د حضرت مهدي (عج) د امامت د پیلېدو کلیزه
(last modified Sat, 23 Sep 2023 13:03:10 GMT )
Sep 23, 2023 17:33 Asia/Kabul
  • د حضرت مهدي (عج) د امامت د پیلېدو کلیزه

د ربیع الاول نهمه د اهل تشیع د وروستي امام او د نړۍ د مظلومانو د امید، حضرت مهدي (عج) د امامت د پیلېدو له کلیزې سره برابره ده، هغه به راشي او نړۍ به له عدل او انصاف څخه ډکه کړي، لکه څنګه چې له بې عدالتۍ څخه ډکه ده .

امام مهدي (عجل الله تعالی فرجه الشریف) د اهل تشیع دولسم او وروستی امام دی، چې په ۲۵۵ هجري کال کې زېږېدلی دی. د شیعه روایتونو له مخې، د هغه امامت په ۲۶۰ هجري قمري کال کې د خپل پلار امام حسن عسکري (ع) له شهادت وروسته پیل شو، چې تر اوسه پورې دوام لري.

عباسي حکومت د امام حسن عسکري (ع) د امامت په دوران کې، د امام د ځای ناستې او مهدي په توګه، د هغه د زوی د موندلو او شهیدولو هڅه کوله. له همدې امله، د امام زمان(عج) ولادت پټ وساتل شو او د اهل تشیع د یوولسم امام له څو خاصو یارانو پرته، بل چا هغه ونه لیدلو. په همدې وجه، د امام حسن عسکري (ع) له شهادت وروسته، په اهل تشیع کې ځینې شکونه او فرقې رامنځته شوې او حتی یوه ډله کسان د امام زمان(عج) د تره جعفر کذاب پیروي وکړه. د خدای اراده دا وه چې حضرت مهدي (عج) د خپل پلار د جنازې لمونځ ادا کړي او دا د جعفر د امامت او نورو درواغجنو  کسانو دروغو د ردېدو سبب شو.

د خدای تعالی په حکم د حضرت مهدي (عج) د غیبت دوره، د هغه د پلار د جنازې لمانځه له ادا کولو سره سم پیل شوه او هغه له هماغه وخته یعنې په ۲۶۰ هجري قمري کال کې له سترګو پټ شو او هغه دوره چې له هغه څخه د حضرت مهدي (عج) د کوچني غیبت دورې په نوم یادېږي، دا پیل شوه. په دې دوره کې چې د شیعیانو د روایتونو له مخې، تقریباً ۶۹ کاله دوام وکړ، امام زمان (عج) له شیعیانو سره د څلورو خاصو استازو په وسیله اړیکه درلوده. د دې ځانګړو استازو نومونه عبارت دې له: عثمان بن سعید، محمد بن عثمان، حسین بن روح نوبختي او علي بن محمد سیمري.

دغو خاصو نوابانو د امام په غیبت صغری او غیاب کې دنده درلوده چې د خلکو له ذهنونو څخه د امام زمان(عج) د ولادت په اړه شکونه او حیرانتیاوې لرې او د خلکو دیني او مذهبي پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. د دروغجنو دعوه کوونکو په مقابل کې مبارزه وکړي، له اړمنو سره مرسته وکړي او په خلکو کې اسلامي وجوهات(پیسې) وويشي او خلک د حضرت مهدي (عج) د ستر غيبت د منلو لپاره چمتو کړي.

له ۳۲۹ هجري قمري کال راهیسي د خاصو استازو په وسیله له امام زمان (عج) سره د خلکو ارتباط هم پایته ورسېده او هغه دوره پیل شوه چې د حضرت مهد (عج) د ستر غیبت دورې په نوم یادېږي او دا دوره تر اوسه دوام لري. له امام زمان (عج) څخه په يو روايت كې راغلي چې د اسحاق بن يعقوب د دې پوښتنې په ځواب كې چې د ستر غيبت او د خپل وخت له امام څخه خلك څه ډول ګټه پورته كړي، حضرت وفرمايل: زما د غیبت په وخت کې زما په وسیله له ما څخه ګټه ترلاسه کولو څرنګوالی،  د لمر په وسيله د ګټې ترلاسه کولو په څېر دی، کله چې وريځې هغه له سترګو پټوي.

د دې مبارک حدیث له مخې، لکه څنګه چې ورېځې لمر په بشپړه توګه نه پوښي او د لمر وړانګې ځمکې ته رسېږي، غیبت هم له امام زمان (عج) څخه د ګټه اخیستلو بشپړ خنډ نه دی او دا سمه ده چې خلک په غیبت کې امام نه ویني؛ مګر د دوی له وجود څخه ګټه پورته کوي. سربېره پردې، لکه څنګه چې خلک هره شېبه د وریځو ترشا د لمر د راوتلو انتظار باسي، ترڅو د هغه له شتون او ظهور څخه پوره ګټه پورته کړي، د هغه حضرت د غیبت په وخت کې هم خلک د هغه د ظهور او وتلو انتظار کوي او د هغه له ظهور څخه نه مایوسه کېږي.

بې له شکه، د امام مهدي (عج) د ظهور دوره د خلکو د امتحان تر ټولو سخته دوره ده او د ژوند د آخرالزمان فتنې خلک راګیروي. بشر په دې دوره کې له سرګردانۍ سره مخ کېږي او په دې دوره کې به د حق او باطل توپیر ستونزمن شي. په دې زمانه کې خلک د خدای له اصلي ارزښتونو څخه د غفلت کولو له امله ګمراه کېږي او د ژوند د سم هدف او فلسفې له لاسه ورکول به  هر انسان  له ناهېلۍ سره مخ کړي، مګر هغه کسان چې د قرآنکریم په تعلیماتو او د رسول الله (ص) او د پاکو امامانو د سنتو په پیروي او عمل سره، د حضرت مهدي (عج) د ظهور لپاره د شرایطو په برابرولو کې زیار باسي.

د اهل تشیع یوولسم امام حضرت امام حسن عسکري (ع)، دعا د فرج د تعجیل لپاره، د غیبت د زمانې له فتنو څخه د خلاصون شرط ګڼي او فرمايي: په خدای قسم، هغوی به غیبت ولري، چې په هغه به یوازې هغه کسان له هلاکت څخه ژغورل کېږي، چې خدای تعالی هغوی له خپل امامت سره په خپله وعده کې ثابت پاتې کړي او د هغه د فرج د تعجیل لپاره په دعا کې بریالي کړي وي.

هغه شیعیان چې ځانونه د حضرت مهدي (ع) منتظران ګڼي، د هغوی په ​​غیاب کې د ډېرو کارونو مسئولیت پر غاړه لري. د هر منتظر شیعه لومړنی او مهم کار، د امام د سپېڅلي وجود او د هغه د وخت د ثبوت په اړه پوهه ترلاسه کول دي. دا مسله دومره مهمه ده چې د امامانو په احادیثو کې راغلي دي: څوک چې مړ شي او د خپل وخت امام ونه پېژني، د جاهلیت په مرګ مړ شوی. بله مهمه وظيفه چې د هر شيعه دنده ده، په ښو اخلاقو ځان برابرول او له بدو صفاتو ډډه کول دي.

امام عصر (عج) هم ټولو شیعیانو ته د غیبت په وخت کې د نیکو کارونو او له بدو کارونو څخه د ځان ساتلو بلنه ورکړې او فرمایلي دي: نو له تاسو څخه هر یو باید هغه څه خپل مسلک وګرځوي چې زموږ د ملګرتیا سبب ګرځي او له هر هغه څه چې د غوسې سبب کېږي ډډه وکړي؛ ځکه چې زموږ حکم په ناڅاپه ډول راځي او په هغه وخت کې توبه او بېرته راګرځېدل به هېچا ته ګټه ونه رسوي او په ګناه پښیماني به زموږ له سزا هېڅوک ونه باسي.

له ګناهونو او له ناروا کارونو څخه ځان ساتل، د کوچني غیبت په زمانه کې د انتظار یوه بله دنده ده او دا دومره مهمه ده چې په هغه مبارک خط کې چې د حضرت مهدي (ع) لخوا شیخ مفید (رح) ته صادر شوی دی بیان شوي دي: هغه ګناهونه چې د شيعیانو له خوا ترسره کېږي، له هغه حضرت (عج) سره د شيعیانو د نه لیدلو او د غیبت د واټن د اوږدېدو لامل ګرځي. په دې متن کې راغلي دي: "نو یوازینی شی چې موږ له دوی (شیعیانو) څخه پټوي، هغه ناخوښ شیان دي چې موږ ته د دوی له خوا رارسېږي او موږ ته خوښ نه دي او له دوی څخه د دې تمه نه کېږي." همدا لامل دی چې پاکو امامانو (ع) شیعیانو ته امر کړی چې په خپلو اعمالو او سلوک سره د دوی زینت وي، نه د هغوی ملامتي او سرټیټي.

له امام (عج) سره د زړونو د اړيكو ټينګول او پیاوړتیا او په پرلپسې توګه له هغه امام سره د ژمنې تجديد يوه بله مهمه دنده ده، چې د غيبت په زمانه كې هر منتظر شيعه یې پر غاړه لري. په دې معنی چې د حضرت حجت (عج) په انتظار کې يو واقعي انسان بايد هېڅکله دا احساس ونه کړي چې د هغه د الهي حجت له شتون سره سره، په ټولنه کې بې ګټې او بې مسئوليت دی او د خپل امام او مقتدی پر وړاندې هېڅ مکلفيت نه لري. دې مسئلې ته په ډېرو احادیثو کې ټینګار شوی دی.

ټول شیعیان باید په شپه او ورځ، د لمانځه په وختونو او په هغو ورځو کې چې د دعا امر شوی دی، د فرج د تعجیل لپاره دعا، د غیبت د وخت د یوې دندې او مسئولیت په توګه هېره نه کړي. همدارنګه د امام زمان (عج) دعا د فرج پر ټولو دعاګانو باندې لومړيتوب ورکړي، چې خدای  د دغه دعا په برکت سره، هغوی د غیبت د زمانې له ټولو فتنو او افتونو څخه په امن کې وساتي او د هغوی ټول مصیبتونه او غمونه لرې کړي.

په حقیقت کې که هر شیعه د هرې ورځې په پیل کې په حضور او توجه سره له خپل امام او مقتدی سره داسې تړون تازه کړي، هېڅکله به سستۍ، ذلت، ظلم او بې عدالتۍ ته غاړه پرې نه ږدي او تل به د خپل امام او مولا رضایت د خپلو اعمالو په سر کې ځای ورکړي. بې له شکه که په هره ټولنه کې دا ډول کلتور حاکم وي او هر څوک یوازې د خپل وخت د امام رضایت وغواړي، هغه ټولنه به هېڅکله د کلتوري بحران، بېوځلۍ، مایوسۍ او انحطاط تجربه نه کړي.

یقیني ده چې که ټول شیعیان له خپل مولا او سردار سره په همپالنې او ملګرتیا سره د بیعت لاسونه ورکړي او د هغه په ​​مرسته کې شریک شي، نو د خپل مولا فرج به درک کړي او د تل لپاره به له ظلم او ذلت څخه خلاص شي. په دې اړه حضرت مهدي (عج) فرمایلي: که زموږ شيعیان چې خداى تعالى يې په خپل اطاعت کې مرسته کوي، د هغه تړون په پوره کولو کې ، چې له دوى څخه اخیستل شوى دی، یو زړه او هوډمن وای، نو زموږ د لیدلو نعمت به هغوى ته نه ځنډېده او د دوی لپاره زموږ د لیدلو سعادت ترلاسه کېده."

د شیعیانو او د نړۍ د ټولو آزادي غوښتونکو او عدالت غوښتونکو د عقیدې له مخې، حضرت مهدي (عج) به یوه ورځ راڅرګند شي او له خپلو یارانو سره به یو نړیوال حکومت جوړ کړي او نړۍ چې له ظلمونو ډکه شوې، له عدل او انصاف څخه ډکوي. بختور دی هغه څوک چې د حضرت مهدي (عج) زمانه درک کړي او له هغه سره یو ځای شي. د امام زمان(عج) د امامت پیل د نړۍ د مسلمانانو او د آزادۍ غوښتونکو په دیني او ټولنیز ژوند کې یو نوی باب پرانستی دی او هغه کسان چې د انتظار مکتب ته سترګې په لاره دي، د انساني نړۍ د یوازیني نجات ورکوونکي د ظهور په هیله، له بې ساري خدای څخه غوښتنه کوي، ترڅو د هغه د ټول پراخ حکومت په رڼا کې، په ټوله نړۍ کې د عدالت او آزادۍ بیرغ ورپوي.

ژباړه: زماني

ټیګونه