په امریکایی بمونو د غزې د ماشومانو وژله
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i144270-په_امریکایی_بمونو_د_غزې_د_ماشومانو_وژله
د مړیو غلا کول او تښتول یا د دوی د بدن د غړو د کارولو لپاره په نښه کول یو عام عمل ګرځیدلی
(last modified 2024-01-04T10:32:22+00:00 )
Jan 04, 2024 14:54 Asia/Kabul
  • په امریکایی بمونو د غزې د ماشومانو وژله

د مړیو غلا کول او تښتول یا د دوی د بدن د غړو د کارولو لپاره په نښه کول یو عام عمل ګرځیدلی

 

په تېرو ۷۵ کلونو کې د اسرائیلو جعلي رژیم په خپلو توکمپالو سیاستونو او ډله ییزو وژنو سره نه یوازې دا چې ژوندي فلسطینیان په ځانګړې توګه ماشومان په نښه کړي، بلکې له څو لسیزو راهیسې د فلسطینیانو پې ځانه مړي هم  له وحشیانه کړنو نه دي خلاص.

   په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم له وحشیانه حملو درې میاشتې تیریدو وروسته دغه سیمه په نړۍ کښې د ماشومانو  په ترټولو ستر قتل عام بدله شوی ده . هره ورځ په سلګونو ماشومان د امریکایانو په بمونو او جنګي الوتکو  شهیدان کیږي. د امریکایانو په بمونو او جنګي الوتکو سره  تر شل زره زیات کسان شهیدان شوي چې نیمایي یې ماشومان دي. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا زرګونه کسان هم د ودانیو تر خټو لاندې ښخ شوي دي. صهیونیسټانو د کرسمس په ورځ په یو ستر جنایت کښې سل ماشومان شهیدان کړل. د ماشوم د حقوقو له نړیوالې اعلامیې څو لسیزې تیرې شوې، او ټولو لاسلیک کونکو هیوادونو پرته له متحده ایالاتو پرته، چې لا تر اوسه یې له  لاسلیک کولو ډډه کوي، ټولو مسؤلیت منلی او ژمنه یې کړې چې د ماشومانو د حقوقو او ژوند د ساتنې لپاره به خپل ټول کوښښونه وکړي. د دې اعلامیې له مخې ماشومان چې د نړۍ په هر ځای کې وي، د هر نژاد، جنس، مذهب او ژبې وي، باید په شخړو او جګړو کې په بشپړه توګه خوندي وي او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې   د هغې فرعي سازمانونه. په پناه ځایونو کې یې پالنه وشي خو د ماشومانو د حقوقو د دفاع د ادعا کونکو په نظر کښې د صهیونیسټ رژیم د مشرانو په قول فلسطینی ماشومان د حیوان په شان انسانان دی. اسرائیلي پوځیان له فلسطینیانو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او هڅه کوي د ماشومانو او ښځو په وژلو سره د فلسطین مقاومت مات کړي. پر غزې د صهیونیسټانو له ویجاړونکو بریدونو درې میاشتې تېرې شوې، نتانیاهو نه دی توانېدلی چې خپلو لومړنیو موخو ته ورسېږي. همدا لامل دی چې اسرائیلي پوځ په ډیر شدت سره د فلسطیني ښځو او ماشومانو وژلو ته دوام ورکوي. د امریکا او اروپایی دولتونه چې د بشری حقوقو  د دفاع  ادعا کوی د صهیونیسټی جنایتونو په وړاندې چوپه خوله پاتې کیدل او د مالی او پوځی مرستو په دوام او د امنیت شورا د غونډو په ناکامولو او د جنګ د بندولو لپاره د پریکړه لیکونو د ویټو کولو له لارې د فلسطین له نسل وژنې ملاتړ کوی . اسرائیلي پوځیان حتی د فلسطینیانو جسدونه هم نه پریږدي. د فلسطينيانو په وړاندې د اسرائيلو جنايتونه بېلابېل ډولونه لري او هر يو يې جدي پاملرنې او خپلواکې مطالعې ته اړتيا لري. په تېرو ۷۵ کلونو کې د اسرائیلو جعلي رژیم په خپلو توکمپالو سیاستونو او ډله ییزو وژنو سره نه یوازې دا چې ژوندي فلسطینیان په نښه کړي، بلکې د څو لسیزو له وحشیانه کړنو یې د فلسطینیانو جسدونه هم نه دي خلاص شوي .

Image Caption

 

د مړیو غلا کول او تښتول یا د دوی د بدن د غړو د کارولو لپاره په نښه کول یو عام عمل ګرځیدلی. په بله وینا  د اسرائیلو له خوا د فلسطینیانو د پرله پسې قتل عام او له خپلې خاورې د هغوی د وتلو په زور، د مړیوضبطول او د فلسطینیانو د بدن د غړیو غلا کول هم د غزې د خلکو په وړاندې د اسرائیلو له اوسنیو کړنو دي. د فتح غورځنګ ویاند "جمال نزال" د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې د شهیدانو د بدن د غړو د غلا په اړه د مصر د تحقیقاتو په غبرګون کښې وویل: د غزې په تړانګه کښې تر کنډوالو لاندې لس زره فلسطینیان لادرکه دي، چې برخلیک یې تر اوسه معلومه نه دی." د اشغالګرو لخوا د جنګي جنایتونو په اړه ډیرشکونه شتون لري. د جمعې په ورځ د دسمبر په ۲۹ نیټه د مصر د «الیوم السابع » ورځپاڼې یوه څیړنه خپره کړه او لیکلی یې دی: صهیونیسټ رژیم د فلسطینی شهیدانو د بدن برخې او پوستکی غلا کوی چې له ډیرې مودې راهیسې یې له ځان سره ساتلی دی. په رفح کې د شهید روغتون محمد یوسف النجار" مشر ډاکټر مروان الحمس څرګنده کړه: د اسرائیلو نیواکګر پوځ د فلسطینی شهیدانو د بدن هغه برخې غلا کړې چې د دسمبر په شپږویشتمه یې ورته وسپارلې. هغه تاکید وکړ: صهیونیسټی پوځ د فلسطینی شهیدانو د جسدونو په باره کښې یوه لارۍ ولیږله

د بدن برخې په نیلي کڅوړو کې دي او دا ټول بې غړیو او له شګو ډک دي. د صهیونیسټانو لخوا د فلسطیني شهیدانو د بدن د غړو د غلا په اړه یو لومړنی راپور د ۲۰۰۹ کال د اګست په ۲۶ نیټه د سویډني خپلواک ژورنالیست ډونالډ بوستروم لخوا د «افتونبلادیت» په ورځپاڼي کې تر دې سرلیک لاندې خپور شو چې «هغوی زمونږ د بچیانو د بدن غړي غلا کوي. چاپ کړئ. هغه  په خپل راپور کې د 1992 کال په دوبي کې له  مړینې وروسته د غړیو د  ډالۍ  کولو لپاره د عمومی ثبت کولو په هدف د هغه وخت د روغتیا وزیر ایهود اولمیرټ لخوا د ورکړل شوي غړو د کمښت  او تشې په اړه د لوی کمپاین پیل کولو ته اشاره او  د وړاندی کولو  اوغوښتنې  تر منځ درز ته په پام سره  لیکي: په داسې حال کې چې کمپاین روان و، ډیری فلسطیني ځوانان د لویدیځې غاړې او غزې له کلیو ورک شول، او پنځه ورځې وروسته، اسراییلي پوځیانو د دوی مړي  په  ژورو درزونو سره د دوی کورنیو ته وسپارل. د اسراییلو لخوا د فلسطینیانو د بدن د غړو د غلا په اړه د ملګرو ملتونو د کارمندانو د ادعا د څیړلو لپاره، هغه وموندله چې له فلسطیني کورنیو سره په مرکو کې له  وژل کیدو مخکی  د ځوانانو د بدن برخې د دوی له بدن ایستل شوي."

    د فلسطین د روغتیا وزارت عمومي مشر منیر البرش د نومبر په ۱۸مه الجزیرې عربي ته وویل چې اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې له الشفا روغتون ۱۳۰ مړي  او له ډله ییز قبر ۱۵ جسدونه ایستلي دي. دا مړي  د څه مودې لپاره ورک وو او بیا ځینې بیرته راستانه شول. په وروستۍ پیښه کې د غزې د حکومت د رسنیو دفتر د دسمبر په ۲۷ اعلان وکړ چې نیواکګرو ځواکونو د ۸۰ تنو شهیدانو مړي پرته له دې چې د نومونو او یا د کوم ځای نومونه یاد کړي د هغوی د بدن د غړو له غلا کولو وروسته هغوی ته وسپارل.  دا په داسی حال کی دي چی د غزی ډاکټرانو هم په مړیو کې د کوکلیا، کارنیا او حیاتي ارګانونو لکه ځیګر، پښتورګو او زړه نشتوالی موندلی او راپور ورکړی. صهیونیسټ رژیم د فلسطینیانو د اتلولۍ مقاومت د ماتولو لپاره له هیڅ ډول جنایت ډډه نه کوي، د ماشومانو او ښځو وژل، د فلسطینیانو د جسدونو بې حرمتي او د هغوی د بدن د غړو غلا کول، د غزې د ټولو بنسټونو ویجاړول د دغه رژیم له تیرو جنایتونو دي. په غزه کې وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې ټینګار کړی چې "د غزې په تړانګه کې جګړه دومره ویجاړه کړې چې دا په عصري تاریخ کې ترټولو ویجاړونکي ښاري جګړې سره د پرتلې وړ ده. اسراییلو پر غزې له 29,000 ډیر بمونه، مهمات او مرمۍ غورځولي دي. د غزې شاوخوا ۴۳۹ زره کورونه ۷۰ سلنه او په سیمه کې شاوخوا نیمايي ودانۍ زیانمنې او یا په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي. دغو چاودنو د بازنطيني کليساګانو او لرغونو جوماتونو، فابريکو، د اپارتمانونو ودانۍ، د سوداگرۍ مرکزونه او لوکس هوټلونه، تياترونه او ښوونځي زيانمن کړي دي. د اوبو، بریښنا، مخابراتو او روغتیا پاملرنې زیربنا ډیره برخه چې د غزې فعالیت یې ساتلی دی له  جوړولو بهر  کړي دی. د فلسطین په چارو کښې د ملګرو ملتو د بشری حقوقو رپورټرې فرانسیسکا البانی وویل: هغه څه چې اسرائیل د فلسطینیانو په تېره بیا د غزې له خلکو سره کوی، د دغې پېړۍ وحشتی توب  دی.

     د بشردوستی مدعي  حکومتونو په چوپتیا او د نړۍ د مذهبی اورګانونوپه تیره بیا د واتیکان کلیسا په چوپتیا کښې داسې ازاد او پتیالي کسان شته چې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو په وړاندې دغه چوپتیا او لیوالتیا له چیلنج سره مخامخوي  . د نیواک شوي لویدیځې غاړې د بیت لحم په تاریخي ښار کې د پروتستانوکلیسا مشر پادری مونتر اسحاق د کرسمس د مراسمو په ترڅ کې د لویدیځې نړۍ په نفاق او توکمپالنې  نیوکه وکړه او ویې ویل چې غزه د نړۍ د اخلاقو مرکز ګرځیدلی دی. هغه وويل: "د لويديځې نړۍ نفاق او توکم پالنه وحشتناکه ده." اسحاق خپله وینا "عیسی د خاورو لاندې دی " سره پیل کړه، هغه وویل مونږ غوسه او خپه یو، او مونږ د کرسمس د خوښۍ پرځای ماتم کوو."  دغه  فلسطيني پادری  يادونه وکړه، چې په غزه کې تر ٢٠ زرو زيات کسان وژل شوي، زرګونه يې لا تر خاورو لاندې دي او نږدې نهه زره ماشومان په خورا وحشيانه ډول وژل شوي دي. هغه دا هم وویل چې ۱.۹ میلیونه خلک بې ځایه شوي او سلګونه زره کورونه ویجاړ شوي دي. د دې جرمونو په وړاندې د واتیکان کلیسا چوپتیا ته په خطاب کې پادری  اسحاق وویل: "مونږ د کلیسا د ښکیلتیا  او ملګرتیا له امله غوسه یو. ملګرو ته دا باید روښانه وي چې چوپتیا په جرم کې ښکیلتیا او ملګرتیا ده. او له اوربند او د نیړواک  له پای ته رسیدو پرته د سولې تشې غوښتنې او له مستقیم اقدام پرته د خواخوږۍ سطحي خبرې، ټول په جرم کې د ښکیلتیا تر بیرغ لاندې ارزول کیږي. فلسطیني پادری  په دوام کې وویل: زما پیغام دا دی نن غزه د نړۍ اخلاقي مرکز ګرځیدلی دی، د اکتوبر له اوومې مخکې غزه یوه جهنم وه او نړۍ خاموشه ده، ایا اوس باید په دې چوپتیا حیران نه شو؟ په غزه کې څه پیښ شوي که دا پیښیږي  او تاسو نه  وحشت زده کوي ، که  د ستاسو بدن نه لړزیږي، نوستاسو په انسانیت کې خرابې  دی." مونټر اسحاق د خپلې احساساتي او ولولناکی  وینا په پای کې وویل سره له دې چې فلسطینیان له سختو ګوزارونو سره مخ شوي دي، مونږه به ښه شو، مونږه به راپورته شو، مونږ ه به بیا له ویجاړۍ راپورته شو، لکه څنګه چې مونږ تل د فلسطینیانو په توګه کړی دی.  هغه د موجودو عیسایی  مشرانو له موجود نړیوال پلاوي په مننې سره وویل: "خدای مونږ ته  د تاسو له لارې ویلي دي چې مونږ ه پریښودل شوي نه یو." هغه وویل  که عیسی علیه السلام نن زیږیدلی وای، هغه به په غزه کې د خاورو لاندې زیږیدلی وای. هغه  په کلیسا کې د حضرت عیسی  په ولادت   په اعتراف سره  هغه ننځکی ته اشاره وکړه چې د بمبارۍ په خځلو کې په  فلسطیني چفیه  سره پیدا شوې وه، په بیت لحم کې، په غزه کې د روانو ظلمونو له امله د کرسمس عمومي  جشنونه لغوه شوي دي.

پای