په امریکا کې دتوکم پالنې اومریتوب دوام
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i124820-په_امریکا_کې_دتوکم_پالنې_اومریتوب_دوام
همدااوس هر کال څه د پاسه یو لک کسان د اجباری کار یا جنسی مریتوب لپاره له امریکا بهر ته قاچاق کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2022 10:42 Asia/Kabul
  • په امریکا کې دتوکم پالنې اومریتوب دوام

همدااوس هر کال څه د پاسه یو لک کسان د اجباری کار یا جنسی مریتوب لپاره له امریکا بهر ته قاچاق کیږی .

په امریکا کې د مریتوب د قانون له لغوه کیدا ۱۶۰ کاله وروسته په دغه هیواد کی توکمیز توپیر او مریتوب په بله بڼه هماغه راز وجود لری . د امریکا په مینځ پړاو انتخاباتو کې د دغه هیواد د پینځو ایالتونو ښاریزو د کانګرس د استازیو او ولسوال په انتخاب سربیره په دې اړه هم چی ایا د مریتوب ټولې بڼې غیرقانوني دي یا نه ، صندقونو ته رای واچولې . د نومبر د ۸ په رای اچونو کی ۸۹ فیصده رای ورکونکیو مریتوب په هر شکل کی چی وی رد کړ .

په امریکا کی مریتوب له دونیمو پیړیو وروسته په ۱۸۶۵ کی  لغوه شو خو په دغه هیواد کی د مریتوب مختلف شکلونه هماغه راز وجود لری . په امریکا کی بندیان ظاهرا غلامان نه بلل کیږی خو په الاباما ، لویزیانا ، اورګون ، تنسی او ورمونت کې د مریتوب د ټولو شکلونو د ختمولو پلویان وایی هغه کړچارونه چی له دیرو زندانی کارګرانو سره کیږی د هماغه مریتوب په شان دي . حاضر دمه اته لکه کاری ځواک د هغه کار په بدل کی چی تررسه کوی یې ، هیڅ پیسې نه ترلاسه کوي . په اوه ایالتونو کې زندانی کارګران هیڅ تنخواه نه ترلاسه کوي د مریتوب د ختمولو د ملی شبکې غړی الدریج وایی ډیر زیات کسان وینم ولی د دې نوم مریتوب نه کیږدو ؟ځکه چی دا وقعا مریتوب دی . له داخلی جنګه وروسته تورپوستي د زندان او عدلیې نظام د برخې په توګه د غلام  په عنوان په کار نیول کیدل . د بدلون ملاتړي وایی دغه قوانین استثمارډوله دي اوباید ختم شي . په امریکا کی د بشري حقوقو د مسایلو څیړاندي  باوري دي دغه سیسټم د افریقایی توکمه امریکایانو په پیړیو مریتوب کی جرړه لري . د مریتوب له غیرقانونی کیدا کلونو وروسته داسې قوانین تصویب شول چی په مشخص ډول هدف یې د تورپوستو ځپل او هغو جیلونو ته د هغو ورلیږل وو چی هلته یې باید کار کولې . کورتیس ری دیویس چی ۲۵ کاله د هغه قتل په تور چی نه یې وو ترسره کړې او په لویزیانا ایالت کی په زندان کې وړیا کار کولو ته مجبوره وو ، وایی امریکا هیڅکله یوه ورځ هم بی مریتوبه نده تیره کړی .

 

دیویس د لویزیانا ایالت په بدنام جیل کی مختلفو کارونو ترسره کولو ته مجبوره شو . دویس د خپلو خاطراتو په کتاب کی لیکلی دی ما ۲۵ کلونه کار وکړ  او په ۱۲۴ ډالرو سره کور ته ستون شم  .

Image Caption

 

د مریتوب د حذفولو ملی شبکی غړی ساوانا الدریج وایی له دې سره سره چی مریتوب منع شوی دی او مریتوب له شخصی بڼه د حکومت تر ملاتړې لاندې ورغلی ده ، خصوصی جیلونه په امریکا کی د اجباری کار اصلي ځایونه دي . امریکا په څا د پاسه ۲۰۰ خصوصی زندانونو سره ۱۲۰ زره بندیان لري . بندیان په یوه ناخوښ چاپیریال کی او په زیاتو ساعتونو کار سره هرکال د خصوصی زندانانو خاوندانو لپاره ۵ میلیارډ ډالره ګټه راوړي خو د خپل کار په بدل کی په یوه ساعت کی یوازې له شلو تر څلویښتو سینټو ترلاسه کوی . البته په امریکا کی اجباری کار بلې عظیمې ډلې ته هم ورګرځي . همدااوس هر کال څه د پاسه یو لک کسان د اجباری کار یا جنسی مریتوب لپاره له امریکا بهر ته قاچاق کیږی . بدتره دا ده چی دا کارګران د خپل کار په بدل کی تنخوا نه ترلاسه کوی ، په دې اساس ځینې دغې ښکارندې ته د امریکا اوسنی مریتوب وایی . د بشری حقوقو ملاتړو غیردولتی سازمانونو ایتلاف په تیر جولای میاشت کی د ملګرو ملتو د بشری حقوقو کیمټي ته د یوه ۲۱ صحفه ایز راپور په ورلیږلو سره د امریکا په زندانونو کې د بشری حقوقو ضد او توکمیزتوبیر سیاستونو د ختمولو لپاره په امریکا د دباو اچولو غوښتنه وکړه  .

دغه ایتلاف په خپل راپور کی په تورپوستو ټولنو کې د تلپاتی او اجتماعی تاوانونو او د توکمیز توپیر د سیاستونو له امله د تورپوستو د بند د ویجاړونکیو ستونزو په اړه توضیحات ورکړي دي .په دغه راپور کی همداراز په انفرادی کوټو تاوتریخجن کړچار ، په جیل کی دغلامانوپه شان چلند او د تورپوستو کورنیو دوالدینو زندانی کولو په شان بیلګې د امریکا دولت د توکمیزو سیاستونواو بشری حقوقو د خلاف ورزیوځینې  بیلګې بیان کړي دي .

د نوموړی راپور په اساس ملګروملتو د لومړی ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۸ د توکمیز توپیر د شکلونود ختمولو له نړیوال کنونشن سره د امریکا د سمون د جاج بهیر پیل کړ . د دغه راپور په اساس د امریکا په زندانونو په تیره بیا د امریکا دجنوب په جیلونو کې د توکمیزو سیاستونو له مخې تورپوستی بندیان د سپین پوستو په نسبت پینځه برابره زیات بندی کیږی  . همداراز تورپستی بندیان د سپین پوستو بندیانو په نسبت اته برابره زیات په انفرادي کوټو کس ساتل کیږی او همداراز لس برابره زیات احتمال لری چی د اوږدې مودې لپاره په انفرادی کوټو کی وساتل شي . هغه څه چی په دغه راپور کی ښودل ترسترګو کیږی ښی چی د امریکا اکثره جیلونه له بندیانو سره په چلند کی د ملګروملتو ډیر لږ سټینډرډ قوانین رعایتوی .

د امریکا حکومت اساس په منظم توکمیز توپیر کیښودل شوی دی . اروپایی کډوالو له لومړیو د امریکا د ځای خلکو په وژلو او تښتیدو ته مجبورولو سره د امریکادتمدن اساس کیښودلی دی او بیا یې د مریتوب نظام په غوره کولو سره د تورپوستوغلامانو په استثمار سره تکامل ته رسولې دې . له هغو ټولو ستاینو سره سره چی له ابراهیم لینکلن ، څلورکلنو داخلي جنګونو او مریتوب له لغوه کولو شوی دی ، لینکلن هیڅکله د توکمیز توپیر مخالف نه وو بلکې د سیاسی ګټو په اساس د توکمیز توپیر په ساتلو سره د مریتوب د لغوه کولو مدافع وو . په ۱۸۶۰ لسیزې کې د شمال او جنوب ترمینځ جنګ د جنوب د تورپوستو غلامانو په زړونو کې یوه هیله پوه کړه او پکې ګڼ شمیر له جنوبه وتښتیدل او ځانونه یې شمال ته ورسول او د لینکلن له پوځ سره یو ځای شول . بالاخره د شمال او جنوب جنګ د شمال په صنعتی والی او زیاتو نفوسو په دلیل د شمال په بریالیتوب پای ته ورسیده او د مریانو د ازادۍ اعلامیه صادره شوه و خودغه ازادی هم د مریانو په ګټه تمامه نشوه ځکه چی تورپوستو له دې وروسته مسکن ، ډوډي ، واده وغیره ته اړتیا درلوده ، خو نه په صنعتی کار پوهیدل چی په شمال کی په کار بوخت شي او نه ورته جنوبیانو کار ورکاوه ځکه چی تورپورستي یې د خپلې ماتې عامل بلل . بیا وروسته یوه تورپوستی په دې اړه وویل خیمې او ټینټونه راغونډ شول . نه د اوسیدو لپاره ځای او نه خوړولو لپاره څه موجود دي . دا دې ستره ازادی .

دمریتوب ضد غورځنګونو ، د مریانو ازادی اعلامیه  او د کانګرس قوانینو هیڅکله په امریکا کې توکم پالنه ختمه نکړې شوه . په همدې دلیل د ۱۹۶۰ لسیزې تر پای توکمیز توپیر په بیلا بیلو ډولونو پاتی شو . د مارتین لوتر کینګ په مشرۍ د مدنی حقوقو غورځنګ په رسمی بڼه دغه توکمیز توپیر ختم کړ . خو په اورګانونو ، برخو ، او امریکایی کلتور کی تراوسه توکمیز توپیر واکمن دې . تورپوستی اوس هم د دوهم درجې  ښاریز حسابیږي . په ګمارلو کی توپیر ، د سپین پوستو په نسبت د بیکارۍ زیاته اندازه ، د بی وزلۍاو بوسوادۍ  زیاته اندازه ،د تورپوستو بندیانو زیات شمیر ، د پولیسو ځیږ او توپیری چلند وغیره دا ټول په امریکا کی د توکمیز توپیر ښودونکي دي . له تور توکم سره د امریکایانو سیسټماتیک  کړچار تراوسه د ې خبر ورکوی چی د مریانو د ازادۍ له  اعلامیې تر یوه نیمکه پیړۍ پورې له تورپوستو سره چلند کې بدلون ندې راغلې .

پای