له یوه کال وروسته د اوکراین جګړه
په اوکراین کې له خونړۍ جګړې یو کال تېر شو. دا جګړه چې په پیل کې فکر کېده چې د لنډ وخت لپاره به دوام وکړي، خو د دولسمې میاشتې په پای کې د پایته رسېدو هیڅ امکان یې نشته.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د دې هېواد ځواکونه به د دونباس په سیمه کې ځانګړي پوځي عملیات وکړي. د دې پوځي عملیاتو له اعلان سمدستي وروسته، پوتین د اوکراین د پوځي کولو د بندولو غوښتنه وکړه او له اوکرایني پوځیانو یې وغوښتل چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.
هغه د روسیې پوځي عملیاتو د مشروعیت توجیه کولو په خاطر وویل: «د ملګرو ملتونو د منشور د ۷ څپرکي د ۵۱ مادې له مخې، د فدراسیون د شورا په تصویب او د دونتسک او لوهانسک ترمنځ د دوستۍ او متقابلو مرستو د تړونونو د تطبیق په برخه کې، ما پریکړه کړې چې یو ځانګړي پوځي عملیات ترسره کړم."
په دې توګه، د دوشنبې په ورځ، د فبروري په 21مه د روسیې لخوا د دونیتسک او لوهانسک په رسمیت پېژندلو او د پوتین څخه د مرستې لپاره د دغو سیمو د مشرانو له غوښتنې وروسته، روسیې بالاخره د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ له 24مې څخه د اوکراین په بېلابېلو برخو کې پر پوځي اډو او د مهماتو پر ډیپوګانو بمباري او پراخ پوځي عملیات پیل کړل. په دې لړ کې د دونباس په ګډون د اوکراين په بېلابېلو سيمو کې د روسي ځواکونو پرمختګ پيل او ډېر پراخ شو او د اوکراين ختيځې، سویلي او شمالي سيمې او آن د دغه هېواد پلازمېنه کېيف هم پکې شامل شو.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین ته د جګپوړو روسي چارواکو له ګڼو خبرداریو او د کېیف له بې غورۍ وروسته اوس مسکو دغه اقدام کړی دی. د پوتین تر وینا وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن روسیه د اوکراین د جګړې او د هغې د ناورینونو پړه وبلله. په داسې حال کې چې واشنګټن په عمدي توګه په اوسني ناورینونکي وضعیت کې خپل مستقیم رول له پامه غورځوي.
په اوکراین کې د ۱۲ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې ډېر سیاسي او پوځي بدلونونه رامنځته شول، خو ښايي له دې جګړې څخه د روسیې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه، د پام وړ انساني تلفاتو او د پام وړ پوځي تجهیزاتو له ویجاړېدو سره سره، له روسیې سره د اوکراین د څلورو ولایتونو رسمي الحاق یاد کړو. له روسیې سره د اوکراین د څلورو ولایتونو رسمي الحاق د اوکراین د جګړې په بهیر کې یو مهم بدلون و. که څه هم روسیه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په پای کې د اوکراین خاورې ته د ځانګړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د دونیتسک او لوهانسک د ځان اعلان شویو جمهوریتونو د ملاتړ په موخه چې د خپلواک په توګه یې په رسمیت وپېژندل ننوته، خو د جګړې لاره او د مسکو موخې د جګړې په دوام او د حالاتو او شرایطو په بدلون سره، په تدریج سره بدلون وکړ.
روسانو د اوکراین په سویل ختیځ، ختیځ او شمال کې خپل عملیات پیل کړل، خو په شمالي جبهه کې له ناکامۍ وروسته یې خپل عملیات په ختیځ او سویل ختیځو جبهو متمرکز کړل او د اوکراین د لوهانسک، دونیتسک، خرسون او زاپوروژې په نومونو د څلورو ولایتونو لویه برخه یې ونیوله او په روسیه کې د دغو سیمو د یوځای کولو لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کولو مسله راپورته کړه، تر دې مخکې پوتین د یوه فرمان په لاسلیکولو سره د خرسون او زاپوروژیا خپلواکي د دوو خپلواکو هېوادونو په توګه په رسمیت وپېژنده، تر څو له ټولپوښتنې ورسته د دې سیمو د الحاق لپاره کومه قانوني ستونزه نه وي.
په دغو ۴ ولایتونو کې د ټولپوښتنې تر ترسره کېدو او د روسیې سره د یوځای کېدو لپاره د اکثریت اوسېدونکو د مثبتې رایې له اعلانولو او د قانوني مراحلو په تېرېدو سره، بالاخره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۳۰مه، د اوکراین د څلورو سیمو د مشرانو په شتون کې په ګډون سره، د روسیې له خاورې سره د دغو سیمو د یوځای کېدو سند لاسلیک کړ. په دې مراسمو کې د دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپورژیا سیمو خلکو روښانه انتخاب ته په اشارې سره، پوتین په دې باندې په ټینګار سره چې کېیف باید د دغو سیمو د خلکو انتخاب ته درناوی وکړي، ټینګار وکړ: یوازې له دې لارې سوله راتلای شي.
د اوکراین جګړه د روسیې پر وړاندې د لوېدیځ د ناوړه نیتونو او تیري کوونکي چلند پایله بلل کېدای شي. حقیقت دا دی چې پر اوکراین د روسیې برید په حقیقت کې د لوېدیځ د تیري کوونکو اقداماتو او له ناټو سره د غړیتوب لپاره د اوکراین هڅونې او د روسیې ملي امنیت پروړاندې د مسکو غبرګون و.
شواهد ښیي چې ناټو او امریکا چې د سړې جګړې وروسته په تدریجي ډول له روسیې سره د دښمنۍ دریځ ته داخل شول او د کمزوري کولو هڅه یې وکړه، اوس د اوکراین جګړې ته د یوه بې ساري فرصت په سترګه ګوري چې روسیه له پوځي او اقتصادي پلوه وځپي او په نهایت کې له سیاسي پلوه، دوی د دې هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مشروعیت کې د پام وړ کمښت ویني.
امریکا له ډېرې مودې راهیسې د روسیې د ړنګېدو او حتی د هغه د نسکورېدو غوښتونکی دی. د روسیې د ستراتیژیکو اټومي وسلو په اړه د واشنګټن د سیاستوالو اندېښنه او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکا له سیاستونو او اقداماتو سره په مقابله کې د پوتین د اقداماتو او تر ټولو مهمه دا چې په نړۍ کې د غربي لیبرال نړیوال نظم د ځای په ځای کولو کې د روسیې او چین یو ځای کېدل د دې لامل شول چې امریکا له هر فرصت څخه د روسیې د ځواک د کمولو لپاره استفاده وکړي.
امریکا او د هغې اروپايي او غیر اروپايي شریکان لکه کاناډا، آسټرالیا او حتی جاپان د اوکراین جګړې ته د روسیې او د هغه له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د تش په نامه جوړجاړي لپاره د یو بې ساري فرصت په سترګه ګوري، چې له دوو لسیزو راهیسې په اروپا، لوېدیځه آسیا او لاتیني امریکا او حتی په ارکټیک کې د امریکا او ناټو ډېرو غوښتنو پروړاندې ولاړ دي. د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د هغه د حکومت د لوړپوړو پوځي او امنیتي چارواکو له نظره، دې جګړې یو بې ساري او نه جبرانېدونکې موقع د روسیې پر ضد څومره چې ممکنه وي برابره کړې ده.
سربېره پردې، د لوېدیځو مشرانو له نظره، د ناټو په څنډه کې د اوکراین په جګړه کې د روسیې بریا به د دغه پوځي سازمان د بدنامولو او د روسیې د سیمه ایز او نړیوال نفوذ او قدرت د پراخېدو په معنی وي او په امنیتي، پوځي او نظامي برخو کې به بدلون راولي. له همدې امله دوی هوډ لري چې په هر قیمت د روسیې د بریا مخه ونیسي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې باور دی چې لوېدیځ د امریکا او بریتانیا په مشرۍ، اوکراین د روسیې د ځپلو او ټکولو په وسیله بدل کړی دی.
داسې ښکاري چې د اوکراین جګړې په یو کلن کېدو سره، د لوېدیځ ناوړه سیاستونو له امله د دې ناوړه جګړې اور چې له اوکراین سره بې ساري پوځي او تسلیحاتي مرستې شوي دي، د دې پرځای چې پایته ورسېږي د ډېرېدو په حال کې دی او ډېری سیمې په ترلاسه کړي.
امریکا د اوکراین جګړې پایته رسولو په اړه په خپلو شعارونو سره، خو عملا د روسیې لا کمزوري کولو په موخه دې جګړې ته زور ورکړی دی او په دې سیاست کې لاهم اوکراین ته د پوځي او تسلیحاتي وسلو لېږلو لپاره لوېدیځ ملګري په ځانګړې توګه اروپایان هڅولي دي چې وروستۍ او مهمه بېلګه یې اوکراین ته د آلمان په ګډون د اروپايي هېوادونو له لوري د جنګي تانګونو لېږل ده.
همدارنګه اوکراین ته د لېري واټن ویشتونکي وسلو لېږلو لپاره د امریکا نوی ګام چې دقیقا د جګړې لمنې پراخېدو په موخه ترسره شوی د لومړي وزیر له دې ادعا سره مخالفه ده. د دې ترڅنګ چې اوسمهال په اروپا او امریکا کې اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکړې موضوع مطرح ده. په همدې حال کې روسیه په ځېرتیا سره د لوېدیځوالو پوځي او سیاسي ګامونه څاري پر کریمیه د اوکراین د شوني برید لپاره چې په حتمي ډول به د ناټو پوځي، تسلیحاتي او استخباراتي ملاتړ وررسره وي، سخت خبرداری ورکړی دی.
د مسکو دا خبرداری او پر دې ټینګار چې پر کریمیه برید په هرډول وسلې سره به ځواب ورکړل شي، کولای شي د روسیې له لوري د اټومي وسلې څخه د کارونې لپاره یو جدي ګواښ وګڼل شي. ځکه د روسیې په اټومي برخه کې ټینګار شوی دی چې د دې هېواد ارضي تمامیت ته ګواښ له اټومي غبرګون سره به مخ شي او روسي چارواکو تل کریمه د روسیې خاورې نه بېلېدونکې برخه اعلان کړې ده.
مهم ټکی چې روسیه ورباندې ټینګار کوي، اوکراین ته د لوېدیځوالو په ځانګړې توګه د امریکا او د ناټو غړیو هېوادونو د پوځي او تسلیحاتي مرستو لېږل دي. د مسکو له آنده د دې جګړې له دوام څخه د لوېدیځوالو موخه د روسیې ډېره کمزورتیا او حتی تجزیه کول ده. دا هغه موضوع ده چې د شوروي له دورې امریکایان ورپسي وو. پوتین واشنګټن ته د اوکراین د ولسمشر سفر ته په اشارې سره وویل: امریکا له پخوا راهیسي د عملیاتو په سیمه کې وه او دوی د شوروي په وخت کې لاره هواره کړې وه.
امریکا د اوږدې مودې لپاره د روسیې پروړاندې په شخړې کړې بوخته وه. نه یوازې نن او واشګټن ته د زلنسکي له سفر وروسته. له دې امله تمه کېږي چې د اوکراین جګړه همدااوس دې هېواد ته یې ډېری انساني تلفات او مالي زیانونه اړولي او د اوکراین زیربنسټونه یې له منځه وړي دي، نه یوازې پایته نه ده رسېدلې بلکې د زلنسکي دريځ او د امریکا له لوري د پراخو ملاتړونو له امله به میاشتي میاشتي نور هم دوام وکړي.
د لوېدیځوالو د خوښي وړ سناریو د اوکراین جګړې پراخېدل او دوام دی چې له رامنځته کېدو څخه د مخنیوي ادعا سره سم، خو په عملي توګه د دې سناریو پلي کولو لپاره د تسلیحاتي وسلو په ډېرولو او هم د کېیف دولت په هڅونې سره غواړي دا جګړه دوام وکړي. د دې جګړې دوام شونې ده د اوکراین ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه لهستان او یا د بالتیک درې ګونو جمهوریتونو ته هم ورسېږي چې دا ګام به له ناټو سره د روسیې مستقیمې مخامختیا په معنا وي.
ژباړه: زماني