الهي نومونونه ؛باقي ؛
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i113576-الهي_نومونونه_باقي
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د الهي نومونو نومې لړۍ له نننۍ یو اتیایمې برخې سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په دغه نننی مطلب کې درته دخدوندمتعال د ؛ باقي ؛نامې په باب درسره غږیږو، هیله ده د  استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 17, 2022 15:30 Asia/Kabul
  • الهي نومونونه ؛باقي ؛

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د الهي نومونو نومې لړۍ له نننۍ یو اتیایمې برخې سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په دغه نننی مطلب کې درته دخدوندمتعال د ؛ باقي ؛نامې په باب درسره غږیږو، هیله ده د  استفادې وړ مو وګرځي .

خداوندمتعال تل  باقي دی او هیڅ ابتداء او انتها نه لري او دهغه وجود تل پاتې او نه فنا کیدونکی او نه بدلیدونکی دی.باقي نورو ته بقاء بخښي او هره بقاء او وجود، له باقي څخه دهغه  هستي او وجود او تل پاتیکیدا سرچینه اخلي .

دوستانو لکه څنګه چې په تیرمطلب کې مو ووئیل،الهی نامې او د خداوندمتعال د پيژندګلوۍ  تر ټولو اساسی او ښه وسیله او د هغه د عبودیّت او بندګۍ  په لاره کې  ګام پورته کول دي . د خداي عظمت او منزلت   په دغو نامو سره رابرسیره کیږي .انسان د اسماء حسنی د درک او فهم په سیوري کې  پوهیږي ،چې  مطلق حاکمیّت،پنځون او مالکیّت او داسې نور ،،، یوازې  او یوازې د خداي مقدس ذات ته مخصوص دي او دغه درک او پوهه ، ددې په ترڅ کې  چې  له انسان سره مرسته وکړي،څو خپل ځائيګی په پنځون کې وپيژندي، هغه د خداوندعظیم په  اړه ،باطني،خضوع او خشوع ته اړباسي .یوه هغه نامه چې د خپل پروردګار په پيژندګلوۍ کې د انسان له درک او فهم سره مرسته کوي،د خداوندمتعال؛باقي؛نامه ده،چې په دې اړه نن درسره غږیږو، او ورڅخه  ګټه پورته کوو .

=    دوستانو؛باقي ؛ په لغت کې د فنا په مقابل کې دی . باقي نامه،د ؛بقی؛له ریښې څخه د ثابت،ټینګیدا او دوام او د فنا کیدا او له نابودۍ په ضد معنا لري.؛باقي ؛د ټکو پيژندنې له پلوه،داسې څوک دی چې هیڅکله نه پناه کیږي . او پاي او انتها نه لری او تل پاتې او بې انتها دی.د خداي تعالی دنامې په  توګه دغه نوم،د هغه چا په معنا ده چې هیڅکله دهغه په لاره کې فنا نشته . همداراز خداوندرحیم، ؛ باقي ؛یو داسې ازلی او ابدي دی،چې وجود ئې دایمی دی او نشتوالی له هغه سره نه ښائي؛ باقي ؛ نورو ته بقاء ورپه برخه کوي او هره بقاء او وجودي،له خداوندمتعال څخه د هغه د وجود اوتل پاتیکیدا باقي ده او هغه  ته مطلقه اړتیا لري .

خداوند رحمان د قرآن کریم د طه سورئې په ۷۳آیت کې فرمائي ، وَالله ُ خیَرً وَ أ بقیٔ   او خداوند لاښه او تل پاتې دی ::همداراز د شورا سورې په ۳۶ایت کې هم خداي تعالی فرمائي ؛وَما عِندَ اللهِ خَیرً وَ أبقیٔ او هغه څه چې له خداي سره دي ، لا ښه او تل پاتې دي::: 

 داسې ښکاري ،په دغو آیتونو کې د؛بقی؛ ټکی هماغه د ؛باقي ؛ لغوي معنا ده او په ډې ټکي ټینګار لري،چې ددغې نامې مطلق او حقیقي کارندوالی ، یوازې د خداي لرَه دی . په بله معنا د خداي تعالی بقاء او تل پاتیکیدا  له هیڅ یوه شرط سره مشروطه نه ده، هغه به تل وي ، پس  له نابودۍ وروسته به  هم  درسته نړۍ  هم تل پاتې وي  او د هغه دوجود لپاره د هیڅ ډول انتها تصّور  نشته .همداراز  خداوندمتعال د الّرحمن سورې له شپږویشتم تر اته ویشتم آیتونو کې فرمائي،؛ كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ ﴿۲۶﴾   وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ ﴿۲۷﴾ ؛؛؛    هرڅه چې پرمځکې موجود دي،فناکیدونکي او مرګ لرونکي  دي او د تا د پروردګار ولولناک او غوره ذات به باقي پاتې وي،پس دخپل پروردګار کوم کوم نعمتونو څخه انکار کوئ::: 

 =  ددغو آیتونو له ظاهره داسې استفاده کیږي،چې،کُلَ شیء،درست موجودات پکې شامل دي ،د خداي له ذات پرته ،چې هیڅ مرګ او فنا نه لري .د قرآن کریم لوي مفسّر علامه محمدحسین طباطبائي ، په المیزان کتاب کې  ددغو شریفو آیتونو په په تفسیر کې لیکل شوي دي ،دغه فنا(موجودات)د الهي نعمتونو برخه ده،ځکه د خداي وآخوا ته  له دنیا څخه له منتقلیدا پرته بل څه  نه دي .نو ځکه خدای تعالی دا پخپلو آیتونو کې د خپلو نعمتونو برخه شمیرلې ده . همداراز د علامه طباطبائي له نظره،له؛وجه الله ؛څخه مراد اسماء الله دی.ځکه هر شی پخپلې څيرې او مخ سره له نورو سره مخامخیږي .د خداي او مخلوق ترمینځ واسطه هم  دهغه نامې دي او خداي تعالی د خپلو نامو له لارې، عالم تدبیروي او مخلوق د خداي د نامو له لارې دهغه معرفت ته رسیږي او  هغه  لولي  او یادوي ئې .

خداوندمتعال  د نحل  سورېئ په ۹۶آیت کې  فرمائي ؛ مَا عِنْدَكُمْ يَنْفَدُ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ بَاقٍ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُوا أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۹۶﴾ 

هغه څه چې  له تاسره دي،پاي ته رسیږي او فنا کیږي،خو هغه څه چې  له خداي سره دي ، باقي پاتیکیږي اوپه تحقیق سره به  مونږ د صابرانو دهغه  څه په بدل کې چې ئې کړي دي  لاښه جایزه ورکړو . ::::

 

=    مومن انسان له فنا کیدونکو معبودانو سره د باقی پاتیکیدونکي خداوند متعال  په پرتله کولو سره پوهیږي ، چې خداوندقدوس د حکومت او دبندګۍ وړتیا لری ؛ ځکه چې  باید  دانسان معبود او فریاد آوریدونکی تل باقي پاتې شي،څو همیشه او په درستو شیبو کې تاوان او ضرر له هغه لیرې او دهغه ګټې تامین کړي.موحد انسان،حضرت ابراهیم علیه السلام خپل بیلګه ګرځوي  او دهغه په شان  په خداوندباقي پسې دی،نو ځکه هغه ندا ورکوي،چې زه،ډوبیدونکي او فناکیدونکي نه خوښوم او بدلیدونکي فنا کیدونکي او تاوان موندونکي شیان نه منم  او ورڅخه ستاینه نه کوم ::

یوه قرآني اصطلاح،؛باقیات صالحات؛دی .باقیات صالحات،هغه اعمال دي چې د انسان لپاره ئې ثواب باقي پاتیکیږي.همداراز له خداوندمتعال سره  ډير زیات ارزښت او اهمیّت لري او ترټولو ښې جایزې او انعام ته درسیدا لپاره یوه لاره ده.خداي تعالی دغه اصطلاح په دوو آیتونو کې کارولې ده،د کهف سورې په ۴۶ایت کې خدای تعالی  فرمائي؛  الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا ﴿۴۶﴾    

؛ مال او بچیان  د دینا دحیات ښکلا ده  او  صالح اعمال چې (ترقیامته ) باقي دي ، له پروردګار سره لا ښه  جایزه لری  او د هغه رحمت ته د رسیدا لپاره  لا هیله منونکی دی ::په دنیا کې بچیان او  مال  هغه چارې دي چې  دانسان لپاره ښکلي شوي دي  او د انسان زړۀ ورته لیواله او مشتاق  دی  او  هیلې ئې له دوي چورلي،البته دا داسې زر تیریدونکي چارې  دي چې ګټې ئې چې  انسان ورڅخه تمه لري،نه  ئې پوره کوي ، په داسې حال کې چې  دخداي په نزد د انسان  غوره او صالح عملونه   محفوظ او خوندي دي  او دهغه لپاره باقي پاتیکیږي . 

=     همداراز دخداي تعالی د مریّم سورې په ۷۶آیت کې  فرمائي ؛ وَيَزِيدُ اللَّهُ الَّذِينَ اهْتَدَوْا هُدًى وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِنْدَرَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ مَرَدًّا ﴿۷۶﴾

 او خدا وند هغه کسان چې  هدایت شوي دي د هغوي لازیاته لارښونه کوي  او تل پاتې نیکۍ، د تا د پروردګار په نزد لا ښه  جایزه او  لاښه انجام لري ::: 

  هماغه شاه چې پوهیږو،ددغې نړۍ درست خوندونه،شتمنۍ او برخمنتیاوې  فنا کیدونکي او زوال موندونکي دي ،نو ځکه  په نړۍ کې تر ټولو عاقلانه کار ، په باقي دفاني بدلول دي  او ممکنه ده ، تر ټولو ښه کار  دا دی چې  انسان تر  هغه حده چې ئې کولی شي،د خداي په لاره کې قربان کړي . دغه قربانیدا په حقیقت کې  یعني هغه څه چې  لري ئې،کمال  و نیکمرغۍ ته درسیدا  لپاره ئې خرڅ کړي،ځکه د خداي په نزد،چې عالم بقا،فیض او برکت دی،هرهغه څه چې د ښه والي له جنسه دي،  شیبه په شیبه ورزیاتیږي .البته  واضحه ده چې په باقي د فاني بدلیدا،صدقو،خیرات او بخښنو او سخاوتونو ته  محدوده نه ده،بلکې کله  انسان  خپل درست زړه او باطن د حق په کار کې  وکاروي  او له ځان سره ژمنه وکړي،چې د معشوق او د هغه د رضا د جلبولو له لارې  نه خارجیږي، او په دغې ژمنې عمل کوي،نور  هرڅه چې وکړي ، باقي پاتیکیږي.

په بندګانو کې هغه څوک د خدای تعالی په  باقی   نامې  سنبالیدلی شي ، چې د هغه بندګي تل،دوامداره او تل پاتې شي او درست کارونه  خداوندمتعال ته وسپاري . دغه شان کس پوهیږي ، چې  خداوندمتعال هغه  د بقاء  لپاره پنځولی دی . هغه  هرڅه عین حق ګڼي  او د حق په سترګه ګوري او د حق په غوږو سره  آوري او د حق به ژبه خبرې کوي  او په یوه کلام کې حق تعالی د  هغه په ځاي کیږي او د هغه درست وجود  دحق چارې  ډکوي .

   =  دوستانوددغه مطب  وخت هم پاي ته رسیږي ، نو لاس په دعا کیږ، او د خداي په درګاه کې عرض کوو ،چې ؛؛؛  ائ خدایه! ته باقي ئې ،او نور فاني ، ته لوړمرتبه  او لوي ئې ،ته یکي یوو او له هرڅه بې نیازه  او  ټول تاته نیازمند دي ، ائ پروردګاره ! د مونږ دوجود حقیقت  مونږ ته راوښایه څو  ښه ئې وپيژنو او دنړۍ حقیقت  پر مونږ راڅرګند کړه څو یوازې د تا په لور ګام پورته کړو ،ائ لویه خدایه ! مونږ سره  د ابدیّت د بقاء  مرسته وکړه ، څو  له هغو کسانو سره یو ځاي چې  له نبیانو ،صدیقینو ، شهداؤ او صالحینو څخه  دې ورته نعمت ډالۍ کړی ، نیکمرغۍ ته ورسیږ، په رښتیا چې ته ! په هرڅه  توانا ئې ، ائ عظیمه پروردګاره !!!!!

(سیماب)

***********************************************