د رڼا سرچینې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (آتم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د بقرې سورت د ۲۰۷م آیت شأن نزول څېړو چې فرمايي: وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَشْرِی نَفْسَهُ ابْتِغاءَ مَرْضاتِ اللَّهِ وَ اللَّهُ رَؤُفٌ بِالْعِبادِ؛ د خلکو په منځ کې داسې کسان شته چې د الله (ج) د خوښۍ لپاره له خپله ځانه تېر دي، او خدای (ج) خپلو بندګانو باندې مهربانه دی.
په دارالندوه کې د قریشو ۴۰ تنه مشران راټول شوي وو. دارُالنَّدْوَة، په مکې کې د جاهلیت په وخت کې د بېلابېلو مسائلو په اړه د مشورې او پرېکړې لپاره د قریشو د مشرانو د راټولېدو ځای دی. دوی ټول له حضرت رسول(ص) سره د مدینې خلکو بیعت په اړه په غصه وو. ابوجهل له ټولو وړاندې په خبرو پیل وکړ او وې ویل: اې قریشیانو، د عربو په منځ کې له موږ نه څوک ډېر عزتمند نه وو، او موږ د خدای په امن حرم او په هوساینه کې ژوند کولو، او عربان له هرې خوا زموږ په لور راتلل او هرکال دوه ځلې دلته سره راټولېدل او هېچا پر موږ د تېري فکر نه درلود. کله چې محمد زموږ په منځ کې پیدا شو او موږ د ده د امانتدارۍ او ریښتینولۍ له امله پر ده مو د امین نوم کېښود، دی اوس فکر کوي چې د خدای پيغمبر دی، په پایله کې زموږ خدایانو ته سپکاوی او موږ ته د ناپوه او لیونې خطاب کوي، زموږ راټولېدنې خرابوي او زموږ ځوانان بې لارې کوي. زه اوس وړاندیز کوم، یو څوک ټاکم ترڅو هغه په پټه توګه ووژني، که بني هاشمو زموږ څخه د هغه دیه وغوښته، لس برابره دیه به دوی ته ورکړو.
په دې منځ کې یو بوډا راپورته شو او وې وویل: ناسمه پرېکړه ده، ځکه چې بني هاشم به اجازه ورنه کړي چې د محمد قاتل ژوندی وي او په پایله کې په مکې، هغه ځای چې تاسو ته د درښت وړ دی له یوبل سره به جګړه وکړئ. یوه بل وویل: زه وړاندیز کوم محمد ونیسو او بندي یې کړو او دی هلته پرېږدو. ډوډۍ به یې ورکړو ترڅو لکه د بندیانو په څېر د وخت په تېرېدو سره مړ شي. بوډا یوځلي بیا وویل: بني هاشم به په دې موضوع هم خوښ نه وي، کله چې د عربو او حرامو میاشتو وخت راورسېږي دی به له بنده خوشي کړي او دی به په خپل سحر او جادو سره تاسې وغلوي.
د دوی یوه بل کس وړاندیز وکړ چې محمد له خپله ښاره وباسو او په هوسا ډول د خپلو خدایانو عبادت وکړو.
بوډا یوځلې بیا د ده نظر رد کړ او وې ویل: دا نظریه د لومړني دواړو وړاندیزونو څخه بدتره ده، ځکه تاسو ترټولو هغه ښه کسان له خپله ښار ه باسئ کوم چې په سحر او جادو کې ساری نه لري او دوی د عربو خواته بېدیا ته لېږئ، محمد داسې ژبه لري چې دوی خپل لور ته رابللي او په ناڅاپه به له سورو او پلي کسانو سره پر تاسو برید وکړي او د مکې ښار به ډک کړي او تاسو به حیران او سرګردان پاتې شئ.
د غونډې ګډونوالو وویل: نو ستاسو نظریه څه ده؟ ده وویل: زه یو وړاندیز لرم هغه دا دی چې له هر قوم څخه یو کس حاضر شي او له بني هاشمو څخه یو کس وي. دا کسان په ناڅاپه توګه په محمد برید وکړي او په تورې او یا وسپنې سره یې ووژني. په دې صورت کې به د ده قاتل نه پېژندل کېږي او د ده وینه له منځه ځي او بني هاشم هم له تاسو ټولو سره جګړه نه شي کولای او یوازې به له تاسو دیه وغواړي او تاسو به هم د هغه دیه ورکړئ.
په دې وخت کې ټولو وویل: د شیخ وړاندیز د پاملرنې وړ دی او باید پرې عمل وشي، له دې وروسته څلوېښت کسان چې یو یې له قریشو څخه ابولهب وو وټاکل او پرېکړه یې وکړه چې د شپې له خوا په حضرت رسول(ص) برید وکړي او وې وژني. خو جبرئیل، پیغمبر یې له دې توطئې خبر کړ او ده ته د خدای (ج) امر وشو چې یثرب(مدینې) ته هجرت وکړي.
ټاکلې شپه راورسېده. پر مکې او د پیغمبر(ص) پر کور د شپې تیاره راغلې وه. د قریشو وسله والو کسانو هر یو یې له هرې خوا د حضرت رسول(ص) د کور په لور حرکت وکړ. اوس باید پیغمبر په آرامه توګه له کوره ووځي او په همدې حال کې، داسې وښيي چې په کور کې دی.
د دې نقشې د پلي کېدو لپاره اړینه وه چې یو له سره تېر کس د ده په ځای کې ویده شي او د پیغمبر شین څادر پر ځان واچوي، ترڅو هغه کسانو چې د ده د وژلو هوډ لري داسې فکر وکړي چې دی په خپل کور کې ویده دی. له دې سره دوی یوازې کور ته متوجه واوسي او په مکې او په کوڅې کې د خلکو له تګ راتګه مخنیوی ونه کړي.
پیغمبر د الهي امر د پلي کېدو لپاره، لومړنی مسلمان او د خپل د تره ځوي علي بن ابي طالب ته وړاندیز وکړ چې د ده په ځای کې ویده شي او د مشرکانو په غولولو سره، د هجرت برخلیک ټاکونکې موضوع ته لاره هواره کړي. امام علي (ع) چې د مرګ ګواښ یې په خپلو سترګو لېدو، آنحضرت ته یې وویل: اې د الله رسوله، که زه ستاسو په ځای کې ویده شم، ته به د مشرکانو له لاسه وژغورل شي؟ پیغمبر(ص) وفرمایل: هو، زه ژغورل کېږم، علي(ع) د دې خبرې په اورېدو سره مسکی شو او د شکر سجده یې پرځای کړه. کله چې له سجدې راپورته شو پیغبر (ص) ته یې مخ وګرځاوه او وې ویل: هغه څه چې تاسو ته امر شوی ترسره یې کړئ، یارسول الله زما سترګه، غوږ او زړه دې له تاسو قربان وي. هرڅه چې غوارې په ما امر وکړئ. زه به هرڅه چې تاسو وایئ ترسره کړم. په دې وخت کې پیغبر(ص) دی یې په غېږ کې ونیوه او دواړو وژړل. بیا له یو بل بېل شول او پیغمبر د مدینې په لور حرکت وکړ.
څلوېښتو کسانو د پیغمبر کور کلابند کړی وو او د دروازې له درزه یې دننه کتل. دوی داسې فکر کوو چې پیغمبر په خپل ځای کې ویده دی. ټولو چې په لاسونو کې تورې وې، د هغه وخت په تمه وو چې ټول د وحي پر کور برید وکړي او پیغمبر ووژني. دوی لومړی پرېکړه وکړه چې د شپې په نیمايي کې د پیغمبر پر کور برید کړي، خو د ځینو علتونو له امله له دې پرېکړې منصرفه شول او هوډ یې وکړ چې سهار ته نږدې کورته دننه شي او خپل ماموریت ترسره کړي.
د شپې تیاره خوره شوه او د صبح صادق وړانګې خورې شوې. څلوېښتو قریشو مامورینو په خپلو تورو سره په ډله ایزه توګه د پیغمبر پر کور برید وکړ او دا چې خپلې سترې هیلې ته د رسېدو په درشل کې وو له خوښۍ په خپلو جامو کې نه ځایېدل، خو ناڅاپه یې علي د پیغمبر پر ځای پیدا کړ. دوی ټول په غصه او حیران شول. علي ته یې وویل محمد چېرته دی؟! وې فرمایل: مګر هغه مو ماته سپارلی وو چې له ما څخه یې پوښتنه کوئ؟ په دې وخت کې، د ډېرې غصې له امله یې پر علي برید وکړ او دی یې د مسجد الحرام په لور بوتلو، خو له ډېر کم وخت وروسته یې خوشي کړو.
خدای (ج) په هغه شپه خپلو دوو سترو ملائکو جبرئیل او میکائیل ته خطاب وکړ چې: تاسو مې دوه وروڼه وټاکلئ، که زه تاسو یوه ته مرګ او بل ته مو ژوند مقرر کړم په تاسو کې کوم یو چمتو دی خپل ورور پر ځان غوره وګڼي او مرګ ومني او خپل ژوند بل ته ورکړي؟ په دې وخت کې هیڅ یوه وې نشو کړای مرګ و مني او د بل لپاره ځان قربان کړي.
بیا خدای هغه دوو ملائیکو ته خطاب وکړ چې: ځمکې ته لاړ شئ او د علي بن ابي طالب ایثار او له ځانه تېرېدل ووینئ او پوهېږئ چې د محمد او علي ترمنځ مې هم وروري وټاکله، علي د خپل ورور مصطفی په ځای کې ویده شو! هردواړه ځمکې ته لاړ شئ او دی د دښمنانو له زیانه وساتئ. وروسته بیا جبرئیل او میکائیل د حضرت رسول کورته ننوتل. جبرئیل د علي (ع) سر او میکائیل یې د پښو خوا ته ودرېد. جبرئیل غږ وکړ: اې د ابوطالب زویه! پر تا دې مبارکي وي، خدای ستا د دې ایثار په واسطه د آسمانونو پر ملائیکو ویاړي.
دا وو چې د بقرې سورت ۲۰۷م آیت نازل شو ترڅو د حضرت علي بې سارې سرښندنه په ټولو وختونو کې تلپاتې وي. دا آیت د هغه څه په مقابل کې دی کوم چې په مخکیني آیتونو کې د منافقانو په اړه نازل شوي وو، او فرمايي: وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَشْرِی نَفْسَهُ ابْتِغاءَ مَرْضاتِ اللَّهِ وَ اللَّهُ رَؤُفٌ بِالْعِبادِ؛ د خلکو په منځ کې داسي کسان شته چې د الله (ج) د خوښۍ لپاره له خپله ځانه تېر دی، او خدای (ج) خپلو بندګانو باندې مهربانه دی.
منافقان، ځان غوښتونکي، لجوج او معاند کسان وو چې د خلکو په منځ کې د بې اتفاقۍ په رامنځته کولو سره د عزت په لټه کې وو، او په ظاهر کې ځانونه یې مؤمن او خیرغوښتونکي ښوول، خو کړنو یې د دوی له خبرو پرده پورته کوله، ځکه چې پر ځمکې له فساد او د نسل له له منځه وړلو یې پرته بل کار نه درلود.
خو دا کسان بیا یوازې له خدای سره معامله کوي او هرڅه چې لري حتی خپل ځان ورته ورکوي او په دې سوداګرۍ کې د هغه له خوښې پرته په بل څه نه راضي کېږي. په حقیقت کې د دوی په سرښندنو او ایثار سره دی چې د دین او دنیا کار سمون او حق ژوندی او تل پاتي کېږي او د انسان ژوند ښکلی او د اسلام ونه ثمر اخلي. ایثار چې پر ځان د نورو کسانو مقدم کول دی، د انسان ترټولو غوره صفت دی ځکه په دې لوړ انساني صفت باندې نائل کېدل، له نفساني خواهشاتو او ناوړه بشري غوښتنو سره مبارزه ده چې د دوی له مخې انسان ټول شیان د ځان لپاره غواړي او چمتو نه دی د خپل مال، عزت او آبرو یوه برخه هم بل چا ته ډالۍ کړي.
ژباړه: زماني