Jun 23, 2023 14:15 Asia/Kabul
  • د علومو څیرونکې حضرت امام محمد باقر علیه السلام

امام باقر ع د علمی فعالیتونو ترڅنګ د ټولنې د چارود اصلاح او له ظالمانو سره د مخالفت په زمینه کی ډیرې هلې ځلې وکړې . له دې امله تل د اموی واکوالانو له غوسې او کینې سره مخامخ وو

یو ځوان د پیغمبر اکرم ۲ نورانی څیرې ته ځیر شوی وو چی تاڅاپی پیغمبر اکرم ص په نوم سره  ورته اواز وکړ او ویې فرمایل جابره تا به لوی عمر ولری ، جابر په تعجب سره وویل واقعا پیغمبر وفرمایل هو ، تا به له ما وروسته په خپل اخری عمر کې زما د کورنۍ له یوه کس سره ملاقات کوی چی نوم یې زما نوم او څیره به یې زما په شان وی . هغه د علومو څیرونکی باقرالعلوم دی اوپه خلکو به د پوهې دروازې پرانیزی ، جابره ، هر وخت دی چی ولیدو زما سلام ورته ورسوه .

له دې خبرې څه د پاسه ۶۰ کلونه تیرل شول . یوه ورځ جابر د مدینې په کوڅه کې روان وو نو په یوه ماشوم کی نظر پریوته ، نو ویې لیدل هغه نښې نښانې چی پیغمبر ص فرمایلی وی په هغه ماشوم کی موجودې دي ، په مینې سره یې له هغه وپوښتل ، نوم دې څه دې ؟ویې فرمایل زما نوم محمد بن علی بن الحسین دی . جابر په داسی حال کی چی له سترګو یې د شوق او ښکی روانې وې ، ټیټ شو او هغه یې په مبارک تندی ښکل کړ او ویې ویل زه له تا قربان شم زما له خوا د خدای د رسول سلام قبول کړه . د تاسو نیکه ما ته وفرمایل چی هرکله می تاسو ولیدلې نو د پیغمبر ص سلام ته ورسوم . د وړکوټی ماشوم سترګې  له اوښکو ډکې شوې او ویې فرمایل پر پلار رسول خدا مې د سلام او درود وی او پر تا ای جابر چی پیغمبر اکرم ص سلام دې ما ته ورسوه .

نن د ذی الحجې ۷ نیټه د اسلام د ګران پیغمبر د یوه پاک لمسی د ولایت د اسمان د پینځم ځلانده ستوری حضرت امام محمد باقر علیه السلام د شهادت ورځ ده چی په دې اړه تاسو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوو . او د هغه حضرت د مبارک ژوند په یو څو اړخونو لنډه رڼا اچوو .

حضرت امام محمد بن علی باقر (ع) د ۵۷ هجری قرمری کال د رجب په لومړۍ نیټه دنیا ته سترګې رڼې کړې . پلار یې حضرت امام سجاد علیه السلام او مور یې بی بی ام عبدا... د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام لور ده . پر دې اساس له دې اړخه هغه حضرت لومړنې امام دی چی له هرو دو نسلونو د پیغمبر اکرم ص د دو لمسیو حضرت امام حسن مجتبی ع او حضرت امام حسین ع له څخه دی . د هغه حضرت مشهور لقب هم باقرالعلوم دی . باقر العلوم د هغه کس په معنا دی چی راز راز علوم څیری او د علومو مختلفو اړخونو ته لاس رسی لری او هغه پراخوی او فروع له اصولو استخراج کوی او هغه علوم په کارنده توګه او مهارت سره نورو ته ورزده کوی . شافعی عالم او فقیه ابن حجر هیتمی په صواعق کتاب کی لیکی هغو ته باقر وایی او دا ټکی له بقر الارض اخستل شوی دی یعنی دا چی مځکه څیری او د هغه مکنونات ښکاره کوي . محمد باقر ع دومره زیات د پوهو او معارفو پټې خزانې په ډاګه کړې ، د پو هو لطایف ، حکمتونه او احکامو حقیقتونه یې بیان کړل چی له بدسیرته او بی بصیرته عناصرو پرته په بل چا پټ ندي او له همدې امله ده چی هغه حضرت ته څیرونکی  او جامع علوم او د پوهې د بیرغ پورته کونکی ویل کیږی .

د حضرت امام محمد باقر ع د امامت په پړاو کې په سیاسی حاکمیت کی اختلافات او ټینشن خپل اوج ته ورسید او سیاسی او اجتماعی حالات بی ثباته وو . په نتیجه کی خلفا ژر ژر بدلیدل . په دوی کی یو خلیفه عمر بن عبدالعزیزاتم اموی خلیفه وو چی په ۹۹ هجری او ۷۱۷ میلادی کال کی قدرت ته ورسید . په دې اساس  د امام باقر ع د امامت دوه کاله او پینځه میاشتې د دغه خلیفه له حکومت سره وی . د هغه یو مهم کار د حدیثو د لیکلو د بندیز ختمول وو . له هغه مخکې کابو سل کلونه د خلیفه ګانو له لوری د حدیث لیکل او نقلول  منع شوی وو او هر څه چی د پیغامبر اکرم ص د سیرت او سنت په اړه لیکل شوی وو ، یا سوځول شوی وو او یا په خاورو کی دفن شوی وو . امام محمد باقر ع له دغه فرصته ښه استفاده وکړه او د اسلامی علومو او کلتور بیانولو او پراختیا ته یې مخه کړه . هغه حضرت د قران د مفسر په بهترین ځای کی د قرانی ایتونو په سم تفسیر او بیانولو سره د هغو کسانو لاره بندوله چی په دین کی په تحریف پسې وو . هغه حضرت تل د خدای کلام د خپلو ویناو ګواه او شاهد ګرځوه او خپلو یارانو ته یې فرمایل هروخت مې چی تاسو لپاره حدیث ووایه له ما یې د خدای له کتابه د هغه پوښتنه وکړئ چی په هغه پورې اړونده د قران ایت درپاره تلاوت کړم . حضرت امام باقر ع په دې ډول غوښتل قران د اسلام په نوم د شویو ویناو د جاج او ارزولو د معیار په مطرح کړی او د هغه ځای د ټولنې په ذهنونو کې د فرقان او له باطل د حق د جلا کونکی په توګه تثبیت کړی . هغه حضرت همداراز د حقایقو دپوهیدو او درک لپاره د عقل رول مهم باله  او خلک یې فکر کولو او په مختلفو علومو کې ژورې کتنې او فکر ته بلل .

ځینې خلک د حکومت د تبلیغاتی ادارې د چلولونو تر اغیز لاندې د رسالت له کورنۍ دومره واټن نیولی وو چی د هغه حضرت  سپکاوی او ورته بدرد ویل او په مقابل کی د خلکو بله ډله د حکومت پرضد د دریځ او یا نورو انګیزو د اهل بیتو اطهارو په تعظیم او احترام کی دومره افراط کاوه چی ایمه اطهارو به ورسره مقابله کوله . امام باقر ع هم له دې چارې مستثنا نه وو ، هغه حضرت له منحرفو لیدتوګو سره په مقابله کی جوت او روښانه دریځ غوره کړ .

یوه ورځ امام باقر ع د خپلو شیعیانو په مینځ کې هغو ته مخ کړ او ویې فرمایل ای د شیعیانو جماعته ، مینځ لاری ووسئ چی غالیان له خپل غلو پښیمانه شي او د تاسو اقتدا او پیروی وکړی او د حقیقت د لارې لټونکي له تاسو سره یو ځای شي . په دې وخت د خلکو له مینځه یو کس ودرید او پوښتنه یې وکړه ، اورپکي او غالیان کوم کسان دي ؟امام وفرمایل  دا هغه کسان دي چی مونږ ته داسې اوصاف او عنوانونه راکوی چی مونږه پخپله ځان لپاره ورته قایل نه یو ، دغه کسان له مونږه ندي او مونږه هم له هغو نه یو . په خدای قسم چی مونږه د خدای له لوری مطلقه ازادی نلرو او مونږه او خدای ترمینځ خپلوالی نشته دی او په خدای به د دندې د پریښودلو حجت ونلرلی شو . مونږه د پالونکی اطاعت او بندګی کوو ، په تاسو کی هر څوک د خدای مطیع وی ، نو هغه لپاره زمونږ ولایت  او مینه ګټه وره ده او څوک چی ګناهانې کوی نو زمونږ ولایت ورته ګټه نه رسوی ، پس  د ځان له غولولو ، او د غلو کونکیو له دوکه خوړولوځان وساتئ .

امام باقر ع د علمی فعالیتونو ترڅنګ د ټولنې د چارود اصلاح او له ظالمانو سره د مخالفت په زمینه کی ډیرې هلې ځلې وکړې . له دې امله تل د اموی واکوالانو له غوسې او کینې سره مخامخ وو . په اموی واکوالانو کی دهم خلیفه هشام بن عبدالملک له امام محمد باقر ع سره ډیره سهتی کوله او د امام ع د ځینو یارانو او شاګردانو د قتل حکم یې صادر کړ . هشام چی نه وو توانیدلی د امام محمد باقر ع علمی څیره داغی کړی شی او تل له هغه حضرت مغلوب شوی وو ، د یوه بل اقدام نیت وکړ تر څو په بله روده امام بزرګوار په خلکو کی وړکوټی کړی . هغه امام محمد باقر ع یوې غونډې ته چی ټول پوځی او غیرپوځی چارواکي پکې راغونډ شوی وو ، وباله . هغه وخت یې له  حضرته وغوښتل چی د هغو په ټول کی پعه لینده کې غشې کیږدوی او هدف په لور یې وولی . امام له هشام وغوښتل چی هغه له دغه کار معاف کړی ، خو هشام په دغې چارې اصرار درلود ، امام باقر ع چی په دومره خلکو کی د هشام له ټینګارونو سره مخامخ شوی وو ، په لینده کی غشې کیښوده هغه یې دقیق په هدف وویشته . هشام دا یوه اتفاقی خبره وبلله او امام عالی مقام ته یې وویل بل غشې وولی ، امام ع دوهم غشې هم په هماغه ځای وویشته چی مخکینې غشې پرې لګیدلی وو ، د هشام په اصرار سره دا کار نهه ځله تکرار شو او هر غشی به بل غشې څیره او په هماغه ځای به لګیده ، هشام چی داچل  یې هم ناکامه شوی وو ، په حیرانتیا سره وویل فکر نه کوم چی په مځکه له دې بهتر څوک غشی وویشتلې شی . هغه وخت هشام کوشش وکړ د بنی هاشم او بنی امیه ترمینځ د خپلوالۍ خبرې په کولو سره دغه دواړه کورنۍ د حثیت له نظره مساوی وبللې ، خو امام محمد باقر ع له کومې ملاحظې پرته وفرمایل چی البته په اهل بیتو کی له معنوی کمالاتو او فضاییلو خالی نورې کورنۍ هم شته دي .

د حضرت امام محمد باقر ع د شهادت په مناسبت د  تسلیت په وړاندی کولو سره د هغه حضرت یوه وینا نقلوو چی فرمایی له شناخت پرته عمل د منلو ندی او له علم پرته شناخت هم باور او ارزښت نلری او څوک چی په خپل علم عمل وکړی او د خپله پوهه په کار واچوی ، خدای تعالی به ورته پټ اسرار او حقایق ورزده کړی .

پای

 

ټیګونه