د امریکا له جنایت وروسته عراق عمومي ویر اعلان کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د پوځ لخوا په عراق کښې په دوو سیمو باندې د بمباریو له کبله د یوشمیر پوځیانو او ملکي وګړو له شهادت وروسته د عراق لومړي وزیر «محمد شیاع السوډاني» نن په خپل هیواد کښې عمومي ویر اعلان کړ.
په عراق کښې دغه عمومي ویر له دې وروسته اعلان شو چې الحشد الشعبي ځواک په یوې بیانیې کښې وویل د عراق په لویدیځ باندې د امریکا په پرون سهار تیریو کښې شپاړس کسان شهیدان او شپږدیرش نور ژوبل شوي دي.
د عراق د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی رسول هم پرون سهار د هیواد په لویدیځ باندې د امریکا د حملې په تائیدولو سره وویل دغه بریدونه په عراق کښې د امنیت او د ثبات د ټینګولو لپاره د بغداد د حکومت د هڅې د کمزوري کولو او د واکمنۍ خلاف ورزۍ ده.
هغه وویل په داسې حال کښې چې د عراق حکومت هڅه کوي په سیمه کښې امنیت او ثبات تامین کړي د سوریې سرحد ته نږدې د عراق په سرحدي سیمو او القائم ښار د امریکا د جنګي الوتکو لخوا هوايي حملې او بمباریانې شوي دي.
د عراق حکومت د خپل هیواد په لویدیځو سیمو باندې د امریکا حملو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ نړیوال ائتلاف له خپل سپارل شوي ماموریت او اختیاراتو څخه ورهاخوا تللی دی او د عراق د ثبات او د امنیت لپاره په یوه ګواښ بدل شوی دی.
په همدې لړ کښې د عراق د کورنیو چارو وزارت هم پرون وویل چې د خپل هیواد په خاوره باندې د امریکا په تیري باندې اعتراض کښې یې په بغداد کښې د امریکا د سفارت شارډز افیر خارجه وزارت ته احضار کړی دی.
دغه راز د سوریې په ختیځ کښې په المیادین او البوکمال سیمو باندې هم د امریکا په حملو کښې لس کسان وژل شوي او اتلس نور ژوبل شوي دي.
امریکا ادعا کوي چې دغه حملې یې په سوریې کښې په یوې اډې کښې د امریکا د دریو پوځيانو د وژل کیدا د بدل د اخیستلو لپاره کړي دي.