امر بالمعروف او نهي عن المنکر - ۲
ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره امر بالمعروف او نهي عن المنکر لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په دې پروګرام کښې غواړوو د قرآن مجيد له نظره امر بالعروف و نهي عن المنکر چې د اسلام د بقاء چاره ده څېړنه وکړوو. هغه مبارک آيتونه چې دې مسئلې ته اشاره کوي وړاندې کړوو او د هغو د سوچه او ارزښتمنو ټکو په اړه له تاسو سره وغږيږوو.
امربالعروف و نهمي عن المنکر د اسلام د مبين دين يو بنياد اصل دے چې د انسان په اجتماعي ژوند باندې ژور او پراخه تاثير کوي. قرآن مجيد په ګڼ شمېر آيتونو کښې د امربالعروف و نهمي عن المنکر د مسئلې په باره کښې وېناوې کړې او حتی د دې فرض او واجب چارې علت يې بيان کړے دے.. قرآن مجيد خلق امربالعروف و نهمي عن المنکر ته هڅولي او د امربالعروف و نهمي عن المنکر د پرېښودو ناسمه آثار يې د ټولو د عبرت لپاره بيان کړي دي او دغه فريضه يې د مسلمانانو خصلت او د هغوي ايماني امتياز بيان کړے دے.
د امربالعروف و نهمي عن المنکر ترټولو ژور دليل د نورو انسانانو په اړه د زړۀ سواندۍ، مينې او د نه بې پامۍ حس دے.
د سورۀ توبه 71 آيت په واضحه توګه دا خبره په ډاګه کوي او فرمائي: «وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْکَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّکَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ أُولَئِکَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَکِيمٌ: او مومنان سړي او مومنانې ښځې ټول د يو بل مرستندويه او مينه وال دي، خلقو ته د نېکو کارونو امر ورکوي او له بدو يې منعې کوي، نمونځ قائموي، زکات ورکوي او د خداے او رسول اطاعت کوي. خداے به خپل رحمت د هغوي په برخه کړي چې بې شکه خداے د اقتدار خاوند او درست کرداره دے.»
د دې مبارک آيت له مخې حکيم خداے پاک د امربالعروف و نهمي عن المنکر د فرض والي په بيانولو سره د نمونځ، زکات او د خداے او رسول د اطاعت ترڅنګه يې ذکر د يو بل په نسبت د مومنانو ولايت او مينه د امربالعروف و نهمي عن المنکر علت بيانوي او اهميت يې په ډاګه کوي.
د سورۀ نحل په 125 آيت کښې د دعوت کولو لپاره د موعظې او جدل اوزار فکري او نظري اوزار دي معرفي کوي، هلته چې منان خداے پاک فرمائي:«ادْعُ إِلى سَبِيلِ رَبِّکَ بِالْحِکْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَ جادِلْهُمْ بِالَّتِی هِیَ أَحْسَنُ» ،«په حکمت او نصيحت سره خلق د خپل پروردګار لارې دعوت کړئ! او له هغوي سره په هغې طريقې سره چې ښه طريقه ده استدلال او مناظره وکړئ.» خو هغه ظريف ټکے چې له دغه ايت او د سورۀ لقمان له ۱۷ آيت څخه مطرح کيږي دا دے چې امربالعروف و نهمي عن المنکر پکار دے له صبرسره مل وي چې عملي کېدل يې امکان ولري. په دې بنياد خداے پاک د سورۀ لغمان په ۱۷ مبارک آيت کښې خلق امربالعروف و نهمي عن المنکر ته هڅولي دي او دا عمل له صبر سره مل کړے دے او فرمائي: «يا بُنَیَّ أَقِمِ الصَّلاةَ وَ أْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَ انْهَ عَنِ الْمُنْکَرِ وَ اصْبِرْ عَلى ما أَصابَکَ إِنَّ ذلِکَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ، اے زما خوږه زويه! نمونځ قائم کړه او د ښوکارونو امر او له بدو نه منعې وکړه او (په دې کار سره چې له ناپوهه خلقو څخه) چې هر آزارونه وويې نو صبر اختيار کړه چې دا کار د دنيا په چارو کښې (د لوړ همته خلقو) د کلکې ارادې نښه ده.»
د امربالعروف و نهمي عن المنکر د عملي کېدو په دوران کښې صبر زيات اهميت لري او له همدې امله دي چې خداے پاک په آيت کښې په واضحه توګه د صبر د لرلو ضرورت ته اشاره کړې ده.
خداے پاک همدارنګ د امربالعروف و نهمي عن المنکر د پرېښودو د عقوبت په بيان کښې د حضرت آدم (ع) او بي حوا (س) د هبوط يا له لوړ مقامه لاندې مقام ته لېږلو ته اشاره کوي چې ممنوعه ونې ته له نزدې کېدو څخه د يو بل د نه منعې کولو په وجه له جنته ووېستل او په ځانونو يې ظلم وکړ. لکه د سورۀ اعراف په 23 او 24 آيتونو کښې راغلي دي: « قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَکُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ، قَالَ اهْبِطُوا بَعْضُکُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَکُمْ فِی الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ؛
وې ويل: خدايه! مونږ په ځانونو ظلم وکړ او که تا مونږ ونه بخښلو او مونږ دې رحم او مهرباني ونه کړه نو سخت به له زيانمنو څخه شوو، خداے وويل: (له جنته) کوز شئ چې ځينې د ځينو دښمنان يئ او زمکه تر ټاکلي وخت (يعنې د مرګ او قيامت تر وخته) ستاسو د اوسېدو ځاے دے.»
د سورۀ توبه په ۱۱۲ آيت کښې مهربان خداے پاک هغه کسان چې امربالعروف و نهمي عن المنکر کوي د توبه کؤنکو ، عبادتګارو، شکرګزارو، سېل کؤنکو يا روژه نيؤنکو، رکوع کؤنکو او سجده کؤنکو څخه ګڼي او ورته زېرے ورکوي او فرمائي: «التَّائِبُونَ الْعابِدُونَ الْحامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاکِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ النَّاهُونَ عَنِ الْمُنْکَرِ وَ الْحافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِين، توبه کؤنکي، عبادت کؤنکي، شکرګزاران، سېل کؤنکي يا روژه داران، رکوع کؤنکي، سجده کؤنکي، د نېکيو حکم ورکؤنکي او له بديو منعې کؤنکي او الهي حدودو ساتونکي دي او داسې مومنانو ته زېرے ورکړه.
خداے پاک د سورۀ آل عمران په ۱۰۴ آيت کښې امربالعروف و نهمي عن المنکر، د مسلمانانو خصلت او د هغوي ايماني امتياز بيان کړې دے او فرمائي: « وَلْتَکُنْ مِنْکُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْکَرِ وَأُولَئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ، او پکار دے له تاسو څخه ځينې مسلمانان خلق خېر او صلاح ته راوبولي او د نېکيو امر او له بديو منعې کول وکړي او دوي به (چې د خلقو د هدايت وسيله دي) فلاح موندونکي وي.»
همدارنګ د هم دغه سورت په ۱۱۰ آيت کښې راغلي دي: « کُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْکَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْکِتَابِ لَکَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَکْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ، تاسو (يعنې حقيقي مسلمانان) هغه ترټولو غوره امت يئ چې (د بشر د اصلاح لپاره» راڅرګند کړي يې (چې خلقو ته ) د نېکيو امر کوئ او له بديو يې منعې کوئ او خداے باندې ايمان لرئ او که اهل کتابو ټولو ايمان راوړے وې نو د هغوي لپاره له نه غوره څه نه وو خو له هغوي څخه ځينې ايماندار او زياتره يې فاسقان او بدکاران دي.»
هغوي آيتونو ته په پام سره چې د امربالعروف و نهمي عن المنکر په اړه مو وڅېړل دا نتيجه ترې اخېستې شوو چې د نېکيو امر ورکول او له بديو منعې کول د اسلام له اجتماعي قوانينو څخه ګڼل کيږي چې ورو ورو د مسلمانانو د قبلونې او استعداد لرنې د قابليت په بنياد او د اسلام تکامل او پراختيا ته په پام سره يې تشريح اوشوه او د نمونځ، روژې او نورو فرائضو په شان دي چې که پرېښودل شي نو تپوس به يې کيږي او پرې به نيول کيږي، نو په دې بنياد د امربالعروف و نهمي عن المنکر فلسفه او حکمت د انسان د اجتماعي ژوند ضرورت دے، ځکه چې اجتماعي انسانان له سلوک، چلند، اخلاقو او عقائدو له نظره په يو بل باندې متقابل اثر لري او د ټولنې د هر اړي انفرادي انحراف په نتيجه کښې ټولنيز او اجتماعي زيانونه رامنځته کوي. نو په دې وجه د هر ډول فساد او تباهۍ په وړاندې د ټولنې ساتنه او حفاظت په عقلي توګه نه انکارېدونکې چاره ده او په شرعي توګه فرض ده او تل پکار دې يو شمېر کسان د دغې مهمې فريضې د ادا کولو ذمه واري په غاړه واخلي او د هغې په صحيڅ توګه ترسره کولو باندې څارنه ولري.
-----------------------