Apr 08, 2023 11:07 Asia/Kabul
  • د رسول الله مبارک معراج

  د تاریخ په اوږدو کښې ترسره شوی ترټولو سپیڅلی او مقدس سفر اسمانونو ته د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) معراج او بیرته ځمکې ته د هغه حضرت راستنیدل دي. معراج د نبی مکرم (ص) یوه ستره معجزه وه او بشری عقلونه د هغه د حقیقت له درک کولو عاجزه دي

قرآن کریم د اسراء او نجم په مبارکو سورو کښې د معراج ملکوتي سفر ته اشاره کړې او فرمايي: پاک دی هغه خدای چې خپل بنده یې یوه شپه له مسجدالحرام څخه مسجدالاقصی ته چې چارچاپیره مو ورله برکت ګرځولی، بوتله څو خپل ځیني آیتونه ورته وښایو، بیشکه چې هغه اوریدونکی او لیدونکی دی.

د اسرء سورې په لومړی آیت کښې د (لیلاً) او (اَسری) له دوو کلماتو پوهیږو چې معراج د شپې مهال رامینځته شوی دی داشان چې متعال خدای له خپل ګران حبیب حضرت محمد مصطفی(ص) په یوه شپه کښې له مسجدالحرام چې په مکه مکرمه کښې دی، په فلسطین کښې موجود مسجدالاقصی ته او له هلته یې اسمانونو ته بوتله.

شپه تیاره شوی وه او د ورځې رڼا نه وه پاتې. خلکو له خپلې ورځنۍ هڅې اوکار روزګاره لاس اخیستې و  او په خپلو کورونو کې یې ارام کاوه . پیغمبر اکرم ص هم غوښتل چی د فریضې له ادا کولو وروسته د ستړیا د لیری کولو لپاره څملی چی ناڅاپه یې د جبراییل امین غږ واوریده : اې محمده (ص) پاڅیږه او له ما سره همسفر شه ځکه چی یو اوږد سفر پرمخ لرو .

     په روایتونو کښې راغلي دي چې د معراج په شپه حضرت جبرائیل پر رسول الله مبارک نازل شو او هغه حضرت ته یې د بُراق په نامه یوه سپرلي راوستله او د خدای ګران رسول پرې سپور شو او د بیت المقدس په لور روان شو. په روایتونو کښې راغلي دي چې پیغمبر اکرم په مدینې، د کوفې په جومات او ځینو نورو مقدسو ځایونو کښې ودریده او لمونځ یې وکړ. بیا مسجدالاقصی ته لاړ. په مسجدالاقصی کښې یې د حضرات ابراهیم، موسی او عیسی علیهماالسلام په شان د سترو انبیاؤ د روحونو په شتون سره لمونځ وکړ په داسې حال کښې چې امام جماعت یې خپله حضرت محمد مصطفی(ص) و. له هغه ځایه د رسول الله اسماني سفر پیل شو او پرله پسې له اوو واړو اسمانونو تیر شو او په هر اسمان کښې یې حیرانونکي شیان ولیدل.

پیغمبر اکرم په دغه روحاني شپه لوړ عالّمونه، د اسمانونو ملکوت او د خلقت عجائب ولیدل او له الهي انبیاؤ سره یې کتنه وکړه. جنت او دوزخ یې ولیدل، د جنتیانو حالت او د هغوي نعمتونه او همداشان دوزخیان او د هغوي عذابونه یې له نزدې وکتل. په دې سفر کښې حضرت جبرائیل له رسول الله مبارک سره ملګرتیا کوله. هغه حضرت د خدای له خاص فرښتې حضرت جبرائیل علیه السلام سره تر شپږم اسمانه لاړ او بې شمیره عجائب یې ولیدل تر دې چې اووم اسمان ته ورسید. دلته نو حضرت جبرائیل په دې ملکوتي سفر کښې له پیغمبر اکرم سره نوره ملګرتیا نه شوه کولې او رسول الله ته یې وویل: زه دې ځاې ته د ننوتو اجازه نه لرم او که د ګوتې د سر هومره هم ورنزدې شم نو وزَرې به مې وسوزي.

    رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) په اووم اسمان کښې سدرة المنتهی ولید چې بهشت برین هم هلته دی. هغه حضرت په هغه نوراني عالَم کښې د باطني شهود او د قُرب الی الله اوج ته ورسید. هلته نو بس محمد(ص) و او متعال خدای. هلته یې پیغمبر اکرم ته ډیرې مهمې سپارښتنې او احکام ورکړل او ترمینځ یې ډیرې ښکلې خبرې اترې وشوې چې په (حدیث معراج) مشهورې دي. له دغو خبرواترو وروسته پیغمبر اکرم(ص) ځمکې ته راستون شو او له لمر خاته مخکښې په مکې کښې په خپل کور کښې و.

    د پيغمبر اکرم(ص) معراج ډیرې ځانګړې ځانګړتیاوې لري. دا پرتمین عروج بدني او په ویښه و او رسول الله مبارک په دې معنوي سفر کښې د اسمانونو او ځمکې په اسرارو خبر شو. ډیر مهم ټکی دا دی چې حضرت محمد مصطفی(ص) څنګه د دې الهي سفر جوګه شو؟ متعال خدای د پیغمبر اکرم هغه ترټولو مهم خصوصیت چې د دې عروج د ترلاسه کیدو سبب یې شي، په قرآن کریم کښې معرفي کړی دی. د اسراء سورې وړومبنی آیت چې اشاره مو ورته وکړه، ترټولو غوره ځانګړنه، د پیغمبر اکرم (بنده توب) دی. هغه حضرت د الله تعالی د عبودیت په سیوري کښې و چې وتوانیده داسې ستر فیض ترلاسه کړي او د اسمانونو ملکوت په خپلو حق لیدونکو سترګو وویني او پرې پوه شي.

  د قرآن د آیتونو او حدیثونو له مخې، د پیغمبر اکرم(ص) معراج هغه پيښه ده چې په پریکنده توګه ترسره شوې ده او د دین یو ضرورت دی او ټولې اسلامي فرقې پرې یوه خوله دي. ګڼ روایتونه او ځینې دعاګانې او زیارتنامې هم دې چارې ته اشاره لري او په ځينو حدیثونو کښې د معراج منکر، کافر ګڼل شوی دی. دا هغه موقعیت دی چې له حضرت محمد مصطفی(ص) پرته ورته هیڅ مخلوق نه دی رسیدلی.

*/*/*/*/*/

د معراج په حدیث کښې د الله پاک جل جلاله او د هغه د رسول ترمینځ سوچه او ګټه ورې خبرې اترې وشوې چې یوې برخې ته یې اشاره کوو. پیغمبر اکرم(ص) د معراج په شپه  خدای تعالی ته عرض وکړ: ای خدایه! زما لارښوونه وکړه چې په کوم کار سره تا ته درنزدې شم؟ خدای تعالی ورته وفرمایل: خپله شپه دې ورځ، او ورځ دې شپه وګرځوه. عرض یې وکړ: دا کار څنګه وکړم؟ ویې فرمایل: خپل خوب لمونځ او خواړه دې لوږه کړه. ای احمده! په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي کوم بنده چې ماته د دې څلورو صفتونو ضمانت راکړي نو زه یې هم جنت ته بیایم: خپله ژبه کنټرول کړي او خبره ونه کړي مګر دا چې کومه خبره ورته ګټه وره وي. خپل زړه له شیطاني وسوسو وساتي. تل دا فکر وکړي چې زه پرې خبر او د هغه د کارونو څارونکی یم او لوږه خوښه کړي.

بیا خدای تعالی وفرمایل: ای احمده! ای کاش خبر وې چې لوږه، چپتیا او یوازې توب څومره خوند او آثار لري. عرض یې وکړ: ای خدایه! لوږه څه اثرات لري؟ ویې فرمایل: حکمت، د زړه حفاظت، ما ته نزدېکت، همشنی زغم، د خلکو ترمینځ معتدل ژوندتیرول،حق ویل او د ژوند سختیو یا اسانیو ته بې پامي.

ای احمده! آیا خبر یې چې بنده کوم وخت ماته نزدې کیږي. پیغمبر اکرم عرض وکړ: نه زما پروردګاره. ویې فرمایل: کله چې وږی یا په سجده وي.

    د معراج د حدیث او له الله تعالی جل جلاله سره د رسول الله مبارک خوږې او د اوریدو وړ خبرواترو په اساس وړومبنی ګام چې انسان د عبادت وادۍ ته بیايي او له پروردګار سره د نزدېکت سبب ګرځي، چپتیا او روژه نیول دي. حضرت امام رضا علیه السلام د چپتیا په هکله فرمایل: چپتیا د حکمت یو ور دی، چپتیا مینه راوړي او چپتیا انسان د هر خیر او ښه والي په لور لارښوونه کوي.

کله چې د انسان ژبه آزاده وي او د هرې باطلې او بې ځایه خبرې له کولو ډډه نه کوي، د عبودیت په لاره نه سمیږي او په نتیجه کښې، مقصد ته نه رسي.

که څوک چپتیا د خپل کار سرمشق وګرځوي نو د دروغ ویلو، غیبت، تهمت او د ژبې له داسې نورو ګناهونو ژغورل کیږي. البته هره چپتیا د خیر سبب نه ګرځي بلکې هغه چپتیا انسان ته خیر او برکت رسولی شي چې له تفکر او تعقل سره مله وي.

د چپتیا د فضیلت په هکله هم ډیر حدیثونه بیان شوي دي. د چپتیا په ګټه کښې د امام جعفر صادق علیه السلام دا یوه وینا بس ده چې خپل زوي ته د حضرت لقمان علیه السلام د نصیحت په هکله فرمايي: زما زویه! که فکر کوې چې خبره د سپينو زرو ده نو بې شکه چې چپتیا د سرو زرو ده.

   د معراج د حدیث له مخې لوږه او روژه نیول هم د بندګۍ یوه سریزه ده. د بزرګانو په وینا کښې د روح د پاکونې او د تفس د تهذیب یوه لاره چې د شهود زمینه برابروي، لوږه ده. د اعتدال تر حده لوږه د انسان لپاره د پوهې او تعقل ورونه خلاصوي.

خیټه چې ډکه شي د پوهې لاره بندیږي او خیټه ور انسان هیڅکله زر پوهیدونکی کس نه شي کیدی او هیڅکله د عالم په اسرارو او باطن نه شي پوهیدی. ډکه خیټه بې هوډ توب او خمار راوړي او په خوړو کښې د اعتدال خیال ساتل سلامتیا، اوږد عمر او د زړه نورانیت په ځان پسې لري.

له حده زیات خوړل هم روح مشغولوي څو اضافي خواړه هضم کړي او هم بدن لازیات سوخت و ساز ته اړباسي او بلآخره انسان له وخته مخکښې وژني. معمولاً خیټه ور خلک اوږد عمر نه لري. همداشان په خوړو کښې زیاتی، سستي او خوب زیاتوي. د اسلام په اخلاقي تعبیراتو کښې راغلي دي: انسان هیڅ لوښی، د خیټې د لوښي هومره بد نه دی ډک کړی. روژه نیول د لوږې ترټولو غوره مشق دی. د رمضان د میاشتې په دیرشو ورځو کښې د هاضمې سیسټم د ارام په حالت کښې راځي او په بله وینا انسان له لږو خوړو سره عادتیږي. د رمضان په میاشت کښې او د روژې نیولو له لارې په انسان کښې د زیاته خوړنې او د لاښه او مزیدار خوراک د موندلو لپاره د هغه حرص او طمعه چې له شهوته راولاړیږي، کمیږي. روژتي انسان چې ټوله ورځ د خپل خوراک څښاک په فکر کښې نه وي، د عبودیت په لاره ګام ږدي او د دیني اعمالو په کولو سره د نورانیت وادۍ ته ننوځي.

د معراج عجیبه پیښې د اسلام د ګران پیغمبر بی ساری او لوړ شخصیت ته نور هم عظمت وبخښه. هغه څه چی په دغه سیر و سلوک کی د خدای د رسول (ص) لپاره پیښ شول ، د خدای په درګاه کی د هغه د سوچه بندګۍ په سیوره کی وو . په حقیقت کی د معراج له پیښې  پوهیدلې شو چی د انسان ظرفیت ډیر لوړ دې  او هغه د کمال لوړو مرحلو ته عروج کولې شی.

*/*/*/*/*

 

 

 

 

ټیګونه