اسرائیل پرته له امریکا هیڅ دی؛ ایران څنګه دا پییلتیا ننګولې؟
-
اسرائیل پرته له امریکا هیڅ دی؛ ایران څنګه دا پییلتیا ننګولې؟
د حیفا پوهنتون د نړیوالو اړیکو کارپوه وايي: اسرائیل د امریکا د ملاتړ پرته هیڅ نه شي کولای.
کله چې د حیفا پوهنتون د نړیوالو اړیکو له کارپوه «بنجامین میلر» څخه وپوښتل شول چې آیا اسرائیل د امریکا د ملاتړ پرته کوم کار کولای شي، هغه په یوه کلمه کې وویل: «نه».
د پارس ټوډی د راپور له مخې، سره له دې چې امریکا د لسیزو راهیسې اسرائیلو ته نظامي برتری ورکړې، هغه جګړې چې دې رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې ترسره کړې، د دې رژیم نازکتیا او د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې ناتواني ښکاره کړې ده.
اسرائیل له خپل تاسیس راهیسې، که څه هم د نظامي برتری او د امریکا د ملاتړ په مټ په سیمه کې یو څه نفوذ ترلاسه کړی، خو دا نفوذ یوازې په امنیتي مسایلو پورې محدود دی.
«طوفان الاقصی»، د غزې جګړه، د حزبالله سره مخامختیا، او په ځانګړي توګه د ایران سره جګړې دا ښودلې چې اسرائیل یوه ورځ هم پر خپل ځان تکیه نه شي کولای او د نتنیاهو هغه ادعاوې چې اسرائیل به په سیمه ییز ځواک بدل شي، له جوړښتي، سیاسي او ټولنیزو خنډونو سره مخ او د دې رژیم له نظامي وړتیاوو څخه بهر ادعا ده.
نتنیاهو د ایران سره د جګړې وروسته ادعا کړې وه چې اسرائیل د لویو ځواکونو په کتار کې دی، خو د دې ادعا په ځواب کې یوازې د ټرمپ هغه خبرې یادول کافي دي چې د ایران سره د جګړې له بندېدو وروسته یې ویلي وو: موږ اسرائیل د ایران سره له جګړې «ژغورلی» دی.
د اسرائیلو او د سیمه ییزې هژمونۍ ارمان
سیمه ییزه هژموني یو اصطلاح ده چې د هغه هېواد لپاره کارول کېږي چې په یوه خاص جغرافیایي سیمه کې د نفوذ وړتیا لري.
په بله تعریف کې ویل شوي: «سیمه ییزه هژموني هغه هېواد دی چې یوې خاصې جغرافیایي سیمې پورې اړه لري او له اقتصادي او نظامي پلوه پر دې سیمه تسلط لري او دغه تسلط په سیمه ییزه او نړیواله کچه پلي کولای شي.»
د نړیوالو اړیکو نامتو تیوریسن «استیفن والټ» وایي، سیمه ییز ځواکونه د خپلو ګاونډیانو په پرتله دومره پیاوړي دي چې له هیڅ امنیتي ګواښ سره مخ نه دي او د ریښتیني سیال د راڅرګندېدو په اړه هیڅکله اندېښنه نه لري.
هغه زیاتوي، اسرائیل د دې معیارونو هیڅ یو نه لري او په دې اړه یې د یمن او د غزې تړانګې د حماس غورځنګ مثال ورکړی چې د نږدې دوو کلونو جګړې او پراخو ویجاړیو سره سره څنګه په اسانۍ سره اسرائیل ننګوي.
د اسرائیلو د ناتوانۍ مهمې نښې

نظامي محدودیتونه
د اسرائیلو نظامي لګښتونه په ۲۰۲۴ کال کې د ترسره شوو جګړو له امله ۶۵ فیصده زیات شوي او ۴۶.۵ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي، دا د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې راهیسې د دې رژیم تر ټولو لوړ نظامي لګښت دی.
سره له دې زیاتو لګښتونو، د اسرائیلو بریدونه پر غزه، لبنان او ایران حتی د حماس په کمزوري کولو بریالي نه شول او دا غورځنګ لا هم د دې رژیم پر وړاندې مبارزه کوي.
د «مدرن دیپلماسي» خپرونې په یوه راپور کې ټینګار کړی چې د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې بریدونه د نتنیاهو د ټولو ادعاوو سره سره ونه شو کولای د ایران اټومي پروګرام ودروي.
د اسرائیلو «نظامي دکترین» چې پر درېیو اساسي برخو—بازدارنګي، خبرداری او بریالیتوب—واقع دی، د «د اسرائیلو د قومي امنیت مطالعاتو انستیتوت» په منښته د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه ناکام شو.

پر امریکا تکیه
د نتنیاهو د ادعاوو پرخلاف، اسرائیل په نظامي ځواک کې په بشپړه توګه پر امریکا او اروپا وابسته دی.
«فارین پالیسي» وایي، د اسرائیلو ټول پرمختګونه، په ځانګړي توګه د نظامي ټیکنالوژۍ په برخه کې، د امریکا مرستې دي.
کله چې له «بنجامین میلر» څخه وپوښتل شول چې آیا اسرائیل د امریکا د ملاتړ پرته کوم کار کولای شي، هغه په یوه کلمه کې وویل: «نه».
اسرائیل هر کال له امریکا ۳.۸ میلیارده ډالره نظامي مرسته ترلاسه کوي او په نړیواله کچه، په تېره بیا په ملګرو ملتونو کې، له بې قیدو شرطو ملاتړ څخه برخمن دی.
میلر په دې اړه وایي: «د امریکا د وسلو ملاتړ بندېدل به اسرائیل له لویو ستونزو سره مخ کړي.»

د سیمه ییز مشروعیت نشتوالی
والت وایي، د کرانې غربي او قدس اشغال، د غزې جګړه او د فلسطینیانو نسل وژنه د دې لامل شوې چې اسرائیل په نړۍ کې د یوه اشغالګر او ظالم رژیم په توګه وپېژندل شي.
د مدرن دیپلماسي په وینا، حتی هغه هېوادونه چې له اسرائیلو سره دیپلوماتیکې اړیکې لري، دا اړیکې د ځانګړو دلیلونو او د لویدیځ د فشار له امله جوړې کړي، نه د اسرائیلو د هژمونۍ له امله.