مشالونه
هغه څه چی وویل شول د پیغمبر اکرم ص له مبارک حدیث راخیستل شوی ښایسته تشبیه دې چی ټول خلک د خپل شاوخوا مسایلو باندې څار ته بولي او د ټولنې سلامتیا د امر بالمعروف او نهی از منکر په کلتور کې وینی
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلام له نظره د وګړی او ټولنې برخلیک له یوه بله جلا ندې او د هر وګړی صلاح او فساد په بل وګړی اغیز شیندی . له دې امله ټول ژمن دي چی په خپلو دندو عمل وکړي او هم د نورو د برخلیک او کارونو په وړاندې ځان مسول وبولی . په حقیقت کې په الهی ارزښتونو د خلکو بی پامي او سپکاوی کول له یوې مودې وروسته که غواړی که نه غواړی منفی اغیز کوی . په دې اساس له ګناه او انحراف د اجتماعی چاپیریال د پاکولو لپاره په ټولوواجبه ده چی د نورو د ښکاره او ناسم کړچار په وړاندی په خپل مسولیت عمل وکړی .
په امر بالمعروف او نهی از منکر دندې عمل کول د خلکو په چارو او د دینی وروڼو د ژوند د مهمو مسایلو ته پام د وګړی د اهتمام بهترینه نښه ده . امر بالمعروف و نهی از منکر د نورو د مرستې، ارشاد په وړاندی د وګړی د مسولیت ، د هغو د ښکلتیا او تیروتنې په وړاندې چوپتیا نه غوره کولو بلکې د هغو د هدایت او مرستې له احساسه ده . اود دغې پوهې د سیسټماټیک کولو او تحقق لازمه څه په وګړی او څه په ټولنه کې د ځان منمۍ نفی حسابیږی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
تصور وکړئ چی په سمندر کې کشتۍ روانه ده د کشتۍ په بره او لاندې طبقه کې ارام سره ناست یاست ، ناڅابی د لاندې پوړ یو مسافر په لاس کې تبر اخلی او وایی غواړم چی کشتۍ سوری کړم . که مسافران غلي پاتې شي نو بی شکه چی ټول به غرق شي او که له هغه سره مسولانه چلند وکړیاو هغه له دغه کاره منعه کړی نو ټول به بچ پاتې شي .
هغه څه چی وویل شول د پیغمبر اکرم ص له مبارک حدیث راخیستل شوی ښایسته تشبیه دې چی ټول خلک د خپل شاوخوا مسایلو باندې څار ته بولي او د ټولنې سلامتیا د امر بالمعروف او نهی از منکر په کلتور کې وینی .
د اسلام عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص ) تل د نیکیانو او زشتیانو په معرفی کولوسره ځیر وو ، بدرنګی د نیکی په ځای رانشی او له خلکو یې غوښتل تل نیکی په نظرکې ونیسی او له بدرنګی ځان لیرې وساتي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
په دیني تعلیماتو کې انسان زیان کار ، حریص او بی تابه معرفی شوی دی ، خو هغه کسان چی خپل نفس تربیت کړي چی که هغه کنټرول نکړي ، سرکشه کیږی . له همدې امله اسلام د ټولو انسانانو د تربیت لپاره پروګرام لري او هغو د ټاکل شوی هدف په لور راهنمایی کوي .په دې اساس د انسان ټول فعالیتونه باید کنټرول شي تر څو خپل منزل مقصود ته ورسي . له بلې خوا انسان په ټولنه کې راز راز مسولیتونه لري او هر څومره چی د هغه خوځښت او مسولیت زیات شي ، د هغه په کړچارونو څارنه نوره هم ضروری ده ځکه چی د هغه د تیروتنې احتمال هم زیاتیږی .
په بله ویناپه پروګرام سره کار له څار پرته نشی پریښودل کیدلې ځکه بالاخره پیښیږی چی انسان تیروتنه وکړي . له دې امله اړتیا ده چی د فعالیتونو په ټولو مرحلو کې په پروګرام سره تطبیق کړې شی . د ویلو ده د څارنې ضرورت په خلکو د بی باورۍ په معنا ندې خو له هر ډول کمښت دډډې کولولپاره څارنه ضروری ده . همداراز څارنه په خلکو د زیات باور سبب کیږی او داسې زمینه برابروی چی خلک کمه تیروتنه وکړي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د دنیا په سیاسی نظام کې د خلکو او حکومت کړچار په ښکاره او پټې څارنې سره جاجول کیږی . په دغعه ډول ټولنو کې حکومتی مسولان د ډلو او سازمانونو په جوړولو سره په رسمی او ښکاره توګه په خپلې مدیریتی ټولګې څارنه کوی او کله هم په ځانګړو لارو چارو سره د ټولګې کړچار په پټه څاری . له بلې خوا په ځینو ټولنو کې خلکو ته اجازه ورکول کیږی د حکومت فعالیت کنټرول کړی او د قانونی دلایلو په وړاندی کولو سره له حکومته حساب واخلی .
که څه هم په ټولو هیوادونو کې دا قوانین یو شانته ندي ، ولسواکه دولتونه د داسې لارو چارو مدعی دي چی دغه څارنه بهرنی څارنه بولی . په دې اساس حتما باید کوم کس یا اورګان د وګړیو په کړچار او کردار څار ولرلې شی او له بهره څارنه وکړی او خلک په خپل حال نشی پریښودل کیدلې .
««««««««««««««««««««««««««««««
په دیني تعلیماتو کې په لږ غور سره پوهیدلې شو د پیغمبر اکرم ص په سیرت کې څارنه له هغې څارنې بره ده چی مږنږه پرې خبرې وکړې . د اسلام دین بهرنۍ څارنه په رسمیت پیژنی خو د څارنې په ویشلو کې له نوی جوړښت استفاده کوی . د اسلام د څار جوړښت په څلورو برخو الهی ، وجدانی ، اورګانی او همګانی ویشلې شو .
د قران کریم په ډیرو ایتونو کې په الهی څارنه ټینګار شوی دې . هغه ایتونه چی د هغو په اساس انسان د خدای په محضر کې دې او خدای تعالی او پرښتې د هغه کړچار حتی د هغه نیت کنټرولوی . همداراز هغه ایتونه چی انسان ته یادونه کوی خدای تعالی په ټولو انسانانو څار لری . لکه څرنګه چی د احزاب سورت په ۵۲ ایت کې لولو ، او خدای په هر څیز مراقب او نګهبان دې .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
وجدانی څارنه یا د ځان کنټرولول د څارنې اغیزمن او کارنده څارنه ده چی د الهی دینونو له برتریو بلل کیږی . په دې اساس بهرنی څارنه به یوازې هغه وخت اغیزمنه وی چی انسان له داخله ځان کنټرول کړی ، کنی بیا یوازې د بهرنی څارنې په شتون کې سم کړچار لری او که بهرنی څار غفلت وکړی نو هغه هم خپله دنده پریږدی . خدای تعالی د قیامت سورې په ۱۴ ایت کې له خپلو اعمالو د هر وګړی خبرتیا ته اشاره کوی او فرمایی بلکې انسان پخپله په خپلو نیکو اوبدو ښه خبر دې .
«««««««««««««««««««««««««««««««
اورګانی څارنه یوډول بهرنی څارنه ده چی د ځانګړو اورګانونو له لارې د حکومتی اورګان لخوا اعمالیږی . په داسې څارنه کې پلټونکي د راز راز ادارو د کړچار څرنګوالې د خپلو معیارونو په اساس جاجوی . خدای تعالی هم پر دې سربیره چی زمونږ په اعمالو بشپړه احاطه لری زمونږ لپاره ساتندوی هم ګمارلي دي چی د انفطار سورې په ۱۰ ایت کې ورته اشاره کوی او فرمایی البته د تاسو په احوالو مراقبت کونکی ساتونکي مامور دي چی هغو د اعمالو لیکونکي او د خدای مقربې پرښتې دي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
همګانی څارنه د اسلام له ویاړونو او ښکلای لاره چاره ده چی د هغې په رڼا کې ټول خلک له دې پرته چی د یوه بل خصوصی حریم ته ورداخل شي باید د یوه بل د کړچار په نسبت حساس ووسي . په داسې څارنه کې د ټولنې وګړي باید خوبیانې دود کړي او وګړي له ناخوښو کارونو منع کړي چی په حقیقت کې هماغه د امر بالمعروف او نهی از منکر اصل بلل کیږی . خدای تعالی د عصر سورت په دریم ایت کې فرمایی مګر هغو چی ایمان یې راوړې دې او نیکوکار شول او د یوه بل په دین کې د سموالی ، ریښتیاوالی او پایدارۍ سپارښتنه کوي .
««««««««««««««««««««««««««««««
د څارنې د راز راز ډولونو په جاجونې سره پوهیږو هغه ټول څارونه چی ورته مو اشاره وکړه ، د ټولنې د غوړیدا لپاره ضروری دي او په داخلی څار او په ټولنه کی د اخلاقو په ودې په تکیې سره په بهرنی څار سترګې پټې کړو ځکه که څه هم د انسان زغم هغه له ګناه لیرې کوی ، خو د هغه د تیروتنې خنډ به نشی . بهرنی څارنه پر دې سربیره چی په ګناه حساس دې ، د وګړیو تیروتنه هم ورته یادوی تر څو هغو له ګناه او تیروتنې لاس واخلی . د بیلګې په توګه پرهیزګاره انسانان له دروغ ، تهمت لګولو او نورو ګناهانو ډډه کوي . خو ممکنه ده په دې ډول کړچار وکړی چی د دینی ټولنې د عرف په نظر کې ناخوښ وبلل شی . بهرنی څارنه هغو د داسې کړچارونو له بدرنګیو خبروي او د انسان له لوری د داسې چارو د ترسره کیدا خنډ کیږی .
پای