د نوی نړیوال نظم ځانګړنې او نښې نښانې دوهمه برخه
مهمه پوښتنه دا ده چی په اوسنی نړیوال نظم کې د بدلون نښې نښانې څه دي ؟
په اوسنی نړیوال نظم کې د بدلون یوه نښه په نړیوال نظم کې د نویو ظاهرو شویو قدرتونو د رول لوبولو پیاوړتیا ده چی د دې توان لري امریکایی یواړخیز پالنه له چیلنج سره مخامخ کړي . په وروستۍ یوه لسیزه کې په اقتصادي اوپوځی اړخ کې د روسیې او چین ، په اقتصادي اړخ کې د سنګاپور ، تایوان ، کوریا او ملایشیا ، په انرژۍ اړخ کې د عربستان ، امارات ، قطراو همدارنګه د مقاومت او د امریکایی او صیهونیسټی چورلیز سره په مقابله کې د ایران په شان د نویو قدرتونو رول د امریکا سټراټیجۍ له چیلنج سره مخامخ کړی ده . د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیجیکی شورا مشر کمال خرازی دغې موضوع ته اشاره کړی ده او وایی خپلواکه هیوادونه په هغه نظم پسې دي چی پکې د ملتونو حقوقو ته په سمه توګه ځواب وویل شي .
په اوسنی نړیوال نظم کې دبدلون یوه بله نښه د اتحادیو ، سیمه ایزو او له سیمې وراخواسازمانونو د بڼه غوره کیدا یا پیاوړتیا ده چی د امریکا په مشرۍ د نړیوالو اورګانونو په وړاندی عمل کوی . د شانګهای سیمه ایز سازمان ، د بریکس ډله او اسیان په دغو اورګانونو کی شامل دي چی د نویو قدرتونو په ظهور سره په نیوال نظم کې خپل موقعیت پیاوړی کړی او ډیره اغیزه لري او ورو ورو دغه اغیزه په زیاتیدا ده .
یوه بله نښه هم د اسیا د لویدیځې له سیمې سره اړونده ده . په نړیوال نظام د امریکا د سلطې په پړاو کې په لویدیځه اسیا کې د امریکا هره ایجنډایا سیاست اجرایی اړخ پیدا کړی دی او خپل هدف ته به هم رسیده چی جوته بیلګه یې په ۲۰۰۳ کال کی په عراق حمله او د دغه هیواد د بعثی نظام نسکورول وو . امریکا له ۲۰۱۱ کال راهیسې په سوریه کې د بشار اسد د نظام د نسکورولو ، د ایران د اسلامی جمهوریت د نسکورولو یا لږ تر لږه کمزوری کولو او همداراز د مقاومت د چورلیز د له مینځه وړلو یا لږ تر لږه کمزوری کولو لپاره د ترهه ګرو ډلو په شمول د خپل بهرنی سیاست ټول اوزارونه او سرچینې وکارولې ، خو نه یوازې معمولی شانته بریا یې نده درلودلی بلکې د خپلوسیاستونو د ماتو شاهده ده . بشار اسد په قدرت کې پاتې شو او نن حتی د امریکا متحدو عربی هیوادونو له بشار اسد سره اړیکی احیا کړی او دغه هیواد عربی اتحادیې ته هم ورستون شو ، د ایران اسلامی جمهوریت د امریکا او د هغې د متحدانو له ټولو دسیسو په سلامتیا سره تیر شو او د بایکاټونو د بی اغیزه کولړو په لاره کی دی ، د مقاومت چورلیز هم نه یوازې له مینځه ندې ولاړ یا کمزوری شوی ندې بلکی د اسیا د لویدیځې سیمې مهم لوبغاړی بلل کیږی . په ذکر شویو موردونو سربیره په لویدیځه اسیا کې مهم بدلون د واشنګټن په امنیتی ضمانتونو د دغی سیمې د هیوادونو جوته بی باوری ده او دا بی باوری سبب شوی ده چی دغه هیوادونه هم په خپل بهرنی سیاست کې ختیځ ته خپله کتنه پیاوړی کړی .
د یوکرین جنګ هم په اوسنی نړیوال نظم کې د بدلون د پیل یوه نښه بلل کیدلی شی . ډیر شناندی او نظریه ورکونکي هم باوری دي چی د اوکراین جنګ د روسیې لپاره د امریکا پلان شوی دسیسه وه . د دغې دسیسې یو دلیل هم له دغې موضوع د امریکا اخیستون او درک وو چی په نړیوال نظام کې د روسیې قدرت ترلاسه کولو او د امریکایی سیاستونو له چیلنج سره مخامخول چټک شوی دي . په همدې دلیل د اوکراین د جنګ بڼه غوره کولو زمینه اوپه دغه پوځی چل کې روسیه ښکیله شوه تر څو په نړیوال نظام کې د روسیې قدرت موندنې چټکتیا کمه او حتی امریکا وکولط شی چین او ځینې نور قدرتونه په دغه جنګ کې ښکیل کړي . په عین حال کی د اوکراین جنګ هماغه ډول چی د امریکا د نظر وړ وو پرمخ ندې لاړ او مختلف نظریه جوړونکی په دې باور دی چی نړۍ به له دغه جنګه وروسته او په هغه واکمن نظام به له پخوانۍ نړۍ ته توپیر ولری .
بله مهمه پوښتنه دا ده چی نوی نړیوال نظم به کوې ځانګونې ولرلي ؟د دغې پوښتنې په ځواب کې باید لومړی دغه ټکی ته اشاره وکړو چی د اوسنی نظم هندسه په انارکی د سترګو پټولو په معنا نده بلکې هماغه راز چورلیزی دولت او انارکی د مرکزی اقتدار نیشتوالې د نړیوال نظام اساسی ځانګړنه ده . نوی نظم خاصې ځانګړنې لري چی ځینو ته پکې اشاره کوو .
لومړنۍ ځانګړنه د امریکا له قدرت د تمرکز ختمول دی . په اساسی توګه نوی نړیوال نظم په نړیوال نظام کې په امریکاسترګې پټول ندی بلکې د نوی نظم مطلب دا دی چی امریکا هماغه راز د نړیوال نظام یوازنې زبر ځواک بلل کیږی خو د هغې د مشرۍ قدر ت د تمرکز د ختمیدا شاهدان یو ، په دې ډول چی د امریکا سلطه پال اقتدار کمزوری شوی او د چین ، روسیې ، برازیل یا هند په شان نویو سیالانو ظهور کړی دی چی د هغې مخ په ځوړتیا ځای له چیلنج سره مخامخوی او داسې کشمکشونه رامینځته کیږی چی د واشنګټن چارواکي په یوازې سر د هغو د اواری توان نلری . په دې اساس دا د نوی نړیوال نظم لومړنۍ ځانګړنه ده .
بله مهمه ځانګړنه دا ده چی په نړیوال نظم کې به د وسونو ویشل بدل شي . مشهور نیولیبرل نظریه جوړونکی جوزف نای په دې اړه وایی د دغه بدلون یو مهم اړخ د نړیوال نظام په جوړښت کې بدلون د کیښودلو د څرنګوالی او د وسونو د ویشلو په اساس د عاملانو کیښودل دی . د قدرت په جوړښت کې بدلون په دو سویوترسره کیږی . یو د قدرت انتقال او بل د قدرت ویشل . د قدرت انتقال د حکومتونو ترمینځ اړیکو پوری اړه لري چی د هغه په بهیرکې له لویدیځ ، ختیځ ته د نړۍ د قدرت او شتمنۍ ورو ورو انتقال او د اسیا د پخوانی ځای د احیا شاهدان یو . له لویدیځ ، ختیځ ته د قدرت د مرکز انتقال به په طبیعی توګه د وسونو په ویشلو کې د بدلون او په نهایت کې د هیوادونو په ځای کې د بدلون سبب شی . د بیلګې په توګه اټکلونه د دې ښودنه کوی چی د امریکا د نړیوالو پورونو اندازه د ۲۰۲۱ کال تر پایه کابو ۳۰۰ ټریلین ډالرو ته رسیدلی ده ، دا په دې معنا ده چی د امریکا پورونه په یوازې سر د نړۍ د ملی پور څه د پاسه ۱۰ فیصده دی . په دې اساس د قدرت ویشل هم په دې پورې اړه لری چی نوی قدرتونو هم په اقتصادي ، پوځی ، کلتوری او رسندوی حوزو کې په نړیوال نظام کې خپل ځای بدل کړی اود امریکا موقعیت یې کمزوری کړی دی .
د دو یادو شویو ځانګړنو نتیجه د قدرت په انډول کی بدلون دی . د امریکا د موقعیت په کمزورتیا او د نویو قدرتونو د موقعیت بیاوړتیا به د قدرت انډول هم بدل کړی . کمال خرازی دغې موضوع ته نغوته کړی ده او وایی نوی نظم د قدرت د انډول په بدلون پسې رامینځته کیږی . نن وینو چی د نویو بدلونونو په درشل کی یو چی په سیمه او نړیوال نظام کی د قدرت په انډول کی د بدلون په دلیل دی او هر هیواد چی د قدرت لرونکی دی د قدرت په انډول کی د بدلون په بهیر کی کوشش کوی چی خپل موقعیت تثبیت او لوړ رول ولوبوی .
د نړیوال د نوی نظم په اړه بله مهمه ځانګړنه دا ده چی دغه نظم د تیرو نظمونو په اپوټه یوازې د سترو قدرتونو په وسیله نه جوړیږي . په مادرن تاریخ کی پیاوړی نظمونه له وستفالیا رانیولی تر شلمې پیړۍ کې د لیبرل نړیوال نظم پورې ، پراخ سازمانونه نه وو چی د بشریت د سترو ګټو لپاره کار وکړی . په بدل کی هغه اتحادونه وو چی د سترو قدرتونو په وسیله د خپل اصلی سیال پرضد د امنیتی سیالۍ لپاره جوړ شول . دا په داسې حال کی ده چی نوی نظم د دو سترو قدرتونو چین او روسیې او څو نوروسیمه ایزو قدرتونو په رول لوبولو سره بڼه غوره کوی او په اساسی توګه که د دغو سیمه ایزو قدرتونو ملګرتیا نه وی نو د نړۍ د اوسنی نظم د بدلون امکان به هم له مینځه لاړ شی .
پای