حماس: امریکا د صهیونیسټانو د وینو تویولو جنایتونو مستقیم مسوول دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i160878-حماس_امریکا_د_صهیونیسټانو_د_وینو_تویولو_جنایتونو_مستقیم_مسوول_دی
پارس ټوډی - حماس د یکشنبې په ورځ په ټینګار سره وویل چې د امریکا دولت د صهیونیسټانو د جنایتونو مستقیم مسوول دی.
(last modified 2025-06-01T22:25:50+00:00 )
Jun 02, 2025 02:53 Asia/Kabul
  • حماس: امریکا د صهیونیسټانو د وینو تویولو جنایتونو مستقیم مسوول دی

پارس ټوډی - حماس د یکشنبې په ورځ په ټینګار سره وویل چې د امریکا دولت د صهیونیسټانو د جنایتونو مستقیم مسوول دی.

دوی زیاته کړه، دغه هېواد په غزه کې د جګړې پای ته رسول نه غواړي، په رفح کې د لسګونو وږو کډوالو وژنه د اشغالګرو د فاشیستي ماهیت یوه تاییدي نښه ده او ټول باید د دې رژیم پر ضد راپورته شي.

د فلسطیني شخصیتونو او غورځنګونو د غبرګونونو په دوام کې، د صهیونیسټانو له خوا په رفح کې د مرستو د وېش په یوه مرکز کې د لسګونو وږو کډوالو د قتل عام په اړه، د حماس یوه لوړپوړي مشر سامي ابوزهری اعلان وکړ: نن په رفح کې د مرستو د وېش په ځای کې دا وژنه، چې په ترڅ کې یې زموږ لسګونه خلک شهیدان شول، د ټولو فاشیستي او نازي جنایتکارانه صحنو څخه، چې نړۍ تر اوسه لیدلې، واوښت.