له spare کتاب څخه د انګلستان د شاهي کورنۍ اصلي څېره
(last modified Tue, 07 Feb 2023 13:15:32 GMT )
Feb 07, 2023 17:45 Asia/Kabul
  • له spare کتاب څخه د انګلستان د شاهي کورنۍ اصلي څېره

د انګلستان د بادشاه زوی، شهزاده هیري د spare  په نوم د خپلو خاطراتو کتاب خپور کړی، په دې کتاب کې د شاهي کورنۍ د غړو د ژوند ښکاره او پټې کیسې لیکل شوي دي، خو موږ په دې کتاب کې د انګلستان د شاهي کورنۍ د یوې بلې څېرې سره مخامخ کیږو چې په کې د دوی ریکاري، قومپرستي، منافقت او د دسیسو جوړول واضح معلومیږي.

له spare کتاب څخه د انګلستان د شاهي کورنۍ اصلي څېره

د انګلستان د بادشاه زوی، شهزاده هیري د spare  په نوم د خپلو خاطراتو کتاب خپور کړی، په دې کتاب کې د شاهي کورنۍ د غړو د ژوند ښکاره او پټې کیسې لیکل شوي دي، خو موږ په دې کتاب کې د انګلستان د شاهي کورنۍ د یوې بلې څېرې سره مخامخ کیږو چې په کې د دوی ریکاري، قومپرستي، منافقت او د دسیسو جوړول واضح معلومیږي.

له تېرو دوه کالونو راهیسې شهزاده هیري او د هغه میرمنې مګان په تلویزیوني پروګرامونو کې د مرکو په کولو په دې موخه چې شاهي کورنۍ د انګلستان د مطبوعاتو او انتقاد کوونکو قرباني وګڼي، ډیر رازونه افشا کړل، خو دا ځل د شاهزاده هیري د خاطراتو کتاب ته نوبت رسیدلی، چې له تېرو څو اونیو څخه یې جزیات په رسنیو کې انعکاس کیږي.

Image Caption

 

 شهزاده هیري د خپلو خاطراتو په کتاب کې چې روان میلادي کال کې خپور شو، خپله پېژندنه لیکلې چې زما اصلي نوم هنري چارلز البرت دیوید دی، خو په شهزاده هیري مشهور یم او د انګلستان د بادشاه کشر زوی یم.

د شهزاده هیري له ننګونو ډک کتاب Spare  چې د اضافي په معنا دی، په روانه اونۍ کې خپور شو او د رسنیو لپاره هم د خبرونو سرټکی شو.

 هیري او میرمن یې د خپلو خاطراتو د کتاب په هره برخه کې د شاهي کورنۍ د غړي په توګه له هر ډول راز ساتلو څخه ډډه کړې او له همدې امله په دې کتاب کې افشا شوي معلومات ټکان ورکوونکي دي.

هغه په دې کتاب کې په خپل ورور او د انګلستان په اوسني پاچا سخت برید کړی او د ځآن د اصلي دښمن په توګه یاد کړی، همدا راز یې د شاهي کورنۍ نور غړي او درباریان په قوم پرستۍ تورن کړي دي.

نوموړي پخپلو څرګندونو کې د خپلې مور، پلار او ورور هیڅ لحاظ ندی کړی، د واک ساتلو په موخه یې د دوی پټې څهرې، دسیسې او منافقت او د رسنیو له لارې د ولس تېرباسل روښانه کړي.

شهزاده هیري خپل میرمن کامیلا د Queen Consort  داستانونو په افشا کولو تورنه کړې او زیاته کړې چې هغه د شاهي تاج خپلولو لپاره د چارلز سره د واده کولو لپاره کمپاین پیل کړی.

په برتانیوي ورځپاڼه کې خپور شوی د شل کلن هیري هغه تصویر چې په یوې میلمستیا کې یې د نازي سرتېرو لباس په تن وو او په کې د عیسویانو علامه د خپل لاس په بازو رسم کړې وه، چې په ورځپاڼه کې د خپریدو وروسته په ۲۰۰۵م کال کې د سختو نیوکو لامل شو، اوس هیرې دعوه کړې چې په لاس د عیسویانو علامې د رسمېدو او د لباس اغوستلو لپاره  خپل ورور ګیت او د هغه میرمنې ویلیام تشویق کړی وو.

شهزاده هیري په دې کتاب کې د خپل مشر ورور ویلیام له لورې ترسره شویو تاوتریخوالو ته هم اشاره کړې چې په کې د هغه د مور وژل کېدو، ځوانانو ته دسیسې جوړول، روږدیتوب او نور موضوعات شامل دي چې هر یوې د شاهي کورنۍ اعتبار له خطر سره مخامخ کولای شي.

په همدې موخه د شهزاده چارلس ژوند لیکوونکی کاترین میر خبر داری ورکړی چې په شاهي کورنۍ کې قوم پرستۍ، بدمرغۍ او شتمنۍ پر وړاندې کرکه رامنځته کول د دې لامل کیږي چې په شاهي کورنۍ د خلکو باور کم شي.

هیري د دې کتاب له خپریدو وړاندې په ځینو خاطرو کې چې د ای ټي وي لخوا خپریدې د خپلې کورنۍ اړوند د اختلافاتو په اړه اشاره کړې چې څه ډول د باکینګهام ماڼۍ او د شاهي کورنۍ نفوذ لرونکو رسنیو لخوا تقویه کېده.

 شهزاده هیري هغه مهال ویلي وو چې زه فقط د خپلې کورنۍ په اړه نه غږیږم، بلکې زه د یو سخت رقیب په اړه بحث کوم چې هغه د انګلستان مطبوعات دي، په ځآنګړې ډول هغه ورځپاڼې چې تر ډیره یې شخړې رامنځته کړي.

هغه وایي، خواشینونکې ده چې زما د کورنۍ غړي او نور کسان چې مطبوعاتو برخې ته کار کوي، په دې شر اچوونه کې شریک دي.

هیري زیاتوي، نا معلوم کسان رسنیو ته اطلاعات نشي ورکولی، مګر یاده چاره د ماڼیو مسؤلین کوي، خو خپل هویت پټ ساتي.

شهزاده هیري د خپلې مور په اړه هم څرګندونې کړي چې څه ډول د پاپارازي لخوا زورول کېده او د هغې شپې څخه یې هم یادونه کړې چې پلار یې ورته ویلي وو چې مور یې شهزادګۍ دایانا په یوې ترافیکي پېښه کې د سختو ټپونو له امله مړه شوه.

د کتاب په عنوانونو کې د انګلستان د شاهي کورنۍ غړو او د یو بل ځای ناستې ته ځآنګړی ځآی ورکړل شوی دی چې په دې لړ کې د هغه مشر ورور ویلیم له نوموړي مخکې دی او هیري یې ملاتړی او یا هم احتیاطي ځآی لري.

کتاب له لومړیو کرښو څخه د شاهي کورنۍ کړکیچ څخه پیل کیږي، اصلي موضوع یې د شهزاده هیري له لورې شکایتونه دي چې د خپلې کورنۍ د اختلافاتو څخه یې لري، د خپل مشر ورور لخوا ورسره دوه ګونی چلند کیږي، د شاهي کورنۍ د قانون له مخې پرې محدودیتونه وضعه شوي او په دوامداره ډول یې کړنې د رسنیو له لورې څارل کیږي.

 

کتاب "سپیر" په دریو برخو کې ترتیب شوی چې  په دویمه برخه کې یې په افغانستان کې د جګړې پر مهال د برتانیوي ځواکونو په چوکاټ کې د هیري دوه ځل پوځي ماموریت ته اشاره شوې.

په کتاب کې لیکل شوي چې په ۲۰۰۷م کال کې هیري او د اردو قوماندان پرېکړه کړې وه چې د ماموریت لپاره به عراق ته ولاړ شي، خو د دې خبرې له عام کېدو وروسته د شهزاده هیري ژوند ته د خطر له امله یاده پرېکړه بدله شوه او له مودې ځنډ وروسته هغه د وړاندیز له مخې د ۲۰۰۷م کال په اخر کې افغانستان ته لیږل کیږي.

د هیري د تګ پر مهال په افغانستان کې د انګلستان د ځواکونو شمېر ۷ زره تنه وو چې نوموړې ته د مخابرې له لارې د الوتکو د پورته کېدو او کیناستلو مسؤلیت سپارل شوی وو، خو د مودې ځنډ وروسته نوموړی په یاده دنده کې تنګ او په مستقیم ډول یې د جګړې کرښې ته د تګ غوښتنه وکړه چې د همدې وړاندیز له مخې هغه هلمند ګرمسیر سیمه کې د جګړې کرښې ته استول کیږي.

په دې کتاب کې ویل شوي چې په افغانستان کې د جنګي عملیاتو پر مهال د هیري او امریکایي ځواکونو ترمنځ اختلافات رامنځته کیږي، هیري غواړي چې په نښه شویو سیمو باندې ۲ زره پونډه بم وغورځوي، خو امریکایان د یادې سیمې لپاره دوه ۵ سوه پونډه بمونه کافي بولي چې  د یادې سیمې لپاره کافي بولي.

کتاب لیکي، په یادو عملیاتو کې د بمونو کارولو وروسته یو شمېر خلک وژل کیږي او له پېښې وروسته هیري د هلمند موسی کلا ولسوالۍ کې تر شنه اسمان لاندې د ګرمو چایو سره د چکلیټو له خوړلو خوند اخلي.

شهزاده هیري هغه مهال چې د څلور کلن ځنډ وروسته د دویم ځل لپاره افغانستان ته د خپل ماموریت لپاره ځي، د هلمند نظامي اډې ته په داخلېدو فکر کوي چې هغه دویم ځل خپل کور ته را ستون شو.

هغه اعتراف لیکلی چې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ۲۵ تنه وژلي او زیاته کړې یې ده چې ما دغه ۲۵ تنه انسانان نه ګڼل، ځکه که دوی انسانان وګڼئ نو د دوی د وژلو توان هم نلرئ،  حتی که تاسو یو څوک د انسان په توګه وګڼئ، تاسو به هغه ته زیان ونه رسوئ.

هیري ویلي، بد مخکې له دې چې ښه ووژني، باید لمنځه یوړل شي، په همدې موخه مې د شطرنج دانو په څېر یاد ۲۵ تنه ټوټه ټوټه او له تختې لرې شول.

په دې کتاب کې نه لیدل کیږي چې شهزاده هیري د افغانستان د خلکو په اړه د جګړې له زیانونو پرته بل څه لیکلي وي.

د Spare   کتاب د رسنیو په منځ کې له جنجالونو ډک او په انګلستان کې یې په اړه خلک منفي نظر لري، د دې کتاب له خپریدو وروسته د تلویزیوني خپرونو پروډیو سر او لیکوال پیرس مورګان هیري په منافقت، ځآن ښودنې او حرص تورن کړ او وړاندیز یې کړی چې شهزاده هیري دې ژر تر ژره د شاهي کورنۍ له ټولو حقوقو څخه بې برخې شي.

د مزاحیه خپرونو وړاندې کوونکی اندره واکر هم د هیري د خاطراتو کتاب عصاباني کړی، هغه د هیري لیکل شوي کتاب په لاس په یوې وډیو کې را څرګند شوی او وایي، زه د دې کتاب څخه ستړی شوم، ډیر ستړی شوم، هیري غواړي چې زه د هغه په نظریاتو پوه شوم، نو زه درک کولای شم او له دې وروسته په لاس او خولې سره د کتاب په شلولو پیل کوي، همدا راز د څو صفحو په خوړلو هم بریالی کیږي.

خو په امریکا کې د هیري د لیکل شوي کتاب ستاینه شوې، تلویزیوني خبریال استفاني سوتریو وایي، د شهزاده هیري ځواک د هغه د یادګار لپاره د "زادي" نوم غوره کولو کې سمبولیک او د ستاینې وړ دی.

د هیري د خاطراتو کتاب د امریکایي لیکوال او د پویلتزر جایزې ګټوونکي مورینګر لخوا لیکل شوی دی، هغه په تازه ګۍ اعلان کړی چې د چاپي برخو د بشپړ خپریدو وروسته به مینوالو ته یاد کتاب په غږیزه بڼه هم وړاندې کړي.

د هیري د خاطراتو لیکل شوی کتاب د زیات پلورل شویو کتابونو د فهرست په سر کې ځای لري او تمه کیږي چې منفي نظریات لا زیات د دې کتاب لوستلو ته د خلکو پام را وګرځوي.

 

د هیري لیکل شوی کتاب د هغه کره نظریاتو مجموده چې له مخې شاهي کورنۍ او د دوی نور غړي په واضح ډول معلومیږي چې د دوی ترمنځ یوالی او هیڅ ډول دوستي شتون نلري.

په حقیقت کې دې کتاب کې د شاهي کورنۍ انځور خپور شوی چې له مودو راهیسې د نړۍ په جنګ کې ښکیل او په بېلا بېلو دسیسو خپل شاهي نظام قایم ساتي.

ټیګونه