هوا نه ځمکې ویشتونکی حیدر توغندی
په ایران باندې د تپلې جګړې له ختمېدو او د دفاعي ځان بساینې په لړ کې د ایران د فوځي سازو سامان د تامینولو لپاره په هیواد کې د دفاعي صنایعو له ودې وروسته، یوه مهمه مساله د وسله والو ځواکونو د څرخکو د بېړې د وړتیا زیاتوالې ده.
په دې لړ کې د کبری د جنګي څرخکو د مضبوطولو د هلو ځلو په نتیجه کې د طوفان ځایي څرخکې جوړې شوې، کبرا جنګي څرخکې د ټپلې جګړې په موده کې د پام وړ رول درلوده، د ایران هوایي صنعت په نظر کې درلوده چي د ټاو د توغندیو په پرتله جنګي څرخکې په داسي توغندیو سمبال کړي چي د لیري واټن د ویشتلو وړتیا ولري او په اټوماټ توګه ټاکل شوی هدف په نښه کړي. د یادو هلو ځلو په نتیجه کې په ایران کې څو ماډله هوا نه ځمکې ویشتونکې توغندی جوړي شوې.
اوس مهال اکثره له هوا نه د ځمکې ویشتونکي توغندی چي په څرخکو کارول کیږي نیمه اټومات او بشپړه اتومات توغندی دی چي د یوې څرخکې د جنګي وړتیا لپاره د پام وړ اهمیت لري، د یادو توغندیو تر څنګ څرخکې په راکټونو او مشین ګن باندې سمبالیږي.
په اتومات ډول هدف ویشتونکی توغندی ځکه مهم دی چي څرخکه د توغندی تر ویشتلو وروسته سمدلاسه د خطر له ساحې نه لیري کېدایشي او توغندی خپله تر ټاکل شوی هدف پورې ځان رسوي. په دې خاطر اتومات توغندی څرخکې ته د پام وړ عملیاتي ارزښت لري، دغه ډول توغندی په سر کې څرګند او حرارتي اپټیکونه لري او هدف باندې تر لګېدو پورې د راډار له میلی میټري څپو څخه کار اخلي. نیمه اتومات توغندی بیا هغه توغندی دي چي له توغېدو وروسته په هدف باندې تر پرېوتو پورې د لیزر په وسیله هدایتیږي، دغه توغندی د قېمت له نظره ارزانه پرېوځي خو تر توغېدو وروسته په هدف باندې تر لګېدو پورې باید څرخکه په سیمه کې پاته شي څو توغندی د لیزر وړانګې تر هدف پوري تعقیب کړي.
البته لیزري توغندی په ځمکې کې د پیاده نظام له لورې او یا هم د بې پیلوټې الوتکې له لورې د اچول شوی لېزر په وسیله هم هدایتېدایشي، خو سره له دې لیزري توغندی هم ځینې عملیاتي محدودیتونه لري او د اټومات توغندیو له امتیازاتو بې برخه دی.
په څرخکو کې عملیات ته په تناسب سره، له اتومات او غیر اتومات توغندیو، راکټونو او ماشین ګنو څخه کار اخیستل کیږي.
اتومات توغندی له زیات عملیاتي ارزښت څخه برخور دی خو په ترڅ کې لګښت او قیمت هم زیات دی او په پراخه پیمانه د استعمال لپاره مناسب نه بلل کیږي، تر څو لسیزو پورې په ایران کې د تاو د توغندی ځایي ماډل چي توفان نومیږي او د زرې ضد له هوا توغېدونکي توغندی دي د سپاه پاسداران د څرخکو له لورې استعمالېدلې، بیا له هغه وروسته د شفق، آذرخش او بیا په دې وروستیو کلونو کې د قمربنی هاشم، حیدر او دهلاویې اتومات توغندی او کره نښه ویشتونکې بمونه جوړ شول چي د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د څرخکو بېره په یادو وسلو سبمال شوه، د دې تر څنګ ایراني بي پیلوټې الوتکې هم د قائم او سدید په نامه له کره نښه ویشتونکي بمونو څخه کار اخلي.
هغه بدلون چی د ایران د وسله والو ځواکونو د څرخکو په وسلو کې رامینځ ته شوی د کره نښه ویشتلو تر څنګ د لیري واټن ویشتلو وړتیا ده، د توفان نومي نیمه اتومات توغندی تر پنځو کیلومترو پورې لیري اهداف په نښه کولایشي، لیکن د شفق، قمر بنی هاشم او حیدر په نامه نوی جوړ شوی توغندی له اتو بیا تر دوولسو کیلومټرو پورې لیري اهداف په نښه کوي، دا د دې سبب کیږي چي څرخکې بې له دې چي د هوا ضد وسلو او مټ نه ویشتونکی هوایي ضد توغندی ته ورنژدې شي له لیرې څخه اهداف په نښه کړي.
د ۱۳۹۸ په غویی میاشته کې د ایران د وسله وال فوځ د څرخکو لپاره له نویو توغندیو څخه مخکتنه وشوه، د حیدر توغندی هم یو له هغو توغندیو څخه دی چي په دغه پروګرام معرفي شو، د حیدر توغندی په اتومات توګه په هدف موښلي، (دغو توغندیو په عامه اصطلاح کې Shoot and forget)) ویل کیږي. د حیدر توغندی تر ۱۲ کیلومټرو پورې لیري اهداف په کره توګه په نښه کولایشي. دغه توغندی کې د پلټونکی سیسټم د نصبولو وړتیا شته، په دې توګه توغندی په طوفاني موسم او ناوړه هوا کې هم خپل هدف په خپلواکه توګه موندلایشي. د حیدر توغندی چي د ایران د وسله وال فوځ د ماهرینو له لورې جوړ شوی دی د لیري واټن د ویشتلو تر څنګ د زیات تخریب وړتیا لري، په داسي ډول چي تر یو میټر پورې زره یا زغره کې د نفوذ توان لري.
د انځورنو له مخې داسي ښکاري چي د حیدر توغندی د انفراریډ په سنسورونو سمبال دی، انفراریډ د هدایت له هغو سیسټمونو څخه دی چي په پرمختللي اتومات توغندیو کې کارول کیږي، په انفراریډ هدایتېدونکې سیسټم کې د هدف تصویرونه، لانچر ته یعني څرخکې ته استول کیږي په دې توګه له تصویرونو څخه په کار اخیستلو سره، اپرېټور د جنګ په میدان کې د بدلونونو سره سم، د هدف د بدلولو وړتیا لري.
د ترکیې جوړ OMTAS توغندی، د هندوستان جوړ NAG او د امریکې جوړ جاولین توغندی د دریم جنرېشن یا د پرمختللي توغندیو له جملې څخه دي چي له هوا نه په ځمکې باندې اهداف په نښه کولایشي.
د حیدر توغندی د ایران د اسلامي جمهوریت هوایي وسله والې بېړې ته د یویشتمې پېړي د جنګي ټکنالوژی د کارولو وړتیا بخښلې ده،
د حیدر توغندی چي په یو میټر (زرې یا زغره) کې د نفوذ توان لري د ایران د جنګي څرخکو عملیاتي وړتیا څو چنده کوي.
واټن په هوایي توغندیو کې تر ټولو مهمه مساله ده، نن سبا له هوا نه د ځمکې ویشتونکو توغندیو عمومي واټن ۸ کیلومتره بلل کیږي، یعني له هوا نه توغېدونکي توغندی تر ۸ کیلومټره لیري اهداف په نښه کولایشي. دا امریکې او د نورو پرمختللو هیوادونو له لورې ټاکل شوی اسټندرد دی.
جنګي څرخکې معمولا د مټ څخه د توغېدونکو توغندیو او همدارنګه د دفع هوا د توپونو په وسیله ویشتل کیږي، خو کله چي څرخکه له اتو کیلومټرو لیري هدف په نښه کړي نو بیا له مټ نه د توغېدونکو توغندیو او هوایي ضد توپونو له شیشت څخه بهر پاته کیږي او خطرې سره نه مخامخیږي.
په دې توګه د حیدر توغندی نه یوازې د ایران جنګي څرخکو ته عملیاتي وړتیاوې ورکوي بلکې د جنګ په میدان کې د څرخکو له نه ویشتل کېدو او دوام سره هم مرسته کوي.
دهلاویه، قمر بنی هاشم او حیدر توغندی درې سره، اتومات توغندی دي چي له اتو بیا تر دوولسو کیلومټرو پورې لیري اهداف په نښه کولایشی،
د ایران د اسلامي جمهوریت د کبرا څرخکو بېړه هم د دغو توغندیو د کارولو لپاره، موډیفای شوي دي، یعني د کبرا په څرخکو کې لانچیري او د هدایت سیسټمونه نصب شوي څو د یادو پرمختللو توغندیو د توغولو وړتیا تر لاسه کړي. د عراق او سوریې وروستي جګړې وښودله چي څرخکې د جنګ په میدان کې لا هم مهم رول لوبوي.