د قزاقستان د خلکو په اعتراضونو کښې د بهرنیو لاسوهنو رول
په قزاقستان کښې ولسي اعتراضونه په داسې حال کښې روان دي چې د دغه هیواد ولسمشر د دغو مظاهرو په غبرګون کښې د ګاډو لپاره د مایع ګیس د بیو د زیاتول په هکله له خپلو دریځونو شاتګ کړی دی
له دې مخکښې د قزاقستان حکومت د روانې جنورۍ میاشتې له اولې نیټې څخه د ګاډو لپاره د لیکوډ یا اوبلن ګیس قیمت له ۶۰ نه ۱۲۰ تِنګه ته ورسوه. په قزاقستان کښې د یو ډالر بیه ۴۳۶ تِنګه ده. په حقیقت کښې په قزاقستان کښې د ګاډو خاوندانو تراوسه هر لیټر مایع ګیس په څه کم ۱۴ سِنټه اخیسته. خو د نور سلطان حکومت هڅه کړې ده چې دغه قیمت له ۲۷ سنټو واړوي. د ګیس د بیې د لوړولو لپاره د نور سلطان د حکومت اصلي وجه ده ده چې قزاقستان درې ډوله فُسیلي سونګ تولیدوي او نړیوالو بازارونو ته یې صادروي. په حقیقت کښې د قزاقستان حکومت په ورځ کښې ۸.۱ میلیون بیرله اومه تیل، څه کم یو میلیون ټنه د سکرو ډبرې او ۳۲ میلیارډ مکعبه ګیس تولیدوي.
دا هم درسره ولولئ: د ډله ییز امنیت د موسسې د مشرانو په غونډه کښې د قزاقستان په هکله د ولادیمیر پوتین خبرداری https://parstoday.com/ps/news/world-i110878
د قزاقستان حکومت نیت درلود چې په نزدې راتلونکي کښې په دغه هیواد کښې یو نوی پټروکمیکل کمپلکس افتتاح کړي. د دغې ټولګې کلنۍ اړتیا پنځه نیم (۵.۵) لکه ټنه مایع ګیس اعلان شوی دی. د نور سلطان حکومت د دغه اندازه ګیس د تامینولو لپاره یا باید د طبیعي ګیس صادرات کم کړي وی او یا دا چې په هیواد کښې د ګیس د قیمت په زیاتولو سره یې خلک د خپلو ګاډو لپاره د پټرولو اخیستو ته هڅولي وی. د نور سلطان د حکومت له نظره، د پټرولو د استعمال زیاتولو ته د خلکو هڅول په قزاقستان کښې د ګیس مصرف کموي.
د دغې ستونزې د هواري لپاره د نور سلطان د حکومت یوه بله لاره، د قزاقستان د ګیس د صادراتو کمول وو. د قزاقستان حکومتي کابینې وړومبۍ لاره یعنې په ګاډو کښې د استعمالیدونکي ګیس د قیمت د زیاتولو لاره غوره کړه. خو د دغه ګیس د بیې د دوه چنده کیدو له اعلانه یوه ورځ وروسته له پراخو ولسي اعتراضونو سره مخامخ شو.
په دې لړ کښې د قزاقستان په سترو ښارونو کښې پراخې ولسي مظاهرې وشوې. په تیرې یوې اونۍ کښې د قزاقستان مهمې پیښې چې د نور سلطان په حکومت پورې پيئلو رسنیو خپرې کړې دي، د سلګونو تنو پولیسو او معترضانو د مرګ ژوبلې، د حکومتي ودانیو د خرابولو او سوځولو، د دکانونو او پلورنځیو د لوټلو، د تاکایف د حکومت د کابینې د استعفا او د قزاقستان د ولسمشر قاسم ژامرت توکایف د کور د سوځلو په شان سترې پيښې په کښې شاملې وې، د نور سلطان د حکومت پریکړې ته د قزاقستان د قهریدلو خلکو د غبرګونونو یوازې یوه وړه برخه وه.
د قزاقستان خلک د جنورۍ په دویمه یعنې د ګاډو د استعمال وړ مایع ګیس د بیې د زیاتیدو له اعلانه یوه ورځ وروسته سړکونو ته راووتل او د حکومت د دغې فیصلې خلاف یې مظاهرې وکړې.
د حکومت خلاف د قزاقستان د خلکو له پراخو مظاهرو وروسته د تاکایف حکومت استعفا ورکړه او د دغه هیواد ډیر سیاسي او امنیتي چارواکي له کاره څنګته کړې شول او پر ځاې یې نوي کسان وګمارل شول. په عین حال کښې له دغې پریکړې څخه د قزاقستان د ولسمشر قاسم ژامرت تاکایف له ډډه کولو باوجود، ولسي اعتراضونه ختم نه شول او تاوتریخوالی لازیات شوی دی. د ولسي اعتراضونو د اوږدیدو په وجه د قزاقستان ولسمشر د ډله ایز امنیت د تړون له سازمان څخه مرسته غوښتې ده.
د ارمنستان وزیراعظم او د پوځي-امنیتي ادارې پړاویز مشر نیکول پاشینیان هم د نور سلطان غوښتنه منلې ده. د قزاقستان د کورنیو چارو د وزارت د خبرتیا له مخې، د قزاقستان په ناقراریو کښې زرګونه کسان نیول شوي دي او د دواړو لورو ګڼ کسان هم مړه شوي دي.
د ولسي اعتراضونو د اوږدیدو د وجوهاتو په اړه د سیاستوالانو او کارپوهانو له ګڼو اټکلونو او ګونګوسو سره سره په دې حقیقت سترګې نه دي پټول پکار چې د نور سلطان نظربایف د کابو دریو لسیزو د ولسمشرۍ په دوران کښې د قزاقستان د خلکو اقتصادي حالت ډیر ښه شوی دی او د دغه هیواد د مډل کلاس خلکو د پام وړ ترقي کړې ده.
په قزاقستان کښې د متوسطې پرګنې یا مډل کلاس په ستریدو سره په دغه هیواد کښې د پرائیویټ سیکټر ارګانونو هم پراختیا وموندله. داشان چې ویل کیږي نن سبا په قزاقستان کښې ۲۲ زره غیرحکومتي ادارې فعالې دي. دغه تشکلونه چې لویدیځې ګروهنې لري، ټولې په قزاقستان کښې د روسیې د شتون مخالفې دي.
په هم دې وجه په قزاقستان کښې د روسیې پلویان د دغو ټولو غیرسرکاري ارګانونو د بندیدو غوښتونکي دي. په عین حال کښې د روسیې ملاتړي د ترک ژبو هیوادونو له اتحاده د قزاقستان د وتلو غوښتنه کوي.
په هر حال باید ووایو چې په قزاقستان کښې د حکومتي ضده مظاهرو د دوام موضوع، د خپلواکو سیاسي ټولنو شکونه راپارولي دي. په حقیقت کښې داسې ښکاري چې لویدیځ حکومتونه په تیره بیا امریکا چې د قزاقستان په شمول د مرکزي آسیا په جمهوریتونو کښې چندانې نفوذ نه لري، د معترضانو په راپارولو کښې یې فعال رول لوبولی دی. شک نشته چې د امریکې په مشرۍ دغه ډله یهوادونه لاهم په د مرکزي آسیا په هیوادونو په تیره بیا قزاقستان کښې د رنګي انقلاب خوبونه ویني.
دا په داسې حال کښې دي چې لویدیځو حکومتونو له دې مخکښې په یوکراین، جارجیا او قرقیزستان کښې د رنګي انقلاب ماته خوړلې تجربې لرلې دي.
په هم دې لړ کښې د خپل هیواد په وروستیو ناقراریو کښې د بهرنیو لاسوهنو د رول او په وسلو د معترضانو د سنبالښت په هکله د قزاقستان د ولسمشر قاسم ژامرت تاکایف وروستیو څرګندونو د دغه هیواد د ختیځ پال حکومت د ړنګولو او یا لږترلږه په یو نوي محاذ د روسیې د بوختولو لپاره د لویدیځ د هڅې شک له مخکښې نه زیات پياوړی کړی دی. په هم دې وجه تاکایف وویل: د ډله ایز امنیت د تړون غړي صلحه ساتي ځواکونه به د قزاقستان د حکومت په غوښتنه په دې هیواد کښې شتون ولري.
په حقیقت کښې د قزاقستان ولسمشر باوري دی چې داه ځواکونه د قزاقستان په مختلفو ښارونو کښې د بشپړې قرارۍ تر ټینګیدو پورې دغلته پاتې شي. د یادو ځواکونو ستره برخه روسي پوځیان دي.
قاسم ژامرت تاکایف په خپلې ټیلیویژني وینا کښې هم داشان څرګنده کړه: د روسیې او د نورو ګاونډي هیوادونو ځواکونو د نور سلطان د حکومت په غوښتنه قزاقستان ته لیږل شوي دي او د امنیت د ټینګښت لپاره په موقته توګه دغه هیواد کښې پاتې کیږي.
د قزاقستان ولسمشر ویلي چې د روسیې او د نورو ګاونډي هیوادونو صلحه ساتي ځواکونه یې میلمانه دي.
هغه په عین حال کښې وروستۍ ناکرارۍ په بهرنیو هیوادونو د روزل شویو ترهګرو کار وباله او د الماتي ښار د تاوتریخوالو په هکله یې وویل: ۲۰ زرو تخریب کارانو د قزاقستان په مالي پلازمینې الماتي باندې حمله وکړه او حکومتي اموال یې له مینځه یوړل.
له دې مخکې د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم د قزاقستان د وروستیو بدلونونو په هکله ویلي وو: تهران په قزاقستان کښې روان بدلونونه په ځیر سره څاري او هیله لري چې د خبرواترو له لارې زرترزره د اختلافاتو په هواریدو سره په دغه هیواد کښې ارامښت راشي.
د قزاقستان ټولو ګاونډي هیوادونو هم د تاکایف د حکومت لپاره د کراري او د کړکیچ د صلحه ایز هواري آرزو کړې ده.
پر ایران سربیره د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ ونبین هم وویل: بیجنګ به له قزاقستانه د ملاتړ او په مشکلاتو باندې په برلاسي کې له دغه هیواد سره خپله پوره پوره مرسته وکړي او د هغو بهرنیو ځواکونو سخت مخالف دی چې په قزاقستان کښې خلک تاوتریخوالي او ګډوډي ته لمسوي.
روسیې هم بهرني عوامل په قزاقستان کښې مظاهرو ته د خلکو په لمسولو او راپارولو تورن کړي دي. دم ګړۍ روسي صلحه ساتونکو د قزاقستان د آلماتي هوايي ډګر په خپل بشپړ کنټرول کښې اخیستی دی.
په سیمه کښې په لویدیځ پال بهیر پورې پيئلي ځیني کارپوهان هڅه کوي چې د خلکو رول لا ستر وښايي او د روسیې سیاستونه، په قزاقستان کښې د ولسي اعتراضونو اصلي لامل اعلان کړي. په داسې حال کښې چې روسیه په سیمه کښې موجوده ده خو لویدیځ حکومتونه په تیره بیا امریکا چې په سیمه کښې شتون نه لري، حتی تیاره ده چې د قراقستان زرګونه خلک په خاورو او وینو کښې ولغړیږي ترڅو په مرکزي آسیا کښې یې موخې پوره شي.
*/*/*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی