سعودي عربستان د یمن اولس کشتې ونیولې
(last modified Fri, 10 Apr 2020 00:46:30 GMT )
Apr 10, 2020 05:16 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یمن اولس کشتې ونیولې

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن انصار الله غورځنګ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا د دغه هیواد د خلکو لپاره د خوراکي شیانو او د تیلو د اولس (۱۷) کشتیو د نیولو خبر ورکړ .

دیمن انصار الله غورځنګ پرون وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د دغه هیواد د خلکو لپاره د تیلو وړونکي څوارلس (۱۴) او د خوراکي شیانو وړونکي درې (۳) کشتې په جیبوتي هیواد کښې د نړیوال لائسنس له ترلاسه کولو سره سره نیولي دي .

دغه راز د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع په دغه هیواد باندې د حملو د بندولو او د اوربند د پیلیدا په هکله د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان د ائتلاف ادعا دروغ وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه ائتلاف هماغه راز د یمن د خلکو پرضد خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او دغو دواړو هیوادونو د اوربند له اعلان سره سره په بیلابیلو سیمو بمبارې کړي دي .

دغه راز د یمن د انصار الله غورځنګ د لوړې سیاسي شورا غړي محمد البخیتي وویل د کورونا وژونکي وایروس خپریدل داسې مناسب فرصت دی چې سعودي عربستان په عزت سره د یمن له جنګ څخه ووځي .

هغه وویل په داسې شرایطو کښې چې سعودي عربستان له کورونا وایروس سره د مقابلې توان نلري  ریاض یمن ته د کورونا وایروس د انتقالولو هڅه او د عسکرو د استولو اقدام یې کړی دی .

د یمن انصار الله غورځنګ وویل سعودي عربستان په ځلونو ویلي دي چې د یمن پرضد پوځي عملیات بندوی خو په حقیقت کښې دغه عملیات هیڅکله نه دي بند شوي او زیاته یې کړه که چیرې د یمن کلابندۍ ماته نشي دا یو (۱)تاکتیک دی چې سعودي عربستان وکولای شي د هغو تاوانونو د جبرانولو لپاره چې ورته رسیدلي دي خپل ځان  له سره پیاوړی کړي .