Jun 19, 2023 14:24 Asia/Kabul
  • ؛ریحانه؛ په کورنۍ او اجتماع کې د میرمنې رول

د تهران د پښتو خپرونې خوږو  مینه والو په دې شیبو کې په کورنۍ او ټولنې کې د میرمنې د رول په باب د ؛ریحانه ؛ نومې لړۍ له نننی دولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغه مطلب کې هم د حضرت آدم د ماندینې حضرت حوا د سیرت او ځانګړنو په باب درسره غږیږو، نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

      خوږو دوستانو  حضرت لومړنۍ میرمن،د حضرت آدم همسر  او د  انسان په نسل کې مور ده .حوا ټکی  د حیات د سرچینې،یعنی د مور په معنا ده . دحوا نامه په مقدسو کتابونو کې راغلې  ده،البته په قرآن کریم کې د حوا ذکر نشته او یوازې د آدم دهمسر یا ماندینې په عنوان سره هغې ته اشاره کیږي.د تفسیر، تاریخ  او د مسلمانانو د روایتونو په کتابونو کې  دحوا نامه راغلې  او د هغې د خلقت،  دممنوعه  وَنې څخه د  هغې او دحضرت آدم د  میوې د  خوړولو،  او ځمکې ته د هغې او د  آدم علیه السلام نزول او له نزول وروسته د هغوی ژوند په باب کیسې  هم نقل شوي دي.

نو په اوسني مطلب کې د  حضرت آدم  د ماندینې حوا  په باب  درسره غږیږو.

 حوا لومړنۍ ښځه ، دحضرت آدم ماندنه او د  بشر په نسل کې مود دی . د حوا ټکی  د حیات د سرچینې ،یعنی د مور په معنا  دی. د حوا نامه  په مقدسو کتابونو کې راغلې ده،البته  په قرآن کریم کې دحوا ناه ذکر شوې ده ، او یوازې  د آدم د ماندنې په توګه  هغې ته اشاره کیږي. د تفسیر ،تاریخ او د مسلمانانو د روایتونو په کتابونو کې  د  حوا نامه راغلې ده او  دهغې د خلقت ،د هغې او آدم علیه السلام د حرامې مېوې د خوړلو، ځمکې ته د هغې او آدم علیه السلام نزول او له نزول وروسته د هغوی د  ژوند  په باب کیسې  بیان شوی دی.

خداوندمتعال د اعراف سورې په 189 آیت  کې دښځې او سړي  د پنځیدا  پیل  یو بلل شوی او د هیڅ یوه پنځون  د بل له پنځيدا  نه دی بلل  شوی ، لکه چې خداي تعالی په دغه آیت کې فرمائي ؛هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا...... هغه هماغه  خداي دی چې تاسو ټول ئې له یوه  جسمه  پنځولي یاست ،او له  هغه (پخپل ډول)  ئې یوه جوړه هم پنځولې څو هغه سره انس  او آرام ورپه برخه شي ....

Image Caption

 

خداوندمتعال همداراز  د نساء سورې  د لومړي آیت په پیل کې  د انسان  خلقت په کلي توګه بیان کړی او وروسته ئې د انسانانو  مختلف جنسیّت ته چې  هم سړی  او هم ښځه کیدلی شي ، اشاره کړې  او فرمائي ؛يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً...... ؛  ائ خلکو  ووریږئ له  خپل پروردګاره، له هغه خدایه چې تاسو ټول ئې له یوه جسمه پيدا کړي یاست او هم له هغو څخه ئې یوه جوړه وپنځوله  او له هغې جوړې ئې  د سړي او ښځې په شکل کې په دنیا کې ډير خلک وپنځول.:::

 دوستانو لکه څنګه چې  په یاد شوي آیت کې د ؛ناس؛ کلمه راغلې ده ،  ټول انسانان،هغه که ښځه  وي او که سړی ،له یوه ذات ، جوهرې او خټې پنځول شوي دي  او د  ټولو انسانانو د پنځون پیل  یو شی دی .حوا،چې لومړنۍ ښځّه ده ،نه  له بلې جوهرې او نه هم د آدم د بدن له کومې برخې،نه د آدم له اضافي خټې پنځول شوې ده.پردې سربیره،په دغه آیت کې له ؛نفس؛ څخه مقصد،ذات او عیني واقعیّت دی .په اسلام کې ټول  انسانان یو شان دي  او توکمیز،ژبني او جغرافیائي یا وطني توپیر هیڅ اهمیّت او ځائيګی نه لری . بې شکه که  انسان پوهه شي  چې انسان له ؛نفس واحده؛پنځول شوی ، نو نور بیا له ځان منامئ او ځان برلاسه بللو سره مخ نه کیږي او د خداوندمتعال په وړاندې د تواضع د سر دتسلیمولو جوګه کیږی،له همدې امله ده چې د نساء سورې  لومړی آیت  چې مخکې مو هم اشاره وکړه،  انسانانو ته سپارښتنه کړې ده چې له خداوند څخه وویریږئ.....

د تقلید یو ستر مرجع او اوسمهاله غوره شیعه مفسّر  آیت ا...جوادي آملي ، ؛ زن  در آئينه  جلال و جمال ؛نومې کتاب کې لیکلی دي ،آدم  دحوا په خلقت له پوهیدا وروسته  له خپل پروردګاره وپوښتل،  دا څوک ده  چې   د هغه قرب او نظر  د  ما د مینې او انس سبب شوې ده  .؟ خداوند وفرمائيل؛ دا حوا ده ، آیا غواړې  چې له تا سره ووسي او د تا د اونس تومنه شي  او له تاسره خبرې وکړي او د تاتابعه شي؟، آدم ووئيل،هو!پروردګاره، تر څو چې ژوندی وم ستاو ستاینه پر ما لازمه ده . هغه مهال  خدای تعالی وفرمائيل؛ له ما څخه  له هغې سریه  واده کول وغواړه ،ځکه ستا د همسرئ صلاحیّت لري.... بیا آدم عرض وکړ، زه له هغې سره د وادۀ وړاندیز  کول غواړم ، ستاسو رضا څه ده ؟ خداوند وفرمائيل؛ زما رضا په دې کې ده چې  هغې ته د ما ددین تعلیمات ورزده کړې.

ددغه روایت په اساس ،له  حوا سره د آدم نزدیکت او نظر له هغې سره  دانس سبب شو او خداي تعالی هم  همدغه اصل  د دوی ترمینځ د ارتباط دټينګیدا اساس وګرځاوۀ.

              هغه ډير ظریف ټکی چې د حوا د خلقت او له هغې سره د آدم د ملاقات په بحث کې مطرح کیږي ، دا دی چې  کله آدم حوا ولیدله  او پوهه شو چې  له هغې سره ډير ژور انس ئې پيدا کړ، نو خداوندمتعال  هغه ته امر وکړ چې  له هغه د حوا لپاره خواستګاري وکړي او  د هغې لپاره  مهر (صداق)په نظر کې ولري ، یعني هغه ژمنتیا چې  حضرت آدم ئې باید  د حوا د  ترلاسه  کولو  لپاره  معلوم کړي،له زُراره  څخه دنقل شوي حدیث په اساس،چې د امام جعفر صادق علیه السلام  یو صحابی او راوي دی، خدا وند حضرت آدم ته وفرمائيل ،زما رضا داده چې  د ما ددین معارف  هغې ته ورزده کړې ، آدم ووئيل، قبلوم ئې .  ددغه روایت په اساستر ټولو ښه مَهر او صداق ، هماغه د الهي علومو  او ددین دتعلیماتو  زده کول چې  خدای تعالی  هغه پر آدم د حضرت حوا دمعر په توګه وګرځول.

یو بل دپام وړ ټکی  چې مطرح شوی دی،دا دی چې  له وادۀ وروسته ، آدم حوا  ته ووئيل، زما وآخوا  ته راشه  او  ماته رامخ کړه او حوا هغه ته ووئيل ؛ ته ماته رامخ  کړه،وروسته  خداوندمتعال امر وکړ چې آدمه! پاڅه  او د حوا وآخوا  ته ورشه،  او دا هماغه  له میرمنې د سړي  دخواستګارئ (په مرکه ورتللو)راز دی.

په حقیقت کې  د هرې ټولنې عُرف دا  دی  چې  سړي د خواستګارئ لپاره  ښځو وآخوا ته ورځي  او له  هغوي د همسرۍ غوښته کوي .  له ښځې څخه د سړي  خواستګاري  لامل نه کیږي چې  ښځه فکر وکړي  یو داسې شی دی چې سړی ئې غواړي او ورباندې قبضه وکړي، بلکې دا کار  ښځې د میرمنې د لویووالي  او احترام  د ساتلو یو ټر ټولو لوی عامل  دی.  خداي تعالی  سړی د عشق او غوښتې بیلګه  پنځولی  او میرمن ئې  معشوقه شونه او غوښتل کیدونکی مظهر . وئيل کیدلی شي، میرمن د یوې شمعې په شان ده او سړی باید  له هغې د ګیرچاپيره تاویدونکي پروانې یا پتنګ په شان وي ، په حقیقت کې  د خلقت یو شاهکار او د حکیمانه تدبیر دی چې د انسان په خواهشاتو، اړتیا او غوښتې  کې او د میرمنې په غریزې کې ناز او ځلا ګرځول شوي ده .

Image Caption

 

            په قرآن کریم کې د حوا د پنځون په باب څه نه دي وئيل شوي.د قرآن کریم د آیتونو په آساس،حضرت  آدم او دهغه ماندنه، دخداي په غوښته په بهشت کې هستوګن شول.دوي  کولی شول،په بهشت کې  له هر ډول خوراکونو استفاده وکړي. د یوې وَنې له میوې پرته او هغې وَنې ته د نزدیکیدا په بڼه کې له ظالمانو حسابیدل.شیطان  هر دواړو ته دوکه ورکړه او دوي ممنوعه میوه وخوړله.په دې پسې،د دوی بدمرغۍ یو بل ته ښکاره شوه او  دوي هڅه وکړه ، پر بهشتي پاڼو ځانونه پټ کړي .وروسته ئې له خدایه وغوښتل  چې دوي وبخښي . خداي هم  دوي ته ووئيل، چې باید له جنته دې د مځکې وآخوا ته لاړ شي او تر عمر آخره پورې  دې هلته ژوند وکړي.

په قرآن کریم کې د  حضرت آدم  په لومړنۍ ګناه کې د حوا   رول ته هیڅ اشاره  نه ده شوې ، د  مسیحیانو او یهودیانو د عتیق عهد نامې(عهد عتیق)په اساس، مار حوا او ادم دوکه کړل، په داسې حال کې چې د قرآن په وینا، شیطان دوی دواړه وسوسه او دوکه  کړل.  حتی د طه سورې په دولسم آیت کې  له آدم سره د شیطان او د هغه  د وسوسه کونکو خبرو په باب  خبره شوې ده ، خو  دې ته  چې شیطان حوا  ته  خطاب کړی وي، هیڅ اشاره نه ده شوې .

فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَى شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَا يَبْلَى ﴿۱۲۰﴾     بیا شیطان  هغه وسوسه کړ وې وئيل، ائ آدمه !آیا( غواړې) تا ته د  د ابدیّت  پر وَنې او تل پاتې ملک باندې دلالت  درکړم؟

پر دې اساس  په داسې حال کې چې د  یهودي مسیحي په سنت کې ، حوا   یوه دوکه خوړلې او ګمراه شوې شخصیّت معرفي شوې ده. په قرآن کریم کې آدم او حوا  هردواړه ، په یوه اندازه مسئول بلل شوي دي . او له جنته په ویستل کیدا محکوم شوي دي.

             دوستانو د خداوندمتعال د  اعراف سورې په 23 آیت کې فرمائي؛ قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۲۳﴾ وې وئيل،خدایه !مونږ پر ځان ظلم کړی او که  ته مونږ ونه بخښې  او پر مونږ رحمت  او مهرباني ونه کړې، نو په ډیر تاوان موندونکې کې به وو.:::  ددغه آیت  په اساس، آدم او حوا  هردواړه شیطان دوکه کړي دي  او   هر دواړه له جنته وویستل شول  او په نهایت کې  هردواړو د  خداي په لور د توبې لاسونه  پورته کړل  او په الهی درګاه کې ئې  بخښنه وغوښتله .دغه آیت ښئ چې  هم آدم او هم حوا  د خدای له فرمانه د سرغړونې مسئول دي .نه دا چې حوا د آدم د دوکه خوړولو سبب شوي وي.

             د تهران د  پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په کورنۍ او ټولنې کې د میرمنې د رول په باب  د ؛ریحانه  ؛نومې  لړۍ د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤنو ،هیله ده چې خوند او پند مو ترې اخستی وي، ان شا ا.... نیّت لرو په ورپسې مطلب کې درسره دحشرت مریّم په باب وغږیږو، نو تر هغه مهاله مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالی او سوکاله ژوند ولرئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

 

ټیګونه