مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې
(last modified Mon, 05 Aug 2019 08:26:34 GMT )
Aug 05, 2019 12:56 Asia/Kabul
  • مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې

د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ مهمو پیښو ته کتنه

  • قدس شریف ته د هیوادونو د سفارتخانو د انتقال لپاره رشوت ورکولو ته د اسرائیلو د رژیم مخه کول
  • د فلسطینیانو خلاف د اسرائیلو د جنایتونو دوام
  • په عربستان کښې پر مهمو او سټراټیجکو اهدافو او همداشان په یمن کښې د عربستاني لاسپوڅو ترنیواک لاندې سیمو باندې د یمن د پوځي او ولسي مبارزانو توغندوي حملې
  • او د آستانه د لړۍ د دیارلسمې غونډې ترسره کیدل په تیره اونۍ کښې د مینځني ختیځ یا لویدیځې آسیا مهم بدلونونه وو چې د پروګرام په دوام کښې یې د ځینو په اړه شننې هم درته وړاندې کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

خبري سرچینو تیره اونۍ وویل چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د خپلو سفارتونو له منتقلولو د هیوادونو هرکلی نه کول سبب شول چې صهیونیسټي رژیم رشوت او بډی ورکولو ته مخه کړي او په مالي لالچ سره کوشش  وکړي چې هیوادونه قدس شریف ته د هغوي د سفارتونو منتقلولو ته تیار کړي. فلسطین الیوم خبري سایت تیره اونۍ ولیکل چې د صهیونیسټ رژیم خارجه وزیر یسرائیل کاټس بیت المقدس ته د سفارتخانو د انتقال لپاره کابو د ۱۴ میلیون او ۲ لاکه ډالرو تشویقي ډالۍ وړاندیز کړی دی. د خبري سرچینو د اعلان له مخې، ټاکل شوې چې پر نغدې ډالۍ سربیره، په قدس ښار کښې هغو هیوادونو ته چې خپلې سفارتخانې دغه ښار ته منتقلوي، مناسبه مځکه هم ورکړی شي.

د امریکې حکومت او صهیونیسټي رژیم تمه دلودله چې نور هیوادونه د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کښې د قدس د نیواکګر رژیم د نوې پلازمینې په توګه د قدس د معرفي کولو له تله ابیبه بیت المقدس ته د سفارت د انتقال په لړ کښې د امریکې د فیصلې پیروي وکړي خو د بل هیڅ کوم هیواد سفارتخانه قدس شریف ته نه ده منتقله شوې. که څه هم هندوراس، ګوایټیمالا، رومانیا او برازیل هیوادونو ویلي وو چې خپلې سفارتخانې به بیت المقدس ته انتقال کړي خو په دغو کښې د هیڅ کوم هیواد فیصله عملي شوې نه ده.

داسې ښکاري چې قدس شریف ته د خپل سفارتونو په انتقال کښې له امریکې د هیوادونو د پیروۍ نه کولو ترټولو مهمه وجه، د ټرمپ د فیصلې غیرقانوني توب او د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سره یې تضاد دی. د ملګرو ملتو امنیت شورا د قدس شریف په هکله ټول ټال اته پریکړه لیکوه تصویب کړې دي. ملګرو ملتو په دغو پریکړه لیکونو کښې د بیت المقدس د نظم او امنیت په ساتنې او د دغه ښار د مقدساتو په حفاظت او همداشان دغلته د پوځي پریډ له ترسره کولو د صهیونیسټانو په ډډه کونې ټینګار کړی دی. د امریکې د حکومت اقدام د امنیت شورا د دغو ټولو پریکړه لیکونو خلاف ورزي وه او هیچا یې هرکلی ونه کړ.

**

تیره اونۍ د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتونو هم دوام درلود. صهیونیسټي رژيم تیره اونۍ څو فلسطیني ماشومان د تفتیش لپاره وروغوښتل. د ۳، ۴ او ۶ کالو عمر لرونکي درې ماشومان د یو اسرائیلي افسر په لور د کاڼو غورځولو په تور د دغه رژيم پولیسو وروغوښتل. د اسرائیلو دا کار په داسې حال کښې دی چې د روان کال له پیل راهیسې ۱۲ فلسطیني ماشومان شهیدان شوې دي او ۵۲۰ ماشومان هم نیول شوې دي. د فلسطیني اسیرانو د چارو محقق عبدالناصر فروانه وویل چې نن سبا کابو ۲۲۰ فلسطیني ماشومان د اسرائیلو په جیلونو کښې پراته دي.

هم داشان د صهیونیسټي رژیم کابینې تیره اونۍ په نیواکي ټاټوبي کښې د شپږو زرو نویو کورونو جوړول تصویب کړل. دغه شپږ زره کورونه به د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو تر واکمنۍ لاندې د لویدیځې غاړې په (سي) سیمه کښې جوړیدونکې دي. د اسرائیلو وزیراعظم بنیامین نتانیاهو تیره اونۍ وویل چې ښارګي جوړونه تر ابده دوام لري او بنده به نه شي.

د ستنیدو د حق په مظاهره چیانو باندې حمله هم د مخکښې په شان تیره اونۍ هم دوام درلود. د غزې په پولو کښې د تیرې جمعې ورځې د ستنیدو د حق په مظاهرو کښې د ۲۸ ماشومانو، څلورو ښځو، یوې نرسې او دوو خبریالانو په شمول ۶۶ فلسطینیان زخمي شوې دي.

د فلسطین د بشري حقوقو مرکز وویل چې د اسرائیل پوځیان د ستنیدو د حق په صلحه ایزو مظاهرو کښې د ګډونوالو خلاف هم هغه شان له تشدده کار اخلي.

**

د یمن پوځ او ولسي مبارزو ځواکونو د تیرې اونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو د عربستان په ځینو سیمو او همداشان د یمن په جنوبي او شمالي سیمو باندې درې توغندوي حملې وکړې چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ژوبل شول. د یمن د ولسي او پوځي ځواکونو وړومبۍ توغندوي حمله د تیرې اونۍ د زیارت په ورځ د سویلي ولایت عدن د لویدیځ په البریقه ښار کښې پر الجلاء پوځي کیمپ باندې وشوه چې له څلویښتو زیات کسان په کښې ووژل شول. دا پیښه د یمني توغندوي د رسا نښه ویشتنې بیانونکې ده.

دویمه حمله هم تیره پنجشنبه وشوه چې له وړومبۍ حملې ډیره مهمه وه ځکه چې دغه توغندوي برید د عربستان د ختیځ د الشرقیه ولایت په الدمام سیمه کښې په یو مهم پوځي هدف وشوه.

دا په تیرو ۵۲ میاشتو کښې اول ځل دی چې د یمن پوځي او ولسي مبارز ځواک د عربستان په ختیځ کښې په ډیرې لرې پوځي مرکز باندې توغندوي برید کوي. د حملې لپاره د الدمام غوره کول، د یمن د پوځ او ولسي ځواکونو د کامیابو اطلاعاتي عملیاتو نښه ده چې په عربستان او متحده عرب اماراتو کښې یې د توغندوي او ډرون حملو لپاره له دریو سوو زیات حساس ځایونه او سیمې معلومې کړې وې. د الدمام خلاف میزایل حمله په داسې حال کښې وشوه چې دغه ښار د یمن له پلازمینې صنعاء څخه ۱ زر ۳۰۰ کیلومیتره واټن لري. الدمام ښار د اقتصادي شرکتونو او د آرامکو د تیلو د صادراتو اصلي مرکز دی. د دغه سټراټیجک ښار ویشتل په دې معنا دي چې د یمن پوځي او ولسي ځواکونه غواړي د عربستان او اماراتو لپاره د جنګ اقتصادي لګښت زیات کړي.

دریمه حمله تیره تیره جمعه د یمن د شمال لویدیځ په الحجه ولایت کښې د سعودي ائتلاف په یو مرکز باندې شوې چې له سوډان څخه د راوستل شوي ځواکونه په کښې دیره دي.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع د دغو توغندوي بریدونو په هکله وویل: دا ګوذارونه د تیري ګرو د جنایتونو او د یمن د محاصرې او د تیري ګرۍ او د یمنیانو د وژلو د دوام په غبرګون کښې شوې دي.

په حقیقت کښې دغه توغندوي بریدونه په صعده ولایت کښې د یو بازار له بمباري کولو وروسته شوې دي. د سعودي پوځ توپخانې د تیرې اونۍ په دوشنبې د یمن د شمال په صعده ولایت کښې په قطابر نومې ولسوالۍ کښې یو بازار په نښه کړ چې له امله یې لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي او د یوولسو ماشومانو په شمول لسګونه تنه زخمي شوې وو.

**

د سوریې په هکله د آستانه لړۍ دیارلسمه غونډه د تیرې اونۍ د زیارت او جمعې په ورځو د قزاقستان په پلازمینه نور سلطان کښې ترسره شوه. دغه غونډه د آستانه د دولسمې غونډې په پرتله چې د اپریل میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نیټه ترسره شوې وه، د لوبغاړو په سویه کښې یې بدلون درلود خو په ایجنډا کښې یې هیڅ ډول بدلون رانه غی.

په دیارلسمه غونډه کښې هم د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو، د دغه هیواد په حکومت پورې پيئلي پلاوي او د اوربند د دریو څارونکو هیوادونو یعنې د ایران، روسيې او ترکیې استازو د آستانه د غونډو د ثابتو لورو په توګه شتون درلود.

پر دې سربیره، د عراق او لبنان یوشمیر استازي هم په دغې غونډې کښې د څارونکو په توګه موجود وو. خو د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ګی ير پډرسن د ناروغۍ په وجه د آستانه په وروستۍ غونډه کښې ګډون ونه کړی شو او پر ځاې یې مرستیال موجود وو. د نړیوال سره صلیب د بین المللي کمیټې او د ګډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د لوړې کمشنرۍ د دفتر نمایندګانو هم په سوریې کښې د زندانیانو او ولجه شویو د آزادۍ په موضوع سره د مذاکراتو د دې پړاؤ د څنډې په غونډو کښې شتون درلود.

په دغې غونډې کښې د دمشق او د مخالفانو پلاویو د سوریې د اساسي قانون د کمیټې د جوړښت په هکله موافقه وکړه. د قزاقستان د خارجه وزارت د آسیا او افریقا د چارو د ادارې مدیر په دې هکله وویل: په تیرو وختونو کښې د سوریې د اساسي قانون د کمیټې د جوړښت په هکله یولړ اختلافات وو خو داسې ښکاري چې د دمشق او مخالفانو استازي د دې کمیټې په هکله یوې مینځنی حل لارې ته رسیدلی دی.

روسیې، ایران او ترکیې هم په سوریې کښې د اوربند د دریو ضمانتي هیوادونو په توګه په دغه غونډه کښې ټینګار وکړ چې د داعش، جبهة النصره او نورو ترهګرو ډلو د بشپړې ختمونې لپاره به یې ګډه ملګرتیا جاري وي. په دغې غونډې کښې هم داشان په اِدلِب کښې د شخړو د کمولو په ضرورت هم ټینګار شوی دی.

د یادې غونډې په پاې کښې وټاکله شوه چې د دې لړې راتلونکې غونډه د قزاقستان په پلازمینې نور سلطان ښار کښې ترسره شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*