د لمر په حضور کښې
(last modified Mon, 05 Dec 2022 06:17:03 GMT )
Dec 05, 2022 10:47 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کښې

ګرانو او قدرمنو مینه والو په ننني پروګرام کښې له بسیجیانو سره په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د څرګندونو څیړنه کوو

«بسیج» د مينې ښوونځې او د نامعلومو شاهدانو او شهيدانو مکتب دی چې په خپلو اوچتو ګلدستو کې يې د شهادت او مېړانې غږ پورته کړی دی. څومره عالي ادب، څومره لوړ تعبيرونه! "دا یوه میوه لرونکې ونه ده چې ګلونه یې د پسرلي بوی او د یقین تازه والی او د مینې دود ورکوي.

دا د بسیج په هکله د امام خمیني رحمت الله علیه مهمې جملې دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي هم د سلګونو بسیجیانو په کتنه کښې د بسیج جوړول د امام خمیني یو ډیر مهم نوښت وباله او د بسیج په هکله د دغوي د ځینو جملو په بیانولو سره یې دغه ولسي ارګان یو کلتور او تفکر وباله چې کوې شي هیواد د ولس په ستر حرکت کښې په لوړو ګامونو سره پرمخ بوځي.

امام خمیني په دې ویاړ سره چې د بسیج غړی دی، د ۱۳۶۷ کال د لیندۍ په میاشت کښې د بسیج غړو ته په خاکسارۍ او محبت او عقیدت سره په یوه وینا کې وویل: زه ستاسو د هر یو کس لاس ښکلوم. د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: تاسو د نن ورځې بسیجان د دغې وینا اورېدونکي یئ. امام د شپیتمې لسیزې بسیج نه دی یاد کړی، دوی وایی بسیج؛ تاسو او له تاسو وروسته بسیجیان به تر راتلونکې زمانې پورې ټول بسیجیان د دې خبرې مخاطبان دي چې امام فرمایي زه ستاسو لاسونه ښکلوم.

آ یت الله العظمی خامنه اي د ټولنې او هیواد بې تظاهره او بې توقع خدمت بسیجي کلتور وباله او څرګنده یې کړه: بسیجي فرهنګ څه ته وايي؟ یعنې تر زنګنو پورې په خټو کښې ډوب شي لپاره د دې چې د سیلاب ځپلو کورنیو له خونو څخه خټې پاکې کړې، یعنې ځان په کرونا د اخته کیدو او د مړینې له خطر سره مخامخ کړي لپاره د دې چې په کرونا ککړو ناروغان وژغوري او د مرګ له خطره یې لرې کړي. بسیجي کلتور یعنې په مومنانه مرستو کښې ستړیا نه پیژندل.

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په لاپراخې ساحه کښې بسیجي فرهنګ د ایټمي شهیدانو او د شهید کاظمي په شان د ګمنامو مجاهدانو کلتور وباله چې په علمي او تحقیقي کارونو سره له دښمن سره د مقابلې په میدان کښې یې هر سیاسي او پوځي میدانِ جنګ ته ورودانګل او بې له هیڅ طمعې یې خپل پوره توان وکاروه. دوي وویل: د بسیج کلتور، خطر منل دي، نه ویریدل دي، خدمت کول دي د ټولو لپاره او د هیواد لپاره، د نورو لپاره له ځانه تیریدل دي، حتی مظلوم کیدل د دې لپاره چې مظلوم وژغوري، په دې وروستیو پيښو کښې مو ولیدل چې مظلوم بسیجیان په خپله مظلوم شول په دې موخه چې پرې نږدي ولس، د یوه ډله (غافلو یا جاهلو یا لاس پوڅو) بلواګرو له ظلم سره مخامخ شي، په خپلو مظلوم ګرځي لپاره د دې چې د نورو د ظلم مخه ونیسي، دوي ځان ناامیدۍ له نه ورکوي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په بسیج کښې د نویو طریقو روزل او رامینځته کول او هم  د هیواد پرمخ بیولو ته د بسیج تیارول د هیواد یوه مهمه وړتیا وبلله او یادونه یې وکړه چې دا ظرفیت او بسیجي روحیه او نه ویریدل د ایراني ولس په تیرو نسلونو کښې هم موجوده وه خو په خواشینۍ د طاغوت په حکومت کښې دغه روحیه د پردیو یا د فاسدو حکومتونو په لاس ځپل کیدله. د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شیخ محمّد خیابانی ؛ محمّدتقی خان پسیان؛ میرزا کوچک‌خان جنگلی ؛ آقا نجفی، آسیّدعبدالحسین لاری او رئیسعلی دلواري په شان مبارزان او د شیخ جعفر محلاتي په شان عالمان هغه بسیجیان وبلل چې اغیزناک اقدامات یې ترسره کړې دي.

آیت الله العظمی خامنه اي د انقلاب بریا د روحیې د آزادیدو او د بسیجې وړتیاؤ، کلتور او تفکر د غوړیدو لامل وبلله او په ایران کښې د میلیونونو رسمي او غیررسمي بسیجیانو شتون یې د امام خمیني یادګار وباله چې تراوسه پاتې دی او په راتلونکو وختونو کښې به هم موجود وي. دوي وویل: زمونږ په هیواد کښې د بسیج د ښکارندې ترڅنګ په اسلامي نړۍ کښې د بسیج شتون دی، مونږ په ټولې اسلامي نړۍ کښې هم میلیونونه بسیجیان لرو، هغه بسیجیان چې زمونږ په ژبه نه پوهیږي، مونږ یې هم په ژبه نه پوهیږو خو زمونږو او د هغوي د زړونو ژبه یوه ده.

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د امام خمیني له قوله بسیج شجره طیبه وبلله چې ډول ډول میوې لري. دوي وفرمایل: شجره طیبه هم هغه ده چې په قرآن کښې راغلي دي: «کَیفَ ضَرَبَ اللَهُ مَثَلاً کَلِمَةً طَیِّبَةً کَشَجَرَةٍ طَیِّبَةٍ اَصلُها ثابِتٌ وَ فَرعُها فِی السَّماء  تُؤتی اُکُلَها کُلَّ حینٍ بِاِذنِ رَبِّها»(آیه 24- سوره ابراهیم)

د شجره طیبه ځانګړتیا دا ده چې په هر پړاؤ کښې خپلې خوږې میوې او خپلې پایلې څرګندوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د بسیج د خوږو میوو او ګټو په هکله څرګنده کړه چې د بسیج شتون ښودنه کوي چې انقلاب ژوندی دی، نوښتګر او زیږونکی دی. له بلې خوا د جهادي کار روحیه بې له توقع او د بسیج له نام و نشان پرته په هیواد کښې خوځښت رامینځته کوي او هغه پرمخ بیايي. هم داشان د بسیج فعالیت له معنویت سره مل دی چې د کار انګیزه او روحیه لوړي.

معظم لارښود عمل ته د ګروهنې ترڅنګ د ارزښتونو په لور تګ او آرمان پالنه د بسیجي روحیې له برکتونو وبلل او ټینګار یې وکړ چې بسیجي د عمل کس دی، د اقدام خاوند دی. یوازې خبرې نه کوي، عمل کوي، خو د عمل پالنې ترڅنګ د آرمانونو په لور حرکت کوي. البته دا ګټې او برکتونه تر هغه وخته دي چې په ټولنه کښې بسیجي روحیه وساتله شي او د غرور او تکبر په آفت اخته نه شي.

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د اسلامي نړۍ په سیاسي جغرافیا کښې د بسیج د موقعیت په هکله وویل: د لویدیځ استعمار جبهه لویدیې آسیا یا مینځني ختیځ ته ځانګړې پاملرنه کوي ځکه چې دا سیمه مهمه ده او د لویدیځې نړۍ د صنعتي څرخې حرکت په تیلو روان دی چې زمونږ په سیمه کښې دي. په دې منځومان کښې ایران ترټولو مهم دی ځکه چې پانګله، تیل، ګیس او طبیعي معدنونه یې له دغو ټولو هیوادونو زیات دي، پر دې سربیره یوه څلور لارې ده، د ختیځ او لویدیځ او د شمال او جنوب څلور لارې، او په هم دې وجه هغوي غاصب صهیونیسټي رژيم په سیمه کښې د خپلې اډې په توګه جوړ کړی دی ترڅو جنګ جوړ کړي او نیواک رامینځته کړي.

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په ایران باندې د امریکایانو د سلطې او دباؤ په تشریح کښې وویل: دا دباؤ داسې و چې د پهلوي پړاؤ د سیاسي کسانو په خاطراتو کښې ذکر شوی دی، حتی محمد رضا پهلوي د امریکې له زیاتیدونکو کلنګ غوښتنو ګیله لرله خو د ویلو جرأت یې نه درلود. د معظم رهبر په تعبیر، د انقلاب راتلو ناڅاپه د هغوي چُرت خراب کړ او اسلامي انقلاب استعماري سیاستونو ته یو سخت ګوذار ورکړ. انقلاب یو  مضبوط بند ووهه او هغوي یې د یوازې توب ګوټ ته وشړل.

دوي وفرمایل: یو نوی هویت جوړ شو، یعنې په انګلستان او امریکې پورې د پیئلتیا او ځوړندتیا هویت یې بدل کړ د استحکام، په خپلو پښو د اودریدو، د قدرتمندانه خبرو د کولو او د کلنګ نه ورکولو په هویت باندې او دغه کلنګ نه ورکول یې ترټولو مهم دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر نورو ولسونو او هیوادونو ته د اسلامي انقلاب د صادریدو مسئلې ته په اشارې سره زیاته کړه: مونږ د انقلاب د صادرولو نیت نه درلود خو زمونږ انقلاب د ګل د خوشبو په شان دی، د پسرلیزې هوا په شان دی، هیڅوک یې مخه نه شي نیولې، دا خوریږي. کله چې د ګلونو یو ډک باغ دلته موجود دی نو ګاونډیان او د خواوشا خلک یې له خوشبو ګټه اخلي، هیڅوک یې مخه نه شي نیولې او دا کار وشه او په نورو هیوادونو کښې ولسونه بیدار شول.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود یادونه وکړه چې لویدیځوالو له اسلامي انقلاب سره د مقابلې لپاره ډیرې دسیسې وکړې. هغوي په خپل هراړخیز ملاتړ سره عراق له ایران سره جنګ ته وپاروه چې عیني نتیجه یې د مقدسې دفاع په اتو کالو کښې د صدام او د هغه د لویدیځو انډیوالانو ماتې وه.

د امریکایانو یو بل پلان چې کابو ۱۵ کاله مخکښې د دغه هیواد د مشهورو شخصیتونو له خوا ایشوا شو هم دا و چې د عراق، سوریې، لبنان، لیبیا، سوډان او صومالیا شپږ هیوادونه مات کړي ترڅو بلآخره په سیمه کښې د ایران سټراټيجک تل او لړۍ له مینځه لاړه شي خو د هغوي پلان او دسیسې د اسلامي ایران په ستر او کارنده ځواک سره شنډې شوې. د دغه ستر ځواک مظهر او بیرغ د حاج قاسم سلیماني په نامه یو کس و چې د دښمن ستر پلان یې شنډ کړ، د خدای رحمت دې وي په هغه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره مذاکره، له امریکې سره زمونږ ستونزه نه هواروي، د برجام دوه او برجم درې د طرحې له مطرح کولو د دښمن د هدف په هکله یولړ وضاحتونه وکړل او ویې فرمایل: یوه ډله د سیاسي پوهې ادعا کوي او وايي، لپاره د دې چې بلواوې ختمې شي، باید له امریکې سره خپلې ستونزې حل کړو یا وايي، باید د ولس غږ واورئ ترڅو بلواوې ختمې شي.

پوښتنه دا ده چې له امریکې سره به زمونږ ستونزه څنګه هواریږي؟ یا په مذاکرې او د ژمنې په اخیستو سره به حل شي؟ د الجزایر په غونډه کښې د ۶۰ کال د ولجه شویو د آزادۍ د مسئلې په سر کښیناستل له امریکې سره یې خبرې وکړې او ژمنه یې ترې واخیستله، آیا امریکې په خپلو ژمنو عمل وکړ؟ آیا بندیزونه یې ختم کړل او زمونږ شتمني یې راستنه کړه؟

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره په دې پراخې جګړې په څیړلو سره پوهیدې شو چې په برجام ۲او  ۳ باندې د دښمن د ټینګار وجه څه وه. برجام ۲ یعنې دا چې اران باید له سیمې څخه بیخي ووځي. برجام ۳ یعنې ایران دې ژمنه وکړي چې هیڅ ډول سټراټیجکه وسله جوړه نه کړي او بې پایلټه الوتکې او توغندي ونه لري.

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د بلواګرو څرګندونو ته په اشارې سره هم وویل: وايي چې د ولس غږ واورئ. د ولس تندر ډوله غږ د سږ کال د لړم په دیارلسنه نیټه پورته شو، وامو وریده؟ تاسو د ولس غږ واورئ. ولې د شهید سلیماني د جنازې څومره موده وشوه؟ هغه ستره جنازه او جمعیت د ایران د ولس غږ و چې په کښې له لسو میلیونو زیاتو کسانو ګډون وکړ. نن سبا د شهیدانو د جنازو دستورې د ایران د ولس غږ دی. چې څنګه په اصفهان، شیراز، مشهد،کرج یا د هیواد په هر بل ځاې کښې یو کس شهید کیږي، ډیر ګڼ خلک راپورته کیږي او د ترګرو او بلواګرو خلاف شعارونه ورکوي، د ولس غږ دا دی، تاسو ولې د ولس غږ نه اورئ؟

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په پاې کښې بسیجیانو ته یولړ سپارښتنې وکړې او په خپلې وروستۍ سپارښتنې کښې یې د آل عمران د مبارکې سورې ۱۳۹ آیت شریف تلاوت کړي او ویې فرمایل: «وَ لا‌ تَهِنوا وَ لا تَحزَنوا وَ اَنتُمُ الاَعلَونَ اِن کُنتُم مُؤمِنین»:

«او سُست کیږئ مه او غمجنیږئ مه، او تاسو بر او غوره یئ که ایمان ولرئ».

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه