Aug 09, 2021 11:57 Asia/Kabul
  • د روغتیا مجله ۷۵

د مغزو او اعصابو ناروغۍ (څلورمه او وروستۍ برخه)

د تهران راډیو مینه والو السلام علیکم! د روغتیا مجلې له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. په دې لړۍ کښې هڅه کوو چې تاسو له مختلفو ناروغیو او د هغو د مخنیوي او درملنې له طریقو او هم داشان د خوړو، ورزش او د سالم لایف سټایل له لارې د روغ رمټ پاتې کیدو له لاروچارو سره اشنا کړو. خو یادونه کوو چې کوم معلومات چې په دې پروګرام کښې تاسو ته وړاندې کیږي، یوازې ستاسو د خبرتیا لپاره دي او هیڅکله یې مطلب دا نه دی چې ګني دا د تشخیص او له متخصص ډاکټر څخه د درملنې ځاې اخیستې شي.

*/*/*/*/*/*/*

مغزه او اعصاب د انسان د بدن ترټولو حساسه برخه ده. د بدن دغه دوه ډیر مهم غړي په داسې خاصو ناروغیو اخته کیږي چې د بدن په نورو غړو اغیزه پرې باسي. د اعصابو د علونو متخصصان باوري دي چې د مغزو ډیرو داخلي ناروغۍ د کسانو د روحي او رواني حالاتو تر اغیزې لاندې وي. د دغو ناروغیو زیاتوالي او ډول والي ته په پام سره د پروګرام په مختلفو برخو کښې هڅه کوو چې تاسو یې له مهمو ناروغیو او د هغو له علتونو او او عوارضو او د درملنې له لاروچارو خبر کړو. د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې له میوپاتي Myopathy  سره اشنا شو چې یو عصبي زیان ګڼل کیږي. په دې ننني پروګرام کښې د عصبي مثانې د ناروغۍ او د ملا او پښو د عصبي دردونو څیړنه کوو.

د سیاټیک د عصب دری او د سیاټیک د ملا درد زیاتره د ملا هغه درد ته اشاره لري چې معمولاً په ملا، پتونانو، شا او د پښو په لاندینۍ برخه کښې د بریښ په توګه احساسیږي. د پښو د سیاسټک درد معمولاً د بدن یو اړخ تر تاثیر لاندې راولي. په دې حالت کښې درد په ناڅاپي توګه رامینځته کیدې شي یا په ورو ورو او د وخت په تیریدو سره زیاتیږي.

د ملا مکانیکال درد هم د ملا د درد یو مهم لامل دی یعنې د ملا د هغو دردونو چې په فعالیت سره زیاتیږي او په ارام کولو سره ښه کیږي او عموماً د ملا ۸۵ فیصده دردونه په کښې شامل دي. د سیاټیک د عصب درد زیاتره وختونه د ملا د ډیسک د زړیدو یا ورستیدو  Disc herniation یا له خپل صحي ځایه د ډیسک د بې ځایه کیدو له امله رامینځته کیږي او په دې داسې وختونو معمولاً ډیسک ډیسک د هغو اعصابو په جرړو باندې زور راولي چې په سیاټیک عصب پورې نښتې وي.

*/*/*/*/*/*/*

په هغو نورو حالاتو کښې چې د سیاټیک عصب د درد لامل کیږي، د ملا د تیر

Spinal cord د کانال تنګیدل، په آرتروز باندې اخته کیدل او د رامینځته شویو بدلونونو په نتیجه کښې د ملا په تیر کښې د بادو د درد په وجه د اضافي هډوکو جوړیدل  شامل دي. کله چې په عصب باندې دباؤ راشي نو عادي کړچار یې ګډوډیږي او دا حالات په عضلاتو کښې د کمزورۍ، بې حسۍ، د پښو د کمزورۍ یا د پښو د تلو او ملا د سوزیدو سبب کیږي. کله کله دغه علائم له درد، پریشانۍ او تشویش سره یوځاې وي.

د سیاسټک درد کله کله ډیر سخت او شدید وي او ممکنه ده د اودریدو، کښیناستو یا سملاستو په وخت هم احساس شي. له نیکه مرغه د سیاسټک د درد علاج معمولاً له جراحۍ یا سرجرۍ پرته کیدې شي. که په وخت یې پته ولګي او درملنه یې وشي نو د ناروغۍ علائم معمولاً د سیاټیک د عصب د درملنې له پیلیدو څو میاشتې وروسته ختمیږي. په دې وجه پام وکړئ چې د سیاسټک د رګ د درد د زیاتیدو له احتمال سره سره زیاتره وختونه دغه ستونزه په احتیاطي درملیزو طریقو سره په څو اونیو کښې ښه کیږي.

*/*/*/*/*/*/

عصبي مثانه یا Nervous bladder د مغزو په زیان پورې اړونده یوه بله ناروغي ده او هغې مثانې ته ویل کیږي چې نیمګړتیا ولري او وجه یې د هغو عصبونو زیانمنیدل دي چې د تشو متیازو یا وړو بولو سیسټم کنټرولوي. د مثانه چاپیره مختلف عصبونه دي چې د وړو بولو د لارې عضلات کنټرولوي، په دغو عضلاتو کښې اسفنکټر عضلات شامل دي چې په طبیعي توګه یې د وړو بولو د لارې په خواوشا کښې یوه کلکه دایره جوړه کړې څو متیازې وساتي تر دې چې انسان یې په خپله خوښه پریښودل وغواړي.

عصبي مثانه ګردو ته د سخت تاوان د رسیدو او د مثانې د غاړو د خرابیدو سبب کیدې شي نو په دې وجه ضروري ده چې په دغه برخه کښې د هر ډول علائمو په لیدو سره سمدستي د اعصابو متخصص ډاکټر ته رجوع وشي.

د عصبي معیارونو، یورولوجي یا د مثانې او د متیازو د سیسټم کړچار له مخې، څو ډوله عصبي مثانه شته. په دغې ناروغۍ باندې د اخته کیدو علتونه هم ډیر دي چې دلته یې د بیانولو امکان نشته

د عصبي مثانې علامې هم ډیرې دي چې ترټولو ستره یې د تشو متیازو په کنترولولو کښې ناتواني ده. نور علامتونه او نښې یې په زمینه ایزو علتونو پورې تړاؤ لري او ممکنه ده د بیا بیا متیازو کولو، له متیازو د مثانې د نه تشیدو د حس یا یې په بشپړه توګه په تشولو کښې ناتواني، بیا بیا د سختو متیازو احساس او یا د متیازو د کولو په وخت د درد او سوي احساس، د متیازو څڅیدل او د مثانې د ډک والي په احساس کښې ناتواني په کښې شامل دي.

د وړو بولو د سیسټم د ډیرې پیچلتیا په وجه د دې ناروغۍ د معلومولو لپاره ډاکټران یوې دقیقې معاینې او ګڼو ټسټونو ته ضرورت لري.    */*/*/*/*/*/*/

د عصبي مثانې علاج په درملو، عصبي راپارونې او درملیز کړچار باندې مشتمل دی. د مغزو او اعصابو متخصص کولې شي د هغو عصبي زیانونو د ختمولو لپاره چې د عصبي مثانې لامل شوې وي، د عصبي تحریک یا راپارونې وړاندیز وکړي. عصبي تحریک دوه ډوله دی. په بهرني عصبي تحریک SNS کښې یوه منتقلونکې عصبي آله د ټوټي په پورتنۍ برخه کښې تر څرمنې لاندې لګول کیږي چې د متیازو تکرار په کامیابۍ سره کم کړي، د   Posterior tibial nerve په راپارولو کښې یو ډیر وړوکې الیکټروډ د پښې تر څرمنې لاندې لګول کیږي. الیکټروډ له بدنه بهر موجود الیکټرانیک راپارونکي سره وصل کیږي. پارونکی الیکټروډ ته یولړ پالسونه لیږي څو د پښې ټیبیال عصب وپاروي. بیا هغه الیکټرانیکي بهیر د ملا د لاندینۍ برخې عصب چې د مثانې او د ټوټي د عضلاتو کړچار کنټرولوي، تر تاثیر لاندې راولي.

کوم درملیز کړچار چې ډاکټر یې وړاندیز کوي د دغې ناروغۍ یوه اغیزناکه طریقه ده. په کِګِل تمریناتو  Kegel exercises کښې د هرې ورځې منظم تمرینات شامل دي او د ټوټي او د متیازو د سیسټم عضلات پياوړې کوي او د مثانې له کنټرولو سره مرسته کوي.

د مثانې exercise یوه بله طریقه ده او موخه یې د ډیر وخت لپاره د متیازو ټینګول او په نتیجه کښې یې د متیازو کولو د شمیر کمول دي. په دغه exercise یا طریقه کښې د مثانې د تشولو لپاره تشناب ته د تګ ترمینځ د وخت زیاتول دي او په له دوو نه تر دریو میاشتو پورې موده کښې ورو ورو ترسره کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*

د دې ناروغۍ د ښه کیدو لپاره ضروري ده چې خوراکي رژيم بدل شي. د هغو خوراکي شیانو له خوړولو باید ډډه وشي چې مثانه راپاروي او یا زر واړه بول راولي لکه کافئین، الکحل، چاکلیټ، مصالې دار خواړه او مصنوعي خوږونکي. د زیات فایبر لرونکو خوراکونو خوړل د مثانې د قبض په کمولو کښې مرسته کوي. هم داشان د وزن کمیدل ممکنه ده دغه علائم کم کړي. د زیاتې خالي کونې په طریقه کښې د دې لپاره د مثانې د مرستې لپاره چې په بشپړه توګه تشه شي، د بولو له کولو وروسته څو دقیقې صبر وکړئ او بیا دوباره د مثانې د خالي کولو کوشش وکړئ.

*/*/*/*/*/*

ګرانو او قدرمنو دوستانو په عصبي زیانونو پورې د اړوندو ناروغیو بحث په هم دې ځاې پاې ته ورسیده. د دې لړۍ په راتلونکې برخه کښې به د ملا په تیر پورې د اړوندو ناروغیو په هکله یوه لیکنه راوړو ان شاءالله...

 

ټیګونه