سلمان رشدي د خپلو شیطاني غشو ژوبل
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i120048-سلمان_رشدي_د_خپلو_شیطاني_غشو_ژوبل
رشدی په ۲۰۱۸ کال کی فرانسې ته د خپل سفر په وخت وویل ۳۰ کاله تیر شول اوس هر څه ښه دي ، زه هغه وخت ۴۱ کلن وم او اوس ۷۱ کاله عمر لرم . مونږه په هغه دنیا کی ژوند کوو چی د اندیښنې وړ موضوګانې ډیر ژر بدلیږی ، له دې وروسته د ویریدا لپاره نور دلایل نشته دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2022 12:47 Asia/Kabul
  • سلمان رشدي د خپلو شیطاني غشو ژوبل

رشدی په ۲۰۱۸ کال کی فرانسې ته د خپل سفر په وخت وویل ۳۰ کاله تیر شول اوس هر څه ښه دي ، زه هغه وخت ۴۱ کلن وم او اوس ۷۱ کاله عمر لرم . مونږه په هغه دنیا کی ژوند کوو چی د اندیښنې وړ موضوګانې ډیر ژر بدلیږی ، له دې وروسته د ویریدا لپاره نور دلایل نشته دي

 

د ۱۹۸۸ کال ستمبرد برتانیا د تاریخ یو تر ټولو زیات شور جوړونکې اوسپکونکې کتاب یعنی ایات شیطاني د استعمار د مالی او تبلیغاتی شبکې په مرسته خپور شو . د دغه کتاب خپریدا د سطلې د نظام د نوی چل په توګه ټاکل شوی وه د اسلام په ځلانده څیرې ګوزار وکړی . د اروپایانو پراخ او رسندوی تبلیغات منجمله د انګلستان د کال د بهترین کتاب په توګه د دغه کتاب انتخاب د شیطانی ایتونو د غیر طبیعی او چټکې مشهورتیا سبب شو . په عین حال کې د اسلام ګران پیغمبر ته دغه عظیم جسارت د نړۍ د شلو مسلمانو هیوادونو په تیره بیا د پاکستان ، هند ، سوډان ، افغانستان ، کنیا ، لبنان ، تایی لینډ ، تنزانیا ، انډونیشیا ، سنګارپور ، وینزویلا او ایران د مسلمانانو د غوسې سبب شو .

د سلمان رشدي د شیطاني ایتونو ناول  هغه کفرامیز کتاب وو چی د خیالی کیسو په چوکاټ کې یې د مسلمانانو په باورونو ملنډې وهلې او د نړۍ د پالونکی او الهی پیغمبرانو سپکاوې یې کړې وو . په همدې دلیل د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۵ حضرت امام خمینی رح د سلمان رشدی د ارتداد تاریخی حکم صادر شو . امام خمینی رح د دغه بهیر د شنډولو تر څنګ اسلامی دولتونه او د نورو الهی دینونو پیروان د صیهونیستی او لویدیځو تفکراتو د شیطانی مرکز او سلطې د نظام په وسیله د رسندوی او پراخ تبلیغاتی جنګ په نسبت ځیر کړل .

د برتانیا پولیسو له دغې فتوا سملاسی وروسته د سلمان رشدی لپاره سختې امتنیتی تابیاوې غوره کړې . دغه لیکوال  له فتوا وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۶ ځله خپل استوګن ځای بدل کړ او تر ۲۰۰۲ کاله پورې ۱۳ کاله پټ ژوند وکړ .

د فرانسې ښاریز لبنانی الاصل مصطفی محمود مازح هغه لومړنې کس وو چی د امام خمینی رح د ارتداد د حکم له صادریدا شپږ میاشتې لږ مخکې په ۱۳۶۷ کال د زمری په ۱۴ د سلمان رشدی پټنځای معلوم کړ او د څلور ورځنی استوګنیدا لپاره د سلمان رشدی په استوګنیدا هوټل ته ورغله . هغه د خپلې استوګنیدا په دریمه ورځ له دې وروسته چی د هوټل له یوې خدمتکارې ښځې د سلمان رشدی د تګ راتګ پوښتنې وکړې ، پرې شک وشو او د انګلستان امنیتی او استخباراتي عسکرو هوټل ته مخه کړه خو هغه هم په یوې چاودنې سره د خپلې نیونې مخه ونیوله .

رشدی په ۲۰۱۸ کال کی فرانسې ته د خپل سفر په وخت وویل ۳۰ کاله تیر شول اوس هر څه ښه دي ، زه هغه وخت ۴۱ کلن وم او اوس ۷۱ کاله عمر لرم . مونږه په هغه دنیا کی ژوند کوو چی د اندیښنې وړ موضوګانې ډیر ژر بدلیږی ، له دې وروسته د ویریدا لپاره نور دلایل نشته دي .

Image Caption

 

د رشدی له دغو خبرو څلور کاله نه وو تیر شوی چی د ۱۴۰۱ کال د زمری په ۲۱ د هادی مطر په  نوم د یوه ۲۴ کلن ځوان په وسیله په رشدی د حملط خبر خپور شو . هغه د امریکا د نیوجرسی اوسیدونکې دې چی د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۲ نیټه یې مرتد رشدی د چاقو په ګوزارونو روغتون ته ورسوه او لویدیځوالو ته یې وښودله چی اسلامی نړۍ ژوندی ده او خپلو اصولو او اساس ته ډیره پایبنده ده .

د شیطاني ایتونو ناول د پیغمبر عظیم الشان شخصیت ته سپکاوې دې چی ډیر بی شماره انسانان یې د هدایت په کشتۍ کې سپره کړی او په پرله پسې پیړیو کې په څپانده موجونو او پیښو کې پرمخ لاړ دي . همدااوس هماغه کشتی د وخت په سمهندر کی روانه ده . د  لا اله اله ا... بیرغ پورته شوی او محمد رسول ا... په هماغه پرتم او عظمت سره هغه هدایتوی .

د اسلام دپیغمبر د شخصیت عظمت  د هغو خدماتو په وجه دی چی هغه بشری ټولنې لپاره ترسره کړی دي . د اسلام گران پیغمبر د مدبر ، وسمن  . حکیم او قادر خدای په پیژندلو سره بشر  د شرک ، الحاد ، بت پالنې له زنځیر خلاص کړ . حضرت محمد مصطفی ص د بشر په تورتم ژوند کې د نور او رڼا کړکۍ خلاصه کړه او زده یې کړل چی انسان په حقیقت پسې په تلو او د عقل په رڼا کې  له تورتم او تیارې خلاصیدلې شی  . هغو تل د منطق په ځواک سره  له مخالفانو سره مخامخیده او د خدای تعالی په وینا فرمایل یې ، قل هاتوا برهانکم ، ووایه خپل دلیل راوړئ .

ډیر کلونه کیږی چی ځینې لویدیځې رسندوی له خپلو دولتونو سره غږمله په پلان شوی او هدفمنده توګه هڅه کوی چی د اسلام او پیغمبر اکرم ص داغی او غیر واقعی څیره وړاندی کړی . که څه هم په دغو دسیسو پسې مسلمانان په لویدیځو او هالیوډي رسندویو کې ځیږ او افراطي کسان معرفي شوي دی او په دغه اسلام دښمنۍ پسې د یو شمیر کساتو لیوالتیا او د رسول ا... مبارک په ژوند کې دلچسپۍ زیاته شوی ده . میرمن کرن ارمسترانګ چی یوه غیرمسلمانه  انګریزی ژبی څیړانده ده ، په دغو کسانو کی شامله ده . هغې د رشدي په وسیله د اسلام د ګران پیغمبر د سپکاوی د لمنې د پراخیدا په دلیل د محمد (ص ) کتاب لیکلې دې  او د لویدیځ د ازاد فکره پوهې په توګه یې د بشریت په تاریخ کې د حضرت محمد ص په عظیم اواغیزمن شخصیت اعتراف کړی دی . هغه په خپل کتاب کی لیکی د لودیدیځ اوسنې اسنان باید د حضرت محمد ص له تعلیماتو په دغه رنګا رنګ دنیا کې د خپل هدایت لپاره مهمې مسلې زده کړي .

د ۲۰۰۱ میلادی د ستمبر په ۱۱ په امریکا کې په پراخو حملو او د اسلام او پیغمبر ارم ص پرضد دحملو په اوج سره میرمن ارمسترانګ چی خپل کتاب  یې له دغو پیښو مخکې  لیکلې  وو ، د خپل کتاب سریزه بیا ولیکله . هغی په دغه سریزه کې  دغه تاوتریخوالی د اسلام او حضرت محمد ص له روح سره په تضاد کې بللی دي هغه لیکی د اسلام ټکی چی د خدای په وړاندې د تسلیمیدا  په  معنا دی ، د سلام له جرړې او د سولې په معنا ده . د پیغمبر اکرم ص عملی روده هم د همدغه اصول په اساس  ده .

البته له تبلیغ او شورماشور په استفادې سره  د مسلمانانو د سپیڅلی او ځانګړو څیرو خرابول هغه یوه روده ده چی د اسلام دښمنانانو تل د دغه اسماني دین د څیرې د داغی کولو لپاره په رواتنی جنګ کې پرمخ نیولی ده . د دغه زشت چل په اساس د لودیدیځ تبلیغاتی دستګاه د اسلام له سوچه لیدتوګو او منطق سره په مقابله کی د بی وسۍ په دلیل د خپلو لیدتوګو  ، افکارو او دریځونو ناکارندوالې په  وجه سپکاوی ، شورماشور ته مخه کړی ده .

د رسول ا... مبارک په وخت کی هم وضعیت همدغسې وو .د مکې مشرکانو کله چی د بیغمبر ص منطقی او عقلانی کړچارونه لیدل ، د دې په ځای چی خپل کړچار باندې نیوکه وکړی و نو د شورماشور اوفضا جوړونې ته یې مخه کوله تر څو اجازه ورنکړی د هغو خبرې وانه وریدل  شی او له بل پلوه ساده او ظاهرلیدونکی خلک ځان په لور ورکش وایی  او دا حکایت تراوسه پاتې دې .

لویدیځ هم په داسې دریځ سره هڅه کوی چی د اسلام د اصلی شخصیت د څیرې په خرابولو سره  مسلمانان او نور خلک په شک کې پرباسی او په دغه شک پسې خپل ناسم افکار په خلکو القا کړی . هغو هڅه کوی په توهین او بې اساسه سپکاویو سره د اسلام په اړه د خلکو د تفکر او تدبر خنډ شی .

جالبه دا ده چی د اسلام د ګران پیغمبر د سپکونکیو کارټونونو له چاپولو ملاتړ او د بیان د ازادۍ په پلمه د دغو انځورونو بیا خپریدا سره ترسره کیږی . اروپایی دولتونه خپل هیوادونه د زادۍ زانګو بولي او دا ازادۍ د نورو دینونو د مقدساتو په شمول  په هر څیز مقدم او بره بولی .

حال دا چی   د زادۍ تر عنوان لاندې د بشر معنوی زیرمې او بهترین ایډیالونه نشی تباه کیدلې . د دنیا په هیڅ  حقوقوی نظام کې د هرې عقیدې څرګندول مطلقا ازاد ندي  او هر هیواد د خپلې ایډیالوجی او اخلاقی اصولو ته د پایبندۍ په اندازه د بیان د ازادۍ لپاره محدودیتونه جوت کړی دي . د نړۍ درست پوهان په دغې چارې ګډ نظر لري چی انسان په خپلو اعمالو او کړنو کې په بشپړه او مطلق ډول ازاد نه دی .

ځینې خبرونه د دې ښودنه کوی چی د رشدي د ساتنې لپاره د میلیون ډالری لکښت په دلیل دا اقدام ممکنه ده پخپله لویدیځوالو له خوا شوی وی ، په هرحال د دغې پیښې ترسره کیدا د اسلام د ستر او عظیم شخصیت حضرت محمد مصطفی ص د پیژندګلوی لپاره بیا تلنګر کیدلې شی . اوس د دې وخت رارسیدلې دی نړیوال د دغه برترین انسان حقیقی حیره وپیژني او بی شکه نړۍ د هغو لوړو تعلیماتو ته اړتیا لري .