ریحانه-۲۰
(last modified Wed, 09 Aug 2023 06:12:28 GMT )
Aug 09, 2023 10:42 Asia/Kabul
  • ریحانه-۲۰

په کورنۍ او ټولنه کښې د ښځې رول، د ښځې د مورني مقام په انځورولو کښې د لویدیځ خرابوونکې فکري زمینې

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د ریحانه لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې حاضر شوي یوو او غواړو چې نن د مور د لوړ مقام او د دغه مقدس مقام د خرابولو لپاره د لویدیځې د پروژې په هکله درسره وغږیږو، هیله ده چې دا لیکنه تر پاې ولولئ او د خوښې وړ مو وګرځي.

*/*/*/

کورنۍ په ټولنه کښې اصلي مرکز او د مور رول، د هغې د پایدارۍ او لوړتیا چورلیز دی. ماډرن دوران ته په ننوتو سره په لویدیځو ټولنو کښې جوړښتي بدلونونو او ټولنیزو بدلونونو د کورنۍ بنیادۍ او د مور مقام له جدي ستونزو سره مخامخ کړی دی. مادي فکري مکاتبو د فیمینزم په غورځنګ سره، د ښځې په باورونو او د هغې د رول لوبونې په فکري زمینو کښې خرابونکي او خطرناک بدلونونه رامینځته کړي دي.

د مور غیږه هغه ترټولو ستره مدرسه ده چې اولاد په کښې روزل کیږي، کوم څه چې اولاد له مور څخه اوري، هغه څه نه دي چې له معلم او ښوونکي یې اوري، عموماً ماشوم د پلار پر ځاې د مور په غیږه کښې ښه روزل کیږي، موروالی یوه انساني او الهي دنده ده، د هر اولاد شخصیت په کورنۍ کښې جوړیږي ځکه چې اولاد تر اووه کلنۍ پورې، خپل ډیر وخت د خپلې مور په خوا کښې تیروي.

خدای تعالی د خپل تدبیر له مخې د ښځې او سړي دواړو لپاره جلاجلا رول او دندې انځورې کړې دي او جدته ده چې د ښځې او سړي دواړ وده او کمال، د دندو په سمې اجرا او د هغه رول په بشپړه لوبولو کښې دی چې په غاړه یې لري.

د مور پاکه غیږه د ماشوم د روزنې وړومبنې مرکز او د ژوند د درس اولنې ټولګې دي. په دې غیږه کښې د انسان فکري، شخصیتي او روحي خصوصیات جوړیږي. ماشوم د مور له خبرو او کړنلارې دومره اغیزه اخلي چې هغه کوې شي راتلونکی نسل د خپلې خوښې مطابق، ټولنې ته ورکړي. یوه ښه مور کوې شي چې ټولنیز ژوند او بشري تاریخ ته ستر او د کار سړي او ښځې ورکړي او د ټولنې په لوړاوي او تکامل کښې خپل رول ولوبوي.

امام خمیني(رح) به د ښځې د حقوقو او کرامت د راژندوي کولو په لړ کښې د مور په رول تاکید کوه او د مورولۍ دنده یې د پیغمبراند دنده او د انسان د روزنې دنده بلله. دوي د مور د لوړ مقام او د ښځې د انساني موقعیت په هکله فرمایلي دي: تاسو میرمنې مورنی شرافت لري او په دې شرف کښې له سړیو مخکښې یئ او په خپله غیږه کښې د ماشوم د روزنې مسئولیت لرئ. وړومبنې ښوونځی چې ماشوم یې لري، د مور غیږه ده. یوه ښه مور، ښه ماشوم روزي او خدای مه کړه که مور بې لارې وي نو د دغې مور له غیږې بې لارې ماشوم راوځي... د مور خبرې، د مور اخلاق او د مور عمل پّ ماشومانو کښې اثر لري».

د اسلامي فقې او اصولو د ډاکټریټ محصله میرمن شیدا نیکورَوین، په ایران کښې د مستند یا ډاکومینټري جوړونې یوه ډایریکټره ده. هغې په ۱۳۹۴لمریز کال کښې د «په حجاب سره بې سرحده» نومې مستند جوړول پیل کړل او د دې کار لپاره یې مختلفو هیوادونو ته سفرونه وکړل او هلته یې له فعالو او کامیابو میرمنو سره خبرې اترې وکړې.

یو کتاب چې میرمن نیکورَوین یې د لوستلو ډیره سپارښتنه کړې ده، د برایس کریسټنسن لیکلی Divided We Fall) یعنې «د تفرقې له امله به سقوط وکړو» نومې کتاب دی. میرمن نیکوروین، امریکايي برایس کریسټنسن یو سیاسي او د دیني، اسلامي او سیمه ایزو بهیرونو ډیر سخت مخالف شخصیت ګڼي. دوي په هغه رپوټ کښې چې د دې کتاب په هکله یې وړاړې کړی، وايي: «کریسټنسن په لویدیځو ټولنو کښې د مورولۍ د رول پریښودل، د پوځي حملې په شان یو ستر خطر بولي. د دغه لیکوال په باور، کله چې مور نه وي، هیڅوک نشته چې اولادونو ته ارزښتونه انتقال کړي او هغه د وطن دفاع ته وهڅوي، داشان به په امریکا کښې هیڅ سرتیری پاتې نه شي او له امله به یې د هر ډل پوځي حملې لپاره ورونه خلاص شي».

په ایران کښې د ولسمشرۍ د ښځو د ځیړنو د دفتر پخوانۍ نړیواله مدیره میرمن نیکورَوین، د اسلامي انقلاب د بریالیتوب او د لویدیځو د سلطې د ختمیدو او په پوځي بریدونو کښې یې د ناکامۍ په هکله وايي: د مایکل آرتر لیډینMichael Arthur Ledeen) په نامه یو کس چې  په سپینې ماڼۍ کښې د مخملي انقلاب یو ډیر ستر پلانونکی دی، وویل: له دې امله چې د ایران اسلامي انقلاب د خلکو د پرګنو له مینځه راوتی دی، باید همدا خلک د هدف په توګه په نښه کړو ترڅو له دنننې څخه کمزوری شي».

مایکل لیدین یو امریکايي خبریال، لیکوال او د نومحافظه کار بهرني سیاست شناندی دی چې په مختلفو پړاؤونو کښې یې د امریکې د ملي امنیت په شورا او خارجه وزارت کښې د صلاحکار په توګه کار کړی دی. هغه باوري دی چې د نسکورولو لپاره ترټولو ښه هدف ټولنه، د ښځو ټولنه ده. هغه په دې باور دی چې د یوې ټولنې د ټوټې کولو لپاره باید داسې کار وشي چې ښځې له واده ډډه وکړي، یا که واده ته غاړه هم کښیږدي، دغه واده ډیر زر د جدایۍ یا عاطفي طلاق لامل شي.

د احصائیو له نظره، ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي. ماډرن استعمار د فیمنسټي افکارو د پراخولو له لارې، ښځې په ټولنې باندې د هغوي د ډیرې اغیزې په خاطر، هدف ګرځوي. لویدیځ استعمارپالان د ټولنې د ړنګولو په موخه، وړومبې د کورنۍ د ټوټې کولو او په دویم پړاؤ کښې «فرد پالنې»  او یوازې توب ته د ټولنې د کسانو د ګروهنې پيدا کولو په لټه کښې وو ځکه چې ارزښتونه د کورنۍ له لارې منتقلیږي او که کورنۍ جوړه نه شي یا له مینځه لاړه شي نو نور به څوک نه وي چې دغه ارزښتونه منتقل کړي.

فرد پالنه یا یوازې توب د اُمانزم او سکولرازم یوه طبیعي پایله ده. په ټولنه کښې د فرد پالنې په پراختیا سره، ټولنیز پوسټونه خپل رنګ پایلي، یعنې د مورولۍ او میرمنولۍ په نامه هیڅ پوسټ نشته او «فرد یا کس» په یوازې توګه تعریفیږي.

فرد پالنه یا یوازې توب ته ګروهنه، د ټولنیزو ارزښتونو او اخلاقیاتو په نسبت، مادي خوند لټونواو غریزو ته ترجیح ورکوي. په دغه ډول نظام کښې د جنین سقط کول قانوني کیږي، د ښځې او سړي ترمینځ له اخلاقي او قانوني ژمنو پرته ژوند رواوالی مومي، هم د سړي او هم د ښځې لپاره جنسي اړیکې آزادیږي، له همجنس پالنې ملاتړ کیږي او یو سرپرست لرونکی کورنۍ او ناروا اولادونه عام کیږي. دا موارد چې مطرح شول، ټول د فرد پالنې او د مورولۍ له رول څخه د ښځو د لرې کولو پایلې دي او د لویدیځې نړۍ د وروستیو لسیزو له تحرکاتو ګڼل کیږي.

له فرد پالنې یا فردیت سره په غږملتیا کښې فیمينزم چې په اروپا کښې د روڼ اندۍ د زمانې محصول دی، په تاریخي انګیزې او ټولنیزو عواملو سره، ښځې په یو داسې موقعیت کښې راولي چې نور د مورولۍ د رول تجربه کولو ته هیڅ ګروهنه ونه لري.

فیمنسټانو د شپيتمې میلادي پيړۍ له وروستیو څخه د دودیزې کورنۍ خلاف مبارزه پیل کړه. د هغوي د مبارزې ابتدايي هدف، په کورنۍ او ټولنه کښې د کورودانو ښځو د موقعیت لړزول او د کار د بازار په لور د هغوي ټیل وهل وو تر څو ښځې هم د اقتصاد او سیاست په ډګرونو کښې له سړیو سره برابر قدرت ومومي.

د ځینو فیمنسټي عقیدو په باور، د ښځو د میرمنولۍ او مورولۍ اړیکې هغوي له اقتصادي او سیاسي تعهداتو لرې کوي. هم داشان د دې نظریې له مخې، هغوي د مورولۍ او میرمنولۍ په شان رولونو او د دویزې کورنۍ له جوړولو سره په تقابل کښې دي.

په لویدیځ کښې د کورنۍ په ارګان کښې بدلونونه تر شلمې پيړۍ پورې ډیر ورو ورو راتلل خو له شلمې پیړۍ وروسته د صنعتي کیدو د پړاؤ په اوج اخیستو سره، دغه بدلونونه هم ګړندي شول په تیره بیا د کار او صنعت بازار ته د ښځو د داخلیدو او له ژمنو، مدیرو او مهربانو میاندو څخه د کورونو د خالي کیدو ښکارندې دغو بدلونونو ته لمن ووهله. د دودیزې کورنۍ د جوړښت خرابیدل هغه بهیر و چې د مورولۍ او پلارولۍ بنیاد یې ونړوه او د هر یو رول یې څنډې ته بلکې له کوره یې بیخي بهر کړ او د مورولۍ او میرمن ولۍ رول یې چې کورنۍ ورته اړمنه وه، له ښځو واخیسته.

امام خمیني(رح) د ښځو د مورولۍ د رول په هکله فرمایلي دي:«په اوسمهاله تاریخ کښې مو تل لیدلي دي چې پردیو، د دریمې نړۍ هیوادونه او اسلامي ټولنې هڅولې دي چې د خپلې مورولۍ له دندو لرې شي او ماشومان د خپلو میاندې له مینې ډکې غیږې څخه جلا او لرې کړي. لویدیځ غورځنګونه چې د ښځو له حقوقو د دروغجنې دفاع په لټه کښې وو، د کار په بازار کښې د ښځو د نابرابریو د ختمولو په لړ کښې یې د ښځو د مورولۍ رول او د ماشومانو روزنه په کار کسب کښې د ښځو د شاته پاتې کیدو یوه وجه وبلله. خو له ورایه ښکاري چې د دغې ډلې له نظره، د راتلونکي نسل روزنه او د اولاد تربیت او په کور کښې د احساساتو او جذباتو مدیریت، داسې خاص اهمیت نه لري».

*/*/*/*/*

ګرانو دوستانو د ریحانه لړۍ د دې ننني پروګرام وخت په هم دې ځاې پاې ته رسي، په راتلونکي پروګرام کښې به (په کورنۍ او ټولنه کښې د ښځې د رول او د ښځې د مورني مقام په انځورولو کښې د لویدیځ د خرابوونکو فکري زمینو) بحث ته دوام ورکړو، نو تر هغې درنه اجازه غواړو...... د خدای په امان

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه