الهي نومونه-۶۱ (حیّ و قیوم نوم)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i107346-الهي_نومونه_۶۱_(حیّ_و_قیوم_نوم)
د تهران راډیو د ویب سایټ ګرانو مینه والو السلام علیکم! د الهي نومونو د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو. نن د خدای تعالی د حیّ و قیوم نوم د څیړنې توفیق راپه برخه شوی دی، هیله ده چې دا لیکنه تر پاې پورې په غور ولولئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2021 13:54 Asia/Kabul
  • الهي نومونه-۶۱ (حیّ و قیوم نوم)

د تهران راډیو د ویب سایټ ګرانو مینه والو السلام علیکم! د الهي نومونو د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو. نن د خدای تعالی د حیّ و قیوم نوم د څیړنې توفیق راپه برخه شوی دی، هیله ده چې دا لیکنه تر پاې پورې په غور ولولئ.

ګرانو دوستانو د الهي نومونو د لړۍ  په تیر پروګرام کښې مو وویل چې کائنات د الهي نومونو ځلا او ننداره ده او له نورو مخلوقاتو سره د انسان د توپیر ترټولو مهم اړخ د هم دغه حقیقت درکول او پیژندل او د دغې خبرتیا په بنیاد عمل دی.

د روانې پیړۍ ستر فلاسفر، اسلام پیژاندی او د قرآن کریم تکړه مفسر علامه محمد حسین طباطبايي په خپلې (اسماء الهي) نومې رسالې کښې لیکلي دي: د خدای تعالی نومونه هم هغه د وجودي کمالاتو حقیقت دی چې ترمینځ یې یو ځانګړې ترتیب ټینګ دی. په هغو کښې ځینو له ځینو نورو څخه سرچینه اخیستې ده او روښانه ده له کوم نوم څخه چې بل نوم راوتی وي، د هغه په پرتله لازیاته پراختیا او لوړه درجه او ډیر اثر لري.

په دغو الهي نومونو کښې یو چې د (ا...) له نوم وروسته ډیره پراختیا او ستره اغیزه لري، د (حیّ) نوم دی او او ورپسې (قیوم) نوم دی چې دا نننې پروګرام هم دغو دواړونو نومونو ته ځانګړی شوی دی.

*/*/*/*/*/*/*/

(حیّ) د ژوند په معنا دی. په رایجو تعبیراتو کښې هغه شي ته ژوندی ویلی شي چې وده، خوراک، بچي راوړل او تر څه حده حس او حرکت ولري. د هم دغو ځانګړتیاؤ له مخې ونې بوټي هم ژوندي حسابیږي.

په ځناورو کښې پر دغو ځانګړنو سربیره په جزئي چارو د پوهیدو او په انسانانو کښې په کلي چارو باندې د پوهې او شعور په خاطر، ژوند لازیات څرګندیږي. اوس که د فرښتو او غیرمادي مخلوقاتو ژوند ته هم وګورو نو ویلې شو چې د موجوداتو د ژوند ګډه ځانګړتیا، د هغوي اراک او فعالیت دی.

البته یو مخلوق چې هرڅومره زیات تکامل او بشپړتیا ولري، دومره به غوره ادراک او فعالیت ولري او په مقابل کښې چې په یو مخلوق کښې ژوند هرڅومره کمزوری وي، دغه دواړه ځانګړتیاوې به یې هم دومره کمزورې وي. په هم دې وجه (فعالیت) او (عالم والی) د ژوند له اصلي برخو ګڼل کیږي. د خدای تعالی په هکله هم له دې عمله چې خدای د علم او قدرت دواړه صفات لري او فعالیت او عالم والی له علم او قدرت سره یوشان دی، ځکه نو ویلې شو چې خدای تعالی (حیّ) دی ځکه چې د کار د ترسره کولو زیات نه زیات قدرت لري او په نورو موجوداتو باندې چې د هغه مخلوقات دي، عالم او خبر دی.

*/*/*/*/*/*/*/*

خدای تعالی حیّ یعنې ژوندی دی خو ژوند یې د هیڅ چا په شان نه دی ځکه چې هیڅ څه د هغه په شان او هغه ته ورته نه دی او د ژوندي پاتې کیدو لپاره د هیڅ څیز او هیچا محتاج نه دی، هغه مطلق او بیخي بې نیازه دی. ژوند یې ازلي او ابدي دی او د وخت او اسبابو او علتونو په انحصار کښې نه دی. د ټولو موجوداتو او مخلوقاتو ژوند په هغه پورې تړاؤ لري، هغه لره فنا کیدل نشته او یوازې د هغه ستر او عظمت لرونکې ذات دی چې باقي دی. له خدای پرته هر ژوندی، په حقیقت کښې په خپل ذات باندې ژوندی نه دی بلکې ژوند یې په حیّ خدای پورې پيئلی او وابسته دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/

د قام له جرړې څخه (قیوم) د پورته کیدو او په کنټرول کښې د لرلو په معنا دي. هم داشان په لغت کښې قیوم د خلقو په چارو د قیام او پاڅون کونکو او په هر ډول حالاتو کښې د عالم د تدبیر په معنا دی.

د قیام کلمه هم د اودریدو په معنا ده او د معمول په توګه په کار باندې د مسلط کیدو او اودریدنې ترمینځ پیئلتیا موجوده ده. د لغت ځیني پوهان، قیام، فعلیت ته د رسیدو په توګه معنا کوي. په دې معنې د ښې پوهیدنې لپاره یو مثال ته پام وکړئ.

کله چې یو کس په ځمکې باندې ملاست وي نو د یو وزن د اوچتولو لپاره یې قدرت ډیر کم وي، کله چې کیښیني نو قدرت یې څه ناڅه زیات شي خو کله چې اودریږي نو هغه ټول توان او وړتیاوې چې په وجود کښې یې موجودې وي، فعلیت ته رسیږي. په عرب ادبیاتو کښې دغه حالت ته چې په کښې د انسان قواوې بیخي فعالې شوې وي، (قیام) ویل کیږي. د حساب کتاب ورځ ته هم قیامت ویل کیږي ځکه چې په هغه ورځ به د انسان هغه ټول استعدادونه او وړتیاوې چې فعلیت او کارنده والي ته رسیدلې وي، د نړیوالو او عالمیانو د پروردګار په وړاندې اودریږي.

خو د خدای په هکله قیام په دې معنا دی چې په بل چا باندې تکیه نه کوي او په کوم شي یا کس پورې پیئلی نه دی او خوب او غفلت او هیروالی پرې غلبه نه کوي.

/*/*/*/*/*

قیوم د قیام د دوام او بې له هیڅ ډول وقفې په ټولو شیبو کښې د اودریدو د ساتلو په معنا دی. له هم دې امله ویل کیږي چې د (حیّ) او (قیوم) یوځاې والې ژوند ته د معنا بخښلو اوج دی، حیّ ژوند بخښي او قیوم ورته دوام ورکوي. د سوره بقره په ۲۵۵ آیت یعنې آیت الکرسي کښې دغه حقیقت په ډیره ښکلې توګه بیان شوی دی چې فرمايي: ا... چې له هغه پرته بل معبود نشته، ژوندی او تل پاتې دی، نه سپک خوب ورځي او نه دروند خوب. د اسمانونو او ځمکې هر څه، هغه لره دي.

هو! قیوم خدای هغه دی چې هر څه یې پنځولي دي او هغه ثابت او قایم ساتي. هغه دی چې بې له وقفې او بې له یوې شیبې غفلته (له خوب او حتی د یوې شیبې لپاره د خوب د جوټې نه بغیر) ژوند ته دوام ورکوي او که دغه سرپرستي نه وي نو ژوند قایم او دایم نه پاتې کیږي.

قیوم خدای په ذات باندې قائم دی او د خپلې پایدارۍ لپاره له هر څه بې نیازده دی خو هر څیز د قائم والي او پایدارۍ لپاره هغه ته مطلقه اړتیا لري. د نورو موجوداتو په نسبت د خدای قیوم والی او قائم والی په دې معنا دی چې هغه، دوي ته هستي ورکونکی، ساتونکی او تدبیر کونکی دی او ټولو موجودات او مخلوقات له هر اړخه په خدای پورې پیئلي دي. لکه څنګه چې متعال خدای د سوره رعد په ۳۳ مبارک آیت کښې فرمايي: نو ايا هغه (خدای) چې د هر نفس عملونو ته ولاړ دی (او ويني يې هغه د بل چا په شان کيدې شي)؟

له دې امله چې خدای تعالی د هستۍ او کائناتو سرچینه ده او د هر څیز وجود او اوصاف او آثار یې د هغه له خوا څخه پیلیږي او د هیڅ موجود او مخلوق لپاره هیڅ مبدا نشته مګر دا چې هغه مبدا او سرچینه هم په خدای ختمیږي، نو بس هغه په هر څه باندې له هر اړخه قائم دی او په حقیقت کښې خدای تعالی د (قائم) د ټولې کلمې حقیقي معنا دی.

په دې بنیاد هغه کس هم چې د (قیوم) په شریف نوم باندې متخلق دی، هغه کس دی چې خپله یې قیام کړی وي او غواړي چې نور هم قائم کړي.

ترټولو غوره کس چې د خدای د قیوم نوم د بشپړې نښې په توګه یې یادولې شو، د بشریت ژغورونکی، امام زمان (عج) دی. لکه څنګه چې پوهیږئ د دوي یو لقب قائم دی. هغه حضرت قائم دی یعنې تیار او په انتظار ولاړ دی چې د خدای له خوا یې د ظهور او قیام حکم صادر شي.

 هم هغه ډول چې مو وویل، قیام په عرب ادبیاتو کښې هغه حالت ته ویل کیږي چې د انسان قوا فعلیت ته ورسيږي. د قائم امام په هکله هم هغه ټول قدرت او استعداد چې په وجود کښې یې شته، فعلیت ته رسیدلی دی. خو دا مونږ او تاسو یو چې ضروري فعلیت او تیارۍ ته نه یو رسیدلي او په دې وجه ظهور هم نه کیږي.

دا چې په ټولو الهي دینونو کښې سپارښتنه شوې چې د منجي او ژغورونکي د ظهور لپاره دعا وکړئ، په حقیقت کښې په دې معنا ده چې قیام وکړئ، یعنې راپورته شي او پورته کیدل په دې معنا دي چې د خپل امام په شان خپل ټول توان او وړتیا چمتو کړو، پاڅیږو او تیار اودریږو. او که داسې نه شُو نو د امام زمان علیه السلام قیام او ظهور به له نور هم وځنډیږي.

*/*/*/*/*/

ګرانو او قدرمنو ملګرو د الهي نومونو د پروګرام وخت په هم دې ځاې پاې ته رسیږي خو په دې وروستیو شیبو کښې له تاسو په خدای په امانۍ سره لاس دعا ته اوچتوو او د دعای عهد یوه برخه په ګډه زمزمه کوو.

«یَا حَیُّ یَا قَیُّومُ أَسْأَلُکَ بِاسْمِکَ الَّذِی أَشْرَقَتْ بِهِ السَّمَاوَاتُ وَ الْأَرَضُونَ... اللَّهُمَّ بَلِّغْ مَوْلانَا الْإِمَامَ الْهَادِیَ الْمَهْدِیَّ الْقَائِمَ بِأَمْرِکَ صَلَوَاتُ اللَّهِ عَلَیْهِ وَ عَلَى آبَائِهِ الطَّاهِرِینَ عَنْ جَمِیعِ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِنَاتِ فِی مَشَارِقِ الْأَرْضِ وَ مَغَارِبِهَا ... اللَّهُمَّ اجْعَلْنِی مِنْ أَنْصَارِهِ وَ أَعْوَانِهِ وَ الذَّابِّینَ عَنْهُ وَ الْمُسَارِعِینَ إِلَیْهِ فِی قَضَاءِ حَوَائِجِهِ [وَ الْمُمْتَثِلِینَ لِأَوَامِرِهِ ] وَ الْمُحَامِینَ عَنْهُ وَ السَّابِقِینَ إِلَى إِرَادَتِهِ وَ الْمُسْتَشْهَدِینَ بَیْنَ یَدَیْهِ :

ای ژوندي او قائم او دائم خدایه! له تا غواړو چې د خپل نوم په حق چې پرې اسمانونه او ځمکې روښانه شوې، زمونږ مولا ته، ستا په فرمان باندې قیام کونکي او رسیدلي لارښوونکي امام ته چې د خدای درود دې وي په هغه او په پاکو پلار نیکونو یې، د ځمکې په مشرقونو او مغربونو کښې د ټولو مؤمنو ښځو او سړیو له خوا زمونږ سلام او درود ورورسوې. خدایه! ما د هغه له ملګرو او مرسته کونکو او دفاع کونکو څخه وګرځوې او په لور یې له ورپه دو کیدونکو، د غوښتنو له پوره کونکو او د اوامرو له اطاعت کونکو څخه مو وګرځوې او د هغه حضرت په مدافعانو او د غوښتنې په لور یې مونږ له نورو څخه په ورمخکښې کیدونکو او د هغه په درګاه کښې مو په وژل کیدونکو کښې شامل کړې.

آمین یا رب العالمین

*/*/*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی