د وحدت اونۍ ۳۶ نړیوال کانفرنس
د درز د رامینځته کیدا د مخنیوی او اسلامي وحدت عملیاتی کولو یوه لاره له هغو تکفیری ډلو سره مخالفت دې چی د فتنې اور بلوی
د پیغمبر اکرم (ص)د نیکمرغه زوکړې په ورځو کې داسلامي وحدت ۳۶ نړیوال کانفرنس د اکتوبر له ۹ تر ۱۴ د ایران او د نړۍ د نورو هیوادونو د سلګونو مذهبی شخصیتونو او پوهانو په شتون سره په تهران کې ترسره شو . اسلامي اتحاد ، سوله ، په اسلامي نړۍ کې له شخړې او درز ډډه ، عملیاتي اقدامات ا او اجرایی لارو چارې د کانفرنس اصلی چورلیزونه وو . دغه کانفرنس چی هرکال په دغومبارکو ورځو کې ترسره کیږی ، د هغو نظرخاوندانو وحدت بخښونکی هلوځلو ډګر دې چی له مختلفو مذهبونو درلودلو سره سره یو هدف تعقیبوي او هغه د مسلمانانو عزت او سرلوړی ده . په وحدت کانفرنس کی چی هرکال د اسلامي مذهبونو د تقریب د نړیوالې ټولنې په همت په ایران کی ترسره کیږی ، له درستې نړۍ پکې پوهان شتون پیدا کوی تر څو د اسلامي نړۍ د انسجام او وحدت زمینې وڅیړي او مناسبې حل لارې اومخ په وړاندی چیلنجونو په مقابل کې ګډ دریځونه وړاندی کړي .
د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس د اکتوبر په ۱۲ د اسلامي ایران د ولسمشر او د اسلامي نړۍ د ځینو لوړ رتبه شخصیتونو په شتون سره د اسلامي مذهبونو د تقریب ټولنې لخوا ترسره شو .
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم د اسلامي وحدت کانفرنس د پیلیدو په مراسمو کښې وویل د دې کانفرنس پيغام دا دی چې مونږ غواړو د اوسني انسان ژوند د دین په بنیاد جوړ شي. د اسلامي نړۍ شهیدانو بیدارۍ رامینځته کړه. ځینو فکر کوه چې اسلام یوه شخصي چاره ده خو د اسلام د شهیدانو د وینې په برکت اسلامي بیداري رامینځته شوه او ټول مسلمانانو غواړي چې د اسلام د اصولو مطابق ژوند تیر کړي. زمونږ دښمن له هم دې ویریږي.
شک نشته چې استکباري نړۍ نن سبا د اسلام د دیانت خلاف له کینې ډک واحد دریځ غوره کړی دی داشان چې پرله پسې د دروغو په نشرولو او د اسلام او د رسول ا... مبارک د کورنۍ په سپکاوي سره د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې اچولو هڅه کوي. په دې حساس پړاؤ کښې د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالي ضرورت له مخکښې زیات احساسیږي او په هم دې اساس اسلامي حکومتونه باید پرې نږدي دښمنان په تفرقه اچونې سره د اسلام واحد امت له یو بله جلا او متفرق کړي. په دې وجه د وحدت اونۍ د یوزړه توب او د کلمې د وحدت او د دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاره یو مناسب فرصت ګڼل کیږي .
یوه ستر مجتهد ایت ا... ناصر مکارم شیرازي د دغه کانفرنس په پرانستونکیو دستورو کې د یوه پیغام په ورلیږلو سره وویل پیغمبر اکرم ص کله چی اسلام ته بلنې ورکول پیل کړل نو دغه مذبوته ونه د یوه وړکوټی نیالګی په شان وه چی په زیاتو ټیټو هسکو سره نتیجې ته ورسیده . په هغه وخت کې هم د اسلام د ګران پیغمبر اندیښنه مسلمانانو ترمینځ د اختلاف مخنیوې وو تر دې چی خدای تعالی هم په قران کریم کې وفرمایل ، او جګړه او کشمکش مه کوئ څو سست نشئ او د تاسو شوکت او قدرت له مینځه لاړ نشی .
ایت ا... مکارم شیرازی پر دې په ټینګار سره چی اسلامي امت په تیره بیا پوهان او مبلغان باید په اسلامي ټولنو کې د اتحاد په نسبت حساسیت ولرلې شي او د درز اجازه ورنکړی ، جوته کړه د درز د رامینځته کیدا د مخنیوی او اسلامي وحدت عملیاتی کولو یوه لاره له هغو تکفیری ډلو سره مخالفت دې چی د فتنې اور بلوی . پر دې سربیره د دښمنانو د سپیرو نقشو په تیره بیا په اسلامي نړۍ کې د درز او شخړې د رامینځته کولو په اړه د غلیمانو د نقشو په ډاګه کول د اسلام د غلیمانو د نفوذ او فعالیت مخه نیولې شی .
د بیروت د جمعې امام حجت الاسلام سید علی فضل ا... هم په دغه کانفرنس کې د دې خبرې په کولو سره چی مسلمانان د استکبار په وړاندی ډیر چیلنجونه لري چی له وحدت پرته به دغه مشکلات ختم نشي ، وویل مونږه باید اجازه ورنکړو چی نړیوال استکبار او د قدس نیواکګر رژیم خپلو هدفونو ته ورسی او اسلامي ټولنو ترمینځ د درز او فتنې په رامینځته کولو سره مونږه له یوه بل جلا کړي . مونږه ټول یو ګډ دین لرو چی باید په هغه توسل وکړو او له درز ډډه وکړو .
دغه لوړ رتبه لبنانی عالم دې ته په اشارې سره چی د اسلام دښمنان زمونږ سره د مقابلې لاره د درز په رامینځته کولو کې وینی او خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره له هیڅ کوشش ډډه نه کوی ، دوام ورکړ ، وحدت زمونږ لپاره یوه اصلی سټراټیجۍ ده چی باید پرې په ځانګړي توګه عمل وکړو ځکه چی له جنګ ، سستی ، درز د ژغورنې یوازنۍ لاره هماغه وحدت دی . البته وحدت د مختلفو اسلامي مذهبونو د ټولو اصولو او اعتقاداتو د قبولو یا په یوه د بل په برترۍد ټینګار په معنا نده . بلکې مونږه باید د ادب او اختلافاتو د قبلولو په څنګ کې په هغه څّ چی مشترک لرو ، تکیه وکړو .
وحدت هماغه حیات بخښونکی اکسیر دې چی د اسلامي غورځنګ د اوج له کلونو په ژوندي او خوځنده بڼه د انقلاب د ستر مشراو د هغو د یارانو په ژبه او عمل کې جاری شو او تر ننه هماغه راز د جهاد او شهادت د لارې د ټولو لیوالو ګډ فصل او باب دې . له اسلامي انقلاب وروسته کلونو کېاو تراوسه د انقلاب د معظم لارښود ټولو اقداماتو او سټراټیجیو ته په کتنې سره وینو چی هغو د وحدت موضوع ته ځانګړې پام کړې دې . ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په هغه کتنه کې چی د اسلامي وحدت په کانفرنس کې موجودو عالمانو او پوهانوسره درلوده ، د بیغمبر اکرم ص د ولادت مبارکی وویله او د قدرت په نوی هندسه کې لوړ ځای ته د رسیدا او رول لوبولو لپاره د اسلامی امت مهمه اړتیا اتحاد او انسجام وباله .
حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای د وحدت په کانفرنس کې د ګډون کونکیو بهرنیو میلمنو په ټول کې په دې هکله د پوښتنې په مطرحولو سره چی ایا د مسلمانانو اتحاد او د بدلیدو په حال کې دنیا کې د لوړ ځای درلودلو امکان شته ؟ وفرمایل هو د اسلامي ملتونو ترمینځ اتحاد ممکن دې خو د دباونو او سختیانو په وړاندې دریدا ، عمل او هڅې ته اړتیا لري . حضرت امام خامنه ای پر دې په ټینګار سره چی په دې زمینه کې زیاته هیله د اسلامي نړۍ خواصو ، روڼ اندو ځوانانو او د عمومي افکارو په هدایت کې د هغو رول لوبول ته ده ، زیاته کړه یوه بیلګه د اغیزشیندلو د تحقق امکان د ایران اسلامي جمهوریت دې چی د هغه وخت د دوسترو زبرځواکونو په وړاندې د حضرت امام خمینی رح په هدایتونو سره وړکوټې نیالګې ولګیده او هغه نیالګې اوس په مذبوتې ونې بدل شوی دی چی حتی اوس یې څوک د لوړولو فکر هم نشی کولې .
ایت ا... خامنه ای دغو قراني ایتونو ته په اشارې سره چی د اسلامي امت رنځ او سختی د پیغمبر لپاره کړونکی او د مسلمانانو د دښمنانو لپاره خوشحالونکی بولي ، په ننۍ نړۍ کې د اسلامي امت د رنځونو څرنګوالې تحلیل او وفرمایل د اسلامي نړۍ د مشکلاتو او سختیانو یوشمیر علتونه دي خو یو مهم علت یې درز او له یوه بله د مسلمانانو بیلتون دې . دوی د درز او بیلتون قهری نتیجه ذلت او له عزت لیری کیدا وبلله او تینګار یې وکړ د اسلامي دنیا د خواصو او اغیزمنو کسانو دنده د مسلمانانو ترمینځ د اتحاد لپاره د عملي زمینو او لارو چارو رامینځته کولو باندې تمرکز دې ځکه چی دښمن په مقابل کې په سیمه او فلسطینی ټاټوبی کې د یوې سرطانی دانې او جعلی صیهونیسټ رژیم په رامینځته کولو او پکې خبیثو ، فاسدو ، قاتلو او بی رحمه صیهونیسټانو په ځای پر ځای کولو سره د اسلامي هیوادونو او مسلمانانو ترمینځ په زیات اختلاف رامینځته کولو پسې دي .
د اسلامي وحدت د ۳۶ نړیوال کانفرنس په پاې کې پوهانو د یوې بیانیې په صادرولو سره د اسلامي مذهبونو د تقریب او داسلامي واحده امت د جوړولو په ضرورت ټینګار وکړ . د دغې بیانیې په یوه برخه کې راغلي دي ، د نړۍ اوسنې وضعیت دې ته اړتیا لری چی لهټولو فکري ، علمي او رسندوی ډلو سیاسی فیصله کونکي د تیری ګرو جنګونو د اور د خاموش کولو لپاره کوشش وکړي او په دغه دنیا کې د عادلانه سولې د رامینځته کولو لپاره فضا برابره کړي . دغه هدف ته رسیدا له هر ډول ګواښ او دباو لیرې او مخلصانه نړیوالې ملګرتیا او همداراز د هغو دښمنانو نه لاس وهنې ته اړتیا لري چی په نړۍ کې یې د جنګ رامینځته کونې او فتنې جوړولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې په کار اچولي دي . همداراز د دغې بیانیې په یوه بله برخه کې راغلي دي د اسلامي هیوادونو مسلمانانو او غیر اسلامي هیوادونو ترمینځ د اخوت د مفهوم دودول ضروری چاره ده اوباید راتلونکی نسلونه په دغه مفهوم په تکیې سره وروزل شي او دغې اسلامي او انساني دندې ته د تحقق بخښلو یوازنۍ لار له زړونو د کینو او ریښو لیری کول دي ځکه چی وروګلوی په فرقه ایزوکینو ، توکم پالنې او ځان منمۍ سره نه یو ځای کیږی . خدای تعالی په قران کریم کی همدغې موضوع ته اشاره کوی او فرمایی ، او مونږه د هغو د پاکو زړونو ایینه له دښمنی ، کینې ، حسد او هر ناخوښ خوی په بشپړه توګه پاک او پاکیزه کړل .
پای