د روغتیا خپرونه/ د غدو ناخوالې او ناروغتیاوې
عزیزانو یادونه کوو چي په دغه خپرونه کې وړاندې شوي معلومات د داکټر د تشخیص ځای نه نیسي او د خپلسري درملنې په موخه نه دي، که تاسو د ناروغیو له کومو نښو سره مخامخ شئ نو باید سمدلاسه ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
د بدن داخلي غدې داسي هورمونونه تولیدوي چي کابو په ټولو حجراتو، اندامونو او د بدن په ټولو کړنو اثر کوي، هیپوتلاموس، هیپوفیز، تیروئید، پاراتیروئید، آدرنال او تناسلي د بدن د داخلي غدو څخه دي، که څه هم پانکراس د هاضمې له جهاز سره تړاو لري، لیکن د هاضمې د انزایمونو د تولیدولو د امله د بدن د هورمونونو د تولیدونکی په سیسټم کې راځي، هیپوتالاموس چي د ماغزو په کښتني برخه کې واقع شوی دی، د بدن د داخلي غدو او د عصبي سیسټم تر مینځ اړیکه جوړوي او هیپوفیز غده کنټرولوي.
په تېره خپرونه کې مو د هیپوفیز د کم کاری په هکله خبرې وکړې خو په روانه خپرونه کې به تاسو ته د هډونو د کمزوري کېدو یا د خالې کېدو د لاملونو او نښو په هکله معلومات درکړو.
Osteoporosis یا د هډونو خالي کېدا، داسي یوه ناروغي ته ویل کیږي چي د امله یې په هډونو کې کلسیم او فسفات او نور منرالونه چي هډوکې مضبوطوي، له مینځه ځي، هډوکې کمزوري کوي چي په معمولي شان ته فشار سره ماتیږي.
البته د هډوکو د نرموالې او د هډوکو د خالې کېدو تر مینځ توپیر شته، د هډوکو نرموالې یا Osteomalacia چي د ویټامین D نشتوالې ته ورګرځي هم د هډوکو د نرمېدو سبب ګرځېدایشي خو دغه ناخوالې د ویټامینونو په استعمال سره ښه کیږي خو د هډوکو د خالې کېدا یوه اکتسابي ناخوالې ده چي اکثره په زیات عمر لرونکو کسانو کې لیدل کیږي، د هډونو د خالې کېدو ناخوالې لومړی پړاو کې هیڅ نښې نه لري او ورو ورو پرمختګ کوي تر دې چي د هډونو د ماتېدو سبب ګرځي، خو دغه ناخوالې اکثره د ملا د مهرو او د ورنونو د هډوکو د کمزوري کېدو سبب ګرځي.
په دغه ناخوالې کې د بدن هډوکې په دوامداره توګه د ځوړتیا په لور ځي خو بیارغونه یې نه کیږي، اکثره هډوکې د ۲۰ کلني او ۳۰ کلنی تر مینځ پیاوړي کیږي او تر ۴۰ کلنی وروسته دغه بهیر دریږي، کله چي هډوکې خپل کمزوري حالت ته ورسیږي نو بیا د هډوکو د خالی کېدا د ناخوالې تشخیص کېدونکی دی، دا په دې معنا ده چي په ځوانی کې دغه ناخوالې د تشخیص وړ نه دی.
د دې ناخوالې لامل نه دی څرګند شوی خو ځینې داسي دلایل شته چي ورسره د هډوکو د خالې کېدو د ناخوالې د رامینځ ته کېدو خطره زیاتېدایشي، په میرمنو کې د استروژن کموالې چي اکثره د یائیسګی یا د عادت تر بندېدو وروسته رامینځ ته کیږي هم د هډوکو د خالې کېدو ناخوالې رامینځ ته کولایشي، له دې نه علاوه د بدن د داخلي غدو او د هورمونونو نقصان هم دغه ستونزه رامینځ ته کولایشي، له دې جملې څخه د ټسټاسترون د هورمون کمېدا او یا هم پاراټاید او د کورټیزول زیاتوالی ته اشاره کولای شو.
نور داسي ثانویه لاملونه هم شتون لري چي د هډوکو د خالې کېدو خطره رامینځ ته کولایشي لکه روماتولوجي ناروغۍ، د پښتورګو ستونزې، Anti-inflammatory یا د پاړسوب ضد اسټروئیدی درملې. یو شمېر جنیتیکل ناخوالې لکه د ماتېدونکو هډوکو وراثتی یا جنیټیکل ناخوالې، Cystic Fibrosis او داسي نور.
د ژوند ناسالمه طریقه هم د هډوکو د خالې کېدو ناخوالې رامینځ ته کولایشي، د مثال په توګه، د سیګرېټو څکول، شراب څښل او سپورټ نه کول، ځکه چي په یادو مواردو کې د بدن وزن زیاتیږي او ورسره هډوکې کمزوري کیږي.
منظم سپورټ، په ویټامین D او کلسیم بډایه خوراک او لمر اخیستنه د هډونو د خالې کېدو د ناخوالې د رامینځ ته کېدو مخنیوی کولایشي.
البته یادونه کوم چي تر دې مخکې داسي فکر کېدا چي چای او کافي هم دغه ناروغی لپاره ضرر لري خو د نویو موندنو پر بنیاد کافئین لرونکي څښاک لکه چای د هډوکو له کمزورتیا سره هیڅ تړاو نه لري.
اکثره ناروغی د پیدا کېدو سره سم، خپلې نښې او نښانې څرګنډوي لیکن د هډوکو د خالې کېدو ناخوالی هیڅ نښې نه لري تر دې چي د هډوکو بیخ یې استلی وي او د ماتېدو سبب وګرځي، په دې خاطر دغه ناروغۍ ته خاموښه ناروغي هم ویل کیږي.
اکثره د دې ناروغی د امله د لاس د بند، د ټوټی او یا د ملا د مهرو هډوکې ماتیږي، خو دغه ناخوالې په یادو هدوکو پوري محدود نه ويو د بدن نوري هډوکې هم ماتېدایشي، اکثره د لاس د بند او د ټوټي هډوکی تر غوځارېدو وروسته ماتیږي خو د ملا مهرې له کوم لامل پرته ماتېدایشي، او په ملا کې د سختو دردونو لامل ګرځي، په دې توګه چي د ملاتیر ورسره کږېدایشي. ځینو مواردو کې په اتروشی یا د یو معمولی شان وزن په پورته کېدو سره د ناروغ د ملا مهرې بې ځایه کېدایشي.
د هډونو د خالې کېدو د ناخوالې د کچي د څېړلو په نتیجه کې معلوم شوی چي له ۵۰ کلونو بره ۲۰ سلنه نارینه او ۵۰ سلنه میرمنې یو ځلی د دې ناخوالې د امله یې هډوکې ماتي شوي دي. په دغو ناروغانو کې د ملا د مهرو او د ټوټی د هډوکو ماتېدا تر ټولو زیات پېښېدونکی دی، د ټوټو ماتېدا په ښځو کې د نارینه و په نسبت زیات لیدل شوی.
ځینې څېړنې ښیي چي یو شمېر کسان په جنیټیکل توګه د هډوکو د خالې کېدو په ناخوالې اخته کیږي. دا په دې معنا دی چي یو شمېر کسان یا د مور او یا هم له پلار څخه دغه ناروغي په ارث کې ورسیږي، خو سره له دې دا په دې معنا نه ده که د یو چا مور او یا پلار د هډونو د خالي کېدو په ناخوالې اخته وي هرو مرو به دی هم په اخته کیږي.
د هډونو د خالی کېدا ناخوالې د DEXA په سکن او اکسری سره کتل کېدایشي، دغه ازمایښ اکثره د ملا په مهرو او د لاس په بندونو تر سره کیږي، د یادې ناخوالې په شدید حالاتو کې هډوکی په اکسرې کې نازک ښکاري، خو د ملا د مهرو د ماتېدو سره سره، نخاع ته کوم زیان نه اوړي، ډاکتر د دې لپاره چي د ناروغی لامل ورته څرګند شي د ټایراید ازمایښت هم تر سره کوي تر څو په بدن کې د هورمونونو کچه وڅېړي.
ډاکټر د ناخوالې د لامل تر پیدا کېدو وروسته د هغه د درملنې لپاره اقدام کوي، که څه هم د هډوکو د خالي کېدا د ناخوالې پوره پوره علاج کېدونکی نه دی خو په وختي تشخیص سره یې د پرمختګ مخ نیول کېدلایشي، تر دې چي ناروغ د وخت په تېرېدو سره خپله سلامتي تر لاسه کړي. Bisphosphonateدرملې د د دې ناروغی د علاج لپاره کارول کیږي، په دغه درمل سره د ملا د مهرو او د ټوټو د هډوکو د ماتېدو خطره له مینځه ځي، ویټامین D او کلسیم خو بیخي ضروري ده، هغه میرمنې چي یائیسه شوي یعني د عمر په زیاتېدو سره یې میاشتنی عادت ختمه شوی وي، د استروژن درملې ورکول کیږي خو په اوږدمهاله کې د استروژن درملې نور زیانونه رامینځ ته کولایشي.
د هډوکو د خالي کېدو ناخوالې که د زیاتې مودې لپاره له درملنې پرته دوام وکړي، بلاخره د ناروغ د هډوکو د ماتېدو سبب ګرځي، دې سره ناروغ د حرکت توان د لاسه ورکوي او په تېره بیا په زیات عمر لرونکو کسانو کې د هډوکو ماتېدا او په بستر کې پاته کېدا نورو ناروغیو ته هم زمینه برابروي، دې ټکي ته مو پام وي چي سپورټ د هډوکو په جوړېدا کې زیات رول لوبوي، په تېره بیا درانه ورزشونه کولایشي د هډوکو د پیاوړې کېدو سبب وګرځي، په دغه ناخوالې اخته کسانو ته ورزش تر هر څه ضروري چاره ده، همدارنګه ناروغ باید له سیګرېټو او شرابو ډډه وکړي او سالم خواړه وخوري.