهودان پرته له ځمکې یو ملت دی". شافټسبري، فین، بالفورډ او لویډ جورج دا مقوله خوښه کړه ځکه چې له بریتانیا سره یی مرسته وکړه چې په فلسطین کې د پښو ځای ونیسي. خو کله چې دې مفکورې په تدریج سره خپل اهمیت له لاسه ورکړ نو پریکړه یې وکړه چې د فلسطین خاوره پریږدي تر څو د واکوالۍ د دورې له دېرش کلن مایوسه واکمنۍ وروسته د مهاجرو یهودانو او اصلي او ځای فلسطینیانو ستونزه پخپله حل کړي
له همدې امله یهودان بې ځمکې ملت نه وو او نه هم فلسطین د یهودو د ځپلو لپاره خالي ځمکه وه. هو! فلسطین په یوه سپیره تاریخي بهیر کې غصب شو.
پای