د امام حسن عسکري (ع) د شهادت کلیزه
(last modified Sat, 23 Sep 2023 11:44:00 GMT )
Sep 23, 2023 16:14 Asia/Kabul
  • د امام حسن عسکري (ع) د شهادت کلیزه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د امام حسن عسکري (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت له ننني (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د سامرا د کوڅو له دروازو او دیوالونو څخه د غم بارانونه کېدل. باد د کجورو د ونو د پاڼو په منځ کې داسې روان وو، لکه د نوحې او مرثیې غږ چې وي. د ولې (بید) ونو د ماتمیانو په څېر پاڼې ګډې وډې کړې وې. سامرا د څو کلونو لپاره غمجنه وه. له هغه وخته چې د امام هادي (ع) کور د دغه ښار د عسکر سیمې ته راوړل شو. هغه سمیه چې کولای شو له پوځي اډو سره یې تشبیه کړو. امام  یې دلته راوړی وو، ترڅو تر بشپړې څارنې لاندې وي. هېڅوک د امام کور ته نه ننوتل، مګر دا چې هغه د حکومتي عسکرو لخوا څارل کېده.

له پلار وروسته د زوی وار شو. امام حسن عسکري.

خو اوس له دې کور څخه د اجیرانو څارنه لیرې شوې وه. ځکه زوی هم د پلار په څېر په شهادت ورسېد.

نن د ربیع الاول اتمه، د هغه مظلوم او غریب امام د شهادت له کلیزې سره برابره ده چې په ۲۶۰ هجري قمري کال کې په سامرا کې په شهادت ورسېد. د مسلمانانو يوولسم امام، حضرت امام حسن عسکري (ع) په ځوانۍ کې د هغه سلوک او وينا ټول د مينې او پوهې، اخلاقو، فضيلت او انسانيت درس وو. د هغه د زړه له تله دعاګانې په ملکوت کې اورېدل کېدې او د شپې دعاګانې يې د علي (ع) ياد او خاطرې تازه کولې. د هغه په ​​زړه پورې لمونځونه د هغه د مور زهرا (س) یادونه کوله. اوږدې سجدې يې د سجاد (ع) په څېر او بنديتوب او غریبي يې د موسی کاظم (ع) په څېر وو. هغه ۲۸ کلن ځوان کوم عادي سړی نه، بلکې د ټولو نیکیو او عظمتونو مجموعه وه، چې په دې ورځ په شهادت ورسېد.

د امام حسن عسکري (ع) د امامت دوره، د پاکو امامانو(ع) په ژوند کې ترټولو سخته دوره ده، چې هم هغه حضرت او هم د هغه پیروان دواړه له بې ساري سیاسي او ټولنیزو محدودیتونو سره مخامخ شول. د سامرا په پوځي ښار کې د دوی تګ راتګ، مشروط په دې وو چې په اونۍ کې دوه ځله خپل شتون حکومتي مرکز ته  اعلان کړي. جالب دا چې د حضرت یارانو ته هم اجازه نه وه چې هغه ته په عامه ځایونو کې غږ وکړي. د حضرت امام حسن عسکري (ع) د امامت ټوله دوره، شپږ کاله وه چې په دې ټوله موده کې د هغه یارانو او ملګرو د هغه د ترور د احتمال او هم د هغوی د ټولنیز ژوند او د هغوی د کورنۍ د راتلونکي دوام په اړه د خطر احساس کولو.

خو له دغو ټولو خطرناکو حالاتو او خنډونو سره سره، امام حسن عسکري(ع) د ټولنې په لور د حرکت کولو په موخه د یوې شېبې لپاره هم ډډه ونه کړه او د اسلامي نړۍ مختلفو سیمو ته یې خپل استازي او وکیلان واستول. د امام صادق (ع) له وخته د وکیلانو یوه شبکه له امام سره د خبرو اترو مسئوله وه. د دغې پټې شبکې فعاليت، د امام هادي (ع) او امام حسن عسکري (ع) په زمانه کې زيات شو، ځکه چې له يوې خوا د اهل تشیع شمېر زيات شو او د اسلامي جغرافیې لرې پرتو سيمو پورې خپور شوی وو، له بلې خوا یې اهل تشیع د امام عصر غیبت ته چمتو کول.

د اهل تشیع د غونډو د مرکزونو پراخول او خپرېدل د یوې منظمې ارتباطي موسسې شتون ته اړتیا درلوده، چې له یوې خوا د اهل تشیع د امامت له برخې سره  د دوی اړیکه او له بلې خوا د هغوی ارتباطات له یوه بل سره ټینګ کړي. امام حسن عسکري (ع) د اهل تشیع له مشهورو او نامتو شخصيتونو څخه استازي انتخاب او په ډېرو سيمو کې يې مقرر کړل او په دې توګه له خپلو پيروانو سره په اړیکه کې وو. امام په دغو پیغامونو کې خپلو پیروانو ته، په خدای باندې د امید او توکل په وجه د واکمنانو د ظلم د کم ګڼلو سپارښتنه کوله.

همدارنګه امام (ع) په واضحه توګه د اميرالمؤمنين د ولایت يادونه کوله او په دې اړه د پيغمبر(ص) مشهور عبارت «مَن کُنتُ مَولاهُ فَهذا عَلیٌّ مَولاه: د هر چا چې زه مولا یم، علي هم د هغه مولا دی، له نورو فرقو او ډلو څخه د حزب الله د ډلې روښانه کول ګڼل.

امام حسن عسکري علیه السلام د خپل وخت یو له نیکو، باعزته او پرهیزګارانو څخه وو. هغه د خدای په عبادت او ستاینه کې بې ساری و. هغه په ​​عبادت او خدمت کې دومره ډوب وو، چې زړونه به يې ځانته جذبول او نور يې د خداى په ياد کې راوستل، تر دې حده چې ګمراهان او منحرف خلک یې سمې لارې ته رابلل. د بېلګې په توګه د دولتي زندان د لوړ پوړي ساتونکي "صالح بن وصیف" یادونه کولای شو، هغه د علویانو سرسخت مخالف و. "صالح" امام ته دوه بد اخلاقه سربازاران ګمارلي وو، تر څو هغه نور هم وځوروي، خو دغه دوه کسان چې د امام وضعیت او حرکات یې له نږدې څارل، تر دې حده د امام تر اغېزې لاندې راغلل، چې له څه مودې وروسته یې له تاوتریخوالي لاس واخیست او د امام ستاینه یې کوله.

"احمد بن عبیدالله بن خاقان" چې د بني عباس د خلافت له وزیرانو او مهمو برخو څخه و، د امام حسن عسکري (ع) په اړه یې داسې اعتراف کړی چې د علي له اولادې څخه یو سړی په سلوک، کرامت، عفت، شرافت او عظمت کې، په خپلې کورنۍ او په بني هاشمو کې لکه د حسن بن علي بن محمد په څېر نه دی لیدلی او نه پېژندلی چې د ده خپله کورنۍ، بني هاشم، قوماندانان، وزیران او ټول خلک هغه په ​​لویانو او اشرفو باندې لومړی مقام ولري. د بني هاشمو له مشرانو، ادیبانو، قاضیانو، فقهاوو او نورو کسانو څخه هر یو څخه مې چې پوښتل، هغه یې د خپلې کورنۍ او مشرانو د عزت او کرامت، لوړ مقام، ښه خبرو او  پر نورو باندې لوړ یادولو.

په دې توګه زما په نظر د هغه مقام او ارزښت زیات شو. ځکه چې ما د هغه کوم دښمن او دوست نه دی لیدلی مګر دا چې هغه یې ښه یاد کړی وي او ستاینه یې کړې وي.

د امام حسن عسکري (ع) د ژوند یو مهم ټکی د هغه د زوی زیږون دی. له پېغمبراکرم (ص) څخه د مهدي موعود د پيدايښت، غیبت، ظهور او نړيوال پاڅون او نورو ځانګړتياوو په اړه ډېر خبرونه او روايتونه راغلي دي. په دغو روايتونو کې زياتره خلکو ته دا خبر رسيدلی وو چې هغه څوک چې نړۍ له ظلم او استبداد څخه خلاصوي، د امام حسن عسکري (ع) زوی دی. هغه د نړۍ د بشریت هغه ژغورونکی دی چې په خپل پاڅون سره، له نړۍ څخه ظلم او وحشت لیرې کوي. له همدې امله، عباسي خليفه ګان د امام حسن عسکري (ع) د اولاد د پيدايښت په اړه اندېښمن وو او هڅه يې کوله ترڅو د داسې ماشوم د پيدايښت مخه ونيسي.

په همدې اساس، امام حسن عسکري (ع) دغه موضوع په بشپړه توګه پټوله. نو د خدای په ارادې سره، د امام د مېرمنې امیندواري لکه د حضرت موسی (ع) د مور د امیندوارۍ په څېر پټ پاتې شو او د ماشوم تر زېږېدو پورې هېڅوک په دې نه پوهېدل چې نرجس خاتون د امام مهدي (عج) مور امیندواره وي. عباسي واکمنان د خپلو څارګرو او جاسوسانو له سخت تعقیب سره سره، له دې موضوع خبر نه شول. خو امام حسن عسکري (ع) د ماشوم له پيدايښت وروسته، په مختلفو ښارونو کې خپلو وکيلانو ته ليکونه وليکل او هغوي ته يې د دغه زيږون خبر ورکړ.

دوی له لیک سره یو اندازه پیسې هم لیږلې او له خپلو وکیلانو یې غوښتل چې په دې پیسو سره پسونه واخلي او غوښه یې د اهل تشیع په منځ کې وویشي او د دولسم امام زوکړه اعلان کړي. د دغو پسونو شمېر تر ۴۰۰ سوه ښودل شوی دی. امام له خپل شهادته مخکې، له مختلفو ښارونو څه د پاسه څلویښت شیعه مشران راوبلل او خپل زوی یې هغوی ته وښود، تر څو له هغه وروسته، خلک د خپل وخت د امام په پېژندلو کې سرګردان او حیران نه شي.

ژباړه: زماني

ټیګونه