فاطمي لسیزه
(last modified Tue, 13 Dec 2022 07:32:25 GMT )
Dec 13, 2022 12:02 Asia/Kabul
  • حضرت زهرا(س)
    حضرت زهرا(س)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د فاطمي لسیزې په مناسبت له ننني (درېیم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

د حضرت رسول(ص) لور حضرت فاطمة الزهرا(س) بې شمېره ستایونکي لري او د هغې د فضائیلو، مناقبو او لوړو مقامونو په اړه، ډېرې ستاینې شوي دي. دوست او دښمن د هغې په کمال او عظمت اعتراف کړی او د هغې د ستر مقام او منزلت ستاینه یې کړې ده. په دې برخه کې د خدای تعالی په نزد د فاطمې د نوم  ځیني فضیلتونه څېړو.

فاطمه، هغه نوم دی چې د خدای تعالی له فاطر نوم څخه اخیستل شوی دی.

حضرت زهرا(س)

پیغمبر(ص) په یوه حدیث کې دا مطلب خپل لور ته داسې بیانوی:  شَقَّ اللَّهُ لَکِ یَا فَاطِمَهُ اسْماً مِنْ أَسْمَائِهِ فَهُوَ الْفَاطِرُ وَ أَنْتِ فَاطِمَهُ: خدای تعالی تاسو ته هغه نوم چې له خپل نوم څخه یې اخیستل شوی دی؛ ټاکلی دی، ځکه د هغه نوم فاطر دی او ته فاطمه یې. د خدای تعالی فاطر نوم د فطر له کلمې څخه دی چې د څیرلو او د نوي حالت رامنځته کول او هغه بدلون دی، چې له رامنځته کېدو وروسته ترسره کېږي. فاطر خدای، محمد(ص) یې د خپل لومړني مخلوق په توګه پیدا کړ. بیا یې اراده وکړه چې نور مخلوقات د هغه له نور او د هغه په برکت سره پیدا کړي، وروسته یې بیا په هغه نور کې بدلون راوست په دې اساس ډېری موجودات پیدا شول او په دې عالم کې، واقعیت حضرت فاطمه(س) ده، چې د نور او ظلمت بېلوونکې ده. فاطمه تل د حقیقت او خطا د پېژندې، د ثواب او ګناه د بېلوالي او د حق او باطل معیار وه او ده. پیغمبر(ص) په کراتو فرمایلي: فاطمه زما د وجود ټوټه ده، هرڅوک چې هغه وځوروي، زه یې ځورولی یم او هرڅوک چې هغه خوشحاله کړي زه یې خوشحاله کړی یم. له بل لوري د خدای خوښي د پیغمبر په خوښۍ پوري تړاو لري او له پیغمبر سره دښمني، له خدای سره دښمني ده. نو څنګه چې پیغمبر د حق معیار او مخالف یې باطل دی، فاطمه هم د حق معیار ده او هر څوک چې د هغې مینوال وي، ځان یې د دوزخ له اوره ژغورلی دی.

د حدیث علم له عالمانو څخه شیخ صدوق په عیون اخبار الرضا کې  له رسول الله (ص) څخه روایتوي چې فرمايي: د خپل لور نوم مې له دې امله فاطمه کېښود، چې خدای تعالی هغې او مینوال یې د دوزخ پر اور حرام کړي دي. هو! فاطمه (س) څرنګه چې د پیدایښت په لومړیو کې نور یې له ظلمت او تیارې بېل کړ، د قیامت په ورځ هم مؤمنان د دوزخ له اوره بېلوي، خو له اوره دا بېلوالی د دوزخ له اوره د ژغورلو په مانا نه ده، ځکه اور، د ګناه پایله ده. په واقعیت کې هغې بي بي په خپل نوم او فاطمیت صفت سره له انسان څخه ګناهونه لرې کوي.

ژباړه: زماني