دعا او د هغې اهمیت
د دعا تر ټولو مهم اثر او اغیز د انسانانو په زړونو کې د هیلې د رڼا رامینځته کیدا ده
ټول انسانان حتی هغه کسان چی دنیا ته یې کتنه په مادی پالنې ولاړه ده ، په ژوند کې دعا او راز و نیاز ته اړتیا لري . هغه کسان هم چی ژوند په تکراری او بند مدار کې تیروي او ناهیلۍ اوسټریس سره مخامخیږي هم دعا کول خوښوي . اصولا د انسان فطرت په دې ډول دی چی غواړي له خطرو په امان کې شي او په خپل ځان کې د ارامښت احساس تجروبه کړی . دعا پخپله له انسان او یوه بشپړه داخلي مفهوم سره پیلیږی . انسان د خپل ماهیت په اساس له یوه اړخه د طبیعی او له هغه وراخوا ښکارندو په وړاندی ځان کمزوری او بی وسه وینی له بل پلوه هغه پیاوړی عامل ته ضرورت لری چی په هغه په تکیې سره له ځانه دفاع وکړط شی او د ژوند سمه لاره ووهی ، دغه د ضرورت احساس په انسان کې د دعا غوټۍ پالی .
دعا او راز و نیاز د عالم له پنځونکی سره د انسان معنوی ارتباط او د هغه په درګاه کې د عجز او عبودیت اظهار دی .انسان هغه وخت چی د دنیا له ناکامیو ستړې شی نو احساس کوی چی تلپاتی او پیاوړی ملاتړی ته اړتیا لری تر څو د هغه په مرسته ځان د ژوند له ګډوډ او څپانده دریاب د نجات ساحل او ارامښت ته ځان ورسوی . هغه بی ساری قدرت ته د اړتیا احساس سبب شوی دی چی انسانان خپل حقیقي ارامښت دین او مذهب ته په پناه وړلو کی ولټوی . د پوهانو تحقیقات ښی چی له مهربان خدای سره ارتباط په انسان کی د ژور بدلون سبب کیږی . د دعا تر ټولو مهم اثر او اغیز د انسانانو په زړونو کې د هیلې د رڼا رامینځته کیدا ده . ناهیلې انسان لکه د بې ځانه موجود په شان دی . ناروغه انسان که خپلې سلامتیا ته هیله من وی نو ښه کیږی او که ناهیلې شی او په زړه کې یې د هیلې څراغ خاموشه شی نو بیا یې د ښه کیدا امید نشته دی . هماغه ډول چی د جنګ په میدان کې د جنګیالیو د بریالیتوب اصلی عامل امید او روحیه ده او له دې امله ناهیلي عسکر که ډیرې پرمختللي وسلې هم ولرلې شي نو د جنګ د میدان بایلونکي به وي .
هغه وخت چی انسان خدای ته مخ کړی نو زړه یې لکه د هغې هیندارې او ایینې په شان شفاف دی چی د لمر د وړانګو په وړاندی راځی . هغه الهی وړانګې د خپل چمتووالی او استعداد په اندازه ترلاسه کوی او متقابلا هغه منعکس کوی . په هره اندازه چی زړه له ککړتیاو او تورتمونو پاک وی نو په هماغه اندازه زیات الهی انوار ترلاسه کوی . انسان باید پوهه شی چی خدای ته په پام او د حق درګاه ته د زړه په اتصال سره بی شمیره لورینې یې په برخه کیږي
یوه ورځ ختمی المرتبت سرورکاینات فخرموجودات حضرت محمد مصطفی (ص) خپلو یارانوته وفرمایل ایا تاسو ته داسی وسله وښیم چی له دښمنانو د تاسو د خلاصیدا سبب کیږی او د تاسو رزق و روزی زیاتوي ؟ یارانو یې عرض یې وکړ هو ای د خدای رسوله ، نبی مکرم وفرمایل شپه ورځ خپل پالونکی یاد کړئ او ورته دعا وکړئ ځکه چی دعا د مومن وسله ده .
څیړاندي وایی که څه هم ننۍ دنیا د صنعت او ټیکنالوجۍ له نظره پرمختللی ده خو روانی تشه او د روحی ډاډ نیشتوالې ماډرن انسان کړوی. دغه تشه د هستۍ له سرچینې سره له ارتباط ، دعا او رازو نیاز پرته نه ډکیږي ، په حقیقت کی هغه کس چی خپل زړه او ځان د خدای د یاد حریم وګرځوی نو د ویرې ، حسد او غم په شان داخلي تاواني عوامل ورته تاوان نه رسوي ځکه چی هغه ځان له ارامښت بخښونکی او ډاډمنې پناه ځای ته تړلې دې . مشهور فیزیالوجسټ الکسس کارل په دې باره کی وایی دعا او لمونځ هغه پیاوړی ځواک دی چی انسانان یې رامینځته کولای شي ، داسی ځواک چی د مځکې د جاذبې په شان حقیقی وجودلری . انسان د دعا له لارې کوشش کوی خپل محدود ځواک د خدای په شان له نامحدودې سرچینې سره په متوسل کیدا سره زیات کړی . د دعا په وخت ځان نه ختمیدونکی محرکه قدرت سره چی ټول کاینات یې سره تړلی دی ، ګنډو او له هغه قدرت اخلو . د دعا او راز و نیاز اثار د انسان د مغزو په فعالیتونوکې یوډول تاندوالی ، باطنی خوشحالی اوکله اتلوالی او دلاوری تحریکوی .
انسان او خدای ترمینځ رابطه انسان ته دومره معنوی قدرت وربخښی چی د هغه د عظیمو وسونو د ازادیدا ، د ارادې پیاوړتیا او هیلې د تجدید سبب کیږی . دعااو راز و نیاز د انسان په نفس کې ډیر زیات اغیز لری او د هغه قدرت او په ځان باور زیاتوی او د هغه له زړه د سټریس او اندیښنې په لیری کولو سره په هغه د امنیت احساس او ارامښت واکمنوی . مومن دخدای د ذکر په وخت احساس کوی چی له خدای سره ډیر نږدې دې او په وجود کې یې د هیلې روح پوه شوی دی . احساس کوی چی له پیاوړی او ډاډمن پناه ځای سره تړلی دی او همدغه احساس په هغه کې د امنیت ، ارامښت ، تاندوالی ، په نفس باور اوقدرت پیدا کوی .
الَّذِينَ آمَنُوا وَ لَمْ يَلْبِسُوا إِيمانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَ هُمْ مُهْتَدُونَ
هغه کسان چی ایمان یې راوړی اوخپل ایمان یې په شرک ندې ککړ کړی ، دهغو امنیت ریښتونې او حقیقي هدایت موندونکي دي .
امریکایی اروا پیژاندې ډیل کارنګی لیکی ، کله چی درنده کارونه زمونږ طاقت له مینځه وړی او غم له مونږه هر ډول اراده اخلی او زیاتره وختونه چی پر مونږ د هیلې دروازې بندیږي نو خدای ته مخه کوو ، خو اصلا ولې باید اجازه ورکړو چی پر ناهیلی او ناامیدی واکمنه شی ؟ولې هره ورځ د دعا او لمونځ او د خدای تعالی د حمد او ثنا په وسیله خپل قدرت تجدید نکړو ؟
د عالمینو پالونکی ته د پام او د هغه په درګاه کی د دعا او راز و نیاز بله بریا د ایمان تثبیت او پیاوړتیا ده . که څه هم ډیر کسان په خدای ایمان لري خو که خپل ایمان په دعا او عبادت سره پیاوړې نکړي ممکنه ده ورو ورو هغه له لاسه ورکړی . دعا او له معبود سره خبرې کول نه یوازې ایمان ساتی بلکې د هغه د زیاتیدا سبب هم کیږی .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په دې زمینه کی فرمایی ، د دعا خصوصیت او ځانګړنه دا ده چی په زړه کی ایمان ورځای او ثابتوی او دایمان د زوال خطر په دعا او متعال خدای ته د پام په دوام سره له مینځه ځی . انسان خدای ته په پام او له لوی خدای سره په خبرو سره په ځان کې اخلاقي فضایل پیاوړي کوي . دا له پالونکی سره د مینې او انس طبیعی خاصیت دی . په دې ډول دعا کنالاتو په لور د انسان د عروج پوړې ده . همداراز دعا د حرص ، کبر ، ځان منمۍ ،خودپرستۍ ، د خدای له بندګانو سره دښمنی ، د نفس کمزورتیا ، ویرې او بی صبری له انسانه لیری کوی .
د واقعی دعاګانو بیلګې په قران او الهی کلماتو کې لټولای شو . دغه دعاګانې په مختلفو ډولونو او مختلفو موضوګانو په اړه مطرح شوی چی د هغو په باطن کې لوړ هدفونه لټول کیږي . د بیلګې په توګه کله حضرت زکریا ع له خدای تعالی د بچی غوښتنه کوی نو دغه غوښتنه د بچی د درلودلو لپاره یوه پلار د زړه د خوشحالولولپاره نده بلکې د هغه غوښتنه د انسانانو د هدایت لپاره د نیک بچی درلودل دی . د سوره مریم شپږم ایت د زکریا له خلې فرمایی ، خدایا په خپل لطف سره ما ته داسی ځای ناستې راکړه چی زما او د ال یعقوب وارث وی او له هغه راضی
شه .
همداراز حضرت سلیمان ع په خپله دعا کې ملک او سلطنت د قدرت غوښتنې ، ظلم او له خلکو د ګټې پورته په انګیزې سره نه غوښته . هغه د خپل پراخ حکومت پراخ امکانات د انسانانو په هدایتولو لګول تر څو د توحید بیرغ پورته پاتې شی . د بقره سورت وروستي ایتونه د مومنانو له ژبې یوه دعا مطرحوی چی معنوی مضامین لري . مونږه هم په دغه دعا خپل طاعات ښکلي کوو او د هغه د استجابت هیله لرو .
پالونکیه که مونږه هیر یا تیروتنه وکړو ، مونږه مواخذه نکړې ، پالونکیه زمونږ په اوږو درندې دندې وانه چوی هماغه ډول چی له مونږه مخکې کسانو په اوږو دې واچولې ، پالونکیه زمونږ له زغمه زیات دروندپیټې پر مونږ مه اچوه او له مونږه د ګناه اثار ختم کړې اومونږه وبخښی او په خپل رحمت کی شامل کړی ته زمونږ مولا او سرپرست یې پس مونږه په کافرانو بریالي کړی . امین ثم امین یا رب العالمین